(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ترياکو د دولت ترياکي منطق

که دولت حتمي او ضروري د غزني ښار تاريخي سيمي د بهرنيو سيلانيانو لپاره رغوي، له هغه وړاندې دې په غزني کي د خپل ځان او د غو سيلانيانو لپاره يو لوى هوايي ډگر او يا هم له کابله تر غزني پورې د ځمکي لاندې پټ تونلونه جوړ کړي چي تر غزني روغ رمټ ورسيږي. د ښاغلي حامد کرزي دولت که څۀ هم په خپلو ټولو دولتي رسمي قوانينو کي د بيان د آزادي خبره کوي خو زما زړه يې ځکه نۀ مني چي دوى بيا کوم قانون عملي کړى چي دا به بيا د عمل تر دياره ورسوي، همدا وجه ده چي زۀ دغه دولت ته اغزن کلمات چي ددوى نازک نفسونه پرې زخمي سي نۀ کاروم بلکه ډېر نرم الفاظ کاروم چي دا خوارکي خوابدي نه سي. دوى به وايي چي "د ترياکو دولت" کليمه دې نو بيا ولې کارولې ده، خپه کېږئ مۀ زه پوهېدم چي د بيان آزادي يوازي په اسنادو کي ده، دا کليمه مي ځکه کارولې ده چي دا له ما مخکې د هغو هيوادونو ورځپاڼو ستاسې په اړه کارولې چي تاسې يې په برکت په ارگ، ماڼيو، او مجللو کورونو کي ناست ياست (نيويارک ټايمز او واشنگټن پوست...) او له وجې يې تاسې جامع الکماله سياستپوهانو ته يو الهي فضل ميسر سوى دئ. اوس چي نو يو بهرنى خبريال يا ورځپاڼه دا حق لري چي دولت د ترياکو دولت وبولي نو يو افغان ولي دا حق نۀ لري چي هماغه "د ترياکو د دولت کليمې" ته د "ترياکو منطق" کليمه ور زياته کړي. د "ترياکي منطق" کليمه مي ځکه کارولې چي همدا څو ورځې وړاندې په اصطلاح دولت اعلان وکړ چي د غزني ښار پوهنتون او په خاص ډول تاريخي سيمې به رغوي تر څو هيواد ته بهرني سيلانيان را مات کړل سي او په دې توگه د هيواد اقتصاد وده وکړي. دا پرېکړه تېر کال د (OIC) د اسلامي تعليمي، علمي او کلتوري موسسې يا آيسيسکو (ISESCO)د کلتور د وزيرانو په غونډه کې سوې وه چي غزني يې په ٢� ١٣ ميلادي کال کې د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنه اعلان کړې وه، دا يې هم ويلي وو چي دا به يوازي تر لقبه پورې منحصره نۀ وي بلکه ټول تاريخي ځايونه به بيا رغول کيږي هم. داسې به وگڼو چي غزني ښار ورغول سو، تاريخي سيمې يې هم بيا ورغېدې خو اوس به نو بهرني سيلانيان تر غزني څوک رسوي او څوک به د دغو سيلانيانو امنيت نيسي؟ همدغه دولت، دا اسلامي هيوادونه او که په خپله سيلاني؟ د دې لپاره چي دولت له دې ستونزې لکه د نورو ستونزو په څېر هسکه غاړه را ووځي نو لومړى دې د خپل ځان او دغو سيلانيانو لپاره په غزني کي يو لوى هوايي ډگر او يا هم له کابله تر غزني پورې د ځمکې لاندې پټ تونلونه جوړ کړي چي تر غزني روغ رمټ ورسيږي. عجيبه منطق دئ چي په يو چا باندې لومړى اوښان اخلي او بيا د لوړو دروازو د درلودلو فکر ور اچوي، همدغه منطق د همدې دولت هم دئ، دغه وزيران او چارواکي د خپل هغه عدالت او انصاف په سبب چي له ولس سره يې کړى تر خپلو کورونو له هغه افغاني زړه سره چي دوى يې په خپله سينه کي لري، په کومه بېړه او وېره د کابل پر سړکونو خاورې بادوي، دوى به په کوم ډاډ او سحر سره بهرني نرم زړي تر غزني رسوي، دوى ته خداى خبر ولي بهرنيان له ځانه ډېر زره پوښ معلوميږي. دا سمه خبره ده چي غزني د اسلامي هيوادونو په مالي مرسته او د هغوى په غوښتنه بيا رغول کيږي او دا هم څرگنده خبره ده چي تاريخي سيمې او آثار د يوۀ هيواد ستره سرمايه ده چي د اقتصاد ټينگولو کي ستره ونډه لري خو په داسې سيمو کي چي جگړه هلته واکمنه وي او هغه هم داسي جگړه چي تاريخي سيمې او آثار يې هم خوراک وي، ښه به دا واى چي دغو اسلامي هيوادونو دغه وياړ کوم بل ولايت (لکه بلخ او نور داسې) ته چي سوله هلته واکمنه وي ورکړى واى، چي بهرني سيلانيان هم په ډاډه زړۀ هلته ورتللاى، که بهرني سيلانيان نۀ ورتللاى نو کم له کمه زموږ د کابل واکمنان خو به په ډاډه زړه ورتللاى اوس خو به نۀ هم زموږ چارواکي سيل ته ورتللاى وسي او نۀ هم دغه بهرني سيلانيان. - بېرته شاته