(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کانديدانو مارکيټ

ټاکل شوې ده، د روان کال په بهير کې د افغانستان د جمهوري رياست لپاره عمومي ټولټاکنې ترسره شي. طبعاً د هرو دا ډول ټولټاکنو پر وړاندې ستونزې پرتې وي. د هېواد امنيتي حالات، رقابتونه، ګډوډي، درغلي، د زر و زور استعمال، يو پر بل د تورونو پورې کول، د سپکو او سپورو الفاظو کارول، له انتخاباتو نه د ځينو کانديدانو بايکاټ په، زور، چل او هنر د ځينو کانديدانو ګوښه کول، د ټاکنو د نتيجو نه منل، د ځينو کانديدانو چغې و فرياد، د کانديدانو د پلويانو ترمنځ حق و ناحق جنجالونه، ناندرۍ او داسې نور ګڼ مسايل د ټاکنو د بهير طبيعي ځانګړنې دي. خو زه په دې ليکنه کې دې پورتنيو ځانګړنو يوې ته هم نغوته نه کوم، يوازې غواړم د افغانستان د جمهوري رياست د راتلونکو ټاکنو لپاره د کانديدانو ظرفيت، کفايت او اخلاقي جرئت ته د لوستونکو پام را واړوم او دېته اشاره وکړم، چې ددې ګڼ شمېر کانديدانو د کمښت لارې چارې هم شته او که نه؟ نو تر ټولو لومړۍ دا پوښتنه مطرح کوم، چې څوک کانديدان دي او څوک نور کانديدېږي؟ سريزه:په مجموعي ډول د هر چا ذوق او شوق چې پارېدلى، احساس يې په څپو راغلى، نو پرته له دې چې له عقل سره مشوره وکړي او ځان يو ځل د خپل وجدان په تله وتلي، ځان يې کانديد کړى، کومې نمونې چې اوس يې ځانونه نوماند کړي، پر دې نمونو سربېره نورې څېرې او نمونې هم په راټوکېدو دي، چې په نږدې راتلونکي کې به يې شاهدان يو، که هغه نمونې مو وليدلې، نو پر دې اوسنيو به شکر وکاږئ! ښه به وي، چې دلته ددې کانديدانو پر ډلبندۍ لږه رڼا واچوو: ١- د کور و کلي کانديدان: دا هغه ډول کانديدان دي، چې ان د خپلې مېرمنې او د کور د نورو غړو خبره هم پرې بره ده، د هغو ځواب هم نه شي ويلى، خپل کلي کې يې هم څوک نه پېژني، سيمه، ولسوالۍ او ولايت خو لا څه کوې. دده لپاره، نو دا تر ټولو ښه وسيله ده، چې ځان کاذب شهرت ته ورسوي، لومړى خپلې مېرمنې ته خپل حيثيت اوچت کړي، چې دا دى زه خو هم دومره يم، چې ځان مې ان د افغانستان جمهوري رياست ته کانديد کړ، بيا به په خپلې ټولنې، کلي او ولس کې هم په پنځو کې ياد شي، غم، ښادي، واده، خيرات او فاتحې کې به د ګډون جوګه شي او دشهرت په دې وړيا وسيلې به دکاذب شهرت پوړيو ته ورسېږي. ٢- سيمه ييز کانديدان: يو شمېر کانديدان په کې داسې دي، چې يوازې د يوې سيمې يانې د يوې ولسوالۍ د يوې برخې يو څه کسان پېژني او يو شمېر کسان دى پېژني، دوى فکر کوي، چې ټول افغانستان همدا دى، ځکه چې دومره خلک دى پېژني. ددې ډول کانديدانو د فکر دايره ډېره تنګه وي، دوى افغانستان په همدې دايره کې ګوري. اصلاً د خپل هېواد له جغرافيايي، سياسي او ملي جوړښت څخه ناخبره دي. يو وخت زموږ په کلي کې يو نداف و، خورا خدمتګاره او صادقه سړى و، خو په خپل ټول عمر کې له کلي لرې چېرته نه و تللى. د اعليحضرت محمدظاهرشاه وخت و، يوه ورځ د کلي مشر يا خان ځان سره الينګار ولسوالۍ ته بوته، دا لومړى ځل و، چې ده الينګار ولسوالۍ ليدله، نو لومړى ځل يې د ولسوالۍ پر پنځه لس تنو عسکرو سترګې ولګېدې، چې د دېوال غاړې ته منظم ناست وو او سپينې خولۍ يې پر سرو وې. دا د ټولې ولسوالۍ عسکر وو، چې ((قوۀ- ضربه)) يې ورته ويله. ده چې دا دومره عسکر وليدل، نو خپل مشر ته يې وويل: ((او او باداره عسکر ګوره عسکر دا چې ما سره واى، نو ما پاچاهي نيوله...)) نو پر دې سيمه ييز کانديدانو هم همغه کانه شوې، چې په څو عسکرو ټوله پاچاهي نيسي، دوى د خپلې سيمې په حساب، ټول افغانستان محاسبه کوي. ٣- د ولسي جرګې په ټاکنو کې ناکام کانديدان: د جمهوري رياست ټاکنو ته يو شمېر داسې کسانو هم ځانونه کانديد کړي، چې د ولسي جرګې لپاره په تېرو انتخاباتو کې يې ولايتي څوکۍ هم نه ده ګټلې، چې ورته ووايې هغه دې ونه ګټله، نو دا به څنګه وګټې؟ نو سم له لاسه ځواب درکړي، والله نو هلته خو ډېره درغلي وشوه، اوس خو حالاتو هم تغير کړى، کرزي نه هم ټول خلک خفه دي، نو ځکه مو ځان کانديد کړى، نو چې ورته ووايې: کرزي نه چې خفه دي، نو له تا څخه خوشاله دي که څنګه؟ نو بيا وايي چې انتخاباتو کې د ځان کانديدي د هر چا حق دى، موږ هم له همدې حقه ګټه اخلو او داسې نور دلايل به بيان کړي. ٤- د ولسي جرګې په ټاکنو کې بريالي کانديدان: د اوسنيو کانديدانو په ډله کې بيا يو شمېر داسې هم دي، چې اوس د ولسي جرګې غړي دي، له هرې لارې چې تللي، خو تللي او اوس د ولسي جرګې غړيتوب لري. دوى هم ځانونه کانديد کړي، ددې يوعلت دادى، چې د ولسي جرګې لپاره په راتلونکو ټاکنو کې په هېڅ وجه خپل سيټ نه شي ترلاسه کولاى، نو په همدې پلمه ځان جمهوري رياست ته کانديدوي، که سبا څوک ورته ووايي چې ولې دې ولسي جرګې ته ځان کانديد نه کړ؟ نو دى به ورته ووايي، چې دا نو زما لپاره شرم دى، چې ځان ولسي جرګې ته کانديد کړم، ځکه چې زه خو جمهوري رياست ته کانديد وم. په همدې کسانو کې زه داسې يو څوک پېژنم، چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې يې نږدې (٨) لکه ډالره مصرف کړل، چې ايله (٨) زره شاوخواو کې رايې پرې پوره کړي، يانې ټول مصرف شوي ډالر تقسيم دده پر وټرانو، هر وټر ته سل امريکايي ډالره رسېدل. اوس يې نو بيا ځان د جمهوري رياست څوکۍ ته کانديد کړى دى، دې ښاغلي، د ولسي جرګې د کار په بهير کې څو نامشروع قراردادونه ترلاسه کړل او يو څه پيسې يې اوس زېرمه کړي، غواړي په هغو د خلکو ضميرونه واخلي، خو له دې ناخبره چې که يوه رايه سل ډالره رانيسي، نو يو لک رايې چې د مجموعي رايو له جملې څخه په سلو کې يوه هم نه جوړوي، مجموعي لګښت يې لس مليونه ډالره کېږي، خو خداى دې دا وطن دومره نه ذليلوي، چې يو لک ضمير پلوري په کې پيدا شي. د ولسي جرګې اوسني غړي چې د جمهوري رياست کانديدان دي، نور ډېر ګڼ مرضونه او غرضونه هم لري، چې د ليکنې د اوږدوالي له امله ورڅخه ډډه کوم. ٥- د لفظي ملي ګوندونو نا ملي کانديدان: يو شمېر ګوندونو، چې کلونه کلونه يې په ځان پورې د ((ملت)) او ((ملي)) روستاړى تړلى و، له هغو څخه هم ځينې کانديدان ودرېدلي دي، خو نه ګنې د ګوندونو په استازۍ، بلکې په مستقل ډول او د ((ملي کانديد)) په توګه. دلته دا پوښتنه پيدا کېږي، چې که دا ښاغلي کانديدان رښتيا هم ((ملي)) وي، نو بيا يې په هغو ګوندونو کې غړيتوب او مشرتوب ته څه حاجت و، چې لا ((ملي)) شوي نه دي، خو تش لفظاً ملي دي، بله خبره دا چې که چېرې ددوى ګوندونه ((ملي)) وي، نو بيا خو دې د خپلو ګوندونو له خوا ځان کانديد کړي او که چېرې يې ګوندونه ((ملي)) نه وي، نو بيا دې ترې د ((ملت)) او ((ملي)) روستاړى يا اصطلاحګانې لرې کړي. عجيب منطق دى، ګوندونه يې ملي دي، خو کانديدان يې ملي نه دي، يا کانديدان يې ملي دي، خو ګوندونه يې ملي نه دي، خو په الفاظو کې هر ځاى ((ملت)) او ((ملي)) لفظ او اصطلاح نه ګټه پورته کوي. دا کانديدان هم په واقعيت کې هېڅ نه دي، هسې په اصطلاح سترګې تورول کوي، دوى اکثره پر دې پوهېږي، چې په هېڅ ډول، انتخابات نه شي ګټلاى، خو غواړي په انتخاباتو کې د شهرت له لارې ځان او خپله ډله مطرح کړي او بيا د تېر حکومت په شان، چې د مضر مصلحت منفور دود پرې واکمن و، يو ځل بيا خپل ځان او بيا خپله ډله له امتيازه برخمن کړي. ٦- بهر مېشتي افغان کانديدان: يو شمېر بهر مېشتو افغانانو هم د کانديدۍ شوق کړى، په دې کې په الحادي او جهادي ډلو پورې تړلي اشخاص هم شته او همدارنګه ناپېيلي اشخاص هم، په دې کې بيا يو شمېر داسې دي، چې هسې نوم يې په پنځو کې ياد شي، هم ورته کفايت کوي، په لويديزو او متمدنو ټولنو کې، خو د جمهوري رياست يو کانديد، بريالى وي که ناکام، خاص موقف لري، نو دوى غواړي که ناکام هم شي، نو په افغاني ټولنه کې خو هسې هم ژوند نه کوي او خپله دويمه ټولنه يې چې ده، په هغو کې خو به خپل موقف مستحکم کړي، په مجلسونو کې خو به يې کله کله يادونه کېږي، چې: ((پلانکى خان د افغانستان جمهوري رياست پخوانى کانديد...)) په دې کې بيا بله کټه ګورۍ هغه کانديدان دي، چې په تېرو حکومتونو کې هم د ښه شان و شوکت او دبدبې خاوندان وو، خو له بېلابېلو وجو يې په حکومت کې د کار دوام تضمين نه شو، دا ډله په ولس کې هم يو څه وزن لري، د هغې يو علت دا دى: يو زيات شمېر خلک فکر کوي، چې د دوى تر شا امريکا ولاړه ده، که دا فرضيه رښتيا وي، نو کېدى شي دوى د حامدکرزي پر وړاندې قوي کانديدان وګڼل شي، خو که چېرې د دوى پر سر، رښتيا هم د امريکا د لورېينې سيورى نه وي او ولس هم پر دې پوه شو، چې دوى يوازې په خپل سر راغلي، نو بيا خو د دوى په خپلو اوسنيو کمپاينرانو کې هم يو سل و اتيا درجې بدلون راتللاى شي. د دوى مثال عيناً لکه د عبدالستار سيرت په شان دى، چې له خپل علميت او سړيتوب سره سره د ((لوى عالم او د ودانۍ د سمبول))(!) (جنرال دوستم) پر وړاندې يې سخته ماته وخوړه او له سياسي پلوه يې ((سيرت)) ته سخت زيان ورسيد. زموږ په ټولنه کې يو اوسنى ناعادلانه واقعيت دادى، چې اکثره خلک هغه چا پسې ځي، چې زر و زور ولري، شان و شوکت ولري او خلکو ته همدا اوس د يو څه د ورکړې توان ولري. يوازې علميت زموږ د ټولنې په اوسنيو شرايطو کې د قدرت معيار نه دى، د سړيتوب معيار به وي، خو د قدرت معيار نه دى. ٧- تنظيمي کانديدان: تنظيمونو بيا انډوخر جوړ کړى، خپل خپل کانديدان يې هم ودرولي، خو له نورو قوي کانديدانو سره هم غوږ جنګوي، د ارګ دروازې يې هم ستړي کړي او بيا لکه د غنمو راشه چې وېشي، د وېش تله يې په لاسو کې ده. دوى کې هم داسې د تورې سړى او کانديد نه شته، خو مقصد اورېدلي يې دي چې: ((زيارت کې بنډاره ده خورې ته هم په کې راځه...)) نو دې حالت ته چې سړى ګوري، يوه خوا په تله کې دې کانديدانو خپل ضميرونه ايښي او بله خوا امتيازونه، نو د تېرو تجربو په رڼا کې چې موږ ګورو، د امتياز په مقابل کې دا ډول ضميرونه همېشه مات شوي دي. ٨- جبهه يي کانديدان: نظار شورا،اسلامي جمعيت او پخوانۍ شمالټلواله چې اوس ورته ((متحده ملي جبهه)) وايي. په واقعيت کې نه متحده ده او نه ملي، دوى تر نورو ټولو کانديدانو، د کانديداتورۍ مارکيټ زيات ګرم کړى دى، له نورو کانديدانو څخه يې توپير دادى، چې نورو اکثرو ضعيفو کانديدانو د يوه، دوه يا درېو قوي کانديدانو دروازې ټکولي، خو دوى د ټولو دروازې ستړي کړي دي. دوى له هر چا سره دي، خو له هېچا سره نه دي، لکه ازادۍ راډيو کې چې کله کله وايي: ((ازادي راډيو د هر چا ده، خو د هېچا نه ده.)) او يا هم د ديني متنونو ملايي ژباړه چې کله کله وايي: ((انسان نه دى پيداشوى مګر پيدا شوى دى...)) نو دوى هم، ((له هېچا سره نه دي، خو له هر چا سره دي، يا هم له هرچا سره دي، خو له هېچا سره نه دي.)) د جبهې منگى خو لا هغه وخت تصنعي ښکارېده، چې د بېلابېلو ماتو شويو ډلو او اشخاصو کودړي يې سره په مصنوعي پتري ټينګ کړل او د ((متحدې ملي جبهې)) په نوم يې يوسست منګى جوړ کړ، چې د يوه ګوزار تاب هم نه لري. د جبهې د منګي د همدغې وېرې له امله جبهه تراوسه پر دې نه ده بريالۍ شوې، چې يو واحد کانديد وړاندې کړي، سره له دې چې دوو کلونو راهيسې يې په وارو وارو ويلي نن او سبا به خپل کانديد معرفي کړو، خو (( دا نن او سبا)) تر(ننه) راونه رسېدل. جبهه يان د هغو مداريانو په شان دي، چې له سهاره تر غرمې پورې، خلک ځان سره په دې پلمه مصروف ساتي، چې زه، مار او موشخورما په جنګ اچوم، خو په پاى کې خپل څادر او کڅوړې راټول کړي، خپل مار په کې ورواچوي او خلکو ته وايي: (( زه خو څه لېونى نه يم، چې دا په جنګ واچوم، زما ګټه خو همدا ده، چې تاسې مصروف وساتم، پيسې درنه راټولې کړم، که دا په جنګ واچوم، نو يو خو ضرور له منځه ځي، نو زه به بله ورځ څه کوم؟)) نو دا جبهه يان هم همداسې دي. دوى وېره لري، پر کومه ورځ چې خپل کانديد معرفي کړي، نو جبهه چې له پخوا څخه هم چندان متحده نه وه، يو دم به وپاشل شي او خلک به يې له اصلي ماهيته خبر شي، نو ځکه خو متفرق او ځينې ځواکمن غړي يې د هر قوي کانديد په دروازو کې ولاړ دي او د لومړي مرستيال د څوکۍ پر تجارت بوخت دي. په واقعيت کې د جبهې څو مطرحو غړو ټولو همدا مزي ځغلولي دي. کېدى شي يو څوک وروسته د جبهې د کانديد په نامه معرفي شي، خو هغه به په واقعيت کې د نظار شورا او يا هم اسلامي جمعيت کانديد وي؛ په دې جبهه کې نورې راټاله شوې نامتجانسې ډلې او افراد به يې ونه مني. ٩- متفرقه کانديدان: د پورتنيو ډول ډول کانديدانو ترڅنګ يو شمېر نور کانديدان هم شته، چې د جنس، مذهب او نورو نومونو په شعارولو سره يې ځانونه کانديد کړي او يا يې کانديدوي. دا ټول د کاذب شهرت او نامشروع امتياز په لټه کې دي، د قوي کانديدانو په ډله کې نه راځي، خو پر انتخاباتي فضا پرازيت خپرولاى شي. ١� - اوسنى ولسمشر حامدکرزى: که حالات همداسې روان وي، د اساسي او قوي کانديدانو له جملې څخه يو هم اوسنى ولسمشر حامدکرزى دى. دده تېره اووه کلنۍ واکمنۍ که څه هم ډېرې نيمګړتياوې لرلې، خو برياوې يې هم ډېرې زياتې وې. د جمهور رئيس په توګه دده د واک دوام هم د انتخاباتو په معادله کې دده وزن زياتوي. يو تريخ او نا عدالته واقعيت چې اوس زموږ د ټولنې د سياسي ژوندانه يو منفي دود ګرځېدلى، هغه له مشروع، نامشروع ډلو او اشخاصو سره مثبت يا منفي ايتلاف دى، چې په افغاني ټولنه کې د سياست لوري ته بدلون ورکولاى شي. حامدکرزى په دې ډول ايتلافونو او سازشونو کې تر نورو اوسنيو مطرح کانديدانو زياته تجربه لري. دى د نورو کانديدانو په انډول خپلو ايتلافي ملګرو ته تر حده زيات امتياز ورکوي، دا کار هم کېدى شي، د نورو کانديدانو پر وړاندې دده مټ غښتلى کړي، دا پورته ايتلافونه طبعاً د عدالت پر بنسټ ولاړ نه دي، خو د ټولنې د يوه منفي واقعيت په توګه يې په پام کې نه نيول، د انتخاباتي بهير نا سمه ارزونه ده. د پورتنيو مختلف الشکله او متضادو ايتلافونو او ګڼ شمېر کانديدانو شتوالي، ولس ته ګڼ شمېر اندېښنې پيدا کړي دي. تر ټولو ستره اندېښنه د همدې ګڼ شمېر کانديدانو شتوالى دى، چې د ولس د ذهني پاشنې اونارامۍ سبب ګرځي او هغوى نه شي کولاى، تر ټولو غوره کانديد په اسانۍ سره په نښه کړي. د ګڼ شمېر کانديدانو شتوالى به ددې سبب شي، چې ټاکنې دويم پړاو ته وغځول شي او په دې حالت کې به افغانستان له سختو قومي، شخړو، بحرانونو او ملت ضد ايتلافونو سره مخامخ شي، د ګاونډيو هېوادونو لاس به لا را اوږد شي، په ايتلافونو کې به د پيسو نقش او امتياز لا زيات شي او په نتيجه کې به د ولس رايې په ډول ډول امتيازونو، رشوتونو او مهارتونو وتروړل شي، داسې يو حکومت به رامنځته شي، چې د ولس به خوښ نه وي، خو د ولس خوښي نظام نوم به ورکول کېږي. دغو تشويشونو ته د حل کومه لاره او يا لارې شته که نه؟ زه فکر کوم چې طبعاً هره ستونزه يوه يا څو حل لارې لري. دا اوسنۍ ستونزه هم حل لارې لري، دلته به يې ځينو ته نغوته وکړم: ١- د اساسي قانون محتويات: اساسي قانون په خپله دوه شپېتمه ماده کې له محتوايي پلوه، جمهوري رياست ته د کانديد دغه لاندې ځانګړنې په ګوته کړي دي: ((١- د افغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زېږېدلى وي او د بل هېواد تابعيت ونه لري. ٢- د کانديدۍ پر ورځ يې عمر تر څلوېښتو کلونو لږ نه وي. ٣- د محکمې له خوا د بشري ضد جرمونو او جنايت ارتکاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محکوم شوى نه وي...)) دا مشخصات طبعاً اکثره کانديدان او ان عادي افغانان پوره کولاى شي. خو ددې مادې درېيمه فقره د غور وړ ده. ايا يو څوک چې: ((د محکمې له خوا د بشري ضد جرمونو او جنايت په ارتکاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محکوم شوي وي..)) هغه به ازاد ګرځي که په زندان کې به وي؟ که چېرې د محکمې په حکم له محکوميت سره سره يو څوک ازاد وګرځي بيا خو دلته نه قانون شته نه حکومت، نو ايا په داسې يوه قانوني خلا کې انتخابات، هغه هم ((قانوني ټاکنې)) شوني دي؟ بله خبره داده، چې د روانې درې لسيزې سياسي جګړې په بهير کې کوم غټ جنايتکاران، محکمې په همداسې کوم حکم محکوم کړي؟ له دې څخه معلومېږي، چې دلته هېڅ مجرم او جنايتکار نه شته، نو دا کابل بيا ((پرښتو)) وران کړى او دومره خلکو خپله ځانونه وژلي دي؟ ستره محکمه بايد ددې مادې په رڼا کې د کانديدانو دوسيې وڅېړي او تر هغه وروسته، چې هر کانديد سپين شو، د انتخاباتو کميسون ته دې وړاندې کړي. يوه عجيبه انتيکه خو دا وه، چې د جمهوري رياست په تېرو ټاکنو کې، چا چې د سترې محکمې ودانۍ په درنو وسلو غلبېل غلبېل کړې وه، نه يوازې قاضي القضات، بلکې عادي قاضيان هم په منظم ډول خپلو دندو ته، د جګړه مارو او جګړو له وېرې نه شو ورتللاى، بيا همدې سترې محکمې له همغو ښاغلو څخه سپينې او بېګناه کوترې جوړې کړې او ټاکنو کې يې ورته د ګډون حق ورکړ. که چېرې ستره محکمه جنايتکارانو ته بيا د ګډون سپين سند ورکړي، نو دا به د افغان ولس پر وړاندې ستره جفا وي او د سترې محکمې رنګ او ماهيت ته به ډېر زيات زيان واړوي. که چېرې د دوه شپېتمې مادې محتوا تطبيق شي، نه د هغې پروسيجر يا کاغذي بهير، نو پوره باور دى، چې يو شمېر کانديدان به همدلته راکم شي، که ستره محکمه جرئت وکړي، نو يو شمېر کسان به اصلاً هېڅ ځان کانديد نه کړي. ستره محکمه بايد ددې کانديدانو پر وړاندې، د خلکو له خوا مستندو شواهدو او اسنادو ته هم پام وکړي او کانديدان تر کانديدۍ مخکې د خلکو د سمو او نا سمو ادعاوو له مخې وارزوي. ٢- د انتخاباتو قانون کې د تخنيکي معيارونو اوچتول: د انتخاباتو قانون چې په ديارلسو څپرکو کې ولسي جرګې ته وړاندې شوى، تراوسه لا ولسي جرګې تصويب کړى نه دى. په دې قانون کې دې تخنيکي معيارونه يو ځل بيا وارزول شي. دلته کېدى شي دغه څو وړانديزونه موثر واقع شي. الف- د باور کارتونو يا لاسليکونو د معيار لوړاوى: د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د هر کانديد لپاره (لس زره کارتونه) په کار وو، چې کانديد يې بايد راټول کړي او د اعتبار په توګه يې د نوماندۍ لپاره وکاروي او هم پنځوس زره افغانۍ د تضمين لپاره وې. د کارتونو شمېر او د پانګې تضمين او د هغو د کچې لوړاوى او ټيټاوى، د اساسي قانون له محتوا سره هېڅ ټکر نه کوي، دا د انتخاباتو د قانون په جزئياتو کې راځي، د انتخاباتو خپلواک کميسيون کولاى شي دا رقم زيات او کم کړي. اوس چې د کانديدانو انډوخر جوړ دى، نو نه يوازې يې ولس ته ګڼ شمېر ستونزې راولاړې کړي، بلکې خپله د انتخاباتو کميسيون ته يې هم ستر مشکلات راټوکولي دي. نو که د انتخاباتو کميسيون، د انتخاباتو په قانون کې يوازې همدغه تضميني معيارونه لوړ کړي، په يودم به د سلګونو کانديدانو شمېر لسګونو ته راټيټ شي او له لسګونو به لسو ته او تر هغه به د ګوتو شمار کسانو ته راټيټ شي. دا کار به نه يوازې د انتخاباتو کميسيون ته کار اسانه کړي، بلکې د ټاکنو په لګښت کې به هم زيات کمى راشي او ولس ته به هم د انتخاب او غوراوي شرايط ډېر اسانه کړي. د ياد وړ خبره داده، چې د انتخاباتو قانون تراوسه پورې د ملي شورا له خوا هم پاس شوى نه دى، نو دوى کولاى شي د تخنيکي معيارونو په برخه کې هر ډول تغير راولي. د ساري په توګه که چېرې پخوانى معيار (لس زره کارته) پر ( دوه لکه کارته) واړوي، نو مشکل به سلو کې لسو ته راټيټ شي، تراوسه پورې د پخوانيو او اوسنيو وټرانو د کارتونو شمېر پنځه لس مليونه کسان اټکل شوى، نو که موږ يې اوسط محاسبه کړو (لس مليونه کارته) به شي. (دوه لکه کارته) ددې لسو مليونو کارتونو په سلو کې ( دوه برخې) جوړوي، نو يو څوک چې له سلو څخه دوه برخې تش باورکارتونه نه شي ترلاسه کولاى، نو بيا به (په سلو کې پنځوس جمع يو) رايې څنګه ترلاسه کړي؟ د باورکارتونو ترلاسه کول ډېر اسانه دي، ځکه چې يو کانديد مخامخ له يو چا څخه کارت اخلي او بېرته يې ورکوي. مخامخ څوک، څوک نه خفه کوي، نو که يو څوک چاته د ډېر کم احترام وړ هم وي، کارت ورکوي، خو رايه بيا بل شى دى. هلته د وټر ضمير او د کانديد کيفيت او نور ګڼ مسايل رول لري. نو يو څوک چې په سلو کې دوه کارته نه شي تر لاسه کولاى، نو بيا به په سلو کې (پنځوس جمع يو) وټونه څنګه ترلاسه کړي؟ دا کار به د ټولو هغو کانديدانو مخه ونيسي، چې څوک دې څوکۍ ته د نوماندۍ لياقت، ظرفيت او کفايت نه لري، يوازې د ځاني او دروغجن شهرت او نامشروع امتيازونو په لټه کې دي، غواړي له دې انتخاباتي بهير څخه ناوړه ګټه پورته کړي او ځان په پنځو کې حساب کړي. ب- د مالي تضمين د معيار لوړاوى:په تېرو انتخاباتو کې د جمهوري رياست لپاره (پنځوس زره افغانۍ) د تضمين په توګه ټاکل شوې وې. د ولسي جرګې د هر کانديد لپاره (لس زره افغانۍ) ټاکل شوې وې. شرط داو:که د ولسي جرګې هر کانديد د همغه ولايت په ټاکنوکې د ټولو استعمال شويو رايو له جملې څخه، په سلو کې (دوه رايه) ترلاسه نه کړي، نو لس زره افغانۍ يې بېرته نه ورکول کېږې. د جمهوري رياست راتلونکو انتخاباتو کې هم په کار دي، چې داسې يو شرط کېښودل شي. د ساري په توګه: که هر کانديد د ټولو استعمال شويو رايو له مجموعي شمېر څخه په سلو کې (٥ رايې) ترلاسه نه کړې، نو د انتخاباتو ټول لګښت تقسيم پر ټولو ولاړو کانديدانو، د هر کانديد لپاره چې څومره لګښت راغى، دا کانديد به يې پرېکوي او يا هم لږ تر لږه هغه لګښت چې له نورمال حالت پرته د زياتو کانديدانو د ودرېدو له امله پيدا شوى دى، همدا لګښت دې پر کانديدانو تقسيم شي او هر کانديد چې معيار پوره نه کړ، د خپلې برخې لګښت بايد وزغمي. دلته بيا کېدى شي، د کاذب شهرت او د نورو ډول ډول امتيازونو غوښتونکي کانديدان له دې نظر سره مخالفت وکړي او ووايي:(( غريب کانديدان ددې وس نه لري او دا د ولسواکۍ د اصل مخالف کار دى)) د بشر حقوقو تش په نامه سازمانونه هم کېدى شي له دې طرحې سره مخالفت وکړي او د تش په نامه سياسي او ملي ګوندونو، بې کفايته او نا ملي کانديدان هم ورسره سخت مخالفت ښيي. ددې ډول احتمالي مخالفتونو پر وړاندې بايد وويل شي: دا ښاغلي کانديدان، چې د انتخاباتو د لګښت د لوړاوي سبب ګرځي او په پاى کې دا بار د ولس پر اوږو پرېوزي، نو بايده دي، چې د لګښت د ټيټاوي سبب هم شي. بله خبره داده، چې اوس يو څوک دومره کمزورى دى، چې په سلو کې (پنځه) رايې نه شي اخيستلاى، نو بيا ولې ټاکنو ته ودرېږي؟ د خپل ځاني شهرت لپاره د ولس د وخت د ضايع کېدو او د انتخاباتو د لګښت لوړاوي سبب ګرځي؟ که چېرې د کانديدانو دا بهير سم او مهار نه شي، نو شمېر يې کېدى شي ان تر سلو تنو پورې ورسي او که پورتني وړانديزونه عملي شي، کېدى شي کانديدان تر لسو تنو هم زيات نه شي. په دې حالت کې د ووټ کارت لګښت له سلمې برخې څخه لسمې ته راټيټېږي، د صندوقو شمېر، د ټرانسپورت لګښت، د کارت کارونې او کارت شمېر وخت، همدارنګه نور ګڼ لګښتونه تقريباً په سلو کې (٩� ) راټيټېږي، خو که دا خبره عملي نه شوه، پر پورتنيو لګښتونو سربېره د مامورينو د شمېر زياتون ته هم اړتيا ده او تر ټولو بده يې لا دا چې زموږ لوستو، کم لوستو او نا لوستو خلکو ته به ډېره ګرانه وي، چې په دومره ګڼ شمېر کانديدانو کې د خپلې خوښې کانديد غوره کړي او تېروتنه په کې ونه کړي. ددغو ټولو ستونزو اصلي مسولين همغه کانديدان دي، چې څوک يې په کلي کې نه پېژني، خو دى د ټول هېواد د مشرتوب دعوه کوي. بل په مالي تضمين کې خو څه حقوقي نقيصه ځکه نه شته، چې دا د چا دکانديدۍ حقوق نه سلبوي، که چېرې کانديد په سلو کې تر پنځو زياتې رايې وګټلې نو مالي تضمين خو يې هسې هم نه سوزي، نو بيا يې مخالفت ته څه حاجت دى؟ که هر څوک له دې طرحې سره مخالفت کوي، نو له ورايه معلومېږي، چې دى پر ځان باوري نه دى، چې په سلو کې پنځمه برخه رايې به وګټي او که ګټلاى يې شي، نو بيا خو يې طبعاً مخالفت هم نه کوي. ددې مالي تضمين ترڅنګ نور تضمينونه هم کېدى شي په دې برخه کې موثر تمام شي، خو دا دوه تضمينه: يو د دوه لکو کارتونو راټولول او پر هر شوي کانديد کېدونکى انتخاباتي لګښت، ډېر څرګند دي. ٣- د مخورو او پوهانو منځگړتوب:د کانديدانو د کمولو يوه بله لاره چاره داده، چې يو شمېر نېک، ناپېيلي مخور اشخاص او پوهان سره په خپل منځ کې جرګه شي او له بېلابېلو کانديدانو سره وګوري او دسلا مشورې له لارې ځينې له خپل کانديدۍ تېر کړي، دا کار کېدى شي يو څه تاثير ولري، خو ډېر تاثير به ځکه نه لري، چې تر اوسه لا اکثره کانديدان د خپل غرور پر نيلي سواره دي. که څه هم همدا اوس يو شمېر ليکوال او پوهان له ځينو کانديدانوسره پر خبر اترو بوخت دي، چې هغوى له خپلې کانديدۍ منصرف کړي، خو هر يو سره چې ناست دي، ټول من يم، نيم منى په کې نه شته، هر يو همدا خبره کوي: چې ما شا وخوا وکتل، داسې د کار سړى مې ونه ليد، نو ځکه مجبور شوم، ځان مې کانديد کړ، زه پر نورو يو څه خوبۍ لرم، عقل و پوهه لرم، بهرنيان مې پېژني، داخل کې محبوبيت لرم، قرباني مې ورکړې، سياسي پوهه لرم، تر نورو يو څه زيات پوهېږم، له هر قوم سره تماس لرم او سل نورې ځانګړنې به ځان پورې وتړي، دې سره سره وايي: خوبيا هم زه ستاسو مخورو پوهانو خبرې شاته نه غورځوم، تاسې لاړ شئ! نورو کانديدانو سره هم خبرې وکړئ، که تر ما مو بل غوره ، پوه، هوښيار او لايقه کانديد پيدا کړ، داسې کانديد، چې داخل او خارج کې يې خلک ملاتړ وکړي، نو بيا به زه هغه ته، ستاسو په غوښتنه تېر شم،خو که تر نورو زه هوښيار او په سياسي مسايلو پوه يم، بهر او داخل کې هم ملاتړ لرم، نو به بيا دا ډېره بې انصافي وي، چې تاسې ماته وايئ، چې ته تېر شه او هغه ته وايئ چې مه تېرېږه! په دې باب ماته يوه کيسه راياده شوه: د ولسي جرګې لپاره په تېرو ټاکنو کې په يو ولايت کې همداسې يو څوک کانديد و، چې د زور پر اس سور و،خو له عقل او منطقه پلى و، د ليک لوست له نعمت سره يې هم جوړه نه وه، پر خلکو يې د خپلې واکمنۍ يوه توره او جاهلانه دوره هم تېره کړې وه. د کمپاين پر وخت يې د خپلې سيمې او خپل ټبر ګڼ خلک هم راټول کړي وو، ډېر پسونه يې حلال کړي وو او خلکو ته يې ښه ډوډۍ تياره کړې وه، کله چې د سټيج سر ته پورته شو، نو خلکو ته يې وويل: (( او خلکو تاسو ته وايم، ښه پوه شئ، زه کانديد يم پارلمان ته! نو اوس تاسې ته وايم دلته هر سړى ولاړ دى، تاسې خو پوهېږئ، چې زه هم مجاهد يم، قومي سړى هم يم، تر نورو هم زيات پوهېږم، دا ځايونه ټول راته معلوم دي، تر نورو هوښيار يم، خو بيا هم که تاسو تر ما دلته بل هوښيار پيدا کړ، چې هم مجاهد وي، هم ښه سړى وي، هم تر ما هوښيار وي، نو تاسې هغه ته رايه ورکړئ او که نه، چې زه خو هم مجاهديم او ستاسې خپل سړى يم، هم پوهېږم، نو بيا خو بايد ماته رايه راکړئ! د غونډې په برخوالو کې يو سپين ږيري مخور له يوه ګوټه ګوته ورته کړه، ويې ويل: (( حاجي صېب قوماندان صېب! دا خبره خو موږ نه شو کولاى، چې په دې ولايت کې به تر تا بل هوښيار سړى وي، خو خداى دې بيخ د هغه سړي وباسي، چې په دې ولايت کې اوسېږي او تر تا کم عقل وي))، نو دې کانديدانو اکثرو ته هم دغسې ځواب په کار دى: خو په هر ترتيب،د ټاکنو کميسيون کولاى شي، نورې متبادلې لارې هم وڅېړي چې د کانديدانو شمېر راکم کړي او زموږ ولس د دروغجنو کانديدانو له دې غالمغال او جنجال څخه خلاص کړي. د ګڼو کانديدانو شتوالى نه يوازې ولس او عامه شتمنۍ ته يو ستر جنجال دى، بلکې د قوي کانديدانو رنګه هم پيکه کوي، د هغوى مخې ته هم تيږې تولوي، رسنۍ هم په خپلو الفاظو ککړوي، د ښه او بد، قوي او ضعيف کانديد توپير ګرانوي، دا ډول کانديدان که چېرې په وروستيو شېبو د کوم قوي کانديد په ګټه تېرېږي، نو له هغوى څخه هم بيا ډېر ناوړه نامشروع امتيازونه غواړي. د قوي کانديدانو د ناکامۍ په حالت کې به قوي کانديدان د هغوى شوي اقتصادي لګښتونه پرې کوي او د برياليتوب په حالت کې به له بريالي کانديد څخه د زياتو هغو دولتي پوسټونو ورکړه غواړي، چې قوي کانديد ته به يې هم ورکړه په ګرانه او د ولس د حق د سلبېدوپه بيه تمامېږي. په هر حال د ګڼو کانديدانو شتوالى په هېڅ ډول هېواد ته په ګټه نه دى، د ولسواکۍ تمثيل نه دى، بلکې پر ولسواکۍ يو ډول ريشخند وهل دي. دا کار د ولس د ذهني انارشۍ سبب ګرځي، په سيمه ييزه کچه د دښمنۍ او نفاق يو لامل کېږي، د انتخاباتو لګښت څو برابره لوړوي. بل پړاو ته د ټاکنو د وړلو سبب ګرځي او په لسګونو نورې ناروغۍ راټوکوي. دا ټول دلايل ددې سبب ګرځي، چې د کانديدانو شمېر د تخنيکي دلايلو اونورو قانوني لارو چارو پر بنسټ راکم شي، تر دې حده چې په يو مناسب او واړه کارت کې ټول قوي کانديدان ولس ته وړاندې شي. په دې لړۍ کې کېدى شي نورې ګڼې ليکنې هم وشي، زه هيله من يم د نظر خاوندان او ملتپال افغانان زما دا وړانديز پوره او کره کړي او په هر اړخيز ډول يې وڅېړي. د انتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه هيله لرم، چې د رڼو، عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو هلې ځلې وکړي او د ګڼو کانديدانو له اسارته او ناوړه مهارته هم خپل ځان او هم زموږ ولس وژغوري او د کانديدانو پر دې اوسني ګرم مارکيټ د منطق سړې اوبه تويې کړي. - بېرته شاته