(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امن خواهش بې ثمره نۀ وي

د په فاټا او سوات کښې د مات ګوډ صورت حال تصوير د ځنې ځايونو نه د راغلو لکونو په حساب د کډوالو په شکل کښې د پښتونخوا په خورو ورو علاقو کښې د ميشته شوو مسلمانانو پښتنو د بې آرامۍ او ناقرارۍ هغه وړومبنۍ نخښې نخښانې دي چې مونږ ته مستقبل په ګوته کوي. في الحال دغه لکونه را بې درکه شوې کورنۍ کۀ چا ته بېخي په ډاګه يا کېمپونو کښې په نظر کمې راځي نو دا ځکه چې څۀ په ملک کښې د خورو ورو وروڼو عزيزانو او دوستانو سره دېره دي،څۀ د کرائيې په کورونو کښې ناست دي او په خپلو خپلو علاقو کښې ئې حالات هم هغسې د لمبو سره مخ دي. د يو فارسي شعر مفهوم دی چې نادان هم هغه کار کوي، کوم چې هوښيار کوي، خو د ډېرې خرابۍ نه پس. سوال دا دی چې دا هر څۀ، څۀ دي؟ او داسې ولې وشو؟ او د دې حل څۀ کېدی شي؟ او د دې نتيجې به نورې څۀ وي؟ د پښتو يو متل دی چې "د سڼداګانو په جنګ کښې شامت د چيندخو راځي". په څلورو ټوټو کښې د تقسيم شوي پښتون وطن د څو پېړو نه پس خدائی پاک په پښتنو کښې باچا خان پېدا کړو. هغه چې خپل قام او اولس ته د ژوند ژواک، ماضي، حال او مستقبل کوم سبق او شعور ورکوو، د هغې د توان او قوت او صحيح رهنمايانه رول د دې نه پته لګي چې د هغه د دغو نظرياتو او جدوجهد خلاف او د ازادۍ اخستونکي په حېث د دې ملک په مېډيا او د درس و تدريس په کتابونو کښې هغه د غدار په حېث ټول عمر پېژندګلو کړی شو، هغه د پېرنګي سره د صبر او زغم د يو ګټلي مېدان نه پس د دې ملک د دغې قسم مېډيا اخبارونو او کتابونو مقابله هم تر اخري سلګۍ وکړه خو پښتانۀ ئې په وخت وخت د خپلې پوهې، دانش او تدبر په رڼا کښې د دغو خلقو د چال چلنه، ټګۍ برګۍ او سازشونونه خبردار وساتل. خو د ډېر ارمان ځائی دی چې پښتانۀ د دغې سړي د دومره صادقانه رهنمائۍ او پېرزوينو په ځائی هم د هغو پروپېګنډو ښکار شول، کومې چې په اصل کښې د باچا خان خلاف نۀ بلکې د پښتنو د مستقبل خلاف وې. ځنې اخبارونه، کتابونه او رسالې په دې ګواه دي چې باچا خان په يو وخت نۀ بلکې په ډېرو وختونو کښې خلقو ته بيا بيا يادګېرنه کړې ده چې اې پښتنو! په ټوله دنيا کښې د بېدارۍ يو سېلاب راروان دی، ژوندي او باشعوره قامونه ترې فائدې پورته کوي، کوم قامونه چې مړۀ يا اودۀ دي، هغه به يوسي. دا خبرې چې د جهان ښې خبرې وې، د دې خاورې سپېځلو او ښاغلو ساده پښتنو نۀ پېژندې او د دې دغسې غمخور لرلو باوجود د دښمنانو د پروپېګنډو نه به ټک په ټک داسې متاثر کېدل لکه وچ سرګړي ته چې تېلی ووهې. دا ډېره د لرې وخت خبره نۀ ده. په افغانستان کښې چې څو کاله مخکښې جنګ شو نو باچا خان په غټه پښتو کښې پښتنو ته ووې چې دا د دوو لويو قوتونو جنګ دی، په دې کښې مۀ راپرېوځئ، جنګ د هغوي دی او دلېږئ به پکښې تاسو، ځکه چې دغه جنګ هغوي ستاسو کور له راوړی دی. هغه يو شعر دی چې: داخو پښتانۀ دي چې مړۀ شو خو پويه هېڅ نۀ شو دومره خلق کله چا وژلي په خپل کور کښې په دغه جنګ کښې واقعي پښتانۀ دل شو او لا په کښې دلېږي. هم هغه د اوو سنډګانو جنګ ؤ چې يو ختم شو، نو دغه دی بل شروع شو او چې دا بل ختمېږي نو فکر په کار دی چې د پښتنو حالت به څۀ وي؟. دتش په نوم د تهذيب او تمدن په دې زمانه کښې يو ناليدلی او نامعلوم قوت نن زمونږ په غرونو او رغونو کښې د خپلې خوښې لوبه روانه کړې ده،دغه لوبه او د لوبې هنر ئې څۀ دی؟ د دې نشان دهي څلور سوه کاله مخکښې خوشحال خان بابا داسې کړې وه چې: سرۀ مهران دي ننوځي په کوهسار د دغو سرو مهرانو برکت دی چې تا په ما ولي او ما په تا ولي. زمونږ د ملک تجزيه کاران د ذات پرستو د بيان بازيو نه د قياسونو او ګمانونو تارونه راوباسي. د اقتدار د پائېدارۍ او نا پائېدارۍ د خوبونو ؤدلو بې تعبيره او بې ثمره مشغلې کوي، هغه د اجمل صېب خبره چې: در حمان په اديره کښې بېت بازي ده غور په کار دی چې دا هر څۀ د کوم هنر او حکمت عملۍ لاندې روان دي او د کوم مقصد دپاره روان دي، آيا مونږ د دې خاورې د بچو په حېثيت چرته په شريکه په خپل قامي وجود، خپل حال او مستقبل په سړه سينه فکر کړی دی؟ په سوات کښې د امن معاهده بايد چې د نورو علاقودپاره مثال کړی شوی وی او مونږ د پردو خلقو د مقصدونو حاصلولو په ځائی د خپلې خاورې د اولس د مفاداتو په شا ولاړ وی، ولې د ارمان ځائی دی چې مونږ شايد په ناپوهۍ کښې د لويو قوتونو د مقاصدو پوره کولو د غلطۍ ښکار يو. غل د بهر بېتي د کور دی د زړۀ کنډرې مې کوي مهران ترې وړينه بيا هم کۀ د امن خواهش موجود وي نو دغه خواهش بې ثمره نۀ شي کېدی، خدائی پاک دې زمونږ رهنمائي وکړي. امين اداریه - بېرته شاته