(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د´فایننشل تایمز ´دورځپاڼې چلونکي،او افغان ملګروته یې ګواښ لیک

د "فایننشل تایمز"په نامه انګریزي ژبې ورځپاڼې څو موده وړاندې داسې یو مضمون خپور کړ چې دژورنالیزم په بې پلوه کورنۍ پورې ،لېکوالان ،خبریالان او نور قلم والوته یې بې ځوابه پوښتنې راولاړې کړې. دغه ورځپاڼه چې له هېواد نه بهر په انګریزي ژبه خپریږي،دکابل دامنیې قوماندانۍ دجنايي څېړنوپرمشر،"علیشا پکتیاوال" پسې هغه تورونه او بې بنسټه لیکنې خپرې کړې چې منل یې هر افغان ته ګران وو. دغه ورځپاڼه پرته له دې چې دژورنالیزم اصولوته نظر وکړي،دافغانستان اوسني روان کړکیچ ته پام وکړي،د "علیشا پکتیاوال "دژوند لیک،او په کاري برخه کې دهغه داجراتو په اړه داسې یوه لیکنه خپره کړه چې دعاقل او فاضل انسان دمنلو وړ نه وو. " فایننشل تایمز"ورځپانه چې دانګریزانو له خوا خپریږي، غواړي افغان ولس په وینو رنګ او ورکونومونو باندې په خپل مینځ کې بیا واچوي،دغه ورځپاڼه سره له دې چې هېڅ را زسند او دلاس نښه چې د"علیشا پکتیاوال" جرم په ګوته کړي نه لري،سره له دې چې کره اسناد او مدارک چې حقیقي بڼه ولري،او په ترڅ کې یې دښاغلي "پکتیاوال جرم په ګوته شي په واک کې نه لري،او دیوه هوايي ،او خیالي وړاندوینې په ترڅ کې یوه ناسمه لیکنه خپره کړې ده. اصله خبره خوداده چې د دې ورځپانې کوم خبریال د"علیشاپکتیاوال" د کړنو، اوژوند لیک په هکله تحقیقي رپوټ دحقایقو ،او دسترګو د لیدلی حال پر بنسټ که برابر کړی وي خو بیا سمه ده،مګر حال داچې نه د"فایننشل تایمز" دورځپاڼې خبریا په دې تحقیقي رپوټ کار کړی ،اونه کومې خاصې خبري سرچینې ، چې تش اوتې بوتې او غیر مسلکي لارې ته ګام پورته شوي، او دا هغه ناوړه عمل دۍ چې دیوه افغان دبې عزته کولو لپاره ترسره شوی دی. نو څنګه جوته کړو چې" فایننشل تایمز" ورځپاڼه ریښتیا وايي،او کوم تورونه یې چې په علیشا پکتیاوال لګولي دي هغه ټول حقیقت لري،داهغه پوښتنه ده چې د دې ورځپاڼې د چلونکو جاغه شکولای شي. د" فایننشل تایمز" رپوټ ته که لږ ځیر شو دایو مطبوعاتي حرکت نه دۍ،اونه دژورنلیزم له نړیوالو اصلوسره مطابقت لري،دغه مطلب د شخصي کینو،او د ډالروپه مټ خپور شوی دی،ورځپاڼه مکلفه ده کوم تورنه چې، د دوی له خوا پر پکتیاوال لګول شوي دي،په اړه یې دافغانستان بې پرې او ازادو مطبوعاتو ته دې اسناد او مدارک ورکړي . نن سبا دافغانستان یوشمېر رسنۍ هم له حقایقو څخه سترګې پټې کړي دي، او کومې خپرونې چې له بهره دافغانستان په اړه خپرېږي پرته له دې چې دوی ورباندې خپلې څېړنې ترسره کړي چې ایا دغه رپوټ چې بهرنی اړخ لري ریښتیاده او که درواغ، چې له پلټنې وړاندې دهغه په خپرولو او لمن وهلو باندې لاس پورې کوي. داهفه لویه ستونزه،او نیمګړتیا ده چې دافغانستان په یوشمېر مطبوعاتو کې شتون لري،یوشمېر افغاني مطبوعات چې په ګوندونو، او ټوپک سالارو پورې اړه لري هغوی تل هڅه کوی چې ډیرو وړو مسایلو ته په ډېره لوړه کچه لمن و وهي،بیلګه یې همدغه د"فایننشل تایمز" ناقص رپوټ کاپي کول او هغه ته پرداز ورکول ښودلی شو. "علیشا پکتیاوال" لومړی پښتون منصب دار دی چې څوکاله پرله پسې په یو اداره او یوپوست کې خدمت کوي، ځینې کارپوهان او دچارو غښتلي مشران په دې باور دي چې،پرعلیشا پکتیاوال باندې دغه تور اودې ته ورته نور تورونه دسیاسي کړیو له خوا لګول کیږي،او دا هغه تورونه دي چې دیوشمېراجیرانو او دپردیو دغلامانو له خوا دژبنیو، قومي اوسمتي اړیکو په چواکاټ کې دخپلو شخصي ګټو دتر لاسه کولو په موخه لګول کیږي. د" فایننشل تایمز" ورځپانه لومړی په خپل چاپي مطلب کې داسې یو لوی درواغ چې،علیشاپکتیاوال په دوبۍ کې فابریکې او نورې شخصي ځمکې لري چاپ کړی چې هر انسان ځان ته را کاږي، داځکه چې پکتیاوال خودافغانستان ټوله سرمایه نه ساتله چې له هغې نه ځانته له هېواد بهر مانۍ او یا سوداګریزې خونې جوړې کړي. دې ته ورته ټوله لیکنه درواغ او له حقیقته لرې بڼه لري،او د" فایننشل تایمز" ورځپاڼې ته دغه اوتې بوتې د کومې ډلې له خوا ور لېږل شوي دي،بله موضوع چې په کې لیکل شوی وو هغه داچې دپکتیاوال له دفتر نه څو پاڼې اسناد ترلاسه شوي چې د علیشا پکتیاوال دباندنیو جایدادنو یادونې په کې شوي دي کوم منطق به دا ډول تور ومني. دلته نه یوازې دا چې د" فایننشل تایمز" ورځپاڼه تر نیوکو لاندې ده بلکه دهېواد هغه ورځپانې،او خبري سایټونه هم تر پوښتنو لاندې دي چې دغه مطلب یې پرته له دې چې تر دقیقې څېړنې لاندې ونیسي او بیا یې خپور کړي، چې پورتنیو یاد شو څانګو په خواشینۍ سر په پټو سترګو ،او بندو غوږونو لاس په کار شول،او په لوړه کچه باندې یې دې موضوع ته لمنې وغځولې. اصلي خبره خو داده چې د" فایننشل تایمز" ورځپاڼه دې با ید دخپلې لیکنې دمنلو لپاره مونږ ته اسناد راکړي ،او که چېرته اسناد او شواهد نه لري نو لازمه ده چې د موجوده نړېوالو مطبوعاتي، اوحقوقي قوانینو په رڼاکې د"علیشاپکتیاوال" حقوق دې اعاده کړي. ښکاره خبره ده چې په دې هېواد کې نیک نامه ژوندی،اوبدنامه مړی وجود نه لري، هرڅوک چې ښه کار وکړي هغه ته له دوست نه بد بین زیات پیدا کیږي،دعلیشا پکتیاوال په څېر ډېر داسې کسان نوردي چې دخپلو صادقانه کړنو قربانيان شوي دي. بد بیني ،کینه او یو بل نه غوښتل له هغو مواردونه دي چې، افغانستان یې په اور کې سوځي،له هرڅه نه زیات پښتانه په دې لمبو کې لاهو دي،د دې منفي کړنو عاملین په نامه تش افغان او په اصل کې لوی غدار او وطن پلورنکي دي. څونور ټکي دي چې د" فایننشل تایمز" له خوا خپور شوی رپوټ درواغ ښودلی شي، هغه داچې "علیشاپکتیاوال" ترواسه پورې دوبۍ ته بیخي تللي نه دی ، د" فایننشل تایمز" درپوټ پربنسټ یوڅوک چې دپکتیاوال په څېر دومره سرمایه، او فابریکې ولري او دهغه له کارونو څخه هم ځان خبر نه کړي ،نو داڅرنګه تجارت دی ، او دغه دلیل به څنګه ومنل شي. په اوس وخت کې ورور پر ورور باندې اعتبار او اعتماد نه کوي،نو "پکتیاوال "په چا ا عتبار وکړي،هغه هم بیا په دومره غټو پیسو ،او فابریکو چې د" فایننشل تایمز" دورځپاڼې له خوا افشا شوي دي،اوس نو خپله فکر وکړﺉ چې دغه رپوټ څنګه حقیقت پیداکولای شي،او دکوم یو انسان منطق به یې ومني. بل داچې د" فایننشل تایمز" ورځپانې ولې دهغو ملي غلو ،او غدارانو، له کړو وړ څخه نوم نه اخلي چې په رڼا ورځ کې،قتلونه، وسله والې غلاګانې،دخلکو په ناموس تیري، دمخدره توکو قاچاق،اوپه زرګونو نورو بې عدالتیو ککړ دي،ایا د رسنۍ ازادي اورسالت همدې ته وايي،بل داچې دغه بهرنۍ ورځپاڼه په لومړۍ سر کې لازمه ده چې دخپل هېواد نیمګړتیاوې را واخلي او خپرې یې کړي ،نه داچې دپردیو هېوادونو په چارکو کې دې لاس وهنې وکړي . لاسوهنه هم بیا تر دې کچې پورې چې ،ملي ارزښتونه تر ګواښ لاندې راولي، د" فایننشل تایمز" دروڅپانې دغیر مسلکي کړنې ترڅنګ،افغاني رسنۍ په خصوصي ډول چاپي ورځپانې په غیر مسلکي خپرونوکې ،دمطالبو په خپرولوکې، بیاله " فایننشل تایمز" نه یوګام مخکې دي. دکابل چاپي ورځپاڼې په دې لڼدو وختونوکې په لوړه کچه له مسلکي ،او مطبوعاتي اړخونوڅخه وتلي دي،او داسې مطالب خپروي چې هغه د دوی تولیدي کړنې په ډاګه کوي ،چې له صفر سره برابر دي ،او دهغوی ټول مطالب ،یالیکنې له بهرنیو سایټونو، اویاهم له اژانسونو څخه اخیستل شوي دي،داسې هم شوي دي چې دکابل په یوشمېر ورځپاڼوکې غلا شوي مطالب،او عکسونه په انډولیز ډول په څو ورځپاڼو کې خپاره شوي دي. د" فایننشل تایمز" هغه درواغ رپوټ چې د دې خاورې دیوه غښتلي پښتون منصب دار"علیشا پکتیاوال "،له کړو وړو څخه خپورشوی وو،په هما غه ډول افغاني ورځپاڼو هم خپور کړ،اویوڅه نورې اوتې بوتې یې هم ورسره زیاتې کړې،راځۍ چې لږ خپلو اعمالو ته هم نظر وکړو ولې پردیۍ تورې دخپلو ورنو په وژلو کې په لاس ونیسو،دغه ړنګه جونګړه دنورو خلکو په هڅه نه جوړیږي،اوجوړېدل یې پرما اوتاپورې اړه لري. دبیان آزادي،درسنیو آزادي،او ورسره نورمطبوعاتي فعالیتونه په اوس وخت کې دهر یو لیکوال او ژورنالیست ژوند له لویو ننګونو سره مخامخ کړی ، چې اصلي لامل یې همدغه دګوندونو پلوي کول،اوله وسله والو لورو سره مادي راکړې ورکړې،او دهغوی په خوښه حرک کول دي،که چېرته دافغانستان رسنۍ بې پرې او خپلواک فعالیت ولري هېڅ وخت له ماتې او ناکامۍ سره نه مخامخ کیږي. په ډېرۍ برخو کې دافغاني رسنیو کړه وړه له بهره څارل کیږي،او داهغه خبره ده چې ټولو افغانانوته معلومه ده ،که چېرې په افغاني رسنیو کې خپلواکي او څپېڅلتیا موجوده وي هیڅ وخت " فایننشل تایمز"او داسې نورې ورڅپاڼې په داسې ناوړه لیکنو لاس نه پورې کوي،دغه ملامتي هم په افغاني رسنیو تپل کیږي،او افغاني رسنۍ به ترهغه پورې ناکامه وي چې خپله خپلواکي د رسنیو د قوانینو پربنسټ نوي حفظ کړی. دلته غواړم دې ټکي ته اشاره وکړم چې بهرني مطبوعات هېڅ وخت نه غواړي چې، افغانان په خپل مینځ کې دورورۍ په ډګر کې عادي ژوند ولري، داغوښتنه نه یوازې داچې دبهرنیو مطبوعاتو ده بلکې دهغوي سیاسي کړیو،او مشرانو لویه هیله ده چې پر دې ولس له بده مرغه په بیلابیلو نومونو تپل کیږي، زما په فکر پورتنیو ناندریو سره دمبارزې لپاره ښه او غوره وصیله همدغه دافغاني مطبوعاتو صادقانه فعالیت دۍ. زه په پای کې له ټولو مطبوعاتي ،حقوقي، اوټولنیزو بنسټونوڅخه غواړم چې د" فایننشل تایمز" په هغه رپوټ باندې چې دعلیشاپکتیاوال پرکړنوباندې خپور کړی،دنړېوالو قوانیونو په رڼاکې کتنه وکړي ترڅو حقیقت اوټولنیز عدالت تر پښو لاندې نشي. که چېرته مونږ دهر یو افغان له حقوقو نه دفاع ونه کړو او دخپل هېواد دپت، اوعزت،ساتنه ونه کړو بهرنیان یې کله هم فکر نه کوي، اوهغوی تل هغه لارې لټوي چې په ترڅ کې یې افغان نان په بیلا بېلو نومو نو بد نامه کړي، او دنده په لومړي سر کې رسنیو ته ورپه غاړه ده، چې باید خپل دریځ وپېژني. اوبل داچې له دې لارې مونږ خپله د دې خاورې غداران ،اوریښتنې څېرې وپېژنو،او په همدې دول دهغوي څېرې او فعالیتونه چې په هره کچه وي خپل ولس ته یې په ډاګه کړو ،نه داچې دبل په لمسون خپل ورور دمرګ کومې ته واستو.
عبدالغفار پوپل دمحربانۍ له مخې د دې لیکنې په اړه وړاندیز او نیوکې مو ماته په دې پته راواستوﺉ E-mail::[email protected] - بېرته شاته