(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د (نن) تماشې او د (سبا) فکر

دا وخت که موږ په دقیق نظر د نړیوالي سیاسي منظرنامې جاج واخلو نو دیو ژور ابهام، تضاد اوتصادم نه سیوا به بل څه په نظر رانه شي. سیاسي جنګونو خپلي پېژندل شوي څېرې بدلي کړي دي او په ډېر لنډ مهال کي د سیاسي وارونو مختلفي مرحلې مخې ته راځي. ټوله دنیا دیوې مخصوصي طبقې ملکیت جوړ شوی دی. په تېره بیا د پاکستان غوندي استعمار نواز ملکونه خو د غیر فطري سرګرمیو ځالي دي.په پردیو خېراتونو ژوند تېرول یو محال کار دی. په فریاد او قرارداد د حق غوښتني مرحله خپل منطقي انجام ته رسېدلې ده. اجتماعي بد مرغي داده، چي نظریې او نظرونه د پارلیمان په غېږ کي تالاترغه دي او سیاسي رویې او روایات د موروثیت په زندان کي بندیوان دي. د نړېوالو پرمختګونو هېښوونکي رجحان هر څه د خپل منظر او پس منظر نه په بله اړولي دي. ذهنونه تر یو نامحسوسېدونکي تاثر او تاثیر لاندي دي. ساینسي ایجاداتو او د انسانانو عقلي او تعقلي اپروچ د پسمانده او پرسوده جهان په وړاندي خپلي کرښي راښکلې دي. دې ټول څه د محکومو اولسونو ځپل شوی معاشرت، سیاست، ادب او صحافت هم په قرار نه دی پرېښوولی. په رنګارنګو پروپېګنډو یې راله ذهني نړۍ ورانه کړې ده. د معاشي کسمپرسۍ د ګېډي د درد سره د نفسیاتي اضطراب د سر درد هم ملګری شوی دی. د دردونو په غېږکي روزل شوي خلک یو. په اورونو او لمبو کي مو ژوند دی. د ټولو انساني ارزښتونو سودا مو په مارکیټ اکانومي، عالمي کارپورېشنونو، ټرسټونو او کمپنیو کي روانه ده. د تخلیق او ایجاد نېک تصور په استعماري تجارت اوښتی دی. د سیاست اجتماعي، قامي او انقلابي مفکورې د مخصوصي طبقې د مفاداتو د جنګ په سېوري بدلي شوي دي. د عامو خلکو لپاره د سیاست مقدس او سپېڅلی لفظ د نفرت موجب ګرځېدلی دی. زمیني حقایق او مادي جدلیات نظر انداز کړل شوي دي او مذهبي مافیا په هر ډګر کي برلاسې ده. د سرماې په زاړه راګ کي د نظریو او تاریخ د اختتام، عالمګیریت، تهذیبي تصادم او ترهګرۍ خلاف جنګ نویو تخلیق شویو استعماري سندرو مي د زیات شمېر روشن فکرانو په غوږونو کي هم ازانګې پېدا کړي دي. د نړیوالي سرمایه دارۍ جنګ د امریکا او اروپا د بندو کمرو د فېصلو نه اوس د وروستو پاتو ملکونو تر ځپل شویو ټولونو د مختلف این جي اوز فورمونو، تنظیمونو او کمپنیو په شکل رارسېدلی دی. د بشردوستانو د نړېوال یو کلي دعوې هم د طبقاتي کشمکش څرګندونه کوي. د دې دعوې په پسِ منظر کي د اقتصادي مفاداتو هوس بنیادي کردار لري. د عالمګیریت د شنني پر مهال طبقاتي بنیاد مدنظر نیول تر ټولو لازمي امر دی. ددې حقیقت نه پرته د عالمګیریت هیڅ وجود هم نشته. دا د سرماې بلا له انتهاي اهمو او اجتماعي سیاسي مسایلو نه نیولې بیا د یو فرد تر پبلک لایف پورې خپلي توري داړي اوږدوي. موږ ګورو چي ددې ټولو نړیوالو دعوو باوجود انسان پُر سکون، مطمین او محفوظ نه دی. د انجویزم د عصر فکرونه د اقتصادي هوس په زهرو لړلي دي. د دریمي نړۍ په هیوادونو کي د غیرملکي سرمایه کارۍ لپاره هر وخت حالات سازګار او خوشګوار جوړ کړل شوي وي خو په هیواد کي دننه د غربت او معاشي سکوت پېمانې اخري حد ته رسېدلي وي. د بې روزګارۍ، ګرانۍ او نورو معاشي مسایلو په سوب په دې استعمار نوازو هیوادونو کي د ځانوژني یو عالمي ریکارډ قایم کړل شوی دی. د خلکو لپاره ژوند نن یو تریخ ازمایش ثابت شوی دی. دلته په دې خطه کي د جمهوریت، روشن خیالۍ او وسیع النظرۍ په جامه کي روان انتهاپسند او لارورکي تبلیغات په اجتماعي حواله انسان دُښمن ثابت شوي دي. د پرنټ او الیکټرانک مېډیا د عمومي موادو بنسټ د انسانانو تر منځ پر منافرت پارونکو عناصرو ولاړ دی. انساني وحدت او انساني قدرِمشترک زخمي زخمي دی. د عقیدو پر بنسټ د منافرتونو سیاست د ټول انسانیت لپاره جان لېوا ګرځېدلی دی. پر مقامي او قامي سطح پر وړو وړو مسایلو راولاړي شوي شخړي عمومي فضاء ناارامه ساتي. په ټولنو (معاشرو) کي موجود تضادات، تصادم او عدمِ توازن په بنیادي توګه د معاشي حالاتو پېداوار دی. موږ ورستو پاتي ټولنې او ددې ځپل شوي اولسونه له روانو عالمي او معروضي حالاتو سره هیڅ هم اهنګي نه لرو. ځکه چي په مجموعي توګه دا ټولني او دا اولسونه غېر سیاسي ساتل شوي دي. سامراج هلته خپلو ګټو ته ښه لاس رسولی شي، چرته چي ماحول غېر سیاسي جوړ کړل شي. خلک د مهمو او بنیادي مسایلو نه کنارکش شي او په انتهایي سطحي او بې معیاره خبرو اخته شي. د حکمرانانو خواهش او کوشش دا وي چي کله هم د سیاسي معروضیت او معروضي سیاست په حواله د خلکو تخلیقي ذهن استعمال نه شي. هم ددې رویې په برکت د خلکو او سیاست تر منځ رابطه او واسطه پېدا کول نن یو ګران کار ثابت شوی دی. موږ د عوامو سیاسي جذبې ته صرف د ووټ بېنک په تناظر کي کتلي دي چي خلک په دومره زیات شمېر کي ووټونه اچوي. د ووټونو معامله څه نور عوامل لري. خو د نظریاتي سیاست په سر نن یوه توره څپه خوره ښکاري. دا د عالمګیریت یو استعماري پیرزوینه ده چي تحریکونه په نظریاتي حوله فلج کړي، هر څه د خپل اصل ټرېک نه بهر کړي، خلک د ذاتي مفاداتو، سود او تاوان په غم اخته کړي او داسي یو اجتماعي فکر له منځه یو سي چي ما خو الفت کړی، ما ذکر د جانان کړی دی ما یې تر اوسه سوچ په سود نه په تاوان کړی دی د جدیدیت د مرحلې نه راوروستو کشمکش د نویو فکرونو په رغونه کي هیڅ لاس امداد نه کوي، بلکې په ډېره بیړه د نظریو د مخنیوي هڅه کوي خو د ماضي، حال او مستقبل په تسلسل ولاړي نظریې بیا هم په هر قسم بدلېدونکي کېفیت کي خپل تلپاتوالی برقرار ساتي او په هر قسم تورو او تتو تیارو کي هم د محکوم او محروم انسان لپاره د سوکاله او سولیز ژوند ډیوې بلوي. د سوویت یونین د انهدام نه پس چي کمیونیزم خپل پسِ منظر ته لاړو او سامراج خپلي منګولي په ډېري تېزۍ سره د ټولي دنیا په ګرېوان ښخي کړې نو دې عمل ته اکثرو خلکو او دانشورانو د کمیونیزم ړنګېدل وویل. حالانکې دا دیو حکومت او حکمتِ عملۍ ړنګېده وو، دا اوس چي د لاطیني امریکا نه سامراج ضد کمیونیسټ سیلاب خوځېدلی دی، دا څرګندوي چي طبقاتي جنګ اوس هم په ډېر شدت سره روان دی. په پاکستان کي هم د یو داسي طبقاتي جنګ ضرورت دی. د قامونو له فطري حقونو سره غیر فطري سلوک روا ګرځول شوی دی. دلته د جمهوریت یو خوبولی تصور هم د سرمایه دارو د اقتصادي هوس بندیوان دی. د پاکستان شپېته کلن تاریخ موږ ته وښودله چي دا ملک د څو چودریانو، وډېره ګانو، بېروکرېټانو، خانانو، نوابانو او سفید پوشو لوټ مارانو کالونۍ ده. دلته سیاستونه د خلکو لپاره نه بلکې په خلکو شوي دي. دلته تراوسه یو حکومت هم عوامي بېک ګراونډ نه دی درلودلی، بلکې یوه مخصوصه طبقه یا خاندانونه د ټول ملک د تور او سپین واکدار دي. رښتیني عوامي تحریکونه په هر دور کي چقېدلي او وهل شوي دي او په مختلفو سازشونو د اقتدار نه لرې ساتل شوي دي. دا ټول هر څه خودبخود او تصادفاً نه کېږي بلکې دا خپل یو موثر نېټ ورک او سټرېټیجي لري. په داسې حالاتو کي چي یو خوا د پښتنو په خاوره د عالمي جنګ اورونه اوري او بل خوا پاکستان د یو اجرتي قاتل په حیث د پښتنو په ککریو تجارت کوي، نو ددې ګواښونو د مقابلې لپاره به د پښتنو تابیا څه وي؟ په پاکستان کي د پښتنو عمر شپېته کلن شوی دی. دا د ریټایرمنټ عمر وي، په دې وخت کي انسان د ژوند د ټولو تجربو او مرحلو نه راتېر شوی وی او د ژوند بنیادونه یې ډېر مستحکم او مستقل شوي وي. خو ددې منطقي ضابطې برعکس پښتنو په شپېته کاله کي دا تشخیص ونه کړ چي په پاکستان کي ددوی برخلیک، هدف او مرام څه دی؟ اوس هم په فطري حواله د پاکستان او پښتنو تعلق سوالیه نشان دی. موږ به خپل ځان په خپله شته کوو، په قامي تحریک، ملي روحیه او سیاسي جدوجهد به یې شته کوو. موږ خو تر اوسه له دې نه اوزګار نه شوچي په تاریخ کي زمریان پاتي شوي یو، ولي دا نه ګورو چي نن راباندي ګیدړان حکمراني کوي. په روانو حالاتو کي د پښتنو د خلاصون او نجات لاره یوازې مزاحمتي جدوجهد دی. هم دا د مستقبل د فکر یوه بنیادي نکته ده. ژوندي قامونه پر خپل حال او مستقبل نظر ساتي او زمکني حقایق مهم پاموي خو مرګي حاله قامونه چرته لرې په اسمانونو، د پرون په ویاړونو او فتوحاتو کي ورک وي. نور د صبر او زغم توان راپکي پاتې نه دی. دا صبر او زغم هم د برلاسو د سرمایه دارانه ماحول پیداوار دی. برنارډشا وایي" د دولت مندو او سرمایه دارو په خیرات او چنده چلېدونکي ټولني همیشه د دولت مندو د طاقت او موجوده سرمایه دارانه نظام په قایم ساتلو کي ډېره مرسته کوي. هغوي ځپل شوو خلکو ته د صبر او زغم تلقین او تبلیغ کوي او هم له دې لارې د خلکو انقلابي جذبات سړوي چي سرمایه دار بې د کومې ویرې او خطرې نه د دوي وینه وزبېښي". د کبرجنو حالاتو د تندي ګونجو راپکي د مستقل مزاجۍ عنصر قوي ساتلی دی. د انقلابي جذباتو د پارېدلو پړاؤ دی، د مزاحمتي سیاست او مزاحمتي ادب په سرو سپرغو به ددې وطن سوړ انغری بلوو. رښتیا ووایم، د یو فکر لیونتوب مي په قرار نه پرېږدي او یو بېړنی بدلون مي لیواله ساتي قلعه سېف الله ،جنوبی پښتونخوا - بېرته شاته