(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحامدکرزى يوه سپينه خبره ...!!

په يوه موقع دافغانستان جمهوررئيس افغانانوته په خپل جذباتى انداز دسترګو اوښکه توئې کړې وه ماته دغه اوښکه ډيره بده لګيدلې وه ځکه چې هرکله دټول قام مشر په داسې موقعه وژاړى نوخلقوسره ويره پيدا شى اوپه دغه ويره کښې شکست وى عن لکه څوک چې اوبوته ځان وسپارى اولامبووهل پريږدى . دافغانستان اولس مشر تيرو ورځو کښې دخپلو اوښکو په هغه جواب کښې يوه سپينه خبره کړې ده هغه وئيلى دى چې په افغانستان کښې دې نيټو خپل انداز بدل کړى ځکه چې دنيټو په بمبارۍ بې ګناه خلق مرى او افغانانو سره تشويش دی. دحامدکرزى دطرفه نيټوته داخبرداریکه په ځان کښې داپراسراره رموز لرى چې دنيټو پحقله دحامدکرزى داوينا دامريکې په مفاداتوکښې ده ځکه چې په افغانستان کښې نيټو دامريکې په لاس شرميږى خوبياهم دحامدکرزى په خبره کښې خپل افغانيت او پښتنى انانيت موجود دی دوړاندې نه ډير زور په دغه خبره کښې شته چې نيټو دې په پاکستان کښې دخپلوکارروايو په حواله غوراوفکر وکړى . هسې خو چې په دغه خاوره دنيټو اوامريکې دمفاداتوجنګ ته وګورو نو داخبره واضحه ده چې په افغانستان کښې امريکه دنيټو دفوځونو خلاف هم دى داهغه نيټو ده چې امريکې يورپى شريکو مفاداتو سره دخپل ځان دتحفظ دپاره دسوويت يونين په ضد دافورس جوړکړیؤ چې په نوروملکونو کښې پرې دکميونزم مخه ونيسى خواوس چې امريکه داهرڅه نه غواړى اودغه هرڅه په ځان کښې کتل غواړى نو په افغانستان کښې امريکه دنيټو په کردار اوعملياتو هغې هومره شکمنه فکرمنده اوناراضه ده څومره اظهار چې پرې حامدکرزى کړیدی. دابيله خبره ده چې داوخت دحامدکرزى اودامريکې خبره په افغانستان کښې يوشان راځى اوپاکستان ته هم امريکه دافغانستان په حواله وائى..!! افغانستان ته دې څوک اوس په هغه نظر نه ګورى کوم نظر چې ورته وړاندې کولیشو. دافغانستان په داخلى حالاتوکښې داوخت دنيټو په حواله دحامدکرزى داخبره افغانانو هم ستائيلې ده اوددې سپينې خبرې ترشاداسپيناویهم شته چې اخر دبې ګناه خلقووژنه هم څوک ولې کوى چې هغوى دلته دبې ګناه خلقو دمدد دپاره راغلى دى . خوپه دغه سپينه خبره کښې يوه بله سپينه خبره اوس هم لږه نوره سپينول غواړى اوهغه خبره دافغان حکومت مکمل خودمختارى اودامن دپاره هغوپلان دی چې دهغې اډاڼه اوس هم دامريکې په لاس ده اوداخبره سوال راپيدا کوى چې ايا په افغانستان کښې به افغانانو په خپلو مټو خپل وطن وساتلیشى اوکه نۀ ..!!؟ ددې سوال دجواب نه وړاندې مونږ دسوويت فوځونو هغه دورته لاړشو چې په افغانستان کښې ئې موجودګى لويه غلطى وه اوددغه غلطۍ په وجه دافغانستان جنګ اوږدشو اوتاريخى دښمنانو ته داموقعه په لاس ورغله چې هغوې په دغه خاوره دخپلومفاداتو جنګ وکړو. اوس که چرې مونږ داسوال په قوى دور دنوو تقاضوترمخه په زوړ پخوانى دور حل کوو نو په افغانستان کښې به دامريکې او نيټو دسوړجنګ سره افغانستان باندې لګيدلى اورونه نور زيات لمبه کيږى ؟ که چې امريکه په افغانستان کښې دنيټو په کردار ناراضه ده اودنيټو سره شک دیچې اخر په ځان مرګى بريدونوکښې صرف مونږ ولې دومره زيانمن کيږو اوولې داسې کيږى !!؟؟ ددې سوال جواب به نيټوسره اوس نور واضحه شى چې حامدکرزى هم دهغوى کردار باندې به خپل مهذب انداز احتجاج اوشکايت کړیدی. په داسې حالاتوکښې اوس يورپ ځان له په زوړټال ځانګى او امريکې سره پخوانى سوويت يونين پشان غم نشته چې په نړۍ کښې به څوک زمونږ مخې له راشى ځکه خوهغه په وړو ملکونوکښې خپله ون مين شو کوى اوپه افغانستان کښې هم دغه هرڅه ځان سره ساتل غواړى . که نيټو ده که امريکه ده دهغوى دمفاداتو جنګ په افغانستان کښې دامن دپاره خطرناک دی اودحامدکرزى دسپينې خبرې شاته يوه بله خبره هم سپينول پکاردى اوهغه خبره دافغانستان په خپلو مټو ټينګول اوساتل دنيټو اوامريکې په حواله که چا دافغانانو نه پوښتنه وکړه چې ستاسودپاره څوک ښه دى نوزما يقين دی هغوى به لکه داوښ دهغه خبرې پشان جواب ورکوى لکه چې يو ورځ اوښ ته چاوئيلى وو . ستا لوړه خوښه ده که ژوره ...!!؟ هغه جواب ورکړو !! د دواړو دې خدائى بيخ وباسى وحدت ۲۸ جون ۲۰۰۶ - بېرته شاته