(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ژبه او د پښتنو مکلفیتونه

July19.2007پښتو ژبه د هېواد د ننه او بهر څخه د راز - راز ګواښونو سره مخامخ ده. دا ګواښونه په ناڅاپی او یا خود بخودی ډول سره رامنځته شوی نه دي، بلکې دا د هغو اوږدې مودې ستراتیژیکو پلانونو پایلې دی چې په ډیر ژور او ماهرانه ډول سره سنجول شوی او په پر له پسې توګه ورته کار کیږی. دا ګواښونه نه یوازې پښتو ژبی ته متوجه دی بلکې د هېواد نورې لږه کۍ ږبی لکه پشه یی، نورستانی، بلوڅی، پامیری ژبې هم ورسره مخامخ دي. باید وویل شي چې د افغانی ژبو څخه دفاع د افغانستان څخه د دفاع یوه برخه ده . په دې لیکنه کې په دې نه غږیږو چې دا پلانونه چا ترتیب کړی او غواړی چې د چا پواسطه یې څرنګه عملی کړي. دلته موږ هغه ډګر ته اشاره کوو چې پښتون ولس څرنګه کولای شی خپله ژبه د تل لپاره ژوندی وساتي، دا ځکه چې پښتو ژبه د افغانستان او د پښتنو د هویت یوه برخه تشکیلوي. په پښتو ژبه غږیدل : د یوې ژبې شتوالی او ځواکمن کیدل په دې پورې اړه لری چې د هغې ژبې اړوند خلک په هغه و غږیږی، خپلو اولادونو او نورو ته یې ور زده کړی، له بده مرغه په ځینو ښاری سیمو کې پښتانه دې اصل ته پاملرنه نه کوي، اوس چې د پښتون ولس پام دې ته اوښتی دی، چې د دوی ژبه د ګواښ سره مخامخ ده، نو له دې امله هر پښتون وګړی ته اړینه ده، چې نه یوازې په خپلو منځو کې بلکې د نورو ژبو ویونکو سره په پښتو خبرې وکړی او زیار وباسی چې مخاطب په پښتو ژبه په خپله موخه پوه کړي. او د کوڅې د سوالګر څخه نیولی، مزدورکار، کارو باری کسان، دولتی لوړ رتبه او ټیټ رتبه مامورین، ملا امامان، بزګران لنډه دا چې ټول پښتون ولس په خپله ژبه د هر چا سره خبرې وکړی. دا یو واقعیت دی چې د هېواد په سلو کې ډیر خلک په پښتو پوهیږی په دې هکله پښتو ژبی کومه ستونزه نلري، که چیرې ټول پښتانه په خپله ژبه پښتو د هر چا سره و غږیږی په هېواد کې د ژبې د ستونزې په هکله څه نه پاتې کیږي. د روڼ اندو دنده ده چې د پښتون ولس پام دې ټکی ته راواړوي چې د هر چا سره چې مخامخ کیږی هغه که پیږنی او یا یې نه پیږنی باید د پښتو ژبې وګړی خبرې په پښتو وي. په پښتو ژبه لیکل: په هېواد او نړۍ کې په سلګونو زره پښتو ژبی عالمان او لیکوالان شته، چې دوی کولای شی د ژوندانه په هر ډګر کې ارږښتناک اثار ولیکی، خو له بده مرغه نوموړی عالمان او پوهان په نورو ژبو لیکنې کوی، پښتو ژبو لیکوالانو یوازې او یوازې په پښتو کې شعر او ادب ته پاملرنه کړی، چې هغه یې لوړو پوړیو ته پورته کړی دی مګر په علمی ساحو کې نوموړو پوهانو نورو ژبو ته مخه کړی ده، چې له دې امله پښتون ولس د سترو ستونزو سره مخامخ دی. دا پوهان فکر کوی چې که چیرې دوی علمی اثار په نورو ژبو ولیکی د هغه اثر اهمیت زیاتیږی او دوی به په ټولنه کې د لوی پوه په توګه وپیږندل شی. دا ښکاره ده چې د یوه علمی اثر اهمیت د هغه د محتوا له مخې ټاکل کیږی نه د هغه د لیکل شوی ژبې له مخې. که چیرې یو اثر ډیر علمی و اوسي د نورو ژبو ویونکی اړ کیږی چې هغه په اړونده ژبه وژباړي. ځینی پوهان او ژورنالستان دا دلیل راوړی څرنګه چې دوی په پاړسي ژبه زده کړه کړی نو ځکه هغه په پښتو لیکلی نه شي. دا هغه څه دي چې د نوموړی لیکوال او ژورنالست سسته اراده، د خپلې ژبې او ولس سره بې علاقه ګی ښیي او دا دلیل بېځایه دی. د هېواد زیات شمیر اوسنیو او پخوانیو ژورنالستانو او لیکوالانو په پاړسی، اردو، عربی او نورو ژبو زده کړې کړی دی خو بیا هم دوی خپل اثار په پښتو ژبه لیکلی چې ښه کارونه ورته ویل کیدای شي. په اوس مهال کې دا کلکه اړینه ده چې ټول پښتانه پوهان، ژورنالستان او لیکوالان دې ته وهڅول شی چې په پښتو ژبه اثار ولیکی اویا یې هم د نورو ژبو څخه د پاړسی په ګډون اثار پښتو ژبې ته و ژباړی. په پښتو ژبه زده کړه: د بده مرغه په هېوادکې پخوانیو حکومتونو د اوسنی حکومت په ګډون د هېواد زیاتره پښتو ژبې زده کونکی په کابل او د هېواد په ځینو برخو کې چې میلیونونو تنو ته رسیږی په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې څخه بې برخې کړې دی، چې دا دنوموړو زده کونکو د پوهې په سطحې ناوړه اغیزه کړی او د دوی د استعدادونو د وژنې سبب شوي او کیږی.که دا کار د هېواد د پوهنې ادارو له خوا ترسره شوی او کیږی نو په اړخ کې یې د دې تنکیو نیالګیو میندې او پلرونه هم ګرم و او دي، چې نه راپاڅیږی چې د نوموړو ادارو څخه خپلو اولادونو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې کلکه غوښتنه وکړي. پخوا ځینو میندو او پلرونو فکر کاوه چې په پاړسي ژبه کې ډوډۍ پیداکیږی، خو اوس مهال دې اصل بدلون موندلی دی. د نړیوالو شرایطو او د علم او تخنیک د پرمختګ له امله اوس هر زده کونکی اړتیا لری چې انګریزی زده او د خپلو معلوماتو په زیاتولو کې ترې ګټه واخلي. اوس دا کلکه اړتیا ده چې زده کونکی د خپلې ژبې په اړخ کې انګریزی او یا کومه بله نړیواله ژبه زده کړي. په اوسنی مهال کې دې ته اړتیا نه لیدل کیږی چې د پښتو ژبو زده کونکو ټول لوستونه دې په پاړسي ژبه و اوسی. په پښتو ژبه زده کونکو لپاره په مورنۍ ژبه زده کړې نه یوازې د دوی د پوهې او سطحې په لوړیدو، بلکې د هغوی د استعدادونو د غوړیدو سبب کیږی او هم پښتو ژبې ته ورپیښ شوی ګواښونه لږیږی. په پښتو ژبه رسنۍ : رسنۍ د یوې ژبې په وده او د اړونده قام د پوهې د سطحې په لوړوالی کې ډیر رول لری. له بده مرغه تیرو مفسدو رژیمونو هڅه کړې چې پښتون ولس د زده کړې له نعمت څخه بې برخې کړی او هم په دولتی رسنیو کې د پښتو ژبې برخه په اګاهانه توګه تر پښو لاندې شوی ده. پښتون ولس باید د اوسنی دولت څخه هم دا هیله و نلری چې د دوی ژبه په دولتی رسنیو کې وځلیږی. په اوسنی مهال کې پښتو ژبو ژورنالستانو او لیکوالو ته اړینه ده چې دوی خپلې ژبې او ولس ته د خدمت لپاره په پښتو ژبه رسنۍ رامنځته کړی. که څه هم په پښتو ژبه د رسنیو رامنځته کول په اوسنی مهال کې د دوو ستونزو سره مخامخ کیږی، لومړی دا چې وطن دښمنه جنایتکاره ډلې به هڅه وکړی چې د راز - راز ستونزو په رامنځته کولو سره په پښتو ژبه د رسنیو مخنیوی وکړی. دوهم داچې پښتو ژبی ژورنالستان او لیکوالان د اقتصادی ستونزو د درلودلو له امله نه شی کولای چې مستقلې رسنۍ رامنځ ته کړي. د نوموړې ستونزې په وړاندې پښتو ژبی ژورنالستان او لیکوالان دا همت او غیرت لری چې د جنایتکاره وطن دښمنه ډلو په وړاندې مقاومت وکړی. خو د اقتصادی ستونزو د لرې کولو دنده د پښتنو شتمنو کسانو ده چې پښتو ژبې رسنۍ په خپلو پښو ودروی د هغی سره هر ډول اقتصادی مرستې وکړی. که څه هم یو شمیر محافظه کاره چاپلوس او دوه مخې پښتو ژبی ژورنالستان شته چې د وطن دښمنه کړیو ډهل ته نڅیږی او غواړی چې نوموړو کړیو ته د خپلوشخصی ګټو په خاطر د پښتو ژبی په وړاندې دښمنی وکړی خو له نیکمرغه د دوی شمیر د ګوتو په شمار او پښتون ولس هغوی ته د کرکې په سترګه ګوري. په پښتو ژبه د رسنیو رامنځته کیدل نه یوازې د دې سبب کیږی چې د پښتنو د پوهې سطحه لوړه شي بلکې په نړیواله سویه پښتون ولس په افغانستان کې د بشپړ اکثریت په توګه د پیږندلو سبب کیږی او هم د رسنیو له لارې نور ملیتونه پښتو ژبه زده کوي. په دې ډول ژورنالستان او لیکوالان او هغه کسان چې غواړی رسنۍپه پښتو ژبه رامنځته کړی، باید دا هڅه وکړی چې د ولس د ارمانونو په انعکاس سره اړونده رسنۍ ژوندی وساتی تر څو د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسیږی. د یوه ټکی باید یادونه وشي چې د ژبې له لحاظه مختلطی رسنۍ هیڅکله نه لوستونکی، نه اوریدونکی او نه لیدونکی لری. او حتما د ماتې سره مخامخ کیږی. پښتون ولس یوازې په خپله ژبه د رسنیو غوښتونکی دی. پښتو ژبې ژورنالستان او لیکوالان او نورې اږه کۍ ژبې: لکه څومره چې د ګاونډیو او پښتون دښمنه کړیو له خوا پښتو ژبی او ولس ته ګواښ مخامخ دی په همغه اندازه په هېواد کې پشه یي، نورستانی، پامیری اوبلوڅی ژبی هم د ګواښ سره مخامخ دی، د دی له پاره چې نوموړی ژبی د پښتو په اړخ کې وده او پرمختګ وکړی اړینه ده چې پښتو ژبی پوهان د نوموړو ژبو ویونکو پو هانو سره اړخ په اړخ د دې ژبو د ودې لپاره کار وکړي. د پښتو ژبو لیکوالانو موخه باید په هېواد کې د منځه تلونکو ژبو ساتل او پرمختګ وی. پښتو موسیقی او سینما: لکه څنګه چې په پښتو ژبه یو لړ سینمایی فعالیتونه موجود و او دی. خو د پښتو د سینما په لاره کې وطن دښمنه فاشیستی کړیو ډیر خنډونه را پیدا کول او دا لړۍ تر اوسه دوام لری. په اوسنی مهال کې د هغو پښتو ژبو ځوانانو او هنرمندانو چې د موسیقی او سینما په ډګرونو کې کار کوی دا ډیره ضروری ده چې په خپله د پښتون ولس له خوا ډیر تشویق او د هغوی د فعالیتونو څخه ملاتړ وشي. او هم دا زمینه ورته برابره شی چې د دوی لاس ته راوړنې تر ټول یو پښتون ولس پورې ورسیږی. د دې په اړخ کې اړتیا ده چې په پښتو ژبه د موسیقی او سینما تولیدات زیات او د کیفیت له اړخه لوړ وي. په پښتو ژبه سوداګریز اعلانونه: په افغانستان کې د سوداګریزو مالونو رانیونکی او مصرف کونکی اکثریت پښتون ولس دی دا یو واقعیت دی که چیرې کوم سوداګریز شرکت خپل اعلان په پښتو ژبه ترتیب کړی هغه به د و لس ډیر پام ځانته راواړوی. په پښتوژبه د سوداګریزو اعلانونو ترتیب او په پښتو رسنۍ کې د هغه خپرول په هېواد کې د نوموړی شرکت بری تضمینوی او بلې خوا ته به د پښتو ژبی رسنۍ سره د اقتصادی ملاتړ سبب وګرځی. په دې ډول دا ډیره اړینه ده چې پښتو ژبې هټیوال او سوداګر خپلو چارځایونو ته لوحې په پښتو ژبه ولیکی دا به له یوې خوا د دوی په ورځنیو چارو کې ګټوره اغیزه وکړی او له بلې خوا به په یوه ښار او سیمه کې د پښتنو شتون په ډاګه کړي. Inzar Gul دعوت - بېرته شاته