(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښکاري چې فوځ نه غواړي په سوات کښې امنيت دوام اونيسي ـ

ژباړه : فضل الرحمان زاهد د پاکستان مهمې انګريزي مجلې (هيرالډ) په تازه ګڼه کښې ( فرورۍ ٢� � ٩ء) د عوامي نېشنل پارټۍ د اطلاعاتو مرکزي سيکتر اؤ نوي انتخاب شوي سنېټر ښاغلي زاهد خان سره يوه مرکه چاپ کړېده ـ په دې مرکه کښې د سوات په حقله ځنې مهم سوالونو ته ځوابونه شويدي ـ تپوس : داسې ولې وئيل شي چې د په سوات کښې د امنيت ستونزه د قبائيلي سيمو نه زياته کړکېچنه ده ؟ ځواب : دا ځکه چې هلته د يو کال راسې فوځ پروت دی ولې دوۍ هلته هيڅ قسمه کاميابي نه ده تر ګوتو کړې ـ مونږه هم په دې حال لکه د سوات د عامو وګړو خپله ناخوښي ښکاره کړې ده ـ اؤ رښتيا خو دادي چې د سوات خلق اوس ګومان کوي چې چرته طالبان اؤ پاکستاني قواوې يو خو نه دي ؟ زمونږ فوځ تر اوښه د طالبانو چارواکي ولې قابو نه کړل شول ، کوم څوک چې هلته استوګنه لري ـ تېر کال مونږ د مړو او زنانوؤ د سپکاوي نه علاوه نور څه اونه ليدل ـ دغلته د لشکر طيبه اؤ جېش محمد يو شمېر کارکنان د پنجاب نه راغلي په عملياتو کښې برخه اخلي ـ هرکله چې مونږ د تحريک نفاذ شريعت د مشر صوفي محمد اؤ د طالبانو د کمانډر مولانا فضل الله سره خبرو ته کېښناستو نو دوۍ د يو داسې قيدي د خلاصولو غوښتنه اوکړله ، کوم چې د قبائيلي سيمې نه راغلی په سوات کښې نيول شوی وۀ ـ مونږ ته د سيکورټي ايجنسو نه په واضح انداز کښې خبرداری راکړل شو چې بايد مونږ دغه تن خوشی نه کړو ـ اؤ مونږ دغه طالب پرې نه ښودو ـ په نتيجه کښې مونږ ته بيت الله محسود دړکې راکړلې اؤ ورسره د امن معاهده هم ماته شوه ـ خو څو مياشتې وروستو هم دغه طالب هغه وخت خوشی کړل شو هرکله چې د پښتونخوا صوبې د ګورنر ، د قبائيلي سيمې د چارواکو اؤ بېت الله محسود په مېنځ کښې معاهده لاس ليک شوه ـ تپوس : لکه تاسو دا وئيل غواړۍ چې تاسو په نزدو کښې د طالبانو سره خبرې اترې نه دي شوي ؟ ځواب : نه ، مونږه د طالبانو سره يوې معاهدې ته رسيدلي وو اؤ ددې په نتيجه کښې په سوات کښې تر دوؤ مياشتو ارامي هم راغلې وه ، ولې هرکله چې دوۍ د دغه طالب د خوشي کېدلو غوښتنه اوکړله اؤ مونږ داسې اونکړل نو بېت الله محسود په مونږ دړکه اوکړله اؤ معاهده ماته شوله ـ تپوس : تاسو هغه وخت د دې خلقو سره ولې خبرو ته کېښناستۍ اؤ اوس ولې نه کېښنۍ ؟ ځواب : هغه وخت طالبان په دې رضا وو چې وسله به کيږدي ، خو اوس هغوۍ په داسې کولو خوښ نه دي اؤ مونږه د ټوپک په لاس خلقو سره خبرې اترې کول نه غواړو ـ تپوس : خو عوامي نېشنل پارټۍ باندې دا تور هم لږي چې هغوۍ د خبرو اترو په ترڅ کښې ټوپک مارو ته موقعه ورکړله چې بيا دې ځانونه سنبال کړي ـ ځواب : هو! داسې انتقادونه کېدل ، ولې مونږ وئيل چې مونږ ته سيمه ايزه لانجه راپېښه ده اؤ بايد دا هم په خبرو اترو سر ته اورسي ـ په خبرو اترو کښې هيڅ بدي نشته دی ـ جرګې وي له دې لپاره ، خلق د خپل دښمن سره خبرو ته کېښني ـ ددې نه هر يو وګړی ، تر دې چې پاکستاني فوځ اؤ امريکا هم سر نه اړوي ـ تپوس : د سوات د اپرېشن واک د چا سره دی ؟ ځواب : په ډاګه ده چې پاکستاني فوځ دا واک لري ـ تپوس : ولې ستاسو صوبائي حکومت په دې کښې څه واک نه لري څه ؟ ځواب : نه ، زمونږ حکومت هيڅکله نه ـ تاسو ګورۍ چې د پاکستان صدر د فوځ سپريم کمانډر دی ـ پاکستاني قواوې د صوبې وزير اعلی ته سلامۍ له نه ورځي ـ تپوس : ولې دا اختيار خو د صوبې وزير اعلی لري چې که اوغواړي نو په صوبه کښې د عملياتو لپاره فوځ رابللی شي ـ ځواب : اؤ ـ دا خبره په خپل ځائې درسته ده ـ خو هرکله چې مونږ دحکومت واګي ترلاسه کړل نو فوځ د وړاندې نه هلته په سوات کښې موجود وۀ ـ اؤ مونږ چې خبرې اترې پلي کړلې نو فوځ مو په بېرکونو کښې کېښنولو ـ اؤ هرکله چې معاهده ماته شوله نو بيا بغېر له دې بله چاره مونږ سره پاتې نشوه چې فوځ ته اووايو چې د حکومت ملا مضبوطه کړي ځکه چې پوليس داسې عمليات نه شي ترسره کولی ـ خو وروستو صوبائي اسمبلۍ اؤ کابينې په دې صورتحال خپله ناخوښي داسې ښکاره کړله چې لوبه څه بل خوا روانه ښکاريده ـ تپوس : د عوامي نېشنل پارټۍ نمائيندګان په څه ناخوښي وو ؟ ځواب : اپرېشن څه ښه رنګ نه راوړلو ـ هسې بې ګناه خلق پکې دل کېدل ـ پولېس اؤ ملېشه پکې تاواني کېدل اؤ مړه کېدل ـ بل خوا په شمېر يو څو ټوپک ماران پکې مړه ژوبل شول خو زيات تره تر ننه پورې په ډاګه ګرځي راګرځي ، هيڅ زيان ورته نه دی رسيدلی ـ تپوس : تاسو داسې وئيل غواړۍ چې دا اپرېشن ناکامه شويدی؟ ځواب : زه خو به داسې نه وائيم ، خو خپل هدف ئې هم نه دی ترلاسه کړی ـ تپوس : د مېډيا خبرونه سړی ګډوډ کړي ـ طالبان په اصل کښې کوم ځائې دي اؤ فوځ ددوۍ سره چرته کښې جنګيږي ؟ ځواب : د نښې مېنځ هم دغه دی ـ دوۍ دواړه په يو ځاېې کښې وي ـ تاسو ته به طالبان هم هلته کښې په نظر راځي چرته کښې چې پاکستاني فوځ وي ـ که تاسو چرته د سوات د يو وګړي نه اوپښتۍ نو هغه تاسو ته ښودلی شي چې دغه فوځي څوکۍ ده اؤ ورسره په لږه فاصله مخې له د طالبانو څوکئ راځي ـ دا د يقين نه اخيستو خبرې دي ـ زه به درته يو ژوندی مثال په ګوته کړم ، يو سيمه ايز مشر پير سيمع الله په مخه درې ورځې د طالبانو سره اوجنګېدۀ ـ دی د طالبانو په ضد راپاسېدلی وۀ ـ دغه درې ورځې پاکستاني فوځ چيرته غاېيب وۀ ؟ دوۍ له پکار نه وه چې دهغه کومک ته رسيدلی وی او اوس به بل څوک د طالبانو خلاف راپاځي ؟ تپوس : نو هرکله چې پوليسو کار پرېښودی دی اؤ فوځ هم ځان شل کړېدی نو حالات خو بيا ډېر بد نه دي ؟ ځواب : اؤ ـ دا رښتيا ده ولې زه به درته اووايم چې که سيکورټي فورسز اوغواړي نوپه سيمه کښې حالات ډېر زر واپس امنيت پله راتلل کېدی شي ـ تپوس : ولې فوځ حالات ښه کېدلو ته چمتو نه ښکاري ؟ ځواب : ښکاري خو داسې ـ تپوس : ايا تاسو اوس هم د طالبانو سره څه جرګه مرکه کول غواړۍ اؤ که داسې وي نو دا به د تېرو جرګو نه څنګ بدله وي ـ ځواب : مونږ د صوفي محمد سره په خبرو اترو کښې بوخت يو ـ ځکه چې هغه امن خوښی سړیدی ـ د باقي ټولو طالبانو په باره کښې زمونږ پاليسي ډېره ښکاره ده چې ترڅو ئې وسله نه وي اېښودي ، مونږ به ورسره هيڅ خبره نه کوو ـ تر څو چې د صوفي محمد سره د خبرو تعلق دی نو مونږ په سوات کښې د شرعي نظام عدل ريګولېشن د پلي کېدلو په حقله خبرې کوو ـ مونږ ته په داسې کولو کښې هيڅ اعتراض نشته دی ـ اؤ که دا لوظنامه امن راولي نو دا خو به د مولانا صوفي محمد سره شوي وي کنه ـ مونږ د سوات خلقو له چټک عدالتي سسټم ورکول غواړو ـ دلته داسې مقدمې هم شته دی چی د مقدمو کسان پخوا مړه شويدي اؤ نمسي ئې مقدمې کوي خو فېصلې ئې نه دي شوي ـ د پاکستان نه مخکښې مونږ سره په سوات کښې دوه قسمه عدالتي نظام وۀ ـ يو خو جرګه وۀ اؤ بل د شريعت لار وۀ ـ ددغه ځائې خلق په موجوده عدالتي سسټم کښې خوشحاله نه دي او مونږ خپله موخه هم دغه عدالتي نظام ټاکلې ده ـ په دې کښې نوي هم څه نشته دی ـ مونږ خو په هغه څه کښې لږ ډېر بدلون کوو کوم چې ددې نه وړاندې د بې نظيرې اؤ نواز شريف حکومتونو اعلان کړي وو ـ تپوس : د شريعت ريګولېشن به څه رنګ راوړي ؟ ځواب : دا به د سوات وګړی مطمئين کړي ـ مونږ صرف په عدالتي کچ بدلون کوو خو په داسې کولو به مونږ بل خوا طالبان هم په ډاګه کړو چې ايا دوۍ شريعت غواړي کنه نور څه ايجنډا لري ـ تپوس : خلق په موجوده عدالتي نظام ولې ناخوښي دي ، دې کښې څه کمی دی ؟ ځواب : مونږ په اصل کښې په عدالتي نظام کښې ښه والی راوستل غواړو چې د خلقو مقدمې په ټاکلې موده کښې فېصله کيږي ـ تپوس : داسې خو نه ده چې د سوات وسله وال پاڅون د هغه کسانانو د تحريک يوه کړۍ وي کوم چا ته چې به تېرو حکومتونو په سپکه کتل ؟ ځواب: زه ددې خېال سره اتفاق نه لرم ـ تپوس : ستاسو په خېال ددې پاڅون په شا غټ وجوهات څه کېدی شي ؟ ځواب : غټ علت خو ئې دادی چې تاسو د کلهمې دنيا نه خلق راغونډ کړل چې د ٨� ء په لسيزه کښې په افغانستان کښې جهاد پلي کړي ـ تاسو خپل خلق هم ټرېننګ کړل اؤ په وسله مو سنبال کړل چې لاړ شي ، افغانستان کښې اوجنګيږي ـ تاسو چرته د يو لحظې لپاره دا سوچ هم نه وۀ کړی چې ددې انجام به څه راخيژي اؤ بيا به ئې مخ نيوی څنګ کيږي ـ په دې شورش کښې ډرګ مافيا اؤ ځنې مجرمان هم بوخت دي ـ It seems as if army don´t want to restore peace to Swat Wednesday, 04 March 2009 د پښتنو قامی سنګر - بېرته شاته