(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوينې سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی (طبي لکچرنوټ : درېیمه برخه )

لیکوالان : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران دجرمني هیواد، دنومبرمیاشتې شلمه نیټه ۲۰ / ۱۱/٢� � ٨ اپیدیمیولوژي (Epidemiology) په اروپااو امریکاکې دمولټیپل میولوماناروغۍ Multiple Myeloma دپېښېدلوفریکونسي دنوروټولوخبیثونیوپلازما malignant neoplasm ناروغیوپه پرتله یوپه سلمه 1% برخه جوړوي . همدارنګه دهیماتولوژي ټولوخبیثولمفوسایتونو B-cells ناروغیودډلې څخه لږڅه په سلوکې پینځه لس 15% دمولټیپل میولوماناروغۍ تشکیلوي . په صنعتي هیوادونوکې دسل زره 100 000وګړو څخه لږڅه څلورتنه 4 په یوه کال کې دمولټیپل میولوما په ناروغۍ اخته کیږي . نوموړې ناروغۍ په اصل کې دلوړعمرناروغۍ ده . په دې مانا چې هغه کسان چې دمولټیپل میولوما په ناروغۍ اخته کیږي عمريې دشپیتونه تراویاکالوپه منځ کې وي .نارینه دښځوپه پرتله یونیم ځل واره ډیرناروغ کیږی . افریقايي امریکایان ترټولوډیر اوداسیايي هیوادووګړي ترټولوډیرپه نوموړې ناروغۍ اخته کیږي. لامل موندنه (Etiology) داسې اټکل کیږی چې دمولټیپل میولوماناروغۍ لامل یوفکټور نه وي بلکې دډیروفکټورونودګډې اغیزې په پایله کې منځ ته راځي. دکارپوهانوله خوا په دې اړوندجېنیتیک فکټورونه اوهمدارنګه دچاپیریال ناوړه اغیزې دمنلووړاصلي لاملونه په ګوته کیږي .دبیلګې په توګه دنوموړې ناروغۍ دمنځ ته راتلو په اړوند د خطر فکټورونه لکه رادیواکتیووړانګې ، دکروموزومو په برخوکې ځایزبدلون Translokation ، همدارنګه په سرطاني جین Onkogene کې بدلون Mutation ګڼل کیږی . دمولټیپل میولوما د سلو څخه په دیرشو ناروغانوکې کیدای شی چې دکروموزوموبدلون دسیتوګېنیتیک کړنلارې پربنسټ وپیژندل شي . دیوې بلې پیاوړې کړنلارې په مرسته چې لنډیزیې په iFiSH اود Hybridisierung Interphase-Fluoreszenz in-situ په نامه سره یادیږي کیدای شي چې په ټولوناروغانوکې دکروموزموغیرنارمل موتیشن تشخیص شي . دیادولووړده چې دمولټیپل میولوماناروغۍ په هغومسلکي کسانوکې ډیره لیدل کیږی چې په زراعت ، ځنګلونواودڅرمنوتولید په برخه کې کارکوی . ترمینولوژي (Terminology) : دپلازماحجرومونوکلونل ناروغۍ دخبیثوالي درجه بندی په خپل وارسره په دریوپړواونوکې ترسره کیږي . په لومړي پړاوکې هغه ناروغي ده چې دخبیثوالي کچه يې ترټولولږده اود مونوکلونال ګاموپاتي (monoclonal gammopathy of unknown significance) په نامه سره یادیږي . په بله وینا نوموړې ناروغۍ چې لنډیزيې په MGUS سره کیږي هغه مرحله تشکیلوي چې دمولټیپل میولوما ناروغۍ نښې لانه لیدل کیږي . په دویم پړاوکې یوه بله ناروغې شتون لري چې د (smoldering Myeloma) په نامه سره یادیږي اودخبیثوالې درجه یې د مونوکلونال ګاموپاتي په پرتله لږڅه ډیره ده . په وروستي اودریم پړاوکې دمولټیپل میولوما ناروغۍ منځ ته راځي چې دخبیثوالي کچه يې ترټولوډیره ده اودپلازماحجرو‍سرطان ناروغۍ ورته ویل کیږي . دپلازماحجرودناروغیوپه ډله کې اړینه ده چې د مولټيپل میولوما MM ناروغۍ دنوروناروغیولکه ځانګړی پلازموسیتوم solitary plasmocytom او امیلوئیدوزیس AL- amyloidosis څخه توپير وشي . که څه هم امویلوډوزیس په اصل کې یوه خبیثه ناروغي نه ده خودرغیدنې احتمالي تګ لوری یې ډیرخراب دی . دمولټیپل میولوما خبیثه ناروغۍکیدای شي چې دهډوکوپه ماغزوکېMedullary اویادهډوکوپه نسجونوکې اویادهډوکودماغزوڅخه بهر extramedullaryپه ځانګړي ډول solitary اویا په څوځایونو multifocal کې منځ ته راشي . دبیلګې په توګه لکه دمولټیپل میولوما MM عمده ناروغۍ ، مولټي فوکل میولوما Multifocal Myeloma ، دهډوکودماغزوڅخه دباندې ځانګړی میولوما Solitary extramedullary MM ، دهډوکوپه ماغزوکې ځانګړی میولوما solitary myeloma (plasmocytom) اوسارکوما توسیس میولوما sarcomatosis Myeloma په نامه سره یادیږي . زارکوم Sarcom دیوناني ژبې څخه اخیستل شوی ویی دی او دشلې غوښې ماناورکوي . سارکوما توسیس میولوما دپستونسجونو soft tissues ،هډوکو، Cartilago ،عظلاتواودوازدوحجرو یوخبیث ډوله توموردی. نوموړی تومورډیروختي دوینې په رګونوکې میتاستازکوي . په ۱- شکل کې دپلازما حجرودناروغۍ هراړخیزډولونه ښوول شوي دي .
۱-شکل
۱-شکل : دملټیپل میولوما خبیثو ناروغیو ویشتوب اوپه سلوکې د هغوی فریکوینسي او دروغتیاپه تړاواحتمالي سرلیک (Prognosis) ښوول شوی دی . دبیلګې په ډول دنوموړي شکل په لاندې ښۍ برخه کې دمیولوما یوې حجرې (Myeloma cell) بڼه ښوول شوې ده چې ورڅخه په کیڼ اړخ کې نومول شوې هراړخیزې ناروغۍ منځ ته راځي : * دامیلوئیدوزیس(AL-Amyloidosis) ناروغۍ چې احتمالي سرلیک (Prognosis) یې دیارلس میاشتې دی . * دسپینوکرویاتوپلازما حجروسرطاني ناروغۍ (Plasma cell Leukemia) چې احتمالي سرلیک یې شپږمیاشتې دی . * دهډوکوماغزودننه دمولټيپل میولوما ناروغۍ (Multiple myoloma) چې فریکونسي یې په سلوکې اتیا 80% او احتمالي سرلیک يې یودیرش میاشتې دی . * دهډوکوماغزودننه مولټيفوکال ناروغۍ (Multifocally) چې فریکونسي یې په سلوکې لس 10% او احتمالي سرلیک يې اوه څلویښت میاشتې دی . * د هډوکوماغزونه بهر ناروغۍ (Solitary Extra medullary) چې فریکونسي یې په سلوکې څلور 4% او احتمالي سرلیک يې اوه څلویښت میاشتې دی . * دهډوکوماغزودننه ځانګړې میولوما ناروغۍ (Solitary medullary) چې فریکونسي یې په سلوکې درې 3% او احتمالي سرلیک يې یوسلولس میاشتې دی . * په هډوکوکې ستریدونکې زارکوما میولوما Sarcoma Multiple Myeloma چې فریکونسي یې په سلوکې درې 3% او احتمالي سرلیک يې اته میاشتې دی . امیلوئیدوزیس(AL-Amyloidosis) امیلوئیدوزیس یوه داسې ناروغي ده چې پروتین ډوله امیلوید مواد amyloid دبدن په پستونسجونواوغړوکۍ کلک نښلی اوپه پایله کې دهمغه غړي دالتهاب لامل ګرځي اویاداچې دنده یې نیمګړې کوي . که څه هم وروستی ناروغۍ یانې امیلویدوزیس خبیث خواص نه لري اوشه ډوله پړسوب ورته ویلای شو Benign tumor خودرغیدلواحتمالي تګ لوری یې دومره ښه نه دی . امیلوئیدوزیس دپلازما ناروغوحجرو یوډول ناروغي ده چې دبدن په مختلفوغړواوپستونسجونوکې دحجرې نه بهر په لوړه کچه امیلوئید amyloid موادراټولیږي . امیلوئیدیوډول غیرنارمل اوسخت منحل کیدونکي رشتوي ګلوکوپروتېین Glycoproteincomplex کیمیاوي کمپلکس دی چې دفیبریلونویادپولي پېپتیدي زنځیرونودشبکې څخه جوړشوي دي . یوه غوره بیلګه یې دایمونوګلوبولین لامبدا λ اوکاپا κ سپکې ځنځیری برخې تشکیلوي . نوموړي غیرنارمل نه منحل کیدونکي رشتوي پروتېینونه چې په غړوکې راغونډشوي وي د امیلوئید په نامه سره یادیږي .په پایله کې یوخوا په نوموړۍ ناروغۍ اخته غړی پړسیږي اوبلخوادهمغه غړي دنده یاداچې بیخي په ټپه دروي اویا نیمګړې کولای شي . ډیرځله دا سې هم پېښیږي چې نوموړي پروتېین په متیازوکې وپيژندل شي چې د مونوکلونل ایمونوګلوبولین لامبدا λ اوکاپا κ سپکې ځنځیری برخې جوړوي اودبینس جون Bence-Jones پروتېینو په نامه یاديږی . دپام وړ : په دی ځای کې داي A توری دامیلوئید Amyloid اوداېل L توری دLight chains د ایمونوګلوبولین سپک ځنځیري ټوټولپاره لنډیزلیکل شوی دی . داي اېل امیلوئیدوز (AL-Amyloidosis) ناروغۍ پخوادلومړنۍ امیلوئیدوز په نامه سره یادیده. هغه کسان چې دامیلوئیدوزیس په ناروغۍ اخته وی دهغوی دسلوڅخه داتیاو 80% په متیازواوسیرو م کې مونوکلونل پروتین پيژندل کیږي . دنوموړې ناروغۍ یوه ناوړه ځانګړتیاداده چې دبیوپسې په ترځ کې ورڅخه ډیره وینه بهیږی . دامیلوئیدوزیس ناروغانو داوږدې مودې ر غونې په تړاو ځینې کیمیاوي دواګانې لکه میلفالان Melphalan اویا پریدنیزون Prednison کارول ډیره ګټوره نتیجه ورکړیده . په تیره بیا دلوړې کچې کیمیاوي درملنې په کارولوسره دامیلوئیدوزیس ناروغۍ کلینیکي نښې په بشپړه توګه دمنځه تلای شي remission اویا په بله ژبه ناروغ بیرته صحت مومي . دامیلوئیدوزناروغۍ یوډیربنسټیز لامل دلمفاوي سیسم سرطان منځ ته راتلل دي . خوپه لوړه کچه په پلازموسیتوم او موربوس والډسټروم Morbus Waldenström ناروغانوکې لیدل کیږي . دبدن هرغړۍ کیدای شي چې امیلوئیدوز(AL-Amyloidosis) په ناروغۍ اخته شي خوبیا په همغه یوه غړی کې پاتې کیږي . نوموړې ناروغۍ دنوروغړوپه پرتله تر ټولوزیاته په پښتورګو،ینه اوزړه کې منځ ته راځی . دبیلګې په توګه که چیرته دبدن تنې څخه په لیرې عصبي سیستم کې په لوړه کچه غیرنارمل غیرمنحل رشتوي پروتېینونه راغونډشي نودهمغه ځای حس دمنځه ځي . دبیلګې په توګه لکه د شکرناروغۍ له کبله دپښودتلۍ برخې څخه دحس ورکیدل Polyneuropathy . ځانګړی پلازموسیتوم solitary Plasmocytom : دمولټیپل میولوما دمخکني پړاو ناروغي ته ویل کیږی چې لا هرې خواته نه وي خوره شوې اوپه یوه محدودځای کې کلون clone شوې یانې په جېنېتک تړاونیمګړې پلازماحجرې تولیدکوي . دغه ناروغي دځانګړي میولوما solitary Myeloma په نامه هم یادیږی . مولټيپل میولوما (Multiple myeloma) : دمولټیپل میولوما ناروغۍ MM دطب کارپوهانوله خوا دنا هاجکین لمفوم Non-Hodgkin-Lymphom ناروغۍ دډلې څخه شمیرل کیږي . نوموړې ناروغۍ دنا هاجکین لمفوم دیوې ټیټې درجې خبیثې ناروغۍ په توګه پيژندل شوې ده. دمولټیپل میولوما ناروغۍ MM دهډوکوپه ماغزوکې د خبیثولمفوسایتونو B-cells څخه منځ ته راځي . دغه لمفوسایتونه په پایله کې د پلازما په حجروکې موتیشن Mutation منځ ته راولي اودنیمګړېوپلازما حجرو کولوني تولید کوي. په ۲- شکل کې دملټیپل میولوما یوه ناروغ د هډوکودماغزویوه هیستولوژیکی نمونه ښوول شوې ده .
۲-شکل
۲-شکل : دهډوکودماغزوپه یوه هیستولوژي نمونه کې دعادي شمیرنه زیاتې دمولټیپل میولوماناروغۍ پلازمانیمګړی حجرې ښوول شوې دي . دپلازما په حجروکې داسې موتیشن Mutation لیدل کیږي چې حجرې يې غټې او بیضوي بڼه لري ، سایتوپلازمایې پلنه او هسته یې دمرکزنه وتلې په یوه څنډه کې پرته ده . دمولټیپل میولوما موتیشن شوې حجرې کیدای شي چې یوه اویاډیرې هستې ولري .

( د دویمی برخی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ )

( د لومړۍ برخی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ )

(پاتې په څلورمه برخه کې )

(پای) پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران
اخذلیک : 1- http://en.wikipedia.org/wiki/Multiple_myeloma 2- http://myeloma.org/ 3- http://www.myelomaonline.org.uk 4-http://www.myeloma-euronet.org 5- http://www2.i-med.ac.at/radiologie/Lehrbuch_Radiologie/Skelet 6- http://www.multiplemyeloma.org 7-http://www.krebshilfe.de/blaue-ratgeber.html
پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
Da Weeney Sartaan Naroghay Pezandana, Darmalana Au Makhnawee Tabiyee Lecture Note: Drema Barkha Written by Pohanwal Dr. Nazar Mohammad Sultansei Zadran Au Dr. Saleh Mohammad Sultansei Zadran - بېرته شاته