(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بدلېدونکې نړۍ او ادبي رویې

د ژوند ښکلا له تغیر او تبدل سره ګنډلې ده. په انساني ژوند کي هم ددې جدیدیت د عمل له لاري فطرت خپلي نوي نوي دروازې پرانیزي ، انسان د ساینس، فلسفې، سیاست او ادب په زور خپلو ارتقایي پوړیو ته خېژي او د ښه نه د لا ښه پلټنه کوي. د ترقۍ او ارتقاء د روایتي اپروچ نه یو خوا ته موږ ته په انساني ژوند کي د روانو بدلونونو معیار کتل دي. موږ هغه وخت د بدلون پر ماهیت او هییت یو سیرِ حاصل بحث کولی شو، کله چي په ټولنه کي موجود طبقاتي حقیقتونه مخې ته کښېږدو. ځکه چي تر څو پوري په ټولنه کي طبقات موجود وي، تر هغو پوري به د هر بدلون بنیاد او معیار طبقاتي وي. نه د سرمایه دارانه جبر تر سایه لاندي د یوې سوکالي ټولني او سولیَز ژوند قیام ممکن دی او نه د ذاتي ملکیتونو په موجودګي کي د انسان د معاشي او سیاسي ازادۍ تصور!! ځکه نو د نن په ظالم، فرسوده او پسمانده طبقاتي نظام کي د ګلوبلایزېشن په بڼه موجود رجحان د یو انساني وحدت په ځای د سرمایه دارانو، جاګیردارانو، سردارانو، نوابانو او خانانو غلام دی. دا سرمایه دارانه ګلوبلایزېشن د هغه اشتراکي ګلوبلایزېشن سره یو نه پخلا کېدونکی تضاد او تصادم په غاړه لري چي "د ټولي نړۍ زحمتکښان یو دي " کله چي کمیونیزم خپل پسِ منظر ته لاړ نو د ګلوبلایزېشن په اصطلاحي بڼه کي دا تاثر ورکول شو چي اوس پر ټوله نړۍ د سړیخورو واکمني شوه او په ټوله نړۍ کي څوک هم د هغوی د مقابلې پاتي نه شول. د سرمایه دارانه نظام استازو دانشورانو د تاریخ او نظریاتو د اختتام سرودونه پورته کړل او هم دې ډلي په سیاسي برلاسۍ او معاشي حرص مندۍ کي انسانیت له غمیزو سره مخامخ کړ. موږ په دې دعوېدار مهذب او مقدس جهان کي هم د خپلو ککریو دنګ منارونه ولیدل او د ښځو، سپین ږیرو او ماشومانو بې حرمتي او سپکاوی مو ولیدو. بربنډ جارحیت وشو، د جبر او جنون واکمني پاتي شوه، جنګونه وچلېدل، جنګونو زموږ نسلونه وخوړل، پېړۍ یې راباندي تېري کړې او جغرافیې یې راته بدنما کړې. موږ د دریمي نړۍ غلامو نژادونو د وحشت بالادستۍ او د جهل واکمنۍ وزغملې. د انسان لوېدلی حثیت، تباهي، بدحالي، ناارامي او د سماج مسخ شوې بڼه د سرمایه دارانه راج او مزاج پایله ده. د ټولنیز وروستو پاتوالي او معاشي بدحالۍ په سوب هر خوا یوه بدبوداره ذهني غلامي موجوده ده. هم له دې کبله زموږ فن پارو او ادب پارو هم د ابهام، پېچلتیا او تضاد رنګونه اخستي دي. ارتجاعي قوتونو په علم او ادب کي د ترقي پسندو افکارو د مخنیوي لپاره یوه منظمه پالیسي خپله کړې ده، چي ادبي بیوروکرېسۍ ته ترې قوت اوانرژي ملاوېږي. ملټي نېشنل کمپنیو، مارکېټ اکانومي او تجارتي کارپورېشنونو او ټرسټونو پر ټولو انساني ارزښتونو، سړیتوب او وقار سخت ګوزارونه کړي دي. د تخلیق او ایجاد نېک تصور په اقتصادي حرص مندۍ او د مستبد نظام په چمچه ګرۍ بدل شوی دی. د پرنټ او الیکټرانک مېډیا په دې تېز رفتار دور کي هم هر ډول رشتې ورکي دي، د اعتبار نېستي ده او اعتماد پورته شوی دی. د سیاست محور قبایلیت ګرځېدلی دی او ادب په خلا کي ځوړند دی. چي کله په ټولنه کي د جمود واکمني وي نو د ساینس دانانو، فېلوسوفیانو، مفکرانو او روڼ اندو په ځای به خودکش بمبار، مذهبي جنونیان، تاویل ګړونکي ملایان، طالبان او جهادیان پېدا کېږي. چي کله مکتبونه سوځول کېږي او مدرسې پراخېږي نو د روشن خیالۍ په ځای به طالبانایزېشن او هیروین او کلاشنکوف کلتور پنځېږي. سامراج د خپل شان و شوکت د قایم ساتلو او خپل قد د اوچتولو لپاره له انساني ارزښتونو، سړیتوب، اخلاقیاتو او وقار سره یوه داسي لوبه کوي، چي بنسټ یې پر سفاکیت او بربریت ایښوول شوی دی. استعماري قوتونو، د پېداواري او اقتصادي لالچ پېشِ نظر د ربړېدلي طبقې سیاسي، تهذیبي او ټولنیز بنسټونه غورځولي دي. هغوی زموږ تخلیقیت، سیاست او سماجیت ته د بکاؤ مال بڼه ورکړې ده او د هغوی سرمایه دارانه هوس زموږ قامي روایتونه، اخلاقي ارزښتونه، صلاحیتونه او ذهانتونه په بشپړه توګه پامال کړي دي. مذهب چي د امن او ورورولۍ نوم او غالباً کله هم د جبر، جارحیت، تشدد او ترهګرۍ اجازت نه ورکوي. خونن ټول انسانیت تر مذهبي منافرت لاندي ذره ذره دی. کفر او اسلام، مشرق او مغرب او بیا شیعه، سني، برېلوي، دیوبندي او احمدي د ټول انسانیت پر څېره بدنما داغونه دي. انسانیت په خودکش حملو او خودکشیو کي یرغمال دی. ریاستي ترهګري، مذهبي ترهګري او ګلوبل ترهګري، نه پوهېږم د چنګېز او هټلر زامن کومي کومي ترهګرۍ کوي. فکري او ذهني نړۍ مو فسطاییت او فسطایي رجحاناتو نیولې ده. په موجوده سماج کي د انساني ورورولۍ، تولنیز انصاف، امن، برابرۍ او جمهوریت غوندي لوړو او ارفع قدرونو لپاره هیڅ ځای نشته. ټولنیزي رویې مو بې شرمه دي، برتاؤ مو بې تهذیبه دی، زړونه مو بې درده او رشتې مو بې میني دي. روښتیا وایو، د روښتیا له مکتبِ فکر سره تړلي خلک یو، مایوسي خورول نه غواړو،ځکه چي موږ د انسان له ځلانده راتلونکي مایوس نه یو، یواځي د مایوسۍ نشاندهي کول غواړو. د برلاسې طبقې جارحانه عزایمو، استبداد، تشدد، جبر او دهشت ته چي وګورو، د انسان د عظمت، وقار او سړیتوب سپکاوی سخت ذهني درد رارسوي. په داسي حالاتو کي را اوچتېدونکي مذهبي منافرتونه، متشدد جذبات او فسطایي نهضتونه د سامراج د اقتصادي مفاداتو دفاع کوي. پر مذهبي بنسټونو کېدونکي جنګونه هر وخت د انسانیت سپکاوی کوي، خو د هند د نیمې وچې د لوی کیسه لیکوال کرشن چندر په قول " د منافعې او ظلم هیڅ مذهب هم نه وي" له دې افسردګۍ او غنودګۍ سره په لاس او ګرېوان چاپېریال کي زموږ تخلیقي صلاحیتونه، سیاسي نهضتونه او کلتوري ارزښتونه د خپل منظر او پسِ منظر نه په بله اوښتي دي. د ګلوبلایزېشن راج او مزاج زموږ په تخلیقاتو کي نفسیاتي عارضې، مافوق الفطرت تقاضې او رنځوري رویې پېدا کړي دي. د سامراجي قوتونو خواهش دا وي چي د مظلومو او محکومو قامونو د تخلیقاتو نه مزاحمتي او ترقي پسند افکار وباسي،ددغو قامونو ادیب په نفسیاتي ناروغیو اخته کړي او یو داسي وژن راپېدا کړي چي د ژوند له مادي حقیقتونو سره تړلی نه وي. په بنسټیزه توګه د ټولو تخلیقي فعالیتونو او فنونِ لطیفه تړون او رشته له جدلیاتي مادیت او مادي جدلیت سره وي. د طبقاتي ټولنو د روزل شوي ادیب د تخلیق موضوعات به همېشه طبقاتي اپروچ لرونکي وي. په قول د لېنن " د طبقاتي ټولنو ادب له طبقاتي خصلت نه ډک وي" په ادب کي د غیر جانبدارۍ او د لا نظریې خبري کوونکي د استعمار د چاکرۍ نه سېوا هیڅ هم نه دي. څوک چي ادب غیر سیاسي ساتل غواړي هغه دا سیاست کوي چي د ځپلو، ځورېدلو او ربړېدلو انسانانو د تخلیقاتو نه مزاحمت وباسي او هغوي مصلحت ته اماده کړي. په دې غیر فطري مردار زندان (پاکستان) کي چي مي خپل تنخواداران د قام د حقیقي روح او حقیقي ژوند ترجمانه شاعري د " جنګي ترانو" او د خلکو پر زړونو واکمن شاعران د " وسله ډېلرانو" په نوم یادوي نو دا به یې يواځې د زرغونپوښو نمک حلالي نومو. پر نړیواله کچه روان د نظریاتو د سوړ جنګ، بې اعتبارۍ او دروغ ګوهۍ نه مظلوم او محکوم قامونونه په یو نفسیاتي تذبذب او اضطراب کي ښکېل دي. برلاسې طبقې چي کوم ادبي، سیاسي او صحافتي روایات پنځولي دي، له هغوی نه پر علمیت او عقلیت پردې غوړېدلي دي. څرګنده خبره داده چي نن جنګ د تورو او خنجرونو نه دی پاتي یعني نن له کلاشنکوف او هیروین کلتور نه د لاس اخیستلو وخت رارسېدلی دی او د ټولو انسانانو تر منځ د یو قلم کلتور او محبت کلتور پېدا کولو اړتیا لیدل کېږي. زما په اند د پوسټ موډرنزم تقاضا دا کېدی شي چي ټول روڼ اندي د جنګي ساز وسامان، ګن شپ هیلي کوپټرونو، ایټمي هتیارونو او مزاییلونو په ضد د یو هایي لیول ثقافتي، ادبي او سیاسي مبارزې اغاز وکړي او د ګلوبلایزېشن په بڼه د روان استعماري جنګ او د هغه د انسان دوښمنو فلسفو نه د خلاصون او مقابلې لپاره بشري ټولنه له نوي سره په ثقافتي توګه منظمه کړي. ځیني خلک وایي چي د یویشتمي پېړۍ په دې تېز رفتار ساینسي عصر او د ګلوبلایزېشن په کشمکش کي د ادب ارزښت او افادیت له منځه تللی دی او تخلیق یو بې ګټې او بې کاره شی پاتي شوی دی. دا نظر بالکل غلط دی ، حقیت دادی چي ادب اوس هم دستمونو په مېچن کي د اڼول شوو خلکو یواځینۍ سهاره او اسره ده. په دې حالاتو کي د یوې سوکاله، سولیزې، غیر طبقاتي او اشتراکي ټولنې په قیام کي مزاحمتي او ترقي پسند ادب زښت لوی رول لوبوي. موږ ته په هم دې یقین مخ په وړاندې سفر په کار دی. هم پرورش لوح و قلم کرتې رهین ګې جو دل په ګزرتي هی رقم کرتې رهین ګې Badleedunki Narai au adabi rauee By:Khanzaman Kakar قلعه سېف الله - بېرته شاته