(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات د امن په لور

په سوات کښې د تحريک نفاذ شريعت محمدي(ص) د امير مولانا صوفي محمد او د صوبې د حکومت ترمنځه چې کومه لوظنامه يا اعلان نامه د نظام عدل په حواله مخې ته راغلې ده، په هغې د سوات خلقو د اطمينان اظهار کړے دے. د دواړو فريقو سره سره طالبانو هم د دې قدم پورته کولو ستائنه کړې ده. پښتونخوا هاؤس کښې دننه چې کومه جرګه رابللې شوې وه، په هغې کښې سېوا د جماعت اسلامي نه نور د دې صوبې د ټولو سياسي ډلو موثره نمائندګي موجوده وه. ټولو ډلو په دې د خوښۍ څرګندونه کړې ده. دوه ورځې پس جماعت اسلامي هم په دې د خوښۍ اظهار وکړو. وجه ئې شايد دا وه چې ټول اولس ا و د دې صوبې ټولې سياسي ډلې او لوئے واړۀ سماجي تنظيمونه ئې په حق کښې وو نو يواځې د جماعت اسلامي بل خوا ته تلۀ به هم د هغوي دپاره د تاوان خبره وه. دوه ورځې پس صحيح بايد چې دغې فېصلې ته د قدر په نظر وکتلے شي. د دې کاميابو مذاکراتو نه پس په خصوصيت سره په اليکټرانک مېډيا، ځنې خلقو يو غوبل جوړ کړو، د عوامي نېشنل پارټۍ خلقو په ډېر مؤثر انداز کښې د سوالونو جوابونه ورکړل او د نظام عدل رېګولېشن په حواله ئې ډېر مناسب وضاحتونه وکړل. د بهرنۍ دنيا نه هم په دې حواله تاؤدۀ بحثونه او نظرونه مخې ته راغلل. د اې اين پي صوبائي صدر افراسياب خټک په يو مختصر ولې جامع پرېس کانفرنس کښې ووې چې مونږ د خپل وطن د هرې برخې د کړۀ وړۀ، رواياتو او نفسياتو د باخبره خلقو په حېث او د پښتنو د حقيقي نمائندګانو په حېثيت په ډېر روغ نېت او د امن د خواهش لرونکو په حېثيت نۀ بلکې د حقيقي امن د مدعيانو په حېث د وطن د خلقو د ژوند ژواک، ودې او ترقۍ په خاطر په خپله دغه فېصلې کړې دي او مونږ د هېچا نه، نۀ خو د کوم قسم ډکټېشن اخستو په حق کښې يُو او نۀ ئې ضرورت محسوسوو. مونږ د دې خاورې خلقو ته ځانونه جواب دِه ګڼو او هم د دې خاورې د خلقو په حق او مفاداتو کښې نۀ يواځې د فېصلې کولو توان لرو بلکې د دوي په حق کښې فېصلې کولې هم شو. مونږ کۀ د خټک صېب په دغه جامع بيان په لنډو ټکو کښې تبصره کوو نو هغه به دا وي چې عوامي نېشنل پارټي په خصوصيت سره د ملک د ټولو عوامو سره سره، د پښتنو د حقونو يوه ترجمانه پارټي هم ده. د دغې پارټۍ خلق د باچا خان د عدم تشدد او امن د فلسفې منونکي خلق هم دي او په رښتيا د پښتنو د ژوند ژواک او پرمختګ د ارمانونو په جولۍ کښې لوئے شوي خلق دي. هغوي د اولې ورځې نه چې کومه د امن او خبرو اترو لار خوښه کړې او خپله کړې وه په ډېرو ناسازګارو حالاتو کښې ئې هم د هغې لارې د مقاصدو لمن ټينګه وساتله او په دې صوبه کښې ئې د يو سياست، يوې فلسفې، يو جدوجهد د تاريخ لرلو او خپلې حقيقي موجودګۍ داسې اظهار وکړو، کوم چې هم د دغې خاورې د اولس په خېر تمامېږي. زمونږ د ملک ځنې پوهان او دانشورې طبقې چې د ټول ملک دپاره د يو قانون کومه خبره کوي، هغوي چرې هم په دې خبره فکر نۀ دے کړے او نۀ ئې اواز کړ ېدے چې دا په فاټا کښې چې شپېتۀ کاله کوم قوانين ؤ، دا تر اوسه اوسه ولې برقرار ساتلي شوي وو او دوي ته د دغو قوانينو ساتلو باوجود ولې لکه د نور ملک د خلقو هغه اسانۍ نۀ دي ورکړې شوې. د کومو نه چې تر اوسه د نور ملک خلق په خلاص مټ استفادې کولې شي. دوېم دا چې په ١٩٦٩ کښې چې کله سوات، دير او چترال په ملک کښې مدغم کړے شو نو هغوي چې د کوم نظام سره اشنا وو چې فېصلې به ئې په يو مختصر وخت کښې کېدې او ډېر زر د کلونو کلونو مقدمو ته مخ کړې شو، دا هر څۀ د دغو خلقو سره په نا اشنايۍ کښې داسې زياتے ؤ چې هغوي تر ډېره برداشت کولے هم نۀ شو. خوشحال بابا وائي چې: په ورو ورو پرې قدم ږدي ورباندې خېژي په يوه ځله څوک نۀ خېژي په بام خو د دې خاورې ټولو حکمرانانو چرته هم په دې خبره غور او فکر ونۀ کړو چې د دغو خلقو د نفسياتو سره سم ئې هغوي داسې نظام ته حواله نۀ کړۀ چې هغوي د سټېټونو نه د راوتو خلقو په حېثيت خوشحالي محسوس کړې وے، بلکې هغوي دغه هر څۀ د يو دوېم جبر نتيجې وګڼلې او د فوري عدل او انصاف دپاره ئې د هر چا سره د اواز پورته کولو نه درېغ ونۀ کړو، ان چې خپلو د امن غېږو هم ترې اور واخستو. دا به د چا په ځان پېرزو شي چې تله واخلي پردے غم ځان ته تلينه او رښتيا خبره هم دا ده چې عدل او انصاف د ټولنې د خلقو يو داسې ضرورت دے چې کۀ څوک اوليت ورنۀ کړي نو نورې ټولې کړمې به په ځائے پاتې وي او ځکه زمونږ د دې صوبې د حکومت خلق په حقه دي چې د عدل او انصاف دپاره نۀ يواځې د خلقو دغه مطالبه ومني بلکې د دې دپاره د فرضو ترحده کار او عمل هم وکړي، د دې اعلان نامې سره سم لکه چې هر چا ته معلومه ده، د شماره وتي قوتونه موجود دي چې دغه لګېدلے اور بل ساتل غواړي. په نورو الفاظو کښې د دنيا ټول شر د پښتنو کورونو ته رارسېدلے دے، په دغسې حالاتو کښې د دانش او تدبر داسې ثبوت ورکول هم د باچا خان د فکر او فلسفې د پېروکارانو سره ښۀ ښکارېدل او شايد چې د دې پارټۍ مشرانو د خپلو قومي فرائضو ثبوت ورکړو. د دوېم فريق دپاره هم پکار دي چې نۀ يواځې د دنيا صورت حال په نظر کښې وساتي، بلکه د دنيا د لوبغاړو د چالونو او چلونو سره سره د دې خاورې په دغې پښتون او مسلمان اولس هم نور احسان وکړي او د وخت د نزاکت احساس وکړي، ګني د سين اوبۀ چې راروانې شي نو د دنيا هغې سر ته په لاندې لاندې او پسته لاره تلے شي، خو په ډېره لوړه د وينو سين هم نۀ شي ختے. دا د دغې خاورې د خلقو حق دے چې هم د دې لوظنامې د خوږو نه د استفادې کولو دپاره هغوي ته وخت ورکړے شي. اوس امن يواځې د حکومت ذمه واري نۀ بلکې د ټولو شريک مقصد پکار دے. په چا چې څومره ذمه داري راځي، بايد چې خپل فرض پوره کړي او د خلقو سره سره د خدائے په حضور کښې هم ځان جواب ده وګڼي لکه څنګه چې جرګو ته خدائے پاک يو عظمت بخښلے دے، بايد چې دا اعلان نامه د نورو شورش زده علاقو دپاره هم يوه نمونه وګرځي او د خدائے پاک دغه بې ګناه او امن خوښونکے اولس نور په خپل وطن کښې مسافر نۀ شي. بس دے د پښتنو وينه ډېره توئې شوه، بس دے د خپلې برخې جنګ ئې ډېر وکړو. دغه نر او بهادر اولس ته په خپل کور کلي د ژوند او امن حق ورکول زمونږ د ټولو شريکه ذمه داري ده. خدائے دې زمونږ ټولو نه هغه کار واخلي کوم چې د دې اولس دپاره د امن او خوشحالۍ زېرے وي. پښتون به پوهه شي سبا او نن به وپېژني خپل دوست به وپېژني خپل دشمن به وپېژني دغه د جنګ سېلۍ کۀ لږې هم خدائے تم کړې چرې قدر د خپلې خاورې خپل وطن به وپېژني - بېرته شاته