(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صحت مو څنگه دئ؟ ــ طنز ــ

ليكوال: جلال نوراني ژباړن: محمد نسيم پسرلى امير صيب! دا مي عادت دئ چي د چا غيبت نۀ کوم، اصلاً دا يو بد خوى دئ. زموږ پۀ همدې دفتر کي ډېر مامورين کار کوي خو زه د دوى په کارو کي کار نه لرم. زه يوازي خپله دنده تر سره کوم. تاسي به خپله هم متوجه سئ. زه نه د اجرايې د مامور غوندي له وظيفې تښتېدونکى يم او نۀ د خدماتو د مدير غوندي سوء استفاده کوونکى چي د دوتر بادپکه يې هم کور ته وړې وه. زما نۀ خوښيږي چي چغلي وکړم، هاغه دئ د تهيې مدير چي ستا دوتر ته تلويزون اخيستۀ، يو زر اوغانۍ يې ځان ته په کې ووهلې، خو ما تاسې ته و نه ويل، کېداى سي تاسي ټول وپېژنئ، زۀ ولي د خپل ځان صفت په خپله وکړم؟ چي د پخلنځي مسئول وم، د هوټل په څېر ښه ډوډۍ مي مامورينو ته ورکوله. نۀ به خامه وه او نۀ سوځېدلې. اوس خو يې له وريژو، غوړو او آن له مالگې هم غلا کوي. زۀ ولې د چا غيبت وکړم؟ خپله يې چي ولټوئ په هر څۀ پوهېږئ خو له ما نه مۀ پوښتئ. يو خوى لرم چي په چا پسې څۀ ويلاى نه سم او بل امير صيبه! دا چاپړوسي مي ډېره بده ايسي، هيڅ مي له وسه نه ده چي چاپړوسي وکړم، عادت مي نه دئ نو!!! له ځانه سره فکر کوم چي ستاسي غوندي تکړه مدير، عالم او تحصيل لرونکى چاپړوسۍ ته څه ضرورت نه لري؟ زۀ په دې پوه يم چي تاسي د پوهې او علم کان ياست. تر ننه پورې د ادارې مامورينو ستاسو په څېر تکړه آمر او کارپوه نۀ دئ ليدلى، خو ستاسو په اړه څۀ نۀ وايم. عادت مي نه دئ. اصلاً چاپلوسي او غوړه مالي ښه نه ده. تېر کال زموږ په شعبه کي دريو کسانو تقاعد وکړ. د دريو سرو کار زما پر غاړه را واچول سو چي له هغه وروسته مي د څلورو کسو کار په يوازي تن کاوۀ، خو يوه ورځ مي هم هغه مخکيني آمر ته و نه ويل چي کار مي ډېر دئ، ځکه چي خپل صفت کول زما خوى نه دئ. همدا اوس ټول مامورين وايي چي په کتابت او ميرزائي کي جوړه نه لرم. د دوتر ټول اصول مي رعايت کړي دي خو زه خپل ځان ته هيڅکله په غوره کي سوى نۀ يم. که څۀ هم وظيفه پېژندنه، پابندي او صداقت زما ځانگړتياوي دي خو ما له خپل ځان سره په دې اړه هيڅ فکر نۀ دئ کړى. سړئ ولي د خپل ځان صفت وکړي! امير صيب محترم! دا خوى نه لرم چي ډېري خبري وکړم او ستاسي وخت ضايع کړم کنه خبري بيخي ډېري دي. -ښه!! څنگه مو تشريف راووړ؟ -هسې، ما غوښتل چي پوښتنه در نه وکړم چي صحت مو څنگه دئ؟ - بېرته شاته