(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امن شريکه جرګه، د امن استحکام او...

د امن شريکه جرګه، د امن استحکام او دسوکالۍ په طرف يو ګام ۲۳ جون ۲۰۰۷ د افغانستان دولت په منطقه کښې د امن او سوکالۍ لپاره نۀ صرف په ملک کښې دننه هغه خلقو ته د جرګو او مرکو بلنه ورکړې ده بلکې په دې لړ کښې هر هغه چا سره بحث مباحثې ته تيار دی څوک چې کولی شى چې امن او صلح راولى. تير کال په ستمبر کښې د امريکې د دورې په موقعه افغان اولس مشر حامدکرزى او د پاکستان صدر جنرل پرويزمشرف په ګډه د صدرجارج ډبليو بش سره ملاقات وکړو. د ملاقات په دوران کښې افغان اولسمشر حامدکرزى ووئيل چې د ترهګرۍ د مخ نيوى لپاره د پاکستان او افغانستان يوه شريکه امن جرګه دې راوبللی شى. په دغه جرګه کښې به نۀ صرف د دواړو ملکونو حاکمان بلکې د ډيورنډ کرښې د دواړو اړخو مشران هم ګډون وکړى. دوى به په ترهګرۍ او بنياد پرستۍ باندې په ازادانه توګه بحث وکړى او بيا به د مسئلې د حل لپاره خپل پيشنهادونه يا پريکړه وکړى د امريکې صدر د اولسمشر حامدکرزى ددې خبرو سره موافقه وکړه او هم دغه شان صدرمشرف هم دا خبره ومنله. اولسمشر حامدکرزى د امريکا نه په واپسۍ کابينه ددې خبرو نه خبر کړه او فيصله وشوه چې د جرګې رابللو لپاره عملى قدمونه اوچت کړی شى په دې لړ کښې روحانى سياسى مشر پيرسيد احمدګيلانى په مشرۍ کښې يو کميشن جوړ شو، چې کميشن تراوسه پورې څۀ کم ؤ بيش ٤٤ غونډې وکړې. څو ورځې وړاندې د پيښور نه د اخبار واله ؤ يعنې صحافيانو يو څوارلس کسيز هيئت کابل ته لاړو چې د جرګې په حقله معلومات راجمع کړى. صحافيانو په کابل کښې د اولس مشر حامدکرزى نه علاوه دجرګې د کميشن مشر پيرسيداحمدګيلانى د افغانستان د پارليمانى چارو وزير ډاکټر فاروق وردګ (ډاکټرفاروق وردګ د جرګې دکميشن سکتر هم دی) د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالکريم خرم او دکابل والى حاجى دين محمد سره دجرګې په حقله په زړۀ پورې خبرې وکړې او معلومات ئې جمع کړل. ددې تفصيلى خبرو اترو او ملاقاتونو نه معلومه شوه چې افغان دولت او مشران غواړى چې د امن شريکه جرګه زر وشى ځکه چې دوى دا باور لرى چې ترهګرى او بنياد پرستى په زور نۀ ختميږى بلکې دا کشاله به دخبرو اترو د لارې زر حل شى. هم دغه شان افغانان څوک چې د جنګ نه ډير ستړى دى غواړى چې امن راشى، او امن به هله راشى چې خلق وغواړى او د ترهګرو مخه ونيسى. دا يوه خبره ډيره د ذکر وړ ده چې اولسمشر حامدکرزى نه واخله تر يو عام وګړى پورې هر افغان غواړى چې د پاکستان سره کلکې اړيکې وساتى ځکه چې اوس د افغانستان او د پاکستان خلق په نۀ بيليدونکې رشتو کښې تړلی شوى دى. د دولتونو په منځ کښې دکشالو باوجود د دواړو هيوادونو خلق د يو بل په ښو او بدو کښې شريک دى، د تګ راتګ لارې خلاصې دى، دعامو وګړو ترمنځه ډيرې ښې رابطې دى. خو د دواړو ملکونو د حاکمانو په منځ کښې اعتماد نشته. د اولسمشرحامدکرزى د وينا مطابق کله چې د اعتماد ديوال ونړيږى نو بيا غل ، ډاکو، قاتل او ترهګر ته لاره خلاصه وى. ددغې لارې د تړلو لپاره پکار ده چې د اعتماد او د باور دا ديوال تر ميم شى. او دې ترميم لپاره ضرورى ده چې د خلقو د خوښې سره سم کوټلى ګامونه پورته کړی شى. او هم په دې لړ کښې د امن شريکه جرګه راوبللی شى. د پيښور دصحافيانو سره د خبرو اترو په موقعه افغان مشرانو د امن د شريکې جرګې نه د ډيرو ښو نتيجو اخذ کولو ژمنه وکړه او وې وئيل چې دوى غواړى چې د امن سره سره دې د پاکستان د اولس سره تاريخى اړيکې نورې هم فعاله شى. دوى ووئيل چې کابل کښې کيدونکې امن جرګه کښې به د دواړو ګاونډى هيوادونو مشرانو او نمائنده ګانو ته د ترهګرۍ او عسکريت خوښۍ په مخ په زياتى رجحان د خبرو اترو کولو موقعه په لاس ورشى او ددې د مقابلې دپاره به د شريکې کړنلارې جوړولو جوګه شى، دوى ووئيل چې په دې لړ کښې افغان حکومت هر قسمه ګامونو پورته کولو ته تيار دی او جرګه کښې چې کومې فيصلې وشى يا تجويز ورکړی شى افغانستان به په دغه تجويزونو او فيصلو پوره عمل کوى. د شريکې جرګې مشر منتظم ډاکټرفاروق وردګ څوک چې د افغانستان د پارليمانى چارو د مملکت وزير هم دی ووئيل چې دا شريکه جرګه به افغان صدر مقام کابل کښې د اګست د مياشتې په دويمه اوونۍ کښې کيږى. دۀ ووئيل چې بل هيڅوک نۀ ولې عام خلق د ترهګرۍ نيغ په نيغه ښکار دى په دې وجه د دوى په مشرانو او نمائنده ګانو دا ذمه وارى پريوځى چې راوړاندې شى او د ترهګرۍ او عسکريت خوښۍ ختمولو دپاره يوه کړن لاره جوړه کړى عبدالکريم خرم چې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت څوکۍ هم لرى ووئيل چې کيدونکې جرګه د پاکستان او ددغه هيواد د خلقو په ګټه کښې ده په دې وجه ميډيا له پکار دى چې ددې اهميت په ګوته کړى. دۀ دا خبره سپينه کړه چې هره مسئله په ټوپک او ګولۍ نۀ بلکې په خبرو اترو هواريږى. ددې نه وړاندې چې تباهۍ رامنځته شى ضرورت ددې خبرې دی چې مسئلې په خبرو اترو هوارې کړی شى. افغان قيادت سره د کوټلو خبرو اترو په رڼا کښې دا نتيجه رابرسيره کيدی شى چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ هيڅ قسمه اختلافات نشته خو دواړه ګاونډى هيوادونه او ددې اولس د ترهګرۍ او عسکريت خوښۍ نيغ په نيغه ښکار دى. په خاص توګه د سيمې خلق څوک چې يو بل سره دينى، کلتورى، مذهبى او اقتصادى تاريخى اړيکو کښې تړلى دى دا حق لرى چې د وينې توئيدو، دښمنۍ او تباهۍ د مخنيوى دپاره يوه شريکه کړن لاره خپله کړى کوم چې په خبرو اترو او مباحثو ممکن کيدی شى. دا جرګه نۀ يوازې په افغانستان بلکې په ټول پاکستان کښې داسې يوه غوره فورم ګڼل پکار دى چې پکښې مشران او نمائنده ګان ددې جوګه شى چې په سيمه کښې د عسکريت خوښۍ او ترهګرۍ د مخ په زياتى رجحاناتو نوغى ويستو دپاره په شريکه کړنلاره يوه خلۀ شى. Shamim Shahid - بېرته شاته