(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکرکټ ملي لوبډله هېواد ته یو ځل بیا بریالۍ راستنه شوه

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله په دې وروستیو کې د کیمان دټاپوګانوټیم ته په ماتې ورکولوسره دکرکټ په د ۲۰۱۱م کال نړیوالولوبو ته د لارې په پیداکولوسره د لوبود دریم پړاواتل وګڼل شو. په دغوسیالیوکې د ارجنټاین، یوګندا، هانګ کانګ، افغانستان، پاپانیوګیني او کیمان د ټاپوګانوله هیوادونوڅخه شپږو ټیمونو برخه درلوده چې د افغانستان ټیم د يوګندا له ټـیم پرته خپلوڅلورو سیالو ټیمونو ته ماتې ورکړه. د افغانستان ټیم ۱۴۷ امتیازونوپه وړاندې د ۲۳۰ امتیازونوپه لاسته راوړلوسره دکیمان دټاپوګانو ټیم ته ماتې ورکړه، د افغانستان ټیم په دې اتلولیوګټلود ۲۰۱۱م کا ل دکرکټ نړیوالوسیالیودلومړي پړاولوبوته چې درې میاشتي وروسته په افریقا کې د دوولسوټیمونو په ګډون ترسره کېږي لاره پیدا کړه. په افریقا کې چې دغه دوولس ټیمونه سیالۍ کوي د هغو له جملې څخه څلورګټونکي د ۲۰۱۱م کال نړیوالوسیالیوته لار پیداکوي. کله چې دکرکټ اتل ټیم هیواد ته راستنیده ګرانو هېواد والو، دپارلمان یو شمیر درنو غړو او د کابل ښاریانویې تود هرکلي وکړ. شمشاد ټلویزیون هم پرې یوپروګرام جوړکړی ؤ په دې پروګرام کې انورالحق «احدی»، امیرزي «سنګین»، انجینر «پښتون» او حاجي فضل کریم «فضل» د خبرو په ترڅ کې د خپل ملاتړ د څرګند ولو سره سره خپلې مرستې هم بیان کړې؛ همدارنګه ځینو سوداګرو او شتمنو هم خپلې مرستې له دغه ټیـم سره اعلان کړې. چې په میلونونو افغانۍ کېږي انورالحق «احدی» د دولت له بودیجی څخه د دوه سوه زرو ډالرو د ورکړی وعده وکړه چې دغه ټیم یې د خپلو چارو له پاره ولګوي. همدا شان هغه وویل: به په انکشافي بودیجه کې دوه میلیونه ډالره د کرکټ د لوبځایونود جوړولو له پاره جلا کوي. امیرزي «سنګین» وویل چې هغه به مخابراتي کمپنۍ وهڅوي تر څو د هغوی د پروګرامونو سپانسر شي، انجینر صاحب «پښتون» وویل: ګلبهار سیټـي سنټـر، الکوزی، نجیب زراب، اتصالات کمپنۍ ، شاداب ظفرساختماني شرکت، او نورو شتمنو لکه: غفار «داوي»، ګل آغا «شیرزي»، ګل پاچا «مجددي»، جبار «نعیمي» د ننګرهار د ولایتي شورا غړي فصل الرحیم، بیدار «ځاځي»، د ځاځیو د ځوانانو شورا او نورو دغه اتلان و نازول. پدی سره ټولو افغانانو یو ځل بیا خپل یووالی ښکاره کړ(!؟) او د خپلو اتلانو ښه لمانځنه یې و کړه. - بېرته شاته