(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان او ولي خان د يادونې د ورځ په تاثر کښې

د دوه زره نهم کال د جنورۍ په پنځۀ ويشتمه نېټه د باچا خان او ولي خان د تلين په مناسبت د پښتنو د دواړو سترو مشرانو د ياد شريکه ورځ په نشترهال کښې ونمانځلې شوه. دغې لويې غونډې ته د اې اين پي مرکزي صدر اسفنديار ولي خان او د پښتونخوا د صدر افراسياب خټک صاحب نه علاوه د پارټۍ نورو مشرانو هم وېناګانې وکړې. په روانو حالاتو د مثبتو خبرو نه علاوه د باچا خان د "امن" او عدم تشدد په فلسفه هم مشرانو رڼاګانې واچولې. په داسې وخت او حالاتو کښې چې نن دنيا د ډېرو وسائلو، علم او قلم، د تهذيب او تمدن لرلو باوجود د جنګ د يو نامعلومه خوف سره مخ ده او د نړۍ اکثر انسانان په اجتماعي ډول د دانش او تدبر نه د ډکو قيادتونو د سېوري نه په نفسياتي توګه ځان محروم محسوسوي. په دغسې وخت او حالاتو کښې د نړۍ د هغې مصلحينو د افکارو او فلسفو لټولو ضرورت د نړۍ ټولو انسانانو ته چې نن څومره ډېر محسوس کېږي، دومره د جنګ عظيم اول او جنګ عظيم دوېم په زمانه کښې هم شايد نۀ ؤ. وجه ئې دا ده چې په هغو وختونو کښې په نړۍ کښې د جنګ دپاره دومره سامان موجود نۀ ؤ، ولې نن خو دنيا د بارودو په يوه داسې ډېرۍ ولاړه ښکاري چې لږه غلطي به هم کۀ د هر طرف نه وشوه نو په ډېر لږ وخت کښې به د دنيا مخ په بله واړوي، څومره څومره چې د سائنسي ترقۍ په حواله دنيا په مخکښې ځي، روانه ده. د بد قسمتۍ نه دومره د دنيا د خلقو تدبر او دانش په ځائے ولاړ پاتې کېږي. حال دا دے چې ترقي، دانش او تدبر د يو بل سره څنګ په څنګ روان پکار وي. د خواهشاتو په دې دنيا کښې داسې خلق هم خدائے پېدا کړي دي چې هغوي د وړو وړو سياسي مقاصدو حاصلولو په ځائے د پوره عالم انسانيت دپاره کارونه کړي دي. د دنيا په دغو لويو لويو خلقو کښې يو ځلانده نوم د خدائي خدمتګار تحريک د باني باچا خان دے. باچا خان په ظاهره خو پښتنو ته د امن درس او عدم تشدد فلسفه د عمل په مېدان کښې ور زده کړې ده، ولې د هغۀ د امن او عدم تشدد په فلسفه کښې د ټولې نړۍ دپاره يو داسې پېغام پروت ؤ چې هغې "نن" او "سبا" دواړه په خپله غېږ کښې نيولي ګرځولي دي. هغه يو داسې جهان ديده رهنما ؤ، هغۀ ليدل چې کۀ نړۍ د جنګ په وخت کښې په حرکت کښې راتلے شي نو د دې مطلب دا دے چې د انسانانو وجود يو دے او چې يو دے نو د يو بل سره د کور کلي کولو نه بغېر ئې هم ګوزاره نۀ شي کېدے نو هغه به د انسان په ټول تاريخ خوره اوږده قصه د خپلې فلسفې د حکمت په يو څو ټکو کښې بيانوله چې: "د مينې نه مينه پېدا کېږي او د تشدد نه تشدد پېدا کېږي" هغه انسان ته درس ورکوي چې هېڅوک دې د بل د غلامولو کوشش نۀ کوي، هر قوم ته خدائے پاک يو وطن، يوه خاوره، يوه ژبه، يو کلتور او دين ورکړے د ے. په مونږ د مسلمانانو په حېثيت زياتې ذمه وارۍ راځي چې د اسلام غوندې دين ِ حکمت خبرې او پېغام د کلهم انسانيت د خېر ښېګړې دپاره په استعمال کښې راولو. په نننۍ نړۍ کښې د باچا خان د عدم تشدد د فلسفې چې څومره څومره ضرورت محسوس کېږي دومره دومره د نړۍ د نورو قامونو نه دانشورې طبقې راروانې دي او د باچا خان د جدوجهد په انداز او د هغۀ د فلسفې په اسرارو رموز او اغراض و مقاصدو نۀ يواځې ځانونه پوهوي بلکې دنيا ته ئې د رسولو لارې چارې هم لټوي. هغه کۀ د پرنټ مېډيا په ذريعه وي، کۀ د الېکټرانيک مېډيا په لاره او کۀ د سيمينار په وسيله وي، ځکه چې نن دنيا د هغې طرز فکر، طرز ادا او جدوجهد د انداز محتاجه ده. هغه پښتانۀ چې خالص په قبيلوي دور کښې ژوند کوي او په تاريخي او ثقافتي توګه نران او بهادران دي، هغه چې دي خو پُر امن خلق خو د خپل کلچر د حدودو نه د وتې خبرې برداشت ئې هم د وس خبره نۀ وي. هم هغه ښاغلي او سپېځلي پښتانۀ هغۀ د خپلې فلسفې او حکمت عملۍ په زور په يو داسې مېدان او ډګر ودرولي دي چې يو طرف ته ئې د عمل په مېدان په سپينه ډاګه خپله خبره کړې ده او چې د دې په بدل کښې پرې څومره تشدد شوے دے، هغه ئې په روڼ تندي قبول کړے او منلے دے. هېڅ لالچ په بله نۀ دے اړولے، هېڅ تشدد نۀ دے بدل کړے او يوې لوږې تندې نۀ دے ستومانه کړے او د باچا خان د فلسفې او عمل دغه ژوند ئې په کلونو کلونو تېر کړے دے. وخت ئې بدل کړے دے خو دے هېڅ يو وخت نۀ دے بدل کړے. د دغې فلسفې دا سبق د دې جدوجهد دا انداز د نړۍ د قامونو د تاريخ په يو موړ کښې هم په نظر نۀ راځي او ځکه نن د دنيا پوهان چې اوس اوس ورته د دغې مرد قلندر دغه افکار ور رسېږي. په يوه منډه راخلاص وي او چې څومره څومره د دې فلسفې او تحريک د قدر و قېمت نه خبرېږي. داسې محسوسوي لکه چې يوه نوې دنيا په لاس ورځي او په هغې کښې د نوي سره تخليق کېږي او زېږېږي. دا خبره بايد چې تکرار کړے شي چې يو طرف ته دا صورت حال دے چې د يو پښتون رهنما فکر او فلسفه په نړۍ کښې يوه منفرده پېژندګلو پېدا کوي او بل طرف ته د عدم تشدد د يو عملي علم بردار او د امن غوښتونکي بابا په خپل وطن کښې يو اور لګېدلے دے. دې ته مونږ په کوم نظر وګورو او دنيا به ورته په کوم نظر ګوري. په هر حال هغه قوتونه کۀ نن دغه خبره نۀ مني نو هم سبا به دغه اصول او د هغې حکمت په سترګو ښکلوي چې "د تشدد نه مينه نۀ، تشدد پېدا کېږي او د مينې نه تشدد نۀ بلکې مينه پېدا کېږي". خان عبدالولي خان چې د عدم تشدد په جولۍ کښې ئې سترګې پرانستې او لوئے شوے دے. په دې ملک کښې د داسې اصولي سياست نخښې نښانې پرېښې دي چې خلق ورته پسخېږي. ولي خان او د ولي خان سپېځلے سياست د هغۀ کردار او عمل کۀ مونږ د باچا خان د اصولي جدوجهد او فکر او فلسفې تفسير وګڼو نو دا به زياته رښتينې خبره وي. ولي خان چې په خپل دور سياست کښې د کومو خبرو نشان دهۍ د دې خاورې سياست دانانو ته کړې دي، کۀ په هغې په وخت عمل شوے وے نو نن به دا د بې اطمينانۍ او غېر يقينۍ صورت حال تورې تيارې زمونږ سترګو سترګو ته نۀ کېدې. ولي خان چې په خصوصيت سره د جمهوريت او اصولي سياست دپاره په کومه مړانه، په څومره روڼ تندي کار کړے دے، هغه د دې ملک د جمهوري جدوجهد د تاريخ يوه داسې بختوره برخه ده چې هېڅ د سترګو خاوند ترې سترګې نۀ شي پټولے. پښتانۀ چې خدائے پاک د خپل کلتور د لحاظه ډېر غنيان پېدا کړي دي. په هغوي کښې د نورو تاريخي مشرانو نه علاوه خدائے پاک دا پېرزوئنه هم کړې ده چې د باچا خان او ولي خان غوندې پاک سپېځلي مشران ئې هم په دوي کښې پېدا کړي دي. دغو مشرانو چې پښتنو ته د وړو وړو ګټو تاوانونو نه بې نيازه کوم فکر، کومه فلسفه او د جدوجهد کوم تاريخ بخښلے دے، دغه د پښتنو د مستقبل دپاره داسې نۀ ختمېدونکې خزانې دي چې راتلونکي نسلونه به هم پرې په هسکه غړۍ وياړ کولے شي. دغو مشرانو چې يو يو لفظ ئې د کلونو کلونو د جدوجهد په زور د معنو او مفهومونو نه ډک کړے دے او بيا ئې لکه د ګلونو د تخم په هره سينه او هر پرهر کښې کرلے دے. دغه ګل او د هغې خوشبو دغه لفظونه او د هغې معنې او مفهومونه د دې قام د اکثريت د زړونو نه ويستل د هېچا د وس خبره نۀ ده. په قامونو او اولسونو سخت وختونه راځي او ځکه خوشحال بابا هم په خپله زمانه کښې وئيلي وو چې: کۀ اسمان دې د زمري په خلۀ کښې ورکۀ د زمري په خُلۀ کښې مۀ بائيله همت نو شايد چې پښتانۀ هم د خپل حال او مستقبل نه غافله نۀ دي. بايد چې لکه د نورو ژوندو قامونو د دغو سختو حالاتو نه ووځي او د خپل روښانه مستقبل په طرف نور تېز ګامونه پورته کړي. دا نن چې په نړۍ کښې کومو قومونو او اولسونو وده کړې ده، هغوي هم شايد د ژوند په ډېرو مرحلو کښې هم د دغسې مشکلاتو نه تېر شوي دي. زيات مشکل خپل قامي وجود ته په زياته تُندۍ د خپلو اولسونو توجه را اړوي. د لوئے خدائے د طرف نه په دې لوئے امتحان کښې زمونږ کلک يقين دے چې پښتانۀ به د يو قام په حېثيت د سرخرويۍ مقام ته ورسي، ځکه چې د ګټې ټکي د قامي وجود په شتمنۍ کښې نغښتي وي او نن شايد چې په پښتنو د خپل قامي وجود داسې انکشاف کېږي لکه د خپل تاريخ زرګونه کاله ژوند چې څوک په خپلو سترګو مشاهده او مطالعه کوي. لوبې به ډېر عمر په رنګونو پسرلي وکړي داسې مې د وينو څادر خور دے په دې خاوره کښې - بېرته شاته