(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د (پښتو لنډيو) په اړه ځانګړې مرکه

دا چې لنډۍ د يو لوی ملت، ګډه پانګه ده او دا ډېره ستره، قېمتي او ارزښتناکه پانګه ده، د نړۍ په ولسي ادب کې د لنډۍ جوړه نده پيدا شوې . له همدې امله پښتنو ته ګرانې دي او داسې پښتنو به دېر کم پيدا شي چې يا يې نه وي زده او يايې جوړې نه کړي، له همدې امله په هر ځاي کې پرې له شرايطو سره سم نومونه اېښودل شوي دي، البته دا د ولس نومونه دي، ځينې خلکو تعبيرونه ترې کړي لکه يو تعبير يې دادی چې لنډۍ يو لنډ شعري صنف دی، يعنې نهه سېلابه يې اوله مصرۍ ده او ديارلس سېلابه يې دوهمه مصرۍ ده او دا ټول دوه ويشت سېلابه کېږي، له همدې امله ورته لنډۍ وايي. بل تعبير يې دا کړۍ چې لنډۍ د مار يو ډول دی او هغه ډېر زهرجن مار دی يعنې ډېر اغېزمن دی او د چيچ زهر يې ډېر زر اثر کوي . دوی د لنډۍ دا مطلب او هغه ښکلي الفاظ دوی ډېر موثر بولي دومره موثر او اغېزمن يې بولي لکه لنډۍ چې په وجود ژر اغېز کوي، دا هم په احساساتو داسې اثر کوي او احساسات راپاروي، ويښوي او څپاند کوي يې، له همدې امله ورته لنډۍ وايي. او بل په لره پښتونخوا کې ورته ټپه وايي، د ټپې هم ډېر تعبيرونه شوي، دا چې د ټپ سره تړاو لري يعنې داسې اثر لري چې په سړي کې ټپ جوړوي، زخم جوړوي دا معنا هم لري. مصرۍ هم ورته وايي ځکه دا دوه مصرۍ دي او سره راټولې شوې دا يې يوه معنا ده او بل مصرۍ يوه توره ده چې هغه په مصر کې جوړېده او په پښتنو کې ډېره مشهوره ده، ... په مادې کړي د مصرۍ تورې واورونه... دا هم د اغېز له امله ورته د مصرۍ نوم اخيستل کېږي چا دا هم ډېر اغېز لري. په دې سربېره ځينې نور ولسي نومونه هم لري مثلا غريبۍ، غريبۍ په هغه وخت کې چې يو څوک مسافر شي، يا کوم غم پرې راشي، له ځانه سره ناست وي او غمجن او لنډۍ وايي، دې ته غريبۍ وايي، غرنګې هم ورته وايي، ډېر نومونه يې نور هم شته چې ما اورېدلي دي. په هر حال دا ټول نومونه د لنډۍ د اغېز او تاثير څخه اخيستل شوي په ټولو کې دا نغښتي چې لنډۍ يو ډېر اغېزمن شعر دی او په احساساتو او عواطفو ډېر ژور اغېز لري. د شکل له نظره هم په ډېرو ښکلو الفاظو جوړ شوی، او د موضوع له نظره يوه ژوندۍ موضوع په دې دوه مصرو کې ځای کېږي او لکه يو سر تړلی ځنځير دی چې موضوع بل ځای ته نه ترې ځي، په دوه مصروکې يو ښکلی مضمون ځايېږي او انسان ته يو ښکلی مفهوم لېږدوي. له همدې امله د لنډۍ اغېز هم د شکل او الفاظو له نظره او هم د معنا له نظره ډېر زيات دي ډېر موثر دي، له همدې امله لنډۍ ته دوي زيات ارزښت ورکوي. د پښتو لنډيو په اړه له حبيب الله رفيع سره مرکه پوښتنه: سړی دعوه کولای شي چې د تراژيدۍ ډک يو ډول ژانر دی، ځکه چې له دريو نومونو څخه مصرۍ، چې له مصرۍ تورې اخيستل شوې، تاته به خاورې خولګۍ درکم، پر ډال دې نسته د مصرۍ تورې واورونه، يا لنډۍ چې له ماره اخيستل شوې يا هم ټپه چې دا هم له ټپ څخه اخيستل شوی دی، سړی دعوه کولای شي چې لنډۍ يواځې يو تراژيدي ډول شعر دی. استاد: تاسې پوهېږۍ چې تراژيدي يواځې دغه حالت ته نه وايي، کله کله سړی ډېر خوشحاله شي وژاړي، يعنې لدې څخه لنډۍ اغېزمنتوب مطرح دی، ډېرې لندۍ دي چې هغه تراژيدي ندي خو ډېرې اغېزمنې او ښکلی تصوير لري: په ګودر سور سالو ښکاره شو ماوېل په تورو اوبو اورولګېدنه څومره لوی تصېر پکې پروت دی. بېلتونه راشه ستړی مشې زړه مې پښتون دی ميلمه نه خپه کوينه د پښتونولی ټوله فلسفه پدې يوه لنډۍ کې راځای شوې ده. ځان يې زړو جامو جوړ کړ لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه داد غربت يو لوی تصوير دی، د پښتنو د غربت لکن په عين حال کې د ښکلي ذوق ښې ثليقې، يعنې غريب هم کولای شي چې د ژوند په مسايلو کې هم له ذوقه کار واخلي، نو پدې اساس لنډۍ يواځې تراژيدي ندي، بلکه زما نظر دادی چې په لنډۍ کې د پښتني ټولنې هر هغه څه چې دوی ورسره سروکار لري شته او پکې نغښتی شوي دي، يعنې دوی د پښتنو ټولو پوښتنو ته ځواب وايي، لنډۍ د پښتنو ټولې غوښتنې منعکسوي، او په لنډيو کې د ژوند ټول حالات را نغښتل شوي دي. پوښتنه: تاسې يو وخت ويل چې په لنډيو کې ډراماټيکې لنډۍ هم شته، چې په لنډيو کې خبرې اترې شوې، د يوې ډرامې بېلګه مو ورکوله، اوس مو په ذهن کې ده؟ استاد: هو بالکل ولې نه، ډېرې دي، په سپينه خوله مې د پرار وکړ زه به بخيلې مور ته څه ځواب کومه مورته دې داسې ځواب وايه زه له منګي سره ګودر ته ولوېدمه نو مور دا وايي چې دا بې منطقه خبره ده، نو: مور به مې داسې راته وايي منګی دې روغ په خوله دې راوړل پرهارونه دي بيا وايي د مورکۍ ځواب دې دادی منګۍ په خټه زه په زغه ولګېدمه او بيا چې جواب منطقي هم وي ورته وايي چې د مورکۍ ځواب دې جوړ کړ پدې ملاله خوله مې کېکاږه غاښونه دا ډول دي لکه: زړه مې له سترګو ګيله من شو چې ديدن ته کړې، عبث غم زه تېرومه سترګو له واره جواب ورکړ چې مين ته يې اوښکې بيازه تويومه دا ډول ډراماټيکې لنډۍ ډېرې زياتې دي، د ژوند ښکلې ښکل صحنې چې په ژوند کې پېښېږي، هغه په هر ډول په لنډيو کې ځای شوې دي، مثلاً ما مخکې وويل چې لنډۍ سرتړلی ځنځير دی، ليکن په سوال ځواب کې بيا سوال په يوه لنډۍ کې او ځواب په بله لنډۍ کې. بيرته يې هره يوه ځانګړی سرتړلی ځنځير دی. پوښتنه: د کاکړيو غاړو سره که چېرې سړی لنډۍ پرتله کړي، کوم ډول به يې لوستونکي ته آسانه وي، کاکړۍ غاړې او که لنډۍ؟ د تصوير او موضوع له پلوه کوم ژانر پکې قوي ښکاري؟ استاد: لنډۍ د ټولو پښتنو په ټوله پښتونخوا کې خپور ادبي صنف دی، نو داسې پښتون او پښتنه به پيدا نکړې چې يا يې لنډۍ ويلې نه وي او يا يې لنډۍ زده نه وي، نو په همدې اساس د کاکړيو يا د غاړو ساحه وړه ده، هغه په ټوله پښتونخوا کې خپرې نه دي، بل د کاکړۍ جوړښت ځانګړی دی، دا چې ته وايې چې لنډۍ دوه ويشت سېلابه ده او هغه يا څوارلس سېلابه دي يا شپاړس سېلابه دي هغه معمولا څوارلس او شپاړس سېلابه دي، مصرې يې يا اوه اوه سېلابه دي يا اته اته، هغه بېله موضوع ده په آسانۍ کې رول نلري، هغه خپله هماغه يو صنف دی، خپل مطالب او خپلې غوښتنې لري، هغه هم تقريبا د لنډيو په لار روان يو صنف دی، د ژوند ټول مسايل پکې رانغښتل شوي، حماسي لنډۍ پکې شته، اجتماعي او ټولنيزې لنډۍ پکې شته، حتی تر کومه چې مامطالعه پکې کړې، په ځينو ځايونو کې له لنډۍ نه هم حساسې دي، په هغو کې د ژوند مسايل ډېر ژر ژر منعکس کېږي، په لنډۍ کې مسايل ډېر ورو ورو منعکس کېږي لکه: د لنډيو دايره لويه او د کاکړيو تنګه ده د ښو ټوپکو استاکاره د ښو ځوانانو مرګ به ستا له لاسه وينه دا د ټوپک د وخت لنډۍ ده لېکن اوس د توپ او مزايل لنډۍ ډېرې کمې پيدا کېږي، خو غاړې چې دي هغه بيا روانې دي د ژوند نوې پېښې ټولې پکې نغاړل کېږي، لکه: راځه دواړه توکل کړو، زما چارګل په سيګرېټ ورکړو دی وايي: زما دې خاورې شي ځواني چې ستا چارګل په سېګرېټ ځي. نو پدې کې د سېګرېټ، اورګاډی او نوي مسايل هم رانغاړل شوي دي، نوي مسايل چې راځي ډېر ژر په غاړو کې ځای شوي دي، په لنډيو کې لږ په ځنډ هغه راځي تر کومه چې ما مطالعه کړې، ليکن په هر صورت، د لنډيو دايره لويه ده، او د کاکړيو وړه ده، نو په همدې اساس يې هېڅکله له لنډيو سره په پرتلنه کې نشو اېښودلی. پوښتنه: تاسې د نوو خبرو يادونه وکړه چې په کاکړيو کې ځای شوې او په لنډيو کې تر اوسه ندي ځای شوې، په لنډيو کې هم داسې بېلګې اوس شته، لکه يوه طنزيه لنډۍ وايي: قبر مې سورۍ کړه حال مې ګوره چې مبايل مې اوس آنتن نه ورکوينه يابله يوه وايي: چې دې ياري په مسېجو شوه لدې مينې دې خپل ځان ډېلېټومه ددغه ډول کلمو يا هم د نورو کلمو راوړل په لنډيو کې څرنګه کار دی؟ استاد: لنډۍ د ولس مال دی، دا چې ځينې کسان لنډۍ جوړوي، هغه بېله خبر ده، ډېر کسان پدې کلونو کې د لنډيو په څنګ کې يې خپله لنډۍ جوړې کړې او مجموعې يې جوړې کړې. لېکن هغه لنډۍ شوې ندي، هغه وخت لنډۍ کېږي چې د ولس سايکل يا دوره ووهي له هغې وروسته ولسي ادب کېږي او ولسي لنډۍ ترې جوړېږي، لکه په لنډيو کې زياتې لنډۍ شته چې د طالبانو، ياد عالمانو لنډۍ دي: کتاب تمام طالب روان شو ترحجره ګرده تاويدم په لمبو سومه يا نور ژور ژور منطقي مسايل دي چې په لنډيو کې رانغښتل شوي دي، ليکن هغه عامې شوې ندي، لا د ولس ندې شوې او د ولس ادب ته ندي ننوتې. ولسي لنډۍ هغه لنډۍ دي چې شاعريې په ولس کې ووايي او شاعر يې په ولس کې ورک شي، لنډۍ په ولس کې خوره شي او بېرته يې موږ د ولس له خولې راواخلو. کله کله داسې کېږي چې يوه لنډۍ يوځاي يو ډول وېل کېږي خو بل ځاي په بل ډول، لکه: يار مې د خوست زه د تيرا يم خدايه خوست وران کړې چې جوړه تيرا ته ځونه خو دا لنډۍ بل ځاي داسې ويل کېږي چې : يار مې د کوټ زه د تيرا يم خدايه کوټ وران کړې چې جوړه تيرا ته ځونه ددې بدلون لامل ستاسې په نظر په نظر څه کې دی؟ استاد: دا د ژوند د کولو لپاره، هر شی هڅه کوي ژوند وکړي، د هر څه مبارزه روانه ده، لنډۍ شفاهي شی دی، له يوې خولې بلې خولې ته ځي، له يوې سيمې بلې سيمې ته ځي، پدې لېږد کې داسې بدلونونه پيدا کوي چې غواړي پکې د خپلې بقا لپاره دهغو نه کار واخلي لکه دا لنډۍ چې يار مې د کوټ زه د تيرا يم دا لنډۍ که خوست ته ځي، دا لنډۍ که د کوټ او د تيرا وي پنځه ورځې وروسته يادېږي ځکه که له خپلې سيمې سره مينه لري، نو په همدې اساس دا منطقوي نومونه بدلېږي، سيمه ايز هيروګان پکې بدلېږي، په يوه لنډۍ کې په يو ځاي کې يو کس هيرو وي خو هغه لنډۍ چې بل ځاي ته ځي بل هيرو مومي، دهغه ځاي مشهور هيرو ورسره اچول کېږي چې دا لنډۍ ژوند ورسره وکړي. حتي لنډۍ يو بل کمال هم لري، لغتونه بدلوي، د لغتونو په بدليدلو سره ژوند کوي اوس دا لنډۍ د زرګونو کلونو لنډۍ ده: سپوږميه سر وهه راخېږه يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه دا جون زانولسونيو يو محقق دي پښتوپوه دي هغه وايي چې دا د هغه وخت لنډۍ ده چې آريايان به د شپې لخوا د سوما د بوټي د لو کولو لپاره غره ته تلل او بيا به انتظار وو تر څو د څوارلسمې سپوږمۍ راوخېژي او دوي د سوما بوټي لو کړي، ځکه که دا په لمر کې لو شوي واي شيره يې خرابېدله، نو دوي به د سپوږمۍ د شپې انتظار ايست او ټول به راټول وو بيا به يې دا بوټي لو کاوه او له هغه به يې شيره ايستله او له هغه به يې مشروب جوړول چې دوي ته ډېر مقدس وو او له هغه به يې استفاده کوله. دا لنډۍ يا له څوارلسم وړاندې ويل شوې يا په داسې ځاي کې ويل شوې چې غرونه لوړ دي او سپوږمۍ ژر نه راخېژي يا هر څه چې دي د مينې لخوا دا لنډۍ ورته ويل شوې ده چې : يا هم اللؤ لؤ سپوږميه سر وهه راخېږه يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه نو په دې لنډۍ کې چې کوم لغتونه دي دا په ژبه کې عادي دي، فکر کېږي چې دا لغتونه يې هم د وخت په تېرېدو بدل شوي ځکه که هغه زاړه لغتونه واي نو په هغه څوک نه پوهېدل نو هغه يې همداسې پرې اېښي دي. يادا چې مازديګرۍ دي ښېرې مه کړه ته به دناز ښېرې کوې ريښتيا به شينه دا د لمر پرستۍ د وخت لنډۍ ده، کله به چې لمر لوېده نو پدې وخت کې به لمر پرستانو عبادت کاوه دوي باور درلود چې پدې وخت کې هره دعا قبلېږي، نو په همدې اساس ګوري چې مينه ښېرې کوي او هلته مازيګر دي نو وايي چې : مازديګرۍ دي ښېرې مه کړه ته به دناز ښېرې کوې ريښتيا به شينه دا دهغه وختونو لنډۍ دی خو کلمې يې نوې کلمې دي او ټولې بدلې شوې يواځې فکر يې را لېږدولی دی، ما وويل چې هغه يو کس جوړوي، ليکن د کس په نامه ځکه نه وي چې هغه ټولنې ته ځي، ټولنه يې لکه شعر هسې نقد کوي، ټولنه پرې نقد کوي، ډېر شيان ترې توږي، او خلک پکې ښکلي ښکلي لغتونه اچوي او خراب ترې باسي، نومونه پکې بدلېږي، ځايونه پکې بدلېږي په ټوله پښتونخوا ګرځي او ژوند کوي او ټول پښتانه ورسره بلدېږي. پوښتنه: تاسې د څو لرغونو لنډيو يادونه وکړه د تاريخ له نظره څيړونکو دا خبره تر کومه ځايه رسولې چې لنډۍ له کومه مهاله راهيسې ويل کېږي. استاد: د لنډيو لرغونتوب د آريايي سندرو له لرغونتوب سره سم دي، علامه کهزاد دې خداي وبښي هغو د افغانستان په تاريخ کې يو عجيب ابتکاري کار کړي هغه وايي چې په نړۍ کې دهېوادونو ژوند دوه برخې لري، يوه تر تاريخ وړاندې دوره ده او يوه هم تاريخي دوره ده، ليکن د افغانستان ژوند درې دورې لري، يوه تر تاريخ وړاندې دوره ده، يوه د سرودونو او داستانونو دوره ده او يوه هم تاريخي دوره ده، د سرودونو او سندرو دوره داسې مهال دي چې خط لا ندي رامنځته شوي، ليکن د ولس شعور د شعر په ژبه رامنځته شوي چې هغه لومړي ويدي سندرې دي، وېدي ورکې سندرې دي د آريانا ويجه په خاوره کې کابو څلورنيم پنځه زره کاله پخوا ويل شوې دي، بل د ريګويدا ده چې دا هغه مهال دي چې کله له بلخ څخه لېږدېدنې پيل شوې او آريايان له هندوکش نه راواوښتل او پښتانه په موجوده پښتونخوا کې مېشت شول، يوه برخه آريايان پاس ته ولاړل يوه بله برخه هند ته لاړل پدې وخت کې د ريګويدا سرودونه ويل شوي چې پکې د پښتني سيمو د قبيلو او سيمو او سيندونو او ځايونو نومونه راغلي، په همدې دوره کې د پښتو ژبې کلمې هم ليدل کېږي او دا هغه وخت دي چې پښتو ژبې هم تشکل کړي، او دغه ادبيات پښتو ژبې ته له آريايي ژبو څخه له ويدا او اوستانه رالېږدېدلې دي، په دې اساس د پښتو لومړنۍ سندرې د ماشومانو او ميندو سندرې ورپسې لنډۍ دي، دا له همغو آريايي سندرو څخه ډايرکټ يا نيغ په نېغه رالېږدېدلې دي، ځکه موږ د ماشومانو او ميندو په سندرو کې داسې مصرې لرو چې هغه سګنالونه دي او معنا نلري، چې دا ترې ښکاري دا دهغه وخت د ژبې لغتونه دي چې مستقيما راغلې او په پښتو کې پاتې دي: اکو بکو سرسيندکو... هيڅ معنا نلري، يا هم اللؤ لؤ... بل د ويدي سرودونو يوه برخه داسې هم شته چې هغه دوه ويشت سيلابه دي، شمير يې نه او ديارلس ندي خو مجموعه يې دوه ويشت سيلابه دي، بل غاړې دي چې د هغو زيات وزنونه په اوستا کې شته، اوستايي سندرې دي چې د هغو زياتره په اوو او اتو سيلابو کې ويل شوې دي، د ماشومانو او نورې ورته سندرې شته چې ورسته وزونه يې په هغو ژبو کې هم لېدل کېږي. نو په همدې اساس د پښتو د ولسي ادب ژوند د پښتو له پيدايښت سره سم دي کله چې پښتو د آريايي ژبو په کورنۍ سترګې غړولې ورسره سم پښتو ولسي ادب هم سترګې غړولې او ځينې شيان يې تيار له هغه ځايه را اخيستي او په څپله ژبه کې يې حل کړي دي، او ساتلې يې دي چې تر ننه پورې رارسېدلې دي، نو د لنډيو ژوند ډېرو لومړيو کلونو يعنې څلورو څلورنيمو زرو کلونو ته رسولاي شو. پوښتنه: کله مو د لنډيو په تاثر کې کوم شعر ليکلي دي او يا له لنډيو سره کومه خاطره لرۍ لکه الفت صاحب چې په خپلو خاطرو کې يوه خاطره ليکلې، تاچې پرمخ څپېړه راکړه د اوښکو ډکې سترګې چاته واړومه استاد: زه د ولسي سندرو او لنډيو په غېږ کې لوي شوي يم زه تر لس کلنۍ او دولس کلنۍ پورې په کلي کې وم زه بالکل د فلکوري او ولسي ادب په غېږ کې را لوي شوي يم ما په هغو محفلونو کې چې ښځو به پکې راز راز سندرې ويلې يا به اتڼونه وو، زموږ کلۍ درې برخې دي، په منځ کې يو ځاي شګه ده، پدې شګه کې به د شپې اتڼ وو دلته به يې په منځ کې اور بل شوي وو او شاوخوا اتڼوڼه به يې کول، ډولونه به وهل کېدل، ددغو خلکو څېرې به د لوړو لوړو کلاګانو باندې لويې لويې ښکارېدې زه به هم ورته په بام ناست وم او ددې خلکو هغه لويې لويې څېرې به مې ليدلې چې تر اوسه يې زما هغه تصوير په ذهن کې پاتې دي، نو ما په کلي کې ژوند کړي، له لنډيو سره مې ژوند کړي او د لومړي ځل لپاره چې ما د شعر په نامه کاغذونه تورول، ما لنډۍ، غاړې او نورې ولسي سندرې هم ليکلې، يوه لنډۍ چې هغه وخت ما ليکلې وه او بيا مې د ځينو خلکو له خولې اورم. بېلتون ټوپک شو را ته ډک شو ناڅاپه ټک شو په زړګي يې وويشتمه دا لنډۍ کابو پنځوس کاله وړاندې ما ليکلې وه او اوس يې د ځينو ځينو له خولو اورم، نو زه ويلي شم چې زه د لنډيو په غېږه کې رالوی شوی یم او له لنډیو څخه ډېر خوند اخلم زه فکر کوم چې لنډۍ ډیر موجز او موجز ادبي صنف دی، زه يې هېڅ صنف ساری نه وينم، زه يې د دنيا په مترقي ادب کې هم ساري نه وينم، نه دا چې زه پښتون يم او پښتو لنډۍ مې اورېدلې، دا خبره د پښتو لنډيو د هغو اعجاز له امله کوم چې په درويشتو سېلابونو کې يې سمندر را نغاړلي دي هغه په کوزه کې سمندر کيسه ده، ځوانانو ته زما توصيه داده چې د لنډيو په ټولولو کې په ډېره امانتدارۍ هڅه وکړي، راټولې يې کړي او ويې ليکي ځکه يو شمېر د لنډيو ټولګې چې نشر شوې دي يو څه مصنوعي لنډۍ پکې نشر شوې خو بيا هم د اصلي او مصنوعي لنډيو ترمنځ توپير شته، داد ځوانو فولکلوريستانو دنده ده چې دې ته پوره پام وکړي په لنډۍ هر اړخيزې څېړنې وکړي، لنډۍ د هره اړخه، د جوړښت، موضوع او صراحت له اړه ورته کار وکړي، پښتو ټولنه عنعنوي ده خو لنډۍ هغه هرڅه په ډېر صراحت بيانولاي شي: سبامې ستا په تومت وژني ځاي دې راستي دي چې منکر نشي مينه سبامې ستا په تومت وژني غولی جارو کړه چې په شړک مې وينې ځينه ډېر داسې مسايل دي چې ډېر په جرت سره هر څوک، معشوقه او هر څوک خپلې خبرې بيانولاي شي، دغه راز نور مسايل هم بې له وېرې او محدوديت پرته مطرح کېدلاي شي. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/02/090225_hf-pashto-landai.shtml - بېرته شاته