(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رحمان بابا پر مزار باندې بريد کوونکې دهغه له شخصيت او مقام څخه ناخبره دي

کر دګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي اځغي مه کره په پښو کې به دې خار شي داسې يو پښتون به چېري هم نه وي چې د هغه زړه به درحمان بابا پر مزار باندې شوې بريد په وجه خپه شوی نه وي پښتانه که د هر ګوند دي که د هرې قبيلې دي که د هرې سيمې دي درحمان بابا لپاره بېخي ډېر احترام لري
وهغه ته ديو ستر لارښود په سترګه ګوري دهغه شاعري په رښتيا هم چې دلارښوونې ستره وسيله ده او پښتانه په خپل ورځني ژوند کې دهغه شعرونه د نصيحت، لارښوونې او متلونو په توګه کاروي دا اوس چې کوم بريد درحمان بابا پر مزار شوی دی هغه په پښتنو کې ډېره غوسه راپارولې ده دپښتنو پر ژبه ، کلتور، تاريخ باندې خو لالمخه يرغل روان وو او دنړۍ له مخ څخه دپښتون قام دورکېدو هڅې روانې وې خو دې برېد داخبره نوره هم په زباد ورسوله داکار په رښتيا هم دپښتنو نه دی که چېرې يو پښتون ورور کړی هم وي نو غولول شوی به وي يابه درحمان بابا له شخصيت او مقام څخه ناخبره وي او اوس به هرومرو په خپل ګرېوان کې ګورې او ځان به ډېر سپک ورمالومېږي او
ډېر به ارمان کوي چې کاشکې ددښمنانو داهدف دده په لاسونو نه وای ترسره شوی دوی له پکار دي چې درحمان بابا دشخصيت دهغه دشاعرۍ او دپښتون قام په زړه کې دهغه دمقام په اړه ځان خبر کړي بله خبر داکول غواړم چې که چېري دده پر مزار باندې په رښتيا هم غېر شرعي رسمونه کېدای نو په کار خو داوه چې هغو کسانو ته چې دده پر مزار ناست دي سزار ورکول شوې وای نه رحمان بابا ته ،په داسي کولو باندې دټول پښتانه زړه ډېر بې کراره شوی دی او ډېری په دې وېره دي چې او دپښتنو نورو دعقيدت او احترام نخښو ته په
سپکه ونه کتل شي له ګرانو پښتنو وروڼو څخه داخواست کوم چې دڅپل قام ، ژبې او وطن په چوپړ کې ځان خاورې يرې کړي دبل په دسيسو، پروپېګنډو ونه غولېږي او خپل دين او کلتور دواړو ته درناوی ولري
- بېرته شاته