(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام

نيټه: ٢٣-١٢-١٣٨٧ کابل - افغانستان په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد ځوان او نامتو ژورنالست خداي بخښلي جاويد احمد د هېواد د دښمنانو لخوا شهيد سو. انا لله و انا اليه راجعون شهيد جاويد احمد چي د يو تکړه او سپيڅلي ژورنالست په توګه خپل هېواد ته خدمتګار ؤ، تل به ېي خپله مقدسه وظيفه په رښتني او صداقت سره سر ته رسول. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د شهيد مړينه د هېواد آزاد مطبوعاتو او ژورناليزم ته يوه ضايعه ګني او ځان په دا غميزه کې د خداي بخښلي کورنۍ او هېوادوالو سره شريک ګني. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه دخداي (ج) د دربار څخه د ده پاک روح ته جنت الفردوس او د دوي محترم فاميل ته جميل صبر غوښتونکي دي. په درنښت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر الحاج غرزي خواخوږی - بېرته شاته