(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

كرزى صاحب اداري فساد اوه کلن شو مبارک دې شه

اداري فساد په هېواد كې اوه كلن شو،خو دافغانستان نوم هم ورسره دنړۍ دناكاره دولتونو په ليست کې وليكل شو،په همدې موده كې دغې كرغېړنې پديدې ټولې دولتي ادارې،له اجيره ،تروزيره، پورې له ځان سره ملګري كړل،او ورسره جوخت بهرني موسسې هم داداري فساد له لارې ،په غدارۍ بلد شول. دطالبانودامارت له نسكورېدوروسته،يوه شومه پديده د اداري فساد ترنامه لاندې دنوي حكومت په رامنځته كېدو سره،د"ولسمشر حامد كرزي"په راتګ سره افغانستان ته سترګې خلاصې كړې. په دولتي ارګانونو كې اداري فساد په همدې اوو كلونوكې ،په لوړه كچه زور واخيست،ان تردې چې د"ولسمشر حامد كرزي" ډېر نېږدې دوستان چې پرهغه ډاډمن هم وو،او د لورينې له مخې هغوی ته د دولت لوړ پوستونه هم ورکړل شول، چې دلنډې مودې په تېرېدوسره،دغه کسان هم په فساد ككړ شول،اواداره هم ورسره نوم بدى شو. په همدې اوو كلونكې دباران،او واورې،پرځاي په افغانستان كې له نړۍ څخه ډالر راوورېدل،كه چېرته يوه پاكه اداره موجوده وي،او ورېدلي ډالريې په اړو برخو لګولي واي افغانستان دې حالت ته نه رسېده. داڅرګنده خبره ده چې افغانستان ته نوې څېره وركړل شوې ده، اوداهغه څېره ده چې له دېرش كلنې جګړې وروسته دمليونونو افغانانو دوېنې په بدل كې راغلې ده، كه څه هم دافغانسان اوسنۍ حالت دومره ښه نه دې چې ورنه يادونه وشي ،خوتوپېريې داد ۍ چې ديرش كاله وړاندې د دې خاورې وګړي ،د هيواد دغدارانو په لاس وژل كېدل،چې اوس هم له تېر وخت نه زياد دبهرنيو،او كورنيو غدارانو له خوا په لوړه كچه وژل كيږي،چې له بده مرغه حالت ترينګلي دۍ. په ټولو حكومت كې فساد چارې پر مخ وړي،قانون او عدالت خپله ټغره ټوله كړې ده،له يوې خوا نا امني،له بلې خوا دخوراكي موادو نشتوالى،ورسره جوخت نورې ستونزې لكه دبرېښنا نه شتون او دنفتي ټيټ كيفيته موادوګرانېدل ،هغه خواشينوكي موارد دي چې داداري فساد واكمنتيا په ګوته كوي. داوو كلونو په ترڅ كې افغان دولت په بيلا بيلو نومونو هغه ادارې جوړې او ړنګې كړې، چې هغوي ته د اداري فساد پروړاندې دمبارزې دنده وركړل شوې وه، چې دجوړو شو څانګو چارواكي له ېوې ټاكلي مودې وروسته،اداري فساد ته دودې وركولو په چارو بوخت شول اوځانو نو ته يې دګلخانې له ماڼۍ نه عصري بلدنګونه جوړكړ. ولسمشر "حامد كرزى" دې داسې يو دولتي چارواكى چې ،په اداري فساد ككړوي او هغه ته سزار وركړل شوى وي را ودې ښيي،سره له دې چې دحكومت په ډېرو لوړو پوستو نو كې په اداري فساد ككړكسان په دندوګمارل شوي دي،او اوس هم موجود دي،نو د دې موضوع پربنسټ څنګه ممكنه ده چې له اداري فساد سره مبارزه وشي. بل داچې په اوس وخت كې دحكومتي ادارو ترڅنګ،په بهرنيوموسسو كې هم اداري فساد ته رنګ وركړل شوى،او كومې مرستې چې له بهرنيو هېوادونوڅخه رادننه كيږي،دفساد ككړوافغانانو په مرسته بېرته بهرته لېږدول كېږي، چې داوو کلونوپه تېرېدوسره دې ټکي ته اوس دښاغلي کرزي پام شو. چې دښاغلي" كزي "په وينا دا د اداري فساد بهرنی اړخ دۍ،او كورنۍ اړخ يې دافغانستان په ټولو دولتي ادارو كې پروت دۍ،كه چېرته ولسمشر"حامدكرزي" د اداري فساد پروړاندې دمبارزې،اولمنځه وړلو ګواښونه چې اوس يې كوي،هغه يې شپږ كاله وړاندې كړي واى ده ته دكارونو پروړاندې هغه لويه ستونزې چې اوس ورسره لاس او ګرېوان دۍ شتون بې نه درلود،او له بلې خوا به دهېواد چارې هم پرمختګ کوو. ډېر داسې كسان راغلل او په لوړو دولتي ادارو كې ،لكه لوى څارنوالۍ، د اداري فساد پروړاندې په جوړشوي پخواني څانګوكې، په دندو وګمارل شول چې هغوي دخپلو خبرو په هره يوه برخه كې د اداري فساد پروړاندې دجهاد لافې،اوباټې ويشتې،چې ښاغلى" كرزى" هم دهغه کسانوپه دې تشو اوتوبوتو زړه خوشحاله كړى وو،حال داچې ،تش دخبرو جهاد او مبارزې وې، چې په اصل كې دغو كسانو دخپلو جوبونو،ډكولوته داډول شعارونه وركول،او هغو کسانو افغانستان دنړۍ په کچه نوم بدی کړل. اداري فساد لومړى له قضايي څانګوڅخه پيل تركشفي ارګانونو پورې، له رسینۍ نه بیا تر سوداګرۍ پورې يې لاره پېداكړه،نورهغه وخت وو چې مخ نيونه يې سخته شوه،په اوس وخت كې دفساد په كرغېړنې پديې ككړې ادارې دهيوادقضايي، اوکشفي څانګې دي،او داهغه خبره ده چې ټولو هېواد والوته جوته ده، په دې اړه څرګندونو ته اړتيا نشته. اصله خبره د اداري فساد پروړاندې دمبارزې په نړېواله ورځ كې دولسمشر" كرزي" په هغو څرګندونو باندې ده چې نوموړي په دې اړه يوځل بيا دكلكې مبارزې هوډ وكړ،اود(اداري فساد پروړاندې دمبارزې دڅارنې)په نامه نوې جوړه شوې ادارې ته په خپلو خبروكې دارګ له ماڼۍ څخه پیل ،په ټولودولتي اداروكې د غښتلي مبارزې دنده وسپارله،نواوس څنګه ممکنه ده چې په فساد باندې له ککړو اشڅاصو څخه داداري فساد پروړاندې د مبارزه په لاره کې کار واخیستل شي . اداري فساد هغه ككړه پديده ده چې دنړۍ ټولو دولتونو تجربه كړې ده ،مګر ديوې لڼدې مود لپاره، وروسته له دې چې ددولت مشرتابه په خپل هېواد كې دفساد پروړاندې دمبارزې ملا وتړله هغه به يې ورك كړ،خوپه افغانستان كې اداري فساد داساسي قانون موقف غوره كړی، دبیلګې په توګه ،ديوې دولتي ادارې يو عادي مامور ته چې مراجعه وشي او دهغه يو لاسليك ته اړتياو پرته له دې چې رشوت وانه خلي هغه كارنه اجراكوي،لامل یې دا دۍ چې په ټول نظام کې اداري فساد حاکمیت لري. د وزارتونو په كچه رشوت او په رسمي معاملو كې دډالرو راكړه وركړه رسمي بڼه ځانته غوره كړې ده،نوولسمشر سره له دې چې د دې خبرې پخلى كوي مګر درټلو، اود لمنځه وړلو حق بيا ځان ته نه وركوي،چې داداري فساد دودې يو بل لامل همدغه ټكى دۍ،او که چېرته د دې موضوع په اړه ژور فکر وشي،دافغانستان له کشره ،بیا ترمشره پورې چارواکي دخپلو شخصي ګټو په لټه کې دي، او دملت درد په هېڅ وخت کې ورسره نوي، او د دې ډول اشخاصو یوازینۍ غوښتنه داده چې له کومې لارې ډالر،او دچا په مرسته ځان ته موقف پیداکړي. د بیلګې په ډول ،د لنډ محالې ادارې له جوړېدو ورسته،د اداري فساد دزېږدو،په اړه نه په افغانستان كې او نه هم دافغانستان دنظام جوړونې په اړه له هېوادنه بهر په نړېوالو ناستو كې خبرې وشوې،او په پټو سترګو هغه ډاله مارن چې ، دطالبانو دحكومت پرمحال په افغانستان كې نوو،او يا هم كه وو، په غارونو کې پټ وو، چې دنوي حكومت په راتلو سره هغوی هم له غارنو څخه راووتل او په ناکاره كابينه كې دغه كسانوته ديوه غوره شخصيت،اوكارپوه په توګه عالي موقف وركړل شو، چې دهغوی له برکته د دې خاورې مظلوم اوسېدونکي نور هم ورټل شول . كه چېرته دكابينې دجوړولو پرمهال او سنۍ ستونزې ته هم فكر شوي واي،او په چاروكې بې اړخه اوخپلواك كسان ګمارل شوي واي، له شك پرته چې،دافغانستان دولت به اوس ډېرې لاسته راوړنې لرلې،نواوس دهېواد ولسمشر سره له دې چې كاري موده يې هم مخ په ختمېدو ده، د اداري فساد پروړاندې دمبارزې توره شرنګوي،حال داچې دافغانستان خلك نور نو له وچو، او لمدوو وعدوله اوريدولونه ستړي شوي دي. داځكه چې دافغانستان ټولې دولتي،شخصي،كورني ،اوبهرني ادارې په اداري فساد ككړ دي،ښه بيلګه يې دافغانستان دسوداګرۍ وزارت يادولى شو،چې څوورځې وړاندې دياد شوي وزارت مشر "مير محمد امين فرهنګ" دبيكفايتۍ،په اداري فساد لاس لرنه،د بيكيفيته نفتي موادو له راواردولوڅخه نه مخنيوي،او دې ته ورته په نورو بې عدالتيو ككړ وو چې دولسي جرګې له خوا تراستيضاح وروسته له دندې لرې كړى شو. كه چېرته ولسمشر" حامد كرزي" دحكومت دارۍ له پيل نه د اداري فساد پروړاندې دمبارزې غږكړي واي ،او په دې كرغېړنې پديدې ككړ كسانوته يې داسلامي قوانينو پربنسټ سزاروركړي واي،د حكومت او خلكو ترمنځ دومره واټن نه رامنځته كېده ،لكه اوسنۍ واټن چې رامنځته شوى، یوڅه چې ډېر دپام وړدۍ هغه له ځینو ستوزوڅخه دولسمشر" کرزي "نه خبرېدل دي،او داهم نه ده څرګنده چې ارګ میشتي چارواکي،په هېواد کې له یوشمېر راولاړو شو ستونزو څخه ولسمشر" کرزي" ته دحقیقت پر کرښو ولاړ خبر ورکوي او که نه،چې دا خپله یوه پوښتنه،او دفساد یوه ښکاره نښه ده. بله دپام وړ خبره چې داداري فساد دلازياتېدوپه برخه كې شتون لري ،هغه د ديموكراسۍ حاكميت دۍ،ديموكراسي تش په نامه هغه خبره ده چې ،تراوسه پورې دد ې خاورې له نيمايي څخه زيات وګړي يې پر تعريف نه پو هېږي . او په ځغرده دا هم ويلايشو چې دولسمشر "حامد كرزي" په اداره كې دغه تش نوم چې، ديموكراسي ورته ويل كيږي، او لا تراوسه افغاني تعريف ورته نشته دحاكميت لوړو پوړيوته ورسېد،تردې چې له دې ورك نوم نه په ګټې اخيستنې سره دفساد، او بدې اخيستنې ګامونه دارګ تر ماڼۍ پورې خپلې رېښې وغځولې. نواوس لازمه ده چې دافغانستان ښاغلى "ولسمشر "كومه لاره چې له هغې نه په ګتې اخيستنې سره په هېواد كې اداري فساد له منځه وړي را په ګوته كړي، حال داچې د دې رټل شوي پديدې دوركولو لپاره خاصه كړنلاره نه ده موجوده،پرته له دې چې دافغانستان په ټوله كابينه كې ژور بدلون رانه ولي نو اوسنۍ هڅې،اوترخوايې دښاغلي" كرزي "ترخه ګواښونه به يوځل بيا دهواپه څپو پاتې شي. داخبره ټولو هېواد والو ته معلومه ده چې ولسمشر" حامد كرزى"، دخپلې دولت دارۍ په ټوله موده كې دې ته ورته ترخه ګواښونه ،او ورسره فرمانونه چې عملي بنې يې نه لرلې ډېر صادر كړي ،چې خلكوته يې يوازې اوريدل ،او لوستل پاتې شوي دي،او دعملي كيدو نښې يې نه شته، نو اوس څنګه ممكنه ده چې په يوازې ډول ،ولسمشر "داداري فساد پروړاندې مبارزه وكړي، حال داچې د ده نور ملګري په فساد ككړ، لاسونه يې دملت په وينو رنګ،او خزانه يې د دې هېواد دكونډو ،او رنډو، له حق څخه دك دي. په پاى كې دومره ويلي شم چې په افغانستان كې داداري فساد له منځه وړل، يو ناشوڼى كار دۍ،چې اوس هر ډول اقدام ورته بې ګټې دى ،يوازې يوه لاره موجوده چې د اداري فساد جرړې له منځه وړلى شي،هغه داچې د افغانستان د جمهوري رياست د دې دورې له پايته رسېدو سره سم، ټوله كابينه دې له افغان ولس سره مخه ښه وكړي،اونوردې د دې ملت، په وينو، او عزت، لوبه پرېږدي، اوداحق دې داځل افغان ولس ته وركړل شي ،ترڅو دوي خپله د دې خاورې په جوړولو كې هڅې وكړي. اوداهم څرګنده شوه چې،نه ټوپك، او نه ټوپك سالار دغه هېواد جوړولي شي،او په بهرنيوهېوادونو تړلي څېرې هم خپل ونډه وآزمویله،او داهغه آزمون وو چې د وخت په تېرې دوسره دافغانستان خلكوته، د دې خاورې دوست او دښمن ور پېژانده،نو كه چېرته" ولسمشر حامدكرزى" كه غواړي چې ،دغه خاورې ته خدمت وكړي،او دتل لپاره فساد له دې هېوادڅخه له منځه یوسي،لازمه ده چې له خپلو ملګرو سره يوځاي د كاري مودې له ختمېدوسره سم دغه خاوره پرېږدي، او نور به هغه وخت وي چې په ريښتيا دښاغلي" حامدكرزي " هغه خبره چې داداري فساد پر وړاندې كلكه مبارزه كوي عملي بڼه به ځانته غوره كړي، چې دغه عمل به "ښاغلي کرزي " او هم ېې نورو ملګروته يوه لاسته راونه وي، پرته له دې دافغانستان تاريخ به خپله پرېكړه تاسو او ستاسو نورو ملګروته در آوروي ،لكه نورته يې چې آورولۍ ده.
Abdul Ghafar Popal Journalist & News editor, Internews Network in Afghanistan [email protected] [email protected] [email protected] 0093777445258 0093786303331
- بېرته شاته