(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یوه اړتیا اود زمانی یوه غوښتنه

له یوی خوا مونږ ټول پدی ښه پوهیږو چې پښتون د یوی مړۍ روزی د پیدا کولو لپاره په ټوله نړۍ کې تیت شویدی . بله دا چې زمونږ په ګران هیواد باندی د شوروی د حملی سره سم شورویانولومړی پښتون میستی سیمی د بمبار د لاندی ونیولی دا ځکه چې د جهاد شمعی لومړی له همدی ځایو څخه پلی شوی دی . شورویانو غوښتل چې پښتانه د هیواد پريښودلو ته اړ باسی تر څو وکړای شی د جهاد شمعه مړه کړی او هم ډیرکی پښتانه په لږ کیو بدل کړی . نن د نړۍ په کوم ګوټ کې به داسی هیواد نه وی چې پښتون پکې میشت نه وی اوس هم په دواړوخواؤ کی د پښتنو په سیمو کې اوربل دی لکه څنګه چې پښتانه ټکول کیږی همداسی پښتو او د پښتنو کولتور هم د ځپلو لاندی دی . الفت صاحب څه ښه وائی : هر څه چې مې وژنی خيال او فکر می مه وژنه پـدی کـې مـې مـلـت ته ډیـر تـاوان لــیدلـی دی د ډیورنډ د کرښی دواړو خوا وی د پښتنو سیمی زمونږد ختیځ د کونړ ، نورستان له برسره څخه نیولی تر لودیځ قندهار ، فراه ،تر اسلام قلا پوری همدارنګه د هغې خوا د چترال ، د کوټی څخه د ایران تر پولی پوری پښتانه د اور لاندی دي چې د ترهګرۍ په نامه بدنامه جګړه ورباندی تپل شوی ده، چې ورځ په ورځ خپلو کلو او بانډو پریښودلو ته اړ کیږی.په پردی ملک او بهر کې زمونږ نوی نسل د خپل کولتور او د خپلې ژبې څخه لیری کیږی او دا ښکاره ده چې پښتو مړه کیږی ،پښتون مړ کیږی . همدارنګه مونږ د خپل هیواد د پښتو ، خپرونو او پروګرامونو اوریدلو لپاره پردئ راډیو ګانو او ټلویزیونو ته مخ اړو . د بلی خوا پخوا په یو حکومت کې دری قواوی یانې مقننه ، اجرائیه او قضایه وی، لیکن نن څلورمه میډیا یوه داسی غښتلی قوه ده چې په نورو دری واړو قوؤ ئی سیوری غوړولی دی . بیا د ټولو څخه هغه دا ده چې همدا میډیا ده چې د یو ملت په سیاسی ویښیدو کې خاص رول لری ، کولتور ته وده ورکوی ، اقتصاد پر مخ بیائی ... چې په کل کې یو قوم او ملت ريښتینی لاری ته رهبری کوی ، نو ځکه د پښتنو یوه غوښتنه ده چې د یوی داسی پښتو تلویزنی شبکی ته چې دننه او بهر په ټوله نړۍ کې ولیدل شی اړتیا لیدلی کیږی . سره لدی چې له نیکه مرغه ملی تلویزیون ( RTA) پخپلو پروګرامونو کې یو څه بریالی دی خو له یوی خوا دا تلویزیون د ګران هیواد په بیلا بیلو ژبو خپرونی لری چې پښتو ته پکی کم وخت پاتی کیږی ،چې د پښتنو غوښتنې نشی پوره کولی او له بلی خوا دا یو دولتی تلویزیون دی چې ناپیلی نشی پاتی کیدی . اریانا تلویزیون کوم چې له کابل څخه نشریات لری د پښتنو تنده ئې یو څه ماته کړیده لیکن دی له بده شامته پښتو سره د میرنی ورور سلوک مخکی کړیدی. همدارنګه اریانا افغانستان چې د مسکینیار صاحب او پیام افغان چې د عمر خطاب صیب په مشرۍ له امریکی څخه خپرونی لری . د هیواد د ملی خاينانو ، قاتلانو ، جنګ سالارانو ، وطن پلورونکو او د تالی څټو له څیرو څخه پرده پورته کوی چې د افغانانوپه زړونو کې ئې ځای نیولی دی، چې دی دواړو تلویزیونو د لاری پخپلو خوږو پښتو او دری ژبو بیلابیل زړه پوری پروګرامونه اوری . دا دواړه تلویزونی پروګرامونه ( اریانا افغانستان او پیام افغان ) کوم چې له امریکی څخه خپرونی لری او په لویدیځ کې لیدلی کیږی له بده مرغه چې پښتو سره « وروری به کوو حساب تر مینځه » سلوک نه کوی چې د پښتو برخه ئې ډیره خواره ده . نو لدی کبله د پښتنو چارواکو ، واګی واکو ، ځواک واکو ، سوداګرو او بډایه فرهنګیانو او فرهنکپالو پښتنو څخه هیله لرو چې پدی برخه کې ژور فکر کولو څخه وروسته د یوی نړیوالی پښتو تلویزنی شبکی تابیا وکړی . پدی برخه کې د شمشاد تلویزن مشر سره اړیکی ټینګی شی ،مرسته ورسره وشی ، دی ته وهڅول شی وای« د لمدو خټو لږی اوبه دارو وی»دتر څو دا تلویزیون نه یوازی په اروپا او امریکا کې، بلکی په ټوله نړۍ کې ولیدلی شی ، پخپل ناپیلتوب کې ولاړ پاتی شی او دواړو خواؤ پښتنو غږ پورته کړی شی، ډیر به ښه وی نن الحمدو لله د پښتنو فرهنګیانو او فرهنګپالوشخصی هڅی دي چې د پښتو چاپی رسنی برخه د پرمختګ په لور په چټکۍ روانه ده همداسی برښنائی رسنۍ برخی ته ئی هم کار پکار دی . که پدی برخه کې په هیواد او بهر کې کولتوری او فرهنګی ټولنی یو بل ته لاس ورکړی شی او یو داسی نړیوالی پښتو تلویریون جوړولو او بنسټ ايښودلو په لټه کې شی چې د لرو بر و پښتنو اوازو پورته کړی شی چې یو شخصی تلویزیون بڼه ولری چې د هرنګه ښکیلاک ، زبیښاک او حکومتی اثرو رسوخ څخه بهر وی ، خپلواکه وی ، ناپیلی وی ، د پښتنو کولتور ، د پښتنو یووالی او د پښتنو په سیمو کې سولې ته کار وکړی شی . په اخر کې پښتانه له هغو څخه چې دا غو ښتنه او اړتیا پوره کول ئې په وس او توان کې وی د زړه له کومی غوښتنه کوی چې د پښتنو د زمانی دا غوښتنه او اړتیا پوره او په عمل کې بلی کړی . ومن الله توفیق
- بېرته شاته