(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دای وى ټى خيبر پښتون

زه په دې ساعت دخدائى ډيرشکر ګزار يم چې ای وى ټى خيبر راغلواوزما سترګې ئې وغړولې . داسې ډيرې خبرې وې چې زماپه خيال کښې بل شان وې اواوس دای وى ټى خيبرنه راته پته ولګيده چې زه خودهاتى غوږ کښې اوده وم بورانى «بولانی»يوشی دی چې تور باټينګړ نرۍ نرۍ ډکرې کړى اوپه غوړوکې ئې سره کړى اوبيائې دماستوسره خورى نوخاقانى وائى چې ديرش کاله پس ماته داپته ولګيده چې بورانى باټينګړ دى اوباټينګړ بورانى ده نوماته هم ډير موده پس ايله اوس پته ولګيده چې ((پښتو)) نه په جامه ده نه په ژبه نه په ثقافت اونه په بل څه صرف زړه پښتون پکاردی . داپته ماته دهغه خط نه ولګيده چې دای وى ټى خيبرته چاراليږلی ؤ چې ستاسواکثرپروګرامونه په سوټ بوټ کې وى نوپه جواب کښې ورته زمردخان نومې يوځوان ووې چې خانه ((پښتو)) په جامه کښې نه ده بلکې زړه پښتون پکاردی . دا اوس ډيره اسانه شوه چې پښتو نه په جامه کښې ده اونه په ژبه کې هم نه ده مطلب دا چې صرف پښتو وائى نوهغه پښتون دی بلکې که هرڅه ئې ووې هرڅه ئې واغوستل خوچې زړه پښتون وى نودا ډيره ده بلکې زماخو داخيال دی اوهم د ای وى ټى خيبر دپروګرامونو نه مې داخيال راغلو که جامه د سره هډووى نه نو هم خير دی لاڅه سړی به مکمل طور په انسانى لباس کښې وى. بله داخبره هم دخوشحالۍ ده بلکې زه پرې من من غټ شوم چې که معامله صرف دزړه دپښتون کيدووى اوژبه اوجامه ورله ضرورى نه وى نوبيا خومونږ ددنياټول چينلونه پښتانه ګڼلی شو ځکه چې جامه هم ضرورى نه وى ژبه هم ضرورى نه وى کلچر هم ضرورى نه وى اوصرف زړه پښتون پکاروى نوزړه خوپټ باچادی مونږ په هغوى خوداالزام نه شولګولی چې دهغوى زړه پښتون نه دی تراوسه ماهسې زړه خوړلو چې دای وى ټى خيبر پروګرامونه به مې کتل او اوريدل نوخفه کيدم به چې دوى دا کومه پښتووائى ځکه چې په اکثرو پروګرامونو کښې سړی صفاپوهه شى چې دهرې ژبې وئيلوپکښې ازادى ده خوپه پښتو وئيلوسخته پابندى ده او دپروګرامو شريکوال ډيرپه تکليف ډير په کوشش اوډير په خوارۍ سره داسې ژبه پکاروى چې پښتوپکښې کمې نه کمه وى زماداخيال هم ؤ چې ای وى ټى خيبر داخبره ديومشن په طور خپله کړې ده چې پښتون نه يوماډرن پښتون جوړکړى ډيره ښه خبره ده چې ټوله دنيا ماډرن کيږى نوپښتون څه ګناه کړې ده چې ماډرن دې نه شى . اوماډرن توب څه ګران هم نه دى په قميص پرتوګ باندې ډيرې پيسې لګى اوکوټ پتلون په جهانګير پوره کښې ډير ارزان ملاويږى . دويم شرط دماډرن کيدو په پښتوکښې ملاوټ کول دى نوداهم څه ګرانه خبره نه ده ګران خوديوشى صحيح وئيل وى او ورانولودپاره هډود محنت ضرورت نه پيښيږى . دريم څيز بريت وهل دى نوهغه خوهسې هم اسان کار دی بريتوپورې راياده شوه هم په ای وى ټى خيبرکښې يوکمپيئرؤ نوم ئې نه راځى خوڅه خان دی غالباً خالدخان دی ډير دمزې بريت ئې وو اوډيرښه ورسره ښکاريدو خوهغه ورځ مې وليدو چې خلې نه ئې تشه مشواڼۍ جوړه وه ماته دبسمل هغه خبره راياده شوه بسمل چې ريډيو کښې بهرتى شو نوڅو ورځې پس ئې بريت ووهل ځکه چې سپين ويښته پکښې ښکاره شوى وو اوسپين ويښته که ډير ښه شى خودحسينو زړونه توروى ځکه خوصابرصيب وئيلى وو. داخـــبــره کـيــږى نــن زمــونــږ دکــلى جـــونــوکښې سپين ويښته زرغون شودصابرغريب بريتونوکې اکثر خلق هم د((ينګ لک)) لپاره بريت وهى نوبسمل ته چې ماووې چې هلکه دابريت دې ولې ووهل نوډيره ښه خبره ئې وکړه وئيل دسړيتوب دايوه نخښه مې ريډيو ته ځان سره راوړې وه دهغې نه مې هم ځان خلاص کړو. خبره مودپښتون کوله نوزه په دې خبره ډير خوشحاله شوم چې پښتو اوپښتونولى ای وى ټى خيبرډيره اسانه کړه بس يو زړه پښتون ساته اونورې مزې کوه بلکې زماخودا مشوره ده چې دالږه ډيره پښتو اى وى ټى خيبر باندې وئيلی شى دادې هم ختمه کړى زړونه خوئې هسې هم پښتانه دى - بېرته شاته