(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوست ولايت ښوونيز بهير ته کتنه

د افغانستان په جنوب ختيځ کې خوست له هغو ولايتونو نه دى چې ښوونې ا و د نوي نسل زده کړې ته پکې زياته پاملرنه شوې ده . دلته د قومي تړونونو پر بنسټ خلک ښوونځي پخپله ساتي او پردي نه پرېږدي چې اورونه ورته کړي .
د خوست په ١٢ ولسواليو اومرکز کې ٢١٦ ښوونځي دي چې ٢� ٦ يې فعالې او لس يې تړلې دي . ټول ټال ١٨� زره زده کوونکي په ٤٣ ليسو، ٣٥ منځنيو ښوونځيواو پاتې لومړنيو ښوونځيوکې په زده کړو بوخت دي . په خوست کې ١٣ مدرسې هم د پوهنې په وزارت پورې تړلې دي . د زده کوونکوله ډلې نه ٥� زره نجونې دي. په خوست کې يوه دنجونو ليسه اوهره ولسوالي کې دنجونويوه لومړنۍ ښوونځۍ شته .
په خوست کې د ټولو ښوونکو شمېر ٤� � � ته رسيږي چې ١٧ سوه يې رسمي او نور قرارداديان دي . خوست يو پوهنتون لري چې د شيخ زايد پوهنتون نومېږي او شاوخوا٤� � � زده کوونکي لري . د عبدالله خان تڼيوال په نوم يو دارالمعلمين لرى چې تيرکال ٥٥� ښوونکي ترې فارغ شول . دغو کسانو به هم زده کړې کولې اوهم يې ښوونه ورکوله .
له دې سره سره داسې ولسوالۍ هم شته چې زده کوونکي يې د ښوونځيو ودانۍ نلري او تر شنه اسمان لاندې لوست وايي. يوه داسې ولسوالي د خوست شمال ختيځ د ډيورند کرښې ته په ٥� کيلومترۍ کې پرته ده چې د کورمې ايجنسۍ سره شاوخوا٣� کيلومتره اوږده پوله لري . دا د خوست تر ټولو پراخه ولسوالى ده. د دې سميې زياته برخه غرونه دي چې گورگورې اوښون پکې دي .
کرنيزه ځمکه يې په نشت حساب ده اوکه شته نوللمي ده. دلته داسې درې شته چې اوبه پکې روانې دي او د بندونو د جوړولو امکان لري . د دې کار په کولوسره به له يوې خوا ځمکې خړوب شي او له بلې خوابه ځايي خلکو ته برېښنا ورسيږي . د ځاځي ميدان د سيمې خلک دخوست په کچه خوار اوبې وزلې دي. ژوند يې په مالدارۍ ولاړدى، د سواد کچه پکې ټيټه ده . سره له دې چې داسيمه دډيورند کرښې ته نيږدې ده خودجنوب ختيځ په کچه ترټولوارامه ده . اوسيدونکي يې په سلوکې اتيا يا نوي په ملي پوځ اويا پوليسو اوکمپاين کې کارکوي نوځکه ډيره مرگ ژوبله هم دوى ته اوړي چې په چاودنوکې وژل کيږي .
خلک يې غښتلى قومي جوړښت لري اوکه نابلده سړى سيمې ته ورځي دوى يې دروي اوځکه خومخالف وسله وال دلته نفوذ نلري . په ځاځي ميدان کې يوه ليسه اوڅولومړنى اومنځنى ښوونځي شته . ښځې اوسړي غره ته د مزرود راټولو لولپاره ځي، مالونه لري اوځينې ځوانان يې دمزدورۍ لپاره عربي اوخليج هېوادونوته درومي. څه موده مخکې د هغه سړک د پخولوکارپيل شوچې د ٣� کيلومترپه اوږدوالي دا سيمه د ډيورند له کرښې سره نښلوي. دځاځي ميدان په سيمه کې سړک ژرپوخ شو اوپه کارکوونکويې يوډزهم ونشو.
د ډيورند له کرښې سره دپاخه سړک د نښلولو يو دليل دا و چې څوک دا احساس ونکړي چې افغانستان ته له پاکستانه د ور اوښتوسره سم له اومه سړک سره مخامخ کېږي . سيمه ډيره خوارۍ ځپلې ده خوله پوهنې او زده کړې سره ډيره مينه لري . که څه هم پدې وروستيوکې په خوست کې دښوونځيولپاره ودانۍ جوړې شوې دي، خو پوره ندي ، دلته امنيتې ستونزې نشته اوخلک يې تياردي دبيا جوړونې په پروژوکې کاروکړي .
د همدې سيمې د داڼيو په سيمه کې ښوونځى ودانۍ نلري او زده کوونکي يې داسې سوزوونکي لمرته ناست دي چې ونې هم نشته . sorce:bbc - بېرته شاته