(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه یادونه ، دوه دورونه یو تاثر

د جنوري میاشت د پښتون قام او پښتون قامي تحریک لپاره ډېر زیات انفرادیت او اهمیت لري. دا د جنوبي اسیا د لوی هیومینیسټ، د ځپلي او ربړېدلي طبقې د بې ریا او بې رویا سیاسي مبارز، خدایي خدمتګار فخرافغان
باچاخان او د اصولي، سیکولر او دانشور سیاستدان رهبر تحریک خان عبدالولي خان د تلینونو میاشت ده. دې تصادف ته وګوره، چي د پښتون قام دا دواړه اتلان، دا دواړه ستر ٬٬علامتونه٬٬ د جنوري په میاشت کي د ٬٬معلوم٬٬ نه د ٬٬نامعلوم٬٬ په لور سفر کاندی. د پښتنو د کرښي کرښي، شوک شوک او در په در وجود په تناظر کي ددې دو اتلانو مرګونه د زغم او برداشت مرګونه هرګز نه دي خو ددې مرګونو انداز او ادا د فکر او سوچ د یوې مخصوصې مرحلې نشاندهي ضرور کوي او هر بني ادم په دې تجسس مجبوره کوي چي اخر په دې دو کسانو کي څه وو چي مرګونو یې د سیاست لافاني جهان دومره زیات ولړزاوه پښتون قامي تحریک که څه هم ظاهرا له دې مرګونو نه سخت ټکونه خوري خو د تحریک په داخلي دنیا کي دا دوه علامتونه اوس هم یو ډېر ستر رهبرانه او فنکارانه کردار لري، چي هم د سیاسي نظریې او نظریاتي سیاست لار راته ښايي او هم په دې لاره د تللو طریقه او انداز...... د خدمت، مبارزې، ژوند او ازادۍ په قدر، ضرورت، فن او مفهوم مو پوهوي. د عقیدې، نظریې، رویې او روحیې د استقلال او پختګۍ درس راکوي. د افغان، افغانیت، پښتو او پښتونولۍ د بقا او ارتقاء لپاره مو ثابت قدم او پېش قدم ساتي...او...!!
فکر کوم چي ان په یوه میاشت کي د باچاخان او ولي خان د تلینونو یو ځای نمانځنه به پښتون اولس ته د ژوند او مبارزې، اتفاق او اتحاد او یوې پراخي ازادۍ نوی پېغام ورکوي. موږ دا نمانځنې په دا خاطر نه کوو چي د شخصیت پرستۍ یو بدخونده رجحان را پېدا کړو بلکې یواځي دا کتل غواړو چي دې خلکو څنګه او څومره مبارزه کړې وه او موږ ته څومره مبارزه پاتي ده؟ رښتا وایم، یوه خبره مي ډېر زیات ځوروي چي زه د باچاخان او ولي خان د بې ریا او بې رویا مبارزې یوه یوه ادا نن هم په یو داسې هیواد کي د لفظونو غېږې ته سپارم چرته چي سیاست، وزارت، اقتدار او پارلیمان د درانه اندېش ددې شعر په مصداق پاتي شوی دی، چي زموږ ساقي هغو رندانو باندي ډېر مین دی چي نه شرمېږي په څټلو د کاسو باندي هم باچاخان او ولي خان ټول ژوند ددې روایت برخلاف د یوې اصولي مبارزې په رڼا کي تېر کړو او د سیاسي مصلحتونو او مصالحتونو په ضد د خپل فکر او نظریې په ډګر لکه د غرونو ولاړ وو. هغوی په هر ډګر خپله دا خبره په ثبوت ورسوله چي موږ سیاست د وزارت لپاره نه بلکې د خدمت لپاره کوو. هغوی د انګرېز استعمار نه په نره د خپلواکۍ اخیستلو نه پس د پاکستان په مردار او بدبودار نظام کي د یوې غیرطبقاتي، جمهوري، فلاحي او سیکولر معاشرې په حق کي خپل اواز په ډېر خلوص اوچت کړی وو او ددې مراد، ارمان او مرام په لار په هر محاذ د هر جابر،آمر، مارشل او دکتاتور خلاف جنګېدو. د هر ظالم په سترګو کي یې سترګي وراچولې او ورته یې د پښتون د مټو او لفظونو زور ورښوو. ځکه خو زموږ د نظریاتي سیاست دا دوه علامتونه په مختلفو نومونو یاد شول او په سامراج دوست نظام کي متنازعه وګرځول شول، د جېلونو، الزامونو، مقدمو، حملو او نورو تکلیفونو سره لاس او ګرېوان شول او سیاسي موقعیت ورته داسې کړکېچن کړل شو چي پکي د قدم اوچتولو چانس هم موجود نه وو خو ولي دا عوام دوست سرتېري مبارزان په داسې یو حالت کي هم د خپلې لارې نه وانه وښتل او نغمې یې د سړېدو په ځای نوري سرې شوې. ددوی د ژوند هره ادا او ناز و انداز د جابرانو په مخ کي د مشر خټک صاحب ددې شعر په ژبه ګویا شو چي اوس که نر وي نو غوږونه دي خپل پرې کړي چي زمــا نــغـــمــه ســړه نـــه شــولــه ســـره شوه د باچاخان او ولي خان ژوند، سیاست او مبارزه د نیشنلزم یو پرانیستی کتاب دی. ددې کتاب هر عنوان، هر مضمون اوهر باب ډېر زړه راښکوونکی او زړه لړزونکی دی، چي ترې محکوم قامونه بالعموم او پښتون قام بالخصوص ډېر څه زده کولی شي. دا کتاب د مزاحمتي سیاست او سیاسي مزاحمت په حقله ډېر علمي، منطقي او مدلل بحث کوي، د قام قامیت ارزښت په ګوته کوي، د خدمت او سیاست د رښتینولیو نشاندهي کوي، د غلام او ازاد ژوند تر منځ فرق څرګندوي، د سیکولرېزم او جمهوریت د ثمراتو د ذایقې ذکر کوي، د تقریر او تحریر د زور او د کردار او ګفتار د صداقت داستان ډېر په صداقت بیانوي. د باچاخان او ولي خان د ژوند هره ادا د پښتون قام اثاثه او سرمایه ده، ددې اثاثې او سرمایې قدر او حفاظت پکار دی. څه چي د باچاخان او ولي خان شناخت دی، هغه نن د پښتنو قامي شناخت ګرځېدلی دی. باچاخان چي پرون د پښتون غوندي سرکشه، خودسره، باغي، توند اوتېز قام په ذهن کي د عدم تشدد د نااشنا فلسفې لار جوړوله، دا یې په خلکو منله او هم یې په دې لاره اصلاحي تحریکونه پېلول نو په شا یې یوه ډېره لویه مینه، قرباني، خلوص او جدوجهد پروت وو، ګني د پښتون غوندي تېز او سرتېر ذهنیت او د عدم تشدد فلسفه تر ډېره حده د یو او بل لپاره نامنونکي او ناممکن څیزونه ښکاري خو لکه چي باچاخان ټول عمر د نظریاتو د اشاعت او مقبولیت فن په کار راوړی وو نو ځکه یې د خپل تحریک او نظریې پېغام کور کور ته ورساوه او پښتانه یې لکه خواره واره مارغان یوه شپول ته راټول کړل. لوی ګناهګار په دې ګناه وې یې د قام سرداره تـا بـه هـوا د پـښتـونخوا کي بلوله رڼا یې باچاخانه د شلمې پېړۍ لوی اتـله تـا بـه جـذبـې د ازادۍ تـه ږغـوله رڼــا د باچاخان د بې ریا او بې رویا مبارزې تر ټولو زیات انفرادیت او خصوصیت دا دی چي هغه د تشدد، جبر او ظلم پر خلاف په پرامنه او سوالیزو بنسټونو استواره ده او نن د ټولې دنیا دانشوران، سیاستدانان او ادیبان په دې خبره په یوه خوله متفق دي چي باچاخان ټول عمر د امن لپاره جنګ کړی دی خو دا جنګ یې د جنګ د مروجه شکل نه ډېر بدل دی ځکه چي هغه په جنګ کي هم امن غوښتی دی.
دا په جنګ کي د امن غوښتلو اصطلاح د خدایي خدمتګار تحریک په رګ رګ کي غزېدلې وه او ددې تحریک د مبارزانو ویني ته یې حرکت ورکولو. ددې ویني په زور یې ددې بدبودار، مردار، فرسوده او پسمانده نظام په تورو، تتو او پلنو تیارو کي د فکري بیداریو مشالونه بلول. د کومې عظیمې لارې بنسټ چي باچاخان ایښی وو، په دې لاره که د ولي خان غوندې قداور، بارعبه او بهادر شخصیت نه وای پیدا شوی نو فکر نه کوم چي د پاکستان غوندي بې پته او بې مسوولیته ملک کي به د پت او مسوویت دا سورخپوش تحریک دومره په سرلوړۍ او کامیابۍ مخ په وړاندي تللی وای. دا دپښتون قام اجتماعي خوش قسمتي ده چي د خپل قامي تحریک د سالارۍ او رهبرۍ په ډګر یې د باچاخان نه پس د ولي خان غوندي بااصول، جمهوري، سیکولر او انسان دوست شخصیت وموندو. دا هغه رهبرِ تحریک دی چي د باچاخان نه پس یې د هغه د اصولو، نظریې او عقیدې درناوی او حفاظت په داسي توګه وکړ چي پښتنو د باچاخان کمي په دومره شدت سره محسوس نه کړله څومره چي پکار وه. د باچاخان تحریک د زمانې پر مختلفو مراحلو او سختو شېبو ازمایل شوی تحریک دی. ددې تحریک تاثر او تاثیر نن تر کومې ځانګړې خطې پوري محدود نه دی بلکې پر عالمي کچه خور شوی او پېژندل شوی دی. دا تحریک یوه څرګنده کړنلاره او تګلاره لري. چي هیڅ توضیحات او تشریحات نه غواړي بلکې د نظریاتو عملي شکل ته یې د نن په تېز رفتار دور کي اړتیا محسوسېږي. له باچاخان نه تر ولي خان پوري قامي تحریک پښتانه د ډېر تور دور او توري فضا نه راباسي او د حالاتو زنځیرونه په ډېر فنکارانه انداز ماتوي. که په پراخ نظر وکتل شي نو ښکاره به شي چي د باچاخان او ولي خان مبارزې پښتنو ته په یویشتمه پېړۍ کي د اوسیدلو توان او طاقت وربخښلی دی. د بولان او چترال دعوېداران ښه پوهېږي چي دوی په کومه خوله خبرې کوي دا خوله هم د باچاخان تحریک ورکړې ده، هسې دوی د اقتدار د څوکیو په هوس ددې حقیقت اعتراف نه شي کولی. د ټول پښتون او یو مرکز ارمان مو اوس هم سر په سر پاتي دی، ددې ارمان رژول او په نړېوال سیاسي تناظر کي د پښتنو د خلاصون او سیالۍ یواځینۍ لار د سورخپوش تحریک په شا ودرېدل دي. د باچاخان او ولي خان نه پس د پښتنو یواځينۍ اسره او سهاره قدرمن اسفندیار خان دی. نن د لر وبرو پښتنو سترګي خپل دې قامي مشر ته دي. باید چي دا روابط او تعلقات نور هم ټینګ شي. سوکه سوکه لګیا دي خلک اعتراف کوي، د اجمل صاحب ددې شعر په مصداق نن ټول اولس د هغې محبوبا سندري وایي خـټـک چـي بـه له ځان سره ژړلـه کـلـه کـلـه او اندېش صاحب وایــــــي: ددې ژونـــــــــدون د ګـلـزارونـــو د سـپـرلـو پــه تـمـه ډېر لاړو راغلو خو په څانګه ستا د خیال کېناستو خان زمان کاکړ - قلعه سېف الله [email protected] - بېرته شاته