(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادب ، سېاست او پښتونولی...

ماته چې کبیر ستوری دده په جبين نه ښکاری خــدایـه دا آسمان دی د ورېځو خالـــی مـه شـه

ادب ، سېاست او پښتونولی د ډاکتر کبیرستوری په نظرکی

April.13.2007 زه د اردو ژبې د ستر نقاد ښاغلی ممتاز حسین دا فکر تائېدوم چې داسې کس ته د کردار نوم بېخی نه شی ورکېدی څوک د ېوې لحظې لپاره هم د اولس پرمختګ، د ژوند ارتقاءاو دانسانیت دبقا مبارز نه وی نن چې مونږ د کوم سر لوړی کردار د مړېنې وړومبی کلیزی د یادګیرنې په خاطر راغونډشوی یو ، زما او ستاسو لپاره ډېره غمژنه او وېرژنه لمحه ده، چې د يوداسی ځېګرور کردار پوهان پښتون بېلتون ژاړو چې د هغې تصور هم د زغم نه ؤ خو یو حقیقت دی چې « پیدا لره پنا شته ». ېقېنآ چې مرګی په جسمانی توګه کبیر ستوری زمونږ نه بیل کړ خوپه روحانی طوردپښتو اسمان ځلېدونکی ستوری نن هم مونږ ته رڼا راکوی ، لارښودنه کوی او تر څو چې آسمان وجود لری ، دغه ستوری به ځلیږی ، رڼا به راکوی او لارښودنې به کوی . ځنی خلق په رونړی بختور وی ، که په در وی که مسافر وی بې شمېره مئېنان لری او په دغه بختورو کې يو بختون ډاکتر کبیر ستوری هم دی . کبیر ستوری د کونړ د نختریزی سېمی په تنر کلی کې په کال نورلس سوه دوه څلوېښت د څلورمې مېاشتې په شپږمه نېټه د لعل محمد خان په کور کې زیږیدلی، دزده کړی وړومبی کور ئې د خپلی سیمی ښوونځی ؤ بیا ئې کابل کې د رحمان بابا لېسی څخه زده کړه وکړه، په ړومبی پوزېشن راوړلو د لوړی زده کړی لپاره د افغانستان حکومت لخوا جرمنی ته ولیږلی شو ، د فلسفی ، سیاست او سماجی زده کړی ئې د فرانکفورټ ، کولن او ماربورګ نه تر سره کړی، دژوند ټوله برخه ئې د علم په زده کړه او ور زده کړه کې تېره کړی ده . سیاسی مبارزه ئې د وخت او حالاتو په غوښتنه په ژور نظر او سپیڅلی سوچ تر سره کړی ده. هغه که د پښتون بلوڅ د ملی آزادۍ په نوم وه،که د پښتون سوشل ډیموکراټیک ګوند د سیوری لاندی د ملی وحدت په جنګ کې، که د بالاحصار د تیارو کوټو ستړی ورځی اوږدی شپی وی او که د سنټرل جیل نه ختمېدونکی سپیری میاشتی وی ، نه ستړی کیدو، نه پښېمانه کیدو، د باچا خان د لر اوبر افغان په ملی تړون مئین په ننګرهار کې د باچا خان تدفین هم د لر او بر پښتنو د ملی وحدت د کوټی مضبوطه اډانه ګنړله . زه په هاغه بختورو خلقو کې شمیر یم چا چې د کبیر ستوری د ژور فکر نه استفاده کړی ده ، راځی چې ادب ، سیاست او پښتونولی د کبیر ستوری د فکر په هنداره کې وګورو . که د انسان ژوند ته ځیر شو نو وبه وینو چې د ژوند په مختلفو پړاوونو کې ځانګړی اړتیاوی منځ ته راځی خو يوازی هغه اړتیاوی سر ته رسی چې کومی د ټولنی د دود، دستور او قوانینو سره په کومو کې چې سړی ژوند کوی ، برابر وی ، هاغه اړتیاوی چې د ټولنی د دود، دستور او قونینو سره سمون نه خوری، د ټولنی لخوا غندلی کیږی او پوره کیدل ئې منع او په سزا رسیږی ، له دی کبله ددغه اړتیاو د پوره کولو هیلی په لا شعور کې ځای نیسی او پټېږی کومی چې سړی ته ډیری ګرانې وی او مینه ورسره کوی نو د سر ته رسولو هڅه د لاسه نه ورکوی، د لا شعور څخه تخیل ته ځی چې غیر حقیقی نړۍ پوری تړلی دی او د ریښتینی نړۍ په شان پکې دا هیلی په سزا نه رسیږی ، په تخیل کې ددی هیلو د سرته رسولو هڅه کیږی ، تخیل سرته د نارسیدلو او شړلی شوو هیلو او ارزوګانو کور دی ، او هم دا دتخیل محرکه قوه هم ده. کله چې د مینی په بدرګه کې چې د ښکلا مور ده ، احساسات او حذبات چې حقیقی نړۍ پوری اړه لری ، د تخیل سره يو ځای شی نو سر ته نارسیدلی هیلی حقیقی نړۍ ته بیرته لار پیدا کړی ، کله کله د داخلی او خارجی علتونو له کبله د سړی احساسات او جذبات راوپاریږی ، هغه د سزا څخه بیخی نه ډاریږی او جرات مند طاقت ولری لکه د مثال په توګه ملی شاعر ملنګ جان چې دا خبره تائیدوی
حق به وایم سمدستی که وژل کیږم دا جذبات د شاعرې دی نه ویریږم
شاعران هم دا خلق دی چې د خپلو راپاریدلو احساساتو او جذباتو په واسطه د مینی په زور سره خپلی سرته نارسیدلی هیلی، ارزوګانی او ارمانونه د تخیل څخه راخلی او د لفظونو په نوی نظم کې ئې ټولنی ته په داسی بڼه کې وړاندی کوی چې له یوی خوا په سزا ونه رسیږی او له بلی خوا ئې هیلی د عمل جامی واغوندی . لنډه دا چې سړی د ښاغلی سایل دا خبره تائیدولی شی چې شعر د لفظونو تصویر یا انځور دی چې شاعر پکې هم ځان وینی او هم جهان وینی . د موجوده دنیاوی سیاسی مبارزو ، د پښتنو د قامی وحدت ، ملی يووالی په حواله داسی فکر کوی . « د شوروی اتحاد د بلاکونو د ړنګیدونه وروستو په نړۍ کې د ویشل شوو قامونو د بیا يووالی د پاره شرایط ښه شوی دی يو شمیر قامونو خپل قامی وحدت بیرته خپل کړو او ځینی نور قامی وحدت ته د رسیدلو په هڅه کې دی هم دا خبره د پښتنو د پاره اتبار لری چې نور د نړي والو ځواکونو د مقابلی ډګر نه شی او د پښتنو د بیا قامی وحدت په لاره کې کوم نړیوال خنډنشته ، له بلی خوا د تخنیکی ودی او ګلوبلائېزیشن په لړ کې نړۍ د خپلو اقتصادی ګټو له مخی په کوچنیو اویا غټو وحدتونو ویشل کیږی ، نه يوازی د پښتنو د قامی وحدت ښکاره او پټ د ښمنان له منځه تللی بلکی نړیوال خنډونه هم هوار شوی دی او د پښتنو بیا یوالی په یو غټ یا کوچنی چوکاټ کې امکان لری ، خو دا زمونږه څخه نوی او پراخه فکر غواړی ، چې خپل سیاست په منطقی پوهه مخ په وړاندی بوځو ، په دی لړ کې توپیر پکار دی ، حکومتونه بدلیږی قامونه پاتی کيږی د قامونو تر منځه ښه ګاونډیتوب د سیمی د آبادی نښه ده ، د يو قام سرلوړی په دی کې پرته نه ده چې په بل قام زور زیاتی وکړی ، پښتانه له پیړو راهسی خپل ټاټوبی او وطن ته چې پیدایښتی قدرتی فطرتی وحدت دی ، پښتونخوا وائی او پښتونخوا د پښتنو اولسی نوم هم دی ، ګاونډی قامونو ته پکار دی چې پښتانه پخپل نوم ياد او د خپلو برخو واکمن ووينی . او بیا پښتونولی په څه ښائست ښکلا نمانځی ، وائې : « پښتونولی پوخ فلسفی بنسټ لری ، چې په دی لاندینی لړونو ولاړ دی ، پښتو په پښتنی ټولنه کې د پښتو وئيلو یا لیکلو چې د ژبې پوره اړلری او د پښتو کولو تر منځ توپیر کیږی چې پښتونولی پوری اړه لری او د یو شمیر صفتونو ټولګه ده لکه پت ، ښیګېړه ، توره ، وفا ورورولی ، ننګ ، میلمه پالنه ، میړانه ، غیرت ، انصاف ، پناه وکول ، د روغ ناروغ پوښتنه او په ښه بد کې ګډون ، د ژوند په چارو کې د مشرانو او دوستانو سره سلا مشوره کول ، هر پښتون که موړ وی که اوږی ، باید دی چې دا صفتونه ولری ، د پښتنو بابا خوشحال خان هم همدا خبره تائیدوی ، وائی
درست پښتون د کندهاره تر اټکه سر یو د ننګ په کار پټ او اشکار
پښتو د پښتنو ګډه ښکلا ده ، ننګ چې د پښتو یوه برخه ده ، د هر پښتون ښایست دی او هیڅ پښتون په دی ښایست کې بل نه کم نه دی ، د پښتونولی ډیموکراټیک خوی یا خاصیت په پښتو کې یانی په دی صفتونو کې پروت دی چې ټول پښتانه پکې مساوی دی . زه د ډاکتر کبیر ستوری په دی څو شعرونو سره تاسو په لوی خدائی سپارم .
مـــــــرګ د یـــــــــار کـــــــــور تــــــــه ورتــــــــــــلــــــل دی؟ کـــــــه د یـــــــــار ځــــــیـــــــــنــــی رخــــــــــــصــــــــت دی؟ څـــــــــــوک لـــــــــه مـــرګـــــــه خــــلاصـــــیــــدی شـــــي؟ کــــــــه پـــــــــــه هــــــــــــر چـــــــــــا مــــــســــــــلـــــــط دی؟ ځــــــــــم لـــــــــه ســــــــتـــوري ئـــــی پـــــــوښــــــــتـــــمــه؟ مـــــــــــــرګ ســـــــکـــــــون کــــــــــه حـــــــــــرکـــــــت دی؟
- بېرته شاته