(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داطلاعاتواوکلتور وزير له طالبانو سره پر خبرو ټينګار وکړ

د پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو او کلتور وزير مياافتخار حسين په دغه هېواد او افغانستان کې له طالبانو سره په مذاکراتو ټينګار وکړ . نوموړي د سلواغې په ١٤مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د وسلوالو طالبانو له شره د خلاصون يواځينۍ لاره، خبرې اترې دي . نوموړي زياته کړه : (( دا روانه غميزه او تاوتريخوالى په جګړو نه حل کېږي او د پاکستان او افغانستان طالبان هم بايد دا ومني چې کلي په زور نه کېږي، وسلې دې کېږدي، د نورو خبرې دې نه مني او د مذاکراتو مېز ته دې کښېني . )) خو ميا افتخار ګواښ وکړ، چې طالبان به هېڅکله هم په دواړو هېوادونو کې د زور له لارې واک ته ونه رسېږي
هغه وويل: (( موږ د سولې پلويان يو خو که څوک يواځې د زور لاره خپلوي نو ورته وايم چې تاريخ به يې ملامتوي او موږ به هم تر مرګه له خپلې خاورې دفاع کوو. )) د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير دغه راز وويل، چې دواړه هېوادونه د پښتنو ګډ کور دى او په ګډه سره يې بايد د سولې راوستو ته هلې ځلې وشي . ميا افتخار ، دغه راز په پاکستان کې د مېشتو کډوالو په اړه وويل، چې دغه هېواد د افغانانو دوهم کور دى او هېڅوک به يې په زور له پاکستانه ونه باسي . نوموړي ومنله ، چې کله-کله د پاکستانيو پوليسو لخوا افغانان زورول کېږي، خو زياته يې کړه: ((موږ اوس له امنيتي ستونزو سره لاس او ګرېوان يو اود ګنهګار او بې ګناه خلکو پېژندل ډېر ګران کار دى پوليس په پېښو کې د لاس لرلو په تور شکمن کسان نيسي او کېداى شي افغانان هم په کې شامل وي . )) د پښتونخوا د ايالت دغه چارواکي وويل، چې افغان ديپلوماتان له دوى سره په اړيکه کې دي او هر کله چې افغانان بې ګناه نيول کېږي، د افغان ديپلوماتانو له پېژندګلوۍ وروسته خوشې کېږي . مياافتخار همداراز په دغه ايالت کې د طالبانو لخوا د افغانستان د نوماند سفيرحاجي عبدالخالق فراهي په تښتونه، ژوره اندېښنه وښوده . هغه زياته کړه: (( موږ د ولسمشرکرزي تر مشرۍ لاندې د کابل پر حکومت حساب کوو او پرې وياړو، خو زموږ په ايالت کې د فراهي تښتول کېدو، زموږ حکومت تر سوال لاندې راوستى دى . )) مياافتخار وويل چې د دوى پوليس او نور امنيتي ارګانونه د فراهي د موندلو او راخوشې کولو لپاره، جدي هلې ځلې کوي . حاجي فراهي نږدې څلور مياشتې مخکې د پېښور له حيات اباد ښار ګوټي څخه تښتول شوى، چې تر اوسه يې کوم څرک نه دى لګېدلى . Feb 2, 2009 - بېرته شاته