(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کنړ کې د ځنګلونو تالان

په ۱۶ اپریل ۲۰۰۲ کی لیکل شوی دی عادي ونه وهونکي د کنړ ښايسته ځنګلونه د دې له پاره له منځه وړي چې له چارتراش ځخه يي چټک او غير قانوني ګټه واخلي چې دا کار د چاپيريال او ملت له پاره لويه ضايعه ده . د کنړ ځنګلونه د افغانستان د ملي شتمنۍ په نامه شهرت لري خو دا ژوند بښوونکې چاپيريالي سرچينه د چارتراشو او نورو ګټورو لرګيو د غلو له خوا چې د دې ځنګلونو نژدې نيمايي سرچينې يي له منځه وړي پاکستان ته او له هغه ځايه خليج او اروپا ته وړل کيږي . دا ستونځه په ټول هيواد کې روانه ده . لمړې جګړې او غربت دا سوداګري رامنځ ته کړه خو د طالبانو تر نسکوريدو وروسته د چارتراشو غلو دغه کار ته زور ورکړې ځکه طالبانو لږ تر لږه دا سوداګري کنترولوله . د يوې افغاني غير حکومتي موسسې د مشر مرستيال ګل آقا احمدي چې د چاپيريال د ساتنې په اړه کار کوي وايي زموږ د تيرې سروې پر بنسټ چې د ٢� � ١ کال د مې په مياشت کې تر سره شوې وه د کنړ د ځنګلونو په سلو کې ٤٨ له منځه تللې له هغه راهيسته دا ستونځه لاپسې بد تره شوې ده . د ډيرو موضوعاتو په اړه انتقالي اداره دا توان نه لري چې د غلو مخه ونيسي او د غلو ساتنه د قبيله اي او سياسي جنګ سالارانو له خوا کيږي ځکه د افغانستان په کليوالي سيمو کې دوې واکمن دي . په ١٩٨٨ کال کې ځنګلونه په داسې حال کې تالا شول چې مجاهدين په خپل منځي جګړه کې بوخت وو . احمدي وايي د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال تالان او وراني د حيرانتيا خبره نه ده. ژوند ارزښت نه درلود او خلک نه پوهيدل جې څرنګه ژوندي پاتې شي . خو خلکو طمع درلوده چې طالبان به ځنګلونه وژغوري ځکه دا يوه مذهبي دنده ده خو په حقيقت کې دوې د وهل شويو ونو د ليرې کولو په نامه ځنګلونو ته د سړکونو په پرانيستو آسانتيا برابره کړه چې د چارتراشو ونې ووهي او بهر ته يي صادرې کړي. دا سوداګري د طالبانو له پاره ډيره ګټوره وه . د غير حکومتي موسسې ADA د ځنګلونو د ساتنې متخصص انجنير شير محمد ويلي دوې يي په دقت سره تنظيموي. طالبانو ټولې لارې وتړلې خو يو سړک چې له ځنګله څخه د پاکستان پولې ته ځي ونه تړه او غله يي دې ته اړ کول چې د افغانستان د ختيځ سرحدي ولايت کنړ څخه جنوب لور ته ٨� � کيلو متره مزل وکړي . لارۍ د کنړ ولايت له مرکز چغسراې څخه د کابل ، غزني ، کندهار او د چمن له لارې پاکستان ته رسيږي. او دا بيا له هغه ځايه دوبې او اروپا ته راځي. طالبانو له هرې لارۍ څخه ٢٨� � � پاکستاني روپۍ يا ٤٦� ډالره کندهار ته نژدې د چمن پر پوله اخيستل. هغه مهال د ورځې ٣� � لارۍ تلې. محمد وايي طالبانو نه غوښتل چې دا عوايد له لاسه ورکړي که څه هم د دوې مذهبي مشر حکمونه ورکړي وو . هغه ډير ځل د دې کار د پاې ته رسولو له پاره حکم کړې وو . خو کله چې هغه د باميانو د بودا د مجسمو د ورانولو حکم ورکړ يوازې په دريو ورځو کې عملي شو. د طالبانو نسکوريدو هغه محدود کنترول هم له منځه يوړ چې وو . د مارچ په مياشت کې چې واوره ويلي شوه دغو بې اصوله خلکو يو ځل بيا په آزاده توګه کار پيل کړ . دا ځنګلونه له جغرافيايي پلوه د سيمه اييزه ډلو او د هغوۍ د پاکستاني شريکانو تر منځ ويشل شوي دي او نن هم هره ورځ په سل ګونو لارۍ د پاکستان پولې ته اوړي. د کنړ د سرکاڼو په ولسوالۍ کې يوه قبيله اي مشر ويلي دا خواشينې کوونکې دې چې پاکستاني سوداګر زموږ ځنګلونه رانيسي. ګټه يي افغانانو ته نه رسيږي. چغسراې هغه ښار دې چې ودانولو ته اړتيا لري او شاوخوا ته يي دا سوداګري روانه ده. د کنړ ځنګلونو دغه ولايت ته نوم وربخښلې دې. نور ځنګلونه چې شديد زيانمن شوي د کورنګل ځنګل دې چې پيچ ته نژدې په پنځو برخو ويشل شوې دې. د ناري ځنګل چې پخپله د ناري ښارګوټي شمال ته ٥٥ کيلومتره پروت دې او درې لويي برخې لري چې د چاپارا دره يي پوښلې ده او د چغسراې لويديځ ته په ٦٥ کيلومترۍ کې پروت دې. د هيواد په نورو برخو لکه د پکتيا، غور او د ننګرهار د سپين غر غرونه دي چې د چارتراش د ونو غلو کار په کې روان کړې دې. د کنړ والي او سيمه اييز پوځي مشر جان داد خان ته دا کومه ستونځه نه ښکاري. د طالبانو په شان هغه هم ادعا وکړه چې له ځنګله څخه لرګي پاکيږي او نوي ونې نه وهل کيږي. هغه د جنګ او سولې راپور ورکوونکې موسسې ته وويل دا يو حقيقت دې چې د ونو وهل د کنړ او افغانستان له پاره يوه ضايعه ده خو لرګي چې اوس ليرې کيږي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال وهل شوي دي. دا د ځنګله له کوچنيو ځايونو څخه اخيستل کيږي چې د سيمه اييزه خلکو له خوا په ترتيب سره ويشل شوي او بيا پاکستاني سوداګرو ته ويشل کيږي . له همدې کبله دوې ته اجازه ورکول کيږي. د ولايت د ځنګلونو د ادارې مشر عبدالهاشم وايي چې واک نه لري. کيدې شي چې ځنګل به په غير قانوني توګه وهل کيږي او خرڅيږي خو دا د دې معنې نه لري چې يو جرم پسې به بل جرم تکراريږي. سيمه اييز خلک لرګي په غير قانوني توګه پلوري خو پاکستاني سوداګرو ته بايد په حقيقت کې سزا ورکړ شي. خو هغه داسې وسايل نه لري چې د چارتراش ونو د غلو مخه ونيول شي. نه زه او نه زما اداره دا توان لري چې د دې سوداګرۍ مخه ونيسي . دا د سيمه اييزه خلکو او سوداګرو تر منځ تنظيميږي او جانداد له هرې لارۍ څخه ١٢� � پاکستاني روپې چې ٢� � امريکايي ډالره کيږي اخلي. هر څه چې موږ وايو څوک ورته غوږ نه نيسي. د ADA د موسسې مشر احمدي په دې خبره موافق دې او زياتوي موږ ډيره هڅه وکړه چې د سيمې خلک قانع کړو چې ځنګلونه ملي شتمني ده او بايد چې له منځه يو نه وړل شي ،خو هغه څه چې موږ وايو دوې يي نه مني. موږ د کرهڼې وزارت ته هم شکايت وکړ خو هغوۍ له ماهيپر څخه ها خوا واک نه لري. هغه زياته کړه چې دوې په راډيو کې د حکومت په هکله بې هدفه خبرې کوي خو په کنړ کې هر څوک پاجا دې او هر څه چې غواړي هم هغه کوي. - بېرته شاته