(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په اسفنديار ولی خان حمله او د پښتنو د مشرانو په وخت مدبرانه فېصله

د باچا خان نوم چې د عدم تشدد او امن نوم دی، د باچا خان کور چې د عدم تشدد او امن کور دی، د باچا خان انغری چې د ټول پښتون قام د استانې انغری دی، د باچاخان فلسفه چې د لوئی خدائی د حق کلام او د خدائی د حق پېغمبر محمد صلي الله عليه وسلم د ژوند او ارشاداتو د مقاصدو يوه اسانه او د هر چا د پوهې تفسير او تشريح ده چې وائي خدائی ته د خدمت ضرورت نشته په اصل کښې د خدائی د مخلوق خدمت د خدائی پاک د ټولو نه لوئی خدمت دی. د باچا خان تحريک چې د پېرنګي د غلامۍ په يوه داسې زمانه کښې (چې د هغۀ په باچاهۍ کښې به نمر نۀ ډوبېدو) د خدائي خدمتګار په نوم په ټول برصغير پاک و هند او ټوله دنيا کښې يو شهرت لرلی دی او د هېڅ قسمه تشدد نه بغېر ئې د ټولې نړۍ زورور پېرنګی د خپل حق جدوجهد په زور د دې خاورې نه بې دخله کړی دی. باچا خان چې تر اخري سلګۍ ئې نۀ د جدوجهد عمل او د خدائی د مخلوق د خدمت لار پرېښې ده او نۀ ئې د خدائی او رسول د تعليماتو په رڼا کښې خلقو ته د پوهې ورکولو دپاره د څۀ قسم مشکل نه مخ اړولی دی. د هغې باچا خان د امن او عدم تشدد په کور کښې او د ټول پښتون د استانې په انغري کښې د هغۀ په نمسي او د پښتنو په سر مشر اسفنديار ولي خان د تېر وړوکي اختر په دوېمه ورځ حمله وشوه، څلور کسان پکښې مړۀ شو، يو د هغۀ محافظ يار زمين، دوېم شمس الزمان چې د بونېر ضلعې د عوامي نېشنل پارټۍ د تحصيل مشري ئې کوله او درېم فضل غني غني چې نۀ يواځې د تنګي د يو نوموړي خدائي خدمتګار زوی ؤ بلکې په خپله يو خدائي خدمتګار ؤ او د دې سره سره د يو داسې قلم څښتن او يو داسې تخليق کار ؤ چې د قلم او تخليق خوشبو به ئې چې پښتون وي او پښتو وي چرې هم د دې خاورې د غرونو او سمونو او لارو کوڅو نه لاړه نۀ شي. انا لله و انا اليه راجعون). د خدائی پاک کړۀ وو چې د پښتنو سر مشر اسفنديار ولي خان په دغه حمله کښې بچ شو، د قرآن عظيم الشان نه ثابته ده چې مرګ او ژوند د خدائی په لاس کښې دی او زمونږ مسلمانانو دا عقيده ده چې يوه پاڼه هم د خدائی پاک د حکم نه بغېر رپ نۀ شي وهلی. د دې ټولو خبرو په رڼا کښې دا حمله يو داسې شرمناک عمل دی چې د هر قسم مذمت لفظونه ورپورې بې معنې ښکاري. اسفنديار ولي خان په اصل کښې په دې اختر کښې د پښتنو د دود دستور مطابق د اختر مبارکۍ ته نۀ بلکې دې ته ناست ؤ چې خلقو ورسره د غمرازۍ اظهار کوو، ځکه چې اوس اوس د هغۀ ورور سنګين ولي خان په حق رسېدلی ؤ او دا د هغۀ د وفات نه پس وړومبی اختر ؤ. په پښتنو کښې دا دستور موجود دی چې په نزدې اختر کښې د اختر مبارکۍ له نۀ بلکې غمرازۍ له خلق راځي او دې ته ناسته د پښتني دود دستور مطابق ضروري وي. د دې واقعې نه پس چې د ولي باغ ډېر لوئی مېدان د خلقو نه ډک ؤ، د واقعې په مېډيا د خبر خورېدو سره سم خلق نه بلکې خلقې راماتې شوې. ولي باغ ته په تلونکې لار چې هلته د حاضرو خلقو نه علاوه څومره خلق ورسېدل هغې ګڼې ګوڼې په اصل کښې يو بل مشکل پېدا کړو، دا واقعه د ماسپښين نه پس شوې وه او هيلي کاپټر د ماښام خړې سره رارسېدلی ؤ. د انتظاميې خلقو مجبوراً هغه لار د تګ دپاره بنده کړه، کومه چې د ولي باغ لار وه چې هلته نۀ نور د ګاډو ځائی ؤ او نۀ د خلقو. ولې راروان خلق په دوېمه لار ورمخامخ شو او په محمد ناړۍ او نورو لارو ئې ولي باغ ته د تللو ضد شروع کړو، د ولي باغ خواوشا چې څومره لارې وې، هغه د خلقو او ګاډو نه ډکې وې، ان چې نۀ بېرته د تللو لار پاتې شوه او نۀ په مخکښې د تللو نور ګنجائش ؤ. په دغسې وخت او حالاتو کښې چې اسفنديار خان د نۀ تللو دپاره نۀ يواځې ضد کوو، بلکې مزاحمت ئې کوو خو د ماښام خړه راخورېدونکې وه او د خلقو يو بهير رامات ؤ، د انتظاميې او ځنې سرکاري سرمشرانو د منت زارۍ نه علاوه د پارټۍ د خلقو فېصله هم راغله چې د راتلونکې شپې دپاره د راتلونکو خلقو په دومره لوئی تعداد کښې راتګ به د شتۀ پېښې نه علاوه نورې مسئلې هم پېدا کوي نو ښۀ به دا وي چې کومه د خلقو د زور چپه په چغو نعرو هم نۀ رفع دفع کېږي. د دې يواځينی حل دا دی چې اسفنديار خان د ولي باغ نه بهر ووځي نو په اسانه به خلق خوارۀ شي. د دغې قسم پېښې او تجويزونو په رڼا کښې د عقل، دانش او تدبر لار هم دا وه کومه چې د پارټۍ مشرانو اختيار کړه. د خلقو په بې قرارۍ په دومره شمېر کښې راتګ، د ماښام خړه راخورېدل او د پارټۍ د مشرانو فېصلې د پارټۍ د مشر په حېث او د باچا خان او ولي خان د سياست او فلسفې د وارث په حېثيت د اسفنديار خان خپل خيال لکه چې بند په بند وتړو او مجبور کړی شو چې د څۀ بلې ناشونې نه د بچ کېدو په خاطر او د خلقو د خورېدو او واپس کېدو په خاطر هغه د دې ځائی نه ووځي او هم هغسې په اسانه وشوه چې کله خلق خبر شو نو نۀ يواځې نور راروان خلق واپس شول بلکې د موجوده خلقو نه هم د واپسۍ امکانات پېدا شو. ځکه نو حقيقت هم دا دی چې د پارټۍ مشرانو په يو ډېر باريک او لږ وخت کښې مدبرانه فېصله کړې وه او د دغو ټولو حالاتو او اقعاتو په رڼا کښې د دغه فېصلې تسليمول د اسفنديار ولي خان د تدبر او بردبارۍ د ټولو نه لويه نخښه وه چې راغلي اولسونه چې غصه هم دي او جذبې ئې لېونۍ هم دي او د ردعمل په توګه پکښې تاؤدۀ هم پېدا شوي دي، کۀ دغسې نۀ وې شوی ډېر امکانات وو چې نورې ئې ډېرې مسئلې پېدا کړې وی او کۀ خدائی مۀ کړه دغسې شوی وی نو نۀ يواځې به د باچا خان افکار داغ دار کېدۀ بلکې د هغۀ او ولي خان روح ته به هم يو تکليف رسېدۀ. د پښتنو خلاف چې په لويه سطح کوم سازش روان دی، هغه دا دی چې دلته دې پښتانۀ په زور خانه جنګۍ طرف ته راښکلی شي او دا عمل دې زر تر زره روان کړی شي، ولې دغه هڅه دا وخت پښتنو د خپل مدبرانه سياست په زور شنډه کړه او باقي دې خدائی پاک د پښتنو مددګار شي او د خپلو مشرانو او اتلانو روحونه دې د پښتنو په سر سېوری وي. آمين ثم آمين اداریه - بېرته شاته