(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات مهم دى که پښتونخوا

په دې وروستيو کې چې د پاکستان ولسمشر اصف زرداري يو ځل بيا دې ته لېوالتيا وښوده(دا معلومه نده چې ريښتيا يې هم زړه داسې دى که هسې ډرامې جوړوي) چې د دغه هېواد د پښتنو د ايالت نوم به پښتونخوا کېږدي نو نه يواځې په ټول پاکستان بلکې افغانستان او بهرنۍ نړۍ کې هم د دې نوم په سر له څو لسيزو راهيسې راروان بحث يو ځل بيا تود شو. د ځينو وېبپاڼو او گرځنده تليفونونو د پېغامي خبري سرويس د غلطو، مشکوکو او نامسئولو سرچينو په حواله د ناتاييد شويو راپورونو د خپرولو له امله خو ځينې خلکو دا فکر وکړ چې گوندې د ايالت نوم په رسمي توگه پښتونخوا ايښودل شوى دى او د گردې نړۍ نه که ډېرو يارانو د تليفون او برېښناليک له لارې مبارکيانې راکولې نو ځينو ځينو دا پوښتنه هم کوله چې دا خبره څومره حقيقت لري. خېر، دغه خو مونږ منو چې د پښتو وېبپاڼو (او ځينو ورځپاڼو هم) خبري سرويس لا دومره مسلکي شوى ندى چې د بشپړه مسئوليت تمه ترې وکړاى شي او مبارکيانې ورکوونکي هم ملامت ندي ځکه چې د پښتو او پښتونولۍ په جذبه ماړۀ دغه ځوانان دې ډول خبرونو ته دومره خوشحالېږي چې که درواغ هم وي خو دوى پرې په دې تمه باور کوي چې ځه که خداى يې ريښتيا وخېژوي. خو کومه خبره چې زه يې په اړه دلته يو څو توري ليکل غواړم، هغه د پښتونخوا د نوم د هغو مخالفينو ده چې په اصل کې د سياست او ملتپالنې د شعور په خوا هم ندي تېر شوي خو يو څو خاص ډول نارې يې په ژبو پرتې دي چې د خلکو غوږونه يې نور له اورېدو کرکه کوي. دغه خلکو په ځانونو ډول ډول مذهبي او سياسي پردې راخورې کړې دي او غټه پېژندگلو يې دا ده چې تل به د هر مثبت او نېک کار په وړاندې منفي کرښې راکاږي. دغو خلکو د خپل فطرت له مخې اوس بيا په رسنيو کې دا پوښتنې پېل کړې دي چې ايا په دې وخت کې د سوات لانجه حل کول ډېر مهم دي که د صوبې نوم پښتونخوا ايښودل؟ دوى د سوات کړکېچ په دې دليل د حکومت مخې ته ږدي چې د پښتونخوا د نوم په خبره ځانونه ملامت احساس کړي او د دې مهمې قامي غوښتنې څخه واوړي. خو دوى ته بايد په ښکاره ټکو کې ځواب ورکړاى شي چې د ملي ارزښت لرونکې لانجې، ستونځې او مسئلې که په هره حواله دي ټولې يو شان مهمې دي او هره يوه چې مخکې حل کېداى شي بايد اقدام ورته وشي. ايا دا خلک په دې نه پوهېږي چې د سوات لانجه حل کول مهم دي خو د هغې د حل کولو په لار کې هم دا منافقانه کردار لرونکې سياسي ډلې په خپله خنډ دي؟ بل دا، زه منم چې د سوات د لانجې حل د پښتونخوا د نوم نه ډېر زيات مهم دى خو دا هم بايد وکتل شي چې هغه لانجه ډېر اړخونه لري او د حل کولو لپاره يې د تگلارو بدلولو او د هېواد په کچه لويو بدلونونو کولو ته اړتيا ده حال دا چې د پښتونخوا نوم ايښودل يواځې د پارليمان د څو دقيقو غونډې ته پرته ده چې نه پکې کوم خطر شته، نه د وسله والې جگړې اړخ لري او نه يې د مخالفت لپاره د چا سره کوم معقول دليل شته. خو خبره په اصل کې دا نه ده چې گوندې دغه خلک د سوات د لانجې سره کومه علاقمندي لري. حقيقت دا دى چې د دوى فطرت دا دى چې د خپلو سياسي ګټو او د خپلو خېټو د ډکولو لپاره خلک په يو او بل نوم دوکه کړي او په هر مثبت اقدام کې منفي اړخونه راوباسي. د دې خبرې يو ښکاره دليل دا دى چې دا خلک هغه وخت هم د پښتونخوا د نوم مخالف وو چې کله په سوات، بلکې په ټوله پښتونخوا کې، ښه امن او امان و. هغه وخت دوى سره د دې نوم خلاف نور بې سره او بې پښو دليلونه وو. پکار ده چې د پاکستان مرکزي حکومت که په ريښتيا د پښتنو د دې پخوانۍ، معقولې او حقدارې غوښتنې پوره کولو ته لېوالتيا لري نو د هسې وخت تېرولو په ځاى دې ژر تر ژره دا پارليمان ته وړاندې او رسمي بڼه دې ورکړي
- بېرته شاته