(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناروې ته د ښاغلي جلالي سفر ته ځغلنده نظر

اوسلو ته د ښاغلي علي احمد جلالي د راتګ څخه څو ورځې د مخه راته یو دوست په تلیفون کې وویل چې ښاغلی جلالي د خپل انتخاباتي کمپاین په لړ کې ناروې ته راځي او په اوسلو کې د افغانانو سره ګوري. ما خپل دوست ته وویل چې له یوې خوا د غربیانو د تش په نامه دیموکراسۍ او د ښاغلي کرزي د پیرزوینې له مخې په اساسي قانون کې په اروپا ، امریکا او نورو هېوادونو کې مېشت افغانان د وټ (رايې) د ورکړې څخه بې برخې شوي دي او له دبلې خوا د رسنیو د معلوماتو له مخې څو ورځې مخکې ښاغلي جلالي د جنایتکار دوستم د یو نژدې ملګري هلال سره چې پخوا د کورنیو چارو په وزارت کې د جلالي مرستیال او اوس د ولسي جرګې غړیتوب لري اوسېده او د همدغه شخص په وسیله د شمال د ملي ضد ټلوالې او ځینو نورو مافیایي بانډونو څخه جوړې جبهې د مشریزې سره لیدنه کتنه او خبرې اترې سرته رسولي دي چې په پایله کې ښاغلي جلالي ددغه پردي پالې جبهې ملاتړ تر لاسه کړ ی دی ، یانې د رباني په مشرۍ دغه جبهه به په ټاکنو کې د ښاغلي جلالي څخه ننګه او ملاتړ کوي. څو ورځې وروسته راته یو بل تن تلیفون وکړ او په غونډه کې یې د ګډون بلنه راکړه. ما د نوموړي کس څخه د غونډې په هکله د نورو معلوماتو غوښتنه وکړه خو، را ته وویل شو چې دده کس دنده یوازې د یو څو کسانو خبرول دي. کله چې غونډه جوړه شوه څرګنده شوه چې د غونډې ډیره کی ګډونکونکي، وینا کوونکي، پوښتونکي او حتا د رئیسه هیت غړي د شمال د ناسپېڅلي ایتلاف پورې تړلي کسان وو. په غونډه کې ښاغلي جلالي د افغانستان د کړکېچنې وضعې په هکله لکچر ورکړ او د غونډې تر پایه یې د خپلې نوماندۍ یادونه و نه کړه. د ښاغلي جلالي د لکچر نیمګړتیا داوه چې د افغانستان رنځور حالت یې بیان کړ ، لکن د حل لاره یې په ګوته نه کړه. په غونډه کې زیاتره وینا کوونکي او پوښتونکي د افغانستان د ملي یووالي دښمنان او ایران پالي کسان وو لکه مصباح او ناقد چې حتا ځانونه افغانان نه بولي وو. ددې څخه دا څرګندېږي چې ښاغلی جلالي ناروې ته د شمال د ناوړې ټلوالې په تړاو راغلی و. د خواشینې خبره خو داده چې په ځینو وېب پاڼو کې خبرونه خپاره شول چې په کې پورته یاد شوي کسان د ټولنو او سازمانونو د استازو په توګه یاد شوي وو او ددې ترڅنګ لیکل شوي وو چې افغانانو د جلالي څخه د نوماندۍ غو ښتنه وکړه، حال دا چې پورته یاد شوي کسان د ټولنو استازي نه بلکې انفرادي کسان دي او خپل شخصي او د شمال ټلوالې نظریاتو ته یې غبرګون ورکړی دی. که ښاغلی جلالي په رښتیا سره غواړي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته ودرېږي نو، اړینه ده چې لاندې ټکي په پام کې ونیسي: ۱- د هر څه ده مخکې باید د افغانستان لپاره خپله بشپړه سیاسي، اقتصادي، پوځي او ټولنیزه کړنلاره ترتیب او د ګرانو هېوادوالو د خبرتیا لپاره یې د رسنیو له لارې خپره کړي. ۲ - تاسو ته څزګتده ده چې د شمال ټلواله د افغانستان د ملي یووالي ضد او پردي پاله ټلواله ده چې ډیر بدنامه څېرې په کې راټولې شوي دي، او ډیره کی افغانان ددغې ناوړه ډلې څخه کرکه لري. په دغه ناوړه ایتلاف هر ډول باور او اعتماد به ستاسو په تاوان وي. ۳ – ښاغلی جلالي! که غواړۍ چې انتخاباتي کمپاین مو مؤثر او په بریالۍ توګه سرته ورسېږي هیله ده چې د کمپاین د پرمخ بیولو لپاره داسې کسان غوره او وټاکئ چې لږ تر لږه په سیاست او تولنیزو چارو کې لیاقت، مهارت او تجربه ولري. اوسلو- ناروې Norway ta da khaghali Jalali safar ta zghaland Nazar By: Salarzai, Oslo - Norway - بېرته شاته