(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون قامي وحدت

د« پښتون قامی وحدت» تر سرلیک لاندی دا پیغام د پښتون قامی و حدت ستر لاښود او د پښتنو قامی مشر ښاغلی محمدافضل خان «خان لالا» دیوی رسالی په بڼه په پښتو، انګریزی او اردو ژبو په ۱۹۹۶ ع کال کی لیکلی او د پښتونخوا پبلیکیشنز پیښور خپور کړی چی د پښتنو د قامی وحدت لاری چاری ئی پکی په ګوته کړی ، مونږ ئی خپلو درنو لوستونکو ته کټ مټ وړاندی کوؤ . په درناوی د پښتونخوا د خپروني جرګه د کتاب پیژندنه د کتاب نوم : پښتون قامي وحدت لیکوال : محمدافضل خان د چاپ کال : نومبر ۱۹۹۶ ع چاپ کوونکی : ملـت ایـجـوکـیشـنل پرنټرز لاهور خورونکی : پښتونخوا پبلی کیشنز پېښور د انټرنټ پر مخ کمپوز او ترتیب : نسیم ستوری تـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړون د پــــــــښــــــــــتــــــون ځـــــــــــوان نـســـــــل او هــــــــــغـه ټـــــــولـــــو بـــــــاشــــــــــعـوره لـیــــکــــــــوالـــو ، ادیـــبــانـــو ، پــــــوهـــــانـــــــو ، ســیــاســـــتــــمـــــدارانـــو او خـــــــواری کـــښــو پــښــتـــنــــو پـــــه نـــــوم څـــــــوک چـــې د پښــتــــون قــامـــی وحـــــدت لــــــپــاره هـــــلــــې ځـــــــــلــــــــې کــــــــــــــــوی . مــحـــمـد افــضــل خـــان

پښتون قامي وحدت

بسم الله الرحمن الرحیم که په زمکه نظر واچولی شی نو چیرته لوړ دنګ غرونه دي ، چیرته د غرونو په سرونو واورين پټکی دي ، او چيرته ئې ځان په شنو دوشالو کې پټ کړی دی ، چیرته په غړمبار روان سیندونه دی ،او چیرته سردرې ، ځائې په ځائې پکې سمندرونه ، دشتې ، هوار او پراخه میدانونه دي او چیرته چې ورشو ګانې او شاړې شودیارې په ظاهره د زمکی طبعی خدوخال هم دی او د آب و هوا د څرنګوالی عوامل هم دي خو تر شائې په فطری ډول یو عظیم الشان مقصد هم پروت دی . که لږ په غور سره وکتل شی نو د زمکی دغه طبعی خدوخال د مختلفو جغرافيائی وحدتونو څرګندونه کوی . چیرته د یو جغرافیائی وحدت تړون داسی دی چې لوړ ، دنګ او اوچت غرونه ئې د یو سرحد او پراخه سمندر ئې د بل سرحد بندیشونه ښکاره کوی . چیرته د یو هیواد یا جغرافیائی وحدت په یوه او بله غاړه ژور، لوئی او غړمبیدلی دریابونه دی ، او چیرته پراخی صحرا ګانې او دشتونه د جغرافیائی وحدت حدونه په ګوته کوی ، غرض دا چې د زمکې دغه خد و خال په څو څو ډوله د فطرت د تقاضو او منشا ګانو هندارې دي . د فطرت دغه غوښتنې د جغرافيائی وحدت پورې محدودې نه دي . خبره نوره هم په مخه ځی د جغرافیائی وحدت د زمکی د جوړښت او نورو ډیرو عواملو په اشتراک عمل یوه خاصه ژبه او کولتور وجود مومی . دغه ژبه او دغه کولتور په ډیره اوږده موده کې د هیواد جغرافیائی خدوخال نه خپل وجود پیدا کوی . شریک کولتور خلق راغونډ کړی . غونډه، ناسته پاسته ، دود ، دستور پیدا کوی. داسی ورو ، ورو په غیر شعوری ډول یو کولتوری وحدت پیدا شی . چې کله دغه کولتور ی وحدت په جغرافیائی وحدت پورې خپلی اړېکی مضبوط کړی . نو خبره نوره هم په مخه لاړه شی ، فطرت په دغه جغرافیائی وحدت کې د اوسیدونکو د ټولو ضروریاتو بندوبست کوی . او د پیداوار منابع د ولس د ضروریاتو سره سمې موجودې وی . ددغه منابعو ادراک او ضروریات چې سره یو شی نو اقتصاد مینځ ته راوړی . د قامی او انفرادی شته منیوتصور پیدا شی په ټولنه کې اقتصاد خپلې جرړې مضبوطې کړی داسې جغرافیائی وحدت یو کولتوری او اقتصادی وحدت شی . هر کله چې دشته منیو د ملکیت تصور پوخ شی او شعور وده وکړی . نو « د درې اړخیزه وحدت »د ساتنې ، دفاع او انتظام اړتیا سیاست مینځ ته راوړی . درې اړخيزې وحدت چې کله سیاسی وحدت بیامومی نو د یو قام د تشکیل عمل سرته اور سی . داسې ګويا قام هاغه دی چې په یو جغرافیائی ، کولتوری، اقتصادی او سیاسی وحدت کې پیرلی شوی وی . ددې نه پرته قام تشکیل نه شی موندی . غرض دا چې قامونه په فطری ډول د فطرت د منشا سره سم وجود مومی . څو مره چې « څلور اړخیزې وحدت » لرغونی او فطری وی ، هومره ئې وجود سلامت ، مسئلې ئې کمې او ملی افتخارات او شهامت ئې پیاوړی وی . ددی سره په څنګ کې یو بل حقیقت هم موجود دی . چې د تاریخ پاڼې پرې په تواتر سره ګواهی کوی .هغه دا چې هر کله په یو فطری جغرافیائی وحدت کې د بهر نه ګوټې ووهلی شی . یا ددغه جغرافیائی وحدت حدونه د فطری حدونو نه پرته په بلې طریقې سره تشکیل شی نو شخړې پیدا شی . « نیشنل ازم » هم ددغه کشالوعکس عمل ته وائی . لوئې لوئې جنګونه هم کیږی او بشریت د جبر او استبداد نه هم تیریږی د زر ګونو کلونو د کلتوری اشتراک او وحدت نه چې کوم قام تشکیل مومی . د هغوی جذباتی تړون د خپل جغرافیائی وحدت سره دومره زیات وی چې دهغې د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار وی . هم دغه جذبه ده چې ورته « هیواد پالنه »وائی . څومره چې جغرافیائی وحدت زوړ او لرغرنی وی ، هومره دغه جذبه زیاته کار فرما ، سپیڅلې او سوچه وی ، قام په خپلو عنعناتو مین او ملی غرور ئې ځلانده وی . ددغه بحث سره سم چې مونږ د نړۍ په نقشه نظر واچوو نو هر ځای چې قامونه پراته دي دوی خپل ټاټوبی لری اود دوی په دغه ټاټوبی او قامی وحدت کې چې جابر قوتونو تبديلۍ راوستې دی ، د پيړو پيړو جبر او غلامۍ هم د دوی د ذهن نه دغه تړون نه دی ویستلی . او چی کله ورته موقع په لاس ورغلې ده . دوی خپل قامی وحدت په ځای کړی دی ، لکه څنګه چې په پیړو وروستو جرمن ځان یو ځای کړو . او دغه رنګ په مشرقی یورپ او وسط ایشیاء کې قامی وحدتونه په ځای کيږی . په دی تناظر کې دا ګورو چې زمونږ د کتاب د موضوع سره سم د پښتون ( افغان ) قام جغرافیائی او قامی وحدت د تاریخی اسنادو په حواله کوم او څنګه وو . ؟ د بشری ارتقاء ماهرین په دې خبره متفق دی چې انسانی نسل د مینځنۍ آسیا نه خور شوی دی . د بشریت په بابله دغه بیان د تاریخی شو اهدونه ثابت دی . د بر صغیر او وسطی ایشیاء تاریخ د سکندر مقدونی نه شروع کيږی . او د سکندر په وخت کې د پښتون قام په اوسنی ټاټوبی کې موجودیت د معلوم تاریخ واضحه حقیقت دی . خو ددی نه هم ډیر وړاندې یعنی خواو شا څلور زره کاله مخکې په ویدونو کې د « پکت » په نوم د یوقام او د هغه د معلوم ټاټوبی ذکر موجود دی . هم دغه راز په اویستا کې د « پښت » او « بښد» او بخل ( بلخ ) د یو قام او د هغه د جغرافیائی وحدت ذکر موجود دی . دا هغه زمانه وه چې قامونه د ارتقاء په ابتدائی دوره کې وو او نقل مکانی عامه وه . د قومیتونو د جوړيدو هغه تصور لا مینځ ته نه وراغلی چې جدید او اوسنی تصور پرې ولاړ دی . ددغه خانه بدوشۍ په دوره کې د مینځنۍ اسیا اوسیدونکی چې په تاریخ کې د « اريا » په نوم مشهور دی ، د يورپ او هند خوا ته وخوزیدل ددوی یوه حصه د سلیمان غر يا کسۍ غر ( غوړه مرغه يا غوړه مرغۍ ) د لمنو نه خپل اوسنی ټاټوبی ته راکوز شول . دا خاوره د چترال نه بولان او د « آمو » نه تر اباسینه پورې خوره او د مینځنی اسيا او بر صغبر مينځ کې پرته ده . د پښتون دغه ټاټوبی په مختلفو وختونو کې په مختلفو نومونو ياد شویدی . لکه اریانا ، خراسان ، افغانستان ، روه او داسې نور. نامتو يونانی جغرافیه دان « استرابو » په ۰۲۴ عیسوی کې د اريانا دحدونو په بابله ويلی دي چې دا په ژبه قائم وو . هم دې خاورې ته احمد شاه بابا پښتونخوا ويلی دی فرمائی : ســـتـــا د عــشــق لــه ویــنـــو ډک شـــو ځــیـــګـــــرونـــه ســـتـــا پـــــــه لاره کــــــې زلــــمــی بـــیــــلـــــی ســـــرونـه تــــــا تــــــه راشـــــــم زړګـــــــــــــی زمــــــا فــــــارغ شـــــــی بـــې لــه تـــا مـــــې انـــــديـــــښــــــنــې د زړه مـــــارونــــــه د ډيـــلــــی تــخــــــت هـــیـــــرومــــه چــــــې رایــــاد کــــړم زمــــا د ښـــکـلــې « پـــښـــتـونخـــوا » د غـــرو ســـرونـــه کـــــه هـــر څـــو مــې د دنــــیـــا ملـــکــــونـــه ډیــــر شـی زمــا بـــه هـــيــر نــه شـــی دا ســتا ښــکلـــی بـــاغـــونــــه د رقـــیـــب د ژونــد مـــتــاع بـــه تــار پـــه تـــار کـــوی چــــې پــــه تــــــورو پــــښــــــــتـــانـــه کــا ګـــــــــذارونــــــه د فــــریــــد «۱ » او د اشــــرف «۲» درو بــــه بــــیـــــا شــــــی چــې زه وکــانــدم پـــه هـــــر لــــــوری تــــــخـــــتــــونــــــه کـــه تـــمــامـــــه دنـــیــا یـــو خــوا تـــه بــل خــوا ئــــــې زمـــــا خــــــوښ دی ســــتــا خــــــالـــی تــــش ډګـــرونـــه احـــمــد شــــاه بـــه دغــــه ســـتـــا قــدر هــیـــر نـــه کـــه کـــــــه ونــیـــسی د تـــمــام جــــــهـــــــان مــــلــــــکـــــونــــه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ( حواله پښتانه شعراء لومړۍ حصه ) ۱ : فرید خان د شیرشاه سوری اصلی نوم ۲ : شاه اشرف نامتو پښتون حکمران د بابا هوتک لمسی چې د افغانستان سره ئې د ایران او اصفهان ځنې علاقې په خپل حکومت کې شاملې کړې وې د احـــمــد شـــاه بــابــا نــه ډیــر وړانــدې دې خـاورې تـه بــابــا هــوتـــک په خپــل یــو نـــظــم کــې هــم پــښــتـــونــخـــوا ويــــلـــی دی . فرمائی : غــــښــــتــــلـــــیـــــونـــــــنـــــــــګ کړې د امــــــــــــــــــو واردی مـــــــــغـــــــــــل راغــــــــلـــــــــــــی ، پـــــــــــــــــه تــــــلـــــــــــوار دی پـــه پښــــــتـــونــــــخــــــوا کـــــــــې ، جــــــــوړ نــــــــاتـــــــار دی پــــــــه کــــــلـــــــــی کـــــــــور بـــــــانـــــدې مـــــغـــــــل راغــــــــــی هــــــــــم پـــــــــه غــــــــــــــزنــــــــــی هــــــم پـــــــــه کـابــــل راغـــــی ای د مـــــــــــــــرغـــــــــــــــــۍ« ۱ » غښتلـــــــــیـــــــــو راشــــــــــئ پــــــه نـــــــنــــــګ ولاړ د پــــــښـــــــــــتـــونــــــــــــــخــــــــوا شــــئ تــــــــــورې تـــــــــــیــــــــرې غــــشــــــی تـــــــــــر مــــــــــلا شـــــــــئ پـــــــــه کـلـــــــــی کـــــــــور بـــــانــــــــــدې مـــــغــــــــــل راغــــــــی هــــــــم پـــــــــه غــــــــــزنـــــــی هــــــــم پـــــــــه کـــابـــــــل راغـــــــی ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ « ۱» غوره مرغۍ یا غوره مرغه لکه څنګه چې دا خاوره په مختلفو وختونو کې په مختلفو نومونو یاده شوې ده هم دغه رنګه ددې ټاټوبی اوسیدونکی هم په مختلفو نومونو یاد شوی دي . چې ورکې پښتون ، افغان او پټان معروف نومونه دي ، لفظ پښتون د ویدونو د بښد او بښت او د یونانیانو د پکتین یا پکتیا نه اخستل شو یدی، پښتنو شاعرانو او ليکوالو هم لفظ پښتون یاد کړی دی . د وسطی ايشیاء اوسیدونکو « پښتانه » په افغان بللی دي . د نوؤ نسلی او لسانی څیړنو په رڼا کې چې په سر کې ئې مشهور نارویجی پښتو پو هاند «ګيورک مورګن سټرن» دی . پښتانه د هغو ساکانو يوه غوره څانګه ده چې په ۲۵۰ قبل مسیح کې ئې د ساکستان ( سیستان ) نه تر کشمیره یوه لویه امپراتوری جوړه کړې ه . د افغانستان ټول قامونه د شهریت په لحاظ افغانان دي . چونکې افغانستان پښتنو خپل ټاټوبی ګڼلو ځکه چې « میرویس نیکه » او « احمد شاه بابا » په یو انتظامی وحدت کې اوپیرلو . او په افغانستان دوه نیم سوه کاله د پښتنو حکمرانی وه . په دې اساس هر پښتون افغان ؤ، ولې هر افغان پښتون نه ؤ . ځکه چې په افغانستان کې نور هم ډیر قامونه وو . چې د شهریت په لحاظ افغانان وو خو د نسل په لحاظ ازبک ، تاجک ، هزاره ، نوریستانی او داسې نور ؤ . د برصغیر خلقو پښتون په پټان یاد کړيدی . چا وئيلی دی چې پښتون اول په پټنه باندې حکومت جوړ کړو ځکه نو د پټنه نه پټان شو . بهر حال زمونږ مقصد دا پلټنه نه ده . مختصر به دومره ووایو چې د کوم قام ژبه پښتو ده هغه پښتون دی او د افغانستان د شهریت په وجه ورته د وسطی ایشیاء او بر صغیر خلق افغانان هم وائی په نورو ټکو کې به دا ووایو چې پښتون ، افغان او پټان یو قام دی یو خلق دي . د پښتنو د نسل په باره کې هم د مور خينو د رایو اختلاف دی . یوه ډله وائی چې پښتانه د بنی اسرائيلو د هغه د ولس قبیلو اولاد دی چې د بابل نه راوتلې وي . ددې شجري وړومبی راوی « نعمت الله هروی » دی چې د مغل باد شاه جهانګیر په دربار کې وقائع نویس ؤ او « مخزن افغانی » نومې کتاب ئې ليکلی دی . ددی نه وړاندې ددې نظريې څرګندونه په « افسانه شاهان » نومې کتاب کې شويده او پښتنو قدیمی مورخینو د نعمت الله هروی نظریه خپله کړې ده . سراولف کیرو او خان عبدالغنی خان د دواړو د تصانیفو سر خط « دی پټانز »« The Pathans » دی . دوی ددې نظرئې سره اتفاق نه دی کړی چې پښتانه بنی اسرائيل دي . بلکې ددې دواړو په خیال پښتانه د هغه ټولو حمله اورو ( پارسیان ، یونانیان، منګول ، اوترک وغیره ) مخلوط نسل دي . ولې ددې وضاحت ئې نه دی کړی . چې ددی فاتحینو اختلاط اخر د چا سره ؟ ځکه چې د نسلونو اختلاط خو په ګرده نړۍ کې شويدی . په اوسنو لیکوالو کې عبدالحئ حبیبی ، بهادر شاه ظفر ، قیام الد ین خادم ، کوثر غوریا خيل او ډاکتر مجاور احمد زیار پښتانه اریا ګڼې او بیا په اریایانو کې ئې ساکان ګڼې دا خبره ډیره ضروری نه ده ځکه چې زمونږ اصل موضوع د پښتنو قامی مسئله په ګوته کول او د تاریخ په حواله په پښتون ځوان نسل کې د خپلې قامی مسئلې ادراک پیدا کول دي . او د پښتنو پوهانو ، لیکوالو مورخینو او سیاستدانانو پام دې مسئلې ته راګرځول دي . د انسابو ذکر په دې لړ کې د ضمن په ګوته راغلی دی . او هغه هم داسې چې د قامی مسئلی تعلق د پښتون د ټاټوبی ، دده د لرغونی هیواد یاد هغه « Defined Territory » سره دی کوم ته چې مونږ د پښتون قام جغرافیائی وحدت ويلی دی . د ټولو مفکورو د مطالعې نه پس دا حقیقت څرګند دی ، چې پښتون د مينځنۍ اسیا یو نامتو پیاوړی او لرغونی قام دی ، چې د معلوم تاریخ د مودې نه هم ډیر وړاندې په فطری بنیادونو جوړ شوی جغرافیائی وحدت کې میشته دی ، هندوستان ته ټولې لارې د پښتون د خاورې د درونه تیریږی . صنعتی انقلاب نه وړاندې هندوستان د سرو زرو د مرغۍ په نوم یادیدو ، د دونیا په هر ګوډ کې چې هم چا قوت موندلی دی . نو د سرو زرو د مرغۍ د حاصلولو تکل ئې کړی دی . هندوستان ته درسیدونه مخکې دده تصادم د پښتون قام سره راغلی دی . د سکندر اعظم نه واخله تر شورویانو پورې چې څوک هم دې خاورې ته راننوتی دي . پښتانه ورسره په نره جنګیدلی دي . سکندر اعظم چې د ایران پورې ئې لوئې لوئې حکومتونه په میاشتو او ورځو کې ووهل خو چې کله د پښتنو خاوروې ته راننوتو نو پښتنو په دې لنډه ساحه کې درې کاله بوخت وساتلو . د خیبر درې « اپردی » چې نن ورته اپریدی ویئلی شی . سکندر اعظم دوی ته خراج ورکړو . خو څو ورځې پس ترینه اپریدو دوباره د خراج مطالبه وکړه . ددوباره مطالبې او د خیبر د درې د جنګی کړکیچونو له امله د باجوړ په لار روان شو . د اسپ زو سره مقابل شو « هیروډوټس » وائی چې دا ښه شاه سوار ؤ ځکه نو په اسپ زو یادیدل، ولې ځینی مورخین وائی چې دا هم دغه یوسف زی ؤ. سکندر اعظم په وړومبی ځل د « کاټکله » په مقام د اسپ زو د لاسه غشی وخوړو . چې دغه زخم د هغه تر مرګه پورې جوړ نه شو . او سکندر په وړومبی ځل دا ومنله چې د دیوتاګانو اولاد هم زخمی کیدی شی . د چنګیز خان فوځونو په اول ځل د پښتنو په خاوره د « سالنګ » او « غزنی » په مقام شکست وخوړو . په غزنی کې د هغه نامتو قوماندان « شیګی توتو » ووژل شو . بیا وروستو چنګیز خان ټول غزنی تباه کړو . د بابر فوځ د مورۍ په مقام د یوسفزو د خان « شاه منصور »نه شکست وخوړو . په نتیجه کې بابر د شاه منصور سره سوله وکړه . شورویان د یو سوپر پاور په حیث د شلمې صدۍ د جدویدو وسلو سره افغانستان ته راننوتل . دولس کاله پښتنو په جنګ کې بوخت وساتل او د شوروی اتحاد د خوریدو فوری سبب هم دغه مهم وګرځیدو . ويلی شی چې د پښتنو خاورې ته راننوتل اسان دی خو وتل ترينه ګران دي . پښتون یو داسې قام دی چې ده له شکست ورکول اسانه خبره نه ده او بیا په ده باندې شکست منل خو لا ګرانه خبره ده . هم دغه وجه ده چې هر فاتح د پښتنو د زور د ماتولو ښه منظم کوشش کړی دی . په دې لړ کې د مغلو او انګریزانو د هغه منصوبو ذکر لازم دی کومې چې دوظد پښتون د قامی وحدت د ماتولو لپاره به کار اچولی وو. بابر سره ددې چې د پښتون لښکر په مرسته هندوستان فتح کړی ؤ خو هغه ته دا معلومه وه چې دا قوت هغه ته خطر هم جوړیدی شی او دا خبره هغه خپل ځوی همایون ته د وصیت په توګه کړی وه ، چې د پښتنو نه یوه لحظه هم غافل نه شې . مغلو په سوونو کاله منظم کوشش کړی دی چې پښتانه په ذهنی لحاظ سره مفلوج کړی . کله چې د اکبر پوځ د امبیلې په مقام یوسف زو لوټ کړو د اکبر وزیر بیربل ئې ووژلو . سپه سالار ترینه په تیښته ووتو . دغه د اکبر باچا لپاره لویه صدمه وه . د هغه پوځ تاله ترغه شو . اکبر باچا سره د خپل دربار «نورتن » اټک ته راغی. هلته ئې کیمپ ولګولو او دا فکر ئې کولو چې ددې هزیمت ياماتې بدل به څنګه واخستی شی . او د حکومت وقار به څنګه بحال شی . د حملې او د پښتنو د خاوروې د فتح کولو او هلته د مستقلو چاوڼو منصوبه بندی په دې دلیل و شوه چې پښتانه ماتې نه منی، نو مسلسل تصادم به وی او د دولت امدن به هم دلته خرڅ کيږی . له دې کبله دربار دا فیصله وکړه چې پښتانه بې دولته او د مال اوږی دی . کومه پیسه به چې په جنګی مهماتو لګولی شی د هغې ډیره کمه برخه دې پښتنو مشرانو ته د مواجب پټکې او لونګۍ په دود ورکړی شی او منصبونه دې هم ورکړی شی . ددغه مشرانو په ‌ذریعه ئې قام قابو وساتلو . دغه شان دې منصوبې د پښتنو په قامی وجود کې یو داسې مرض ورننویست چې سر ئې د تن نه او تن ئې د سر نه بیل کړل . دې عمل د پښتنو د معاشرې په سیاسی او سماجی بڼه کې ورو ، ورو ډیر لوئې بدلون راوستو . د پښتنو اکثری ادارې په اجتماعیت ولاړې وې او فیصلې ئې د جرګې له لارې کیدې . د قام قبیلې مشر ، خان ، ملک به د جرګې له لورې په قامی اتفاق سره ټاکلی کیدل . د مشر مهمان خانه او د فیصلو ځائې چې په حجره یا دیږی ، به د ټول کلی یا کم از کم د ټولې محلې شریکه حجره وه . ددې حجرې د میلمنو خرڅ، اخراجات او د خانۍ ملکۍ د تحفظ لپاره به ټول قام شریک جایداد د مختص کولو داسې نورې ګڼې ادارې په اجتماعی بنیاد ولاړې وې . د مغلو د مواجبونو په ذریعه د مشرانو ټاکلو دې اجتماعی نظام ته ډیر زیات نقصان ورسولو ، ځکه چې د حکمرانانو له اړخه نامزد مشران وټاکلی شول . د اجتماعی حجرو په ځائې ذاتی حجرې او بنګلې جوړې کړی شوې قام د مشر نه بغیر څه نه شی کولی او مشر د قام نه بغیر څه وجود نه لری . مشر په مواجب او لونګۍ د غاصب ملګری شو . ددې نه علاوه مغلو او خاص کر انګریزانو په ګنو ځایونو کې قامی مشترک جائیداد خپل دغه نامزد خانانو ته د جاګیر په توګه ورکړو او دغه شان په هغه معاشره کې چې تر ډیره حده په قامی ورورولۍ او د برابرۍ په بنیاد ولاړه وه یو رنګ جاګیر داری نظام قائم شو . که پښتون خپل قامی وحدت حاصلول غواړی نو د معاشرې نه به جاګیرداری نظام او مواجب ختمول وی . په کال ۱۹۶۲ کې چې زمونږ په صوبه ( چې د فرنګی د وخت نه په صوبه سرحد یادیږی ) کې د جمعیت العلماء اسلام او نیشنل عوامی پارټۍ حکومت جوړ شو نو زه هم پکې وزیر وم . ما په کابینه کې دا خبره وکړه چې تر څو د پښتنو د وجود نه د نری رنځ دا مرض نه وی ویستلی شوی تر هغې پورې د پښتنو قامی وحدت نه شی حاصلیدلی . خبره ډیره نازکه وه د کیبینټ غړو دا وويل چې دا ټول مشران به زمونږ ګریوان ته لاس واچوی . ما ورته وويل چې که چیرې مونږ د پښتنو قامی وحدت غواړو نو علاج ئې بل نشته او شروع به ئې زه د خپلې ضلعې سوات نه وکړم . ضلع سوات کې د خانانو ملکانو چې زما د کورنۍ افراد هم ورکې شامل وو څه د پاسه « پنځه کله روپۍ » د کال ماجب ؤ . مونږ دا فیصله وکړه چې دغه رقم به طالب العلمانو ته د وظائفو په توګه ورکړی شی . دا به د هغه تعلیمی وظائفو نه علاوه وی کوم چې ددې ضلعې د سکولونو او کالجونو طالب علمانو ته محکمه تعلیم د وظائفو په توګه ورکوی د ضلعې خانانو او ملکانو یو غوبل جوړ کړو خو چونکې فیصله صحیح وه ځکه نو زمونږ نه وروستو هم چا دغه ماجبونه بحال نه کړل . زما دا اراده وه چې دغه فیصله به په ټول ملاکنډ ډویژن او بیا وروستو په ټولو قبائلی علاقو حاوی کړم خو ډیر زر زمونږ حکومت ختم کړی شو . د مغلو نه پس د پښتنو خاورې ته د لږې مودې لپاره سکهان راننوتل خو دوی لا استقلال نه وموندلی چې فرنګیانو ټول هندوستان فتح کړو . او د پښتنو خاورې ته یو حمله آور د جنوب له اړخه راغی . د فرنګیانو نه مخکې هندوستان ته ټول حمله اور د شمال نه راغلی وو . انګریزان اول د نیپولین د مخ نیوی او بیا وروستو په مشرق وسطی کې د « زارروس » د خطر د مخ نیوی لپاره د پښتون خاورې ته راننوتل. اګر چې پښتانه په خپله خاوره کې منتشر او کمزوری پراته وو خو د حمله اور په مقابل کې راپاڅیدل چې دغه ئې فطرت دی . دوی د فرنګی سره دومره په نره وجنګیدل چې په ټول هندوستان کې د فرنګی دومره وینه نه وه توئې شوې لکه څومره چې داحمدشاه بابا په پښتونخوا کې توئې شوه . داسې دره ، ګودر او داسې کنډو پاتې نه شو چې ور کې د فرنګی وینه د پښتون د وینې سره سمه یو ځائې توئې شوی نه وی . انګریز یو ازمائیلی قوت ؤ او د خپل زور په نشه کې د « فارورډ پالیسۍ » لاندې تر کابله ورسیدو او ټوله پښتنه علاقه ئې لاندې کړه دا جنګ په « لومړی افغان جنګ » يادیږی کال نیم لا تیر نه ؤ چې پښتانه په کال اتلس سوه دوه څلویښتم ( ۱۸۴۲ ) ع کې د اکبر خان په مشرۍ کې د ژمی په موسم کې د خورد کابل نه راپاڅیدل او د انګریز دیارلس زره ، اوه سوه او څلور دیرش پوځیان ئې ووژل ،یو ډاکتر « برائيډن » ئې پريښودو چې په جلال اباد کې موجود « جنرل سیل » ته به کابل کې د فرنګی د ماتې خبر ورکړی دا هغه وخت ؤ چې فرنګی په وسطی ایشیاء کې د زارروس مخه نیوله . او دامو پورې علاقه ئې خپله ګڼله . دی واقعې فرنګیان د ډیرې لوئې الميې سره مخامخ کړل. فرنګی د مغلو نه هم طاقتور ، پوهه او عیار قوت ؤ . هغوی د خپلې مستعمرې د ساتنې په خاطر د پښتون د قوت د ماتولو کوششونه شروع کړل او پښتون ئې د خپلې درې غبرګې پالیسۍ « Three foldfrontier Policy » لاندې په جغرافیائی ډول تقسیم کړو . ددې پالیسۍ سره فورې طور فرنګی د خپلې ماتې د ملامتیا او ندامت کمولو او د خپل وقار د قایمولو لپاره بیا په کابل حمله وکړه چې هغه کلی وسیزی د کوم نه چې ددوی خلاف افغانان راپاڅیدلی وو . د قندهار د لوری جنرال ناټن او د جلال اباد د لوری « جنرال سیل » په کابل یرغل وکړو خو دومره په تندۍ کۍ وو چۍ د « خورد کابل » په ځائې ئې په لاره کې د « غونډۍ » کلی وسیزلو . دوی د پښتون د مستقل قوت ماتولو لپاره « درې کرښې » راکښلې او د پښتنو خاوره ئې په دریو ټوټو کې وويشله. د وړومبۍ کرښې لاندې علاقې ته ئې رات يانې «setteled Area » ووي . په دې علاقه کې فرنګی خپل قانون ، پالیسی او نظام تعلیم نافذ کړو . ددې کرښې نه بره ئې یوه بله کرښه راکښله چې د « ډیورنډ د کرښې » په نوم ياديږی . ددغه کرښې نه لاندې علاقه ئې په ایجنسو ، ریاستونو او علاقه غیر کې وویشله . دغلته فرنګی خپل وجود د پولټیکل محکمې په ذریعه قائم وساتلو او د سړک او چاوڼو نه علاوه ئې په نورو علاقه کې اندرونی طور په ظاهره د خل نه کولو . او نه ئې ور کې خپل قانون او نظام نافذ کړو . دا علاقه د پښتون د علاقې مینځنۍ سیمه ده او د ملا د تیر حیثیت لری دا ئې ځکه په مختلفو ټوټو کې تقسیم کړه چې د پښتنو قامی وحدت پاتې نه شی او له بده مرغه دغه تقسیم د پاکستان د جوړیدونه پنځوس کاله پس نن هم قائم دی . د ډیورنډ د کرښۍ نه بره ئې د « آمو » سره یوه بله کرښه راکښله د ډیورنډ د کرښې او ددغې کرښې تر مینځه علاقې ته ئې افغانستان ووې . دغلته ئې نه خپله پولیټکل محکمه جوړه کړه اونه ئې نور د څه قسم مداخلت کولو، دغه علاقه ئې د کابل امیر ته د حکمرانۍ لپاره ورکړه . ولې دغه امیران به ئې په خارجی امورو کې خپل تابع ساتل. د افغانستان او زارروس په مینځ کې چې کله د سرحد ( دریا امو ) نشان دهی کیدله نو د افغانی وفد مشری « سائمن » نوم انګریز کوله . نو ظاهره ده چې دغه سرحد یا پوله په حقیقت کې د فرنګیانو او روسیانو تر منيځه سرحد ؤ . دغه شان ئې د افغانانو جغرافیائی وحدت ټوټې ټوټې کړو . په حقیقت کې دا سرحد نه ؤ بلکې د انګریز د ښکاره او غیر مرئی سلطنت حدونه وو . د ډیورنډ د کرښې دواړه غاړو ته د خلقو په تګ راتګ د هیڅ قسم پابندی نه وه په یوه ټوټه باندې ئې دافغانستان نوم قائم وساتلو . غرض ئې دا ؤ چې په نفسیاتی ډول د پښتنو ذهن د خپل هغه افغانستان نشت والی ته متوجه نه شی په کوم کې چې پښتون قام د افغانستان د نورو قامونو سره اوسیدو او سرحدونه ئې د آمو نه تر اټک پورې وو . نتیجه ئې دا شوه چې د تقسیم خلاف ردعمل په شدومدسره پیدا نه شو بلکې د « SlowPoisioning » یانې د وروورو ختمولو په انداز کې ئې اثر وکړو . دا فغانستان امیر اګر چې خپلو خلقو ته باچا ښکاریدو خو هغه ته دا حقیقت معلوم ؤ چې هغه د فرنګی د لاسه په تخت ناست دی . فرنګی په خارجه امورو کې افغانستان دومره پابند ساتلی ؤ چې کوم امیر د فرنګی د خوښې نه چپ قدم ايښی دی نو بیا پاتې شوی نه دی . د امیر دوست محمد خان نه واخله تر امیر امان الله خان پورې د ټولو امیرانو سره وار په وار همدغه ټوقه شوې ده ، امان الله خان د افغانستان هغه امیر ؤ چې د فرنګی سره هم په دغه خبره وجنګیدو ، ددې نه وروستو په پینډۍ کې « معاهده » وشوه د امان الله خان رتبه د « امیر » نه بادشاه ته جیګه شوه ، او فرنګیانو دا ومنله چې افغانستان په خارجه چارو کې هم خود مختاره هیواد دی . امیر امان الله خان دا غوښتل چې افغانستان د نړۍ په ازادو هیوادونو کې او دروی . په دې وجه پښتنو کې د غازی امان الله خان په نوم مشهور شو د هغه هم دغه خواهش د هغه د معزولۍ او د ملک نه د جلاوطنۍ سوب وګرځیدو . انګریزانو ځینی پیران د هغه خلاف راپاڅول او حبیب الله خان چې د بچه سقاو په نوم مشهور ؤ چې په سپینه وړۍ پيښور کې ئې د یو مزدور په حیث کار کولو هم د هغه په لاس ئې په امان الله خان تخته واړوله . ددې جغرافیائی تقسیم سره ئې د مغلو د ماجبونو او د منصبونو منصوبه نه صرف دا چې بحال وساتله بلکې نوره ئې هم پراخه کړه . په دې وجه هغه قام چې په هر اړخ یو وحدت دی او د معلوم تاریخ د زمانې نه یو وحدت پاتې شوی دی که حکمرانی ئې خپله وه او که خاوره ئې د بل قوت تابع وه خو وحدت ئې تقسیم شوی نه ؤ . ددې ماجبونو ، منصوبونو د پالیسی او درې غبرګی سرحد د پالیسۍ په وجه ذهنی او جغرافیائې طور تقسیم شو . پښتانه ددې تقسیم په وجه د یو بل نه ډیر نا خبره پاتې شو . او دوخت د تیريدو سره د یو بل نه نااشنا او بیګانه شول . جغرافیائی طور یو وجود په دریو حصو کې تقسیم کړی شو . او په هره حصه ئې یو داسې نظام رائج کړو چې هغه د بل سره څه مطابقت نه لرلو . چې ورکې دقبائلو نظام ډیر عجبیبه دی . چې د پاکستام د جوړيدو نه پنځوس کاله پس نن هم موجود دی . داسې نظام چې ورکې بالغ ته د ووټ ورکولو حق هم نشته . بنیادی حقو نه ئې غصب دی . عن تر دې چې د پولټیکل محکمې یو ورکوټی افسر د« ایف سی آر» لاندې د دوی ازادی تروړلی شی او جیل ته ئې لیږلی شی که پولټیکل محکمه د دوی کورونه وران کړی يانې جیل ته ولیږی نو دوی ته ددغه عمل خلاف د اپیل کولو حق نشته او د خواشینۍ خبره دا ده چې بیا هم ځان ته ازاد قبايل وائی . زه چې په کال ۱۹۹۳ ع کې د ریاستی امورو او قبايلو وزیر وټاکلی شوم نو ما یو بیان ورکړو چې قبائلو له به د بالغ رائې دهۍ حق ورکولی شی ،د صوبې په اسمبلۍ کې به ورله نمائندګی ورکولی شی . ما دا هم وويل چې قبائلو ته به ایف سی ار خلاف د اپیل حق ورکړی شی . نو د پاکستان د پولټیکل محکمې په ایماء قبائلی ملکانو او خاص طور سره د قبائلو د قامی اسمبلۍ او سینیټ ممبرانو داسې غوغا جوړه کړه چې د ملک وزیر اعظمی زه وغوښتم او راته ئې ووي چې دا شپاړس ممبران به د حکومت خلاف او دریږی هسې هم زمونږ دا اقلیتی حکومت په مخلوط ډول جوړ دی نو مونږ یانې حکومت ته به ډیر تاوان ورسی . په جواب کې ورته ما ووي چې دا لار صحیح ده . ما چې کوم بیان ورکړی دی دا يواځې د « پښتونخوا قامی پارټۍ » بیان نه دی بلکې د پاکستان پيلز پارټۍ په انتخابی منشور کې هم دغه ذکر شته . محکمه یا وزارت د وزیر اعظمې په صوابدید دی ماته پرې څه اعتراض نشته . نن په قبائلی علاقو کې خاص طور زلمی کول او تعلیم یافته خلق د بالغ رائې دهۍ حق غواړی . په صوبائی اسمبلو کې نمائندګی او د ایف سی ار خلاف د اپيل حق غواړی . ددې نه پس چې کله وزیر اعظمه محترمه بې نظیر بهټو پاړه چنار ته لاړه نو هلته هغې هم قبائلو ته د بالغ رائې دهی ورکولو خبره وکړه ځکه چې دا د یو سیاسی پرمختګ او د ملک او قام د ترقۍ لاره ده . ولې تر اوسه پورې دا حق قبائلو ته ورکړی شوی نه دی . بل خوا د ډيورنډ د کرښې نه بره افغانستان کې چې کوم امیر په تخت کښیناستو ، دا د هغه قامی فريضه وه چې د خپل قام د ملی وحدت هلې ځلې ئې سمدستی شروع کړی وی . خو هغه ته دا معلومه وه چې هغه د فرنګیانو د لاسه په تخت ناست دی . او دا ورته هم معلومه وه چې که ما د قامی وحدت هلې ځلې خو پریږده که دا تصور مې هم وکړو نو بیا به زه امیر نه یم . هغه ته دغه تخت د هر څه نه ګران ؤ، ځکه چې په تخت ځامنو پلاران او پلارانو خپل ځامن وژلی دي . امیر د پښتنو د وحدت په ځائې د نفرت پیدا کولو کوشش وکړو، چونکې د ډیورنډ د کرښې نه بره افغانستان کې سیاسی ازادی نه وه . نو قام هم هغه سوچ خپل کړو کوم چې د بادشاه ؤ . ځکه نو لاندې پښتون ته ئې د فرنګی غلام وويل او سپک ئې ورته وکتل . حالانکې د پښتو په « دود » کې که یو تربور څوک لاندې کړی یا ئې قتل کړی نو د بل تربور دا فرض دی چې بدل ئې واخلې . خو حالت دا ؤ چې امیر عبدالرحمان سره ددې چې ډیر زیرک او سخت ګیر انسان ؤ هغه هم دا غوښتله چې انګریز کوم سرحدونه ټاکی نو ودې ټاکی . خو چې ماته اوښودلی شې چې دغه خاوره هم ستا د بادشاهی د لاندې ده . هم په دغه وخت کې په کال ۱۸۹۳ ع کې د موجود افغانستان سرحدونه وټاکلی شول . د ډیورنډ د کرښې د لاندې ګڼو پښتنو مشرانو د فرنګی خلاف یو اوږد او مسلسل جدوجهد وکړو چې د فرنګی نه ازادی حاصله کړی . خو زما په خیال بنیادی غلطی دا وشوه چې پښتنو د فرنګی نه خپله ازادی د پښتون قامی وحدت په بنیاد ونه غوښتله چې د احمد شاه بابا افغانستان بیا قائم شوی وای . دی ټولو مشرانو د پښتنو ازادی د هندوستان په ازادۍ پورې وتړله . او دغه رنګ د ډيورنډ د کرښې لاندې د پښتون مخه ئې د « شمال » په ځائې « جنوب » ته وګرځوله . هاغه د رز چې فرنګی په یو وجود کې راوستی ؤ . په دې وجه نور هم زیات شو او درې د بره سل کاله وشو چې د یو جابر د عمل خلاف دومره اوږده موده پس هم یو توانا قامی تحریک پیدا نه شو . حالانکې دا تقسیم په ۱۸۹۳ ع کې د یو غاصیب د سازش نتیجه وه . او د غاصیب عمل هیڅ قیسم قانونی ، اخلاقی او آئینی جواز نه لری د پښتنو خاوره دهندوستان حصه نه ده . دا د هندوستان او وسطی ایشياء تر مینځه پرته ده . پښتون په تاریخ کې چا هم هندوستانی نه دی بللی. د پښتون ټول عمر تعلق ، تجارتی او ثقافتی اړیکې د وسطی ایشياء سره پاتې شوی دی ، چې ددوی لومړی ټاټوبی هم دی . کوهـ هندوکش او د کوهـ سليمان لمنې ددوی مسکن دی . دوی ته علم د شمال نه راغلی دی دغه رنګ دا احترام هم شمال ته ورکړی دی . د فرنګی ددې کرښو نه وړاندې د دوی تجارت شمال کې د تاشقند ، ثمرقند او بخارا سره پاتې شوی دی . د انګریز د مملکت او تسلط نه پس اګر چې د پښتنو تجارتی تړون هم جنوب ته راوګرځیدو خو بیا هم د شمال سره دوی تړون قطع نه شو . دپښتنو دا خاوره د ۵۵۰ قبل مسیح نه د مختلفو حکمرانانو د کورنو او مختلفو تهذیبونو د انتظامی تصرف لاندې پاتې شوې ده چې تفصیل ئې په دې ډول دی . ۱ ـــ د هاخا منشی کورنۍ : د ۵۵۰ ق م ن تر ۳۳۱ ق م پورې ۲ ـــ سکندر اعظم ( یونانیان ) ؛ د ۳۲۷ ق م نه تر ۳۰۵ ق م پورې ۳ ـــ د موریا خاندان : د ۳۲۳ ق م نه تر ۱۹۰ ق م پورې ۴ ــ باختری حکمرانان : د ۱۸۵ ق م نه تر ۹۷ ق م پورې ۵ ـــ ساکان : د ۹۷ ق م نه تر ۵ عیسوی پورې ۶ ـــ اينډوپارتین : د ۷ ع نه تر ۷۵ ع پورې ۷ ـــ کشان خاندان : ۷۵ ع نه تر ۲۲۵ ع پورې ۸ ـــ ساسانیان د ۲۳۰ ع نه تر د ۳۶۱ع پورې ۹ ـــ افتالیان ( د ساکانو نسل ) د ۳۶۵ع نه تر ۴۵۵ ع پورې ۱۰ ـــ ساسانیان ( دویم دور) د ۵۶۸ ع نه تر ۶۴۴ پورې ۱۱ ـــ کابل شاهی کورنۍ : د ۶۵۰ ع نه تر ۸۷۹ ع پورې ۱۲ ـــ سفاریان : د۸۶۱ ع نه تر ۹۰۰ ع پورې ۱۳ ـــ هندو شاهی : د ۹۰۰ ع نه تر ۱۰۲۱ ع پورې ۱۴ ـــ غزنویان : د ۱۰۲۱ ع نه تر ۱۱۵۰ ع پورې ۱۵ ـــ غوریان د ۱۱۸۱ ع نه تر ۱۲۰۶ ع پورې ۱۶ ـــ مغل خاندان : د ۱۵۲۶ ع نه تر ۱۷۳۹ ع پورې ۱۷ ــ هوتک : د ۱۷۰۹ ع نه تر ۱۷۳۵ ع پورې ۱۸ ـــ دورانیان ( سدوزی ، بارکزی ) ۱۷۴۷ ع نه تر ۱۹۸۳ ع پورې پدې ترتیب په افغانستان باندې د پښتنو دریو کورنیو په مختلفو ادوارو کې حکومت کړی دی په دوی کې غوریان ، هوتک او دورانیان شامل دي .د غوری پښتنو په حکومت کې د افغانستان د غربی سیمو نه علاوه د سنټرل ایشياءځینې علاقې هم شاملې وې. میرویس نیکه چې د غلجو د کوم سلطنت بنیاد ایښودی ؤپه هغې کې د میرويس نیکه نه وروستو عبدالعزیز خان ،شاه محمود ، شاه حسین او شاه اشرف حکمرانی کړې ده .په دوی کې عبدالعزیز خان نه علاوه شاه محمود اوشاه اشرف د اصفهان په شمول د ایران ډیرې برخې په خپل حکومت کې شاملې کړې وې . د کال ۱۷۴۷ ع نه تر کال ۱۹۷۳ ع پورې سدو زو او بارکزو تقریبآ دوه سوه او شپږویشت کاله په افغانستان حکومت وکړو چې وړومبی حکمران ئې احمدشاه بابا او اخری حکمران ئې سردار محمد داود ؤ . د خپل ټاټوبې نه بهر د پښتنو دریو کورنیو په هندوستان ډیر اوږ د حکومت کړی دی . دغه حکومت پرله پسې نه ؤ،بلکې په مختلفو ادواروخور دی .په دوی کې غلجیان ، لودهیان او سوریان شامل دي . د هندوستان د پښتنو کورنو د حکومتونو خاص خبره دا وه دوی د « روه » سره اړيګې قائمې نه وې ساتلې .ددوی د طاقت او حکومت زیات دارومدار په محلی قوت ؤ، چې ګله په دغه محلی قوت راټول او متحد ؤ ، په هند به ددوی حکومت دوام لرلو او چې به خور شو حکومت به د بل ؤ . په دغه پښتنو بادشاهانو کې « بهلول » او« شیر شاه » د«روه » سره د تعلق ساتلو یو شعوری کوشش کړی ؤ، خو وخت مهلت ورنه کړو ددوی ددغه تفکر په نتیجه کې د پښتنو د قبائلی سیمو ګڼ شمیر پښتانه په هندوستان کې اباد شوی دی . د ا ودهـ نه واخله تر بنګاله پورې ئې محلی حکومتونه جوړ کړی او په تاریخ کې ئې د ستائنې وړ کارنامې یاد ګار پریښی دی . د فرنګی د راتګ په وخت کې د پښتنو د شلو نه زیات ریاستونه موجود وو او جاګیردارۍ یی ددی نه علاوه وې . د پښتنو په زمکه چې څومره غیر پښتانه حکمرانان راغلی دي . او حکومتونه ئې جوړ کړي دي . په دوی کې یوه خبره د توجه وړ ده او هغه دا چې دغه غیرو پښتنو حکمرانانو دلته داسې حکومت کړی دی چې د پښتنو په داخلی خود مختارۍ کې ئې لاس نه دی وهلی . پښتون قام په نفسیاتی ډول خصوصی کړه وړه لری . پښتو ئې ژبه او پښتونولی ئې د ژوند ضابطه ده . د ژوند ددغه ضابطې یانې پښتونولۍ ډیره په سختۍ سره پابندی کوی . جرګه ، میلمه ، پالنه ، پناه ورکول بدل او ننواتې د پښتونولۍ مظبوط بنیادونه دي . میلمه پالنه د خپل توفیق نه زیاته کوی . په میلمه خوشحاليږی او ورته د خدای پاک رحمت وائی. پيژندګلو میلمه له چې کوم عزت ورکوی ، ناپيژندګلو میلمه ته د هغې نه هم په درنه سترګه ګوری . د خپل سر په بیعه بل له پناه ورکوی . د پناه ورکولو عدیم النظیر مثالونه ئې تاریخې پنګه ده . مشهوره واقعه ده چې د جنګ په دوران کې یو ژوبل زلمی د یوی پښتنې ابۍ کیږدۍ ته ساه نیولی ورننوتو او پناه ئې وغوښتله . زنانه پناه ورکړه . ساعت تیر نه ؤ چې څه کسان کیږدۍ ته راننوتل او د پښتنې ابۍ نه ئې ددغه سړی غوښتنه وکړه . ابۍ انکار وکړو په دې اساس چې هغې ورله پناه ورکړې وه . سړو ابۍ ته ووې چې هم دا سړی ستا د دوو زامنو قاتل دی . ولې ابۍ پښتنه وه . بیا ئې هم په کلکه وويل چې که هر څنګه وی ، ده له اوس ما پناه ورکړې ده او نه شم کولی چې له خپله لاسه ئې چا ته حواله کړم .« ۱ » بدل د پښتنو په تاریخ او امروزه ژوند کې ډیر لوئې اهمت لری مشهور متل دی چې « د بدل کاڼې په سمندر کې هم نه ورستیږی » بې شمیره داسې واقعات شته چې د نیکه د مرګ بدل نمسی اخستی وی .پښتانه د بدو بدل اخلی او په ننواتې مړی هم بخښی ، ننواتې په اصل کې د خپل جرم یا خامۍ اعتراف کولو او د پښتونولۍ په اساس جرم بخښلو ته وائی . دده په ټپو ، ولسی قیصو کې د میلمه پالنې او ننواتې ذکر د مخصوص عنانوی څرنګوالی هندارې دي . د پښتون په ټولنیز ژوند کې جرګه لوی اهمیت لری . جرګه د پښتنو داسې نماينده قامی غونډه وی . چې نه ئې صدر وی او نه سکتر په یو نکاتی ایجنډا راغونډیږی خو د جرګې په دوران کې نورې نکتې هم مینځ ته راتلی شی . د جرګې ۱ ــ پشتون کون ؟ صفحه ۱۴۱ ( پریشان خټګ ) ۲ ، MANNERSANDCUSTOMSOF THE AFGHANS BY PROF . DR MOHDALI فیصلې په اجتماعی قبولیت کیږی . د جرګې فیصلۍ قامی بڼه لری . او هیڅ څوک د هغې نه د انکار جرات نه شی کولی . هغه شخړې چې نور قامونه ئې په خونړو جګړو هم نه شی حل کولی . پښتانه ئې په جرګه کې بغیر د څه شروشدت نه فیصله کوی . په تاریخ کې د جرګې ډیرې عظیم الشانه فیصلې موجودې دي . احمد شاه بابا ته د حکمرانۍ پټکی جرګې ورپه سر کړی ؤ . او ځکه ئې ټول پښتون قام په شا ولاړ وو . لکه چې مې وویل د پښتنو اکثر لوی او تاریخی فیصلې د جرکې د لارې شوي دي پښتون مذهب هم په اجتماعی ډول قبول کړی دي . که بدهـ مذهب ئې قبول کړو نو دغه مذهب او د هغې خدمت ته دومره مخلص وو چې دغه مذهب ئې د شمالی او جنوبی هندوستان د پولې نه هغه غاړه د تبت او چین سرحدونو ته ورسولو که اسلام ئې قبول کړو نو په خپله دغه من حیث القوم فیصله دومره ټینګ ودریدو چې دغه مذهب ئې د برصغیر هر ګوټ ته ورسولو. په انډونیشیا ، ملایشيا او چین کې د اسلام موجودیت دده د مخلصانه زیار باسنې نتیجه ده . په نفرادی او اجتماعی ډول پښتون ډیر زړه ور ، فراخ دله ، روادار او د هر ډول لسانی او مذهبی تعصب نه ازاد دی . د کولتوری روادارۍ مثال ئې دا دی ،چې په نورو جغرافیا وحدتونو کې دمیشته کیدو له امله ئې خپله ژبه او کولتور هم پریښی دی . د میا والی نیازیان، د قصور خانان ،د ازاد کشمیر سدوزیان او دروهیل کنډ پښتانه د مثال په توګه وړاندې کیدی شی . پښتون یو خوش دل او خوش باش قام دی خو په عزت، نفس سر هم ورکوی خاص طور سره په کور دننه په خپل هیواد کې دده غربت دده د عزت نفس په لاره کې خنډ نه دی . که نوکری کوی نو هم په عزت ، د خپل ټاټوبی نه بهر هیڅ څوک د ځان سیال نه ګڼی . په جنګ کې د ازمری په شان زړه ور او د فولاد په شان کلک دی په محفل کې لکه دو رېښمنو په شان نرم او د عزت نفس په معامله کې د ګل نه نازک دی . دا خو یو ضمنی بحث ؤ اصل موضوع ته راځو د سویت یونین د منتشر کیدونه پس په وسطی ایشیاء کې یو ځل بیا لرغونی جغرافیائی وحدتونه د ازادو ریاستونو په شکل کې راڅرګند شول کمیونسټ تسلط په هر اړخ دا کوشش کړی ؤ، چې قامی حدبندۍ او قامی تسلسل له مینځه یوسی، په دی لړ کې ئې يو منظم کوشش کړی ؤ چې ددوی ژبه او نومونه خپلې لهجې ته راواړوی . ولی او یا کاله پس دا خبره ثابته شوه چې حقائق او فطری تقاضی که په بل شکل کې وی او که د قامونو د وجود په شکل کې وی ختمیدلی نه شی . نن ټوله دونیا او خاص کر پاکستان د وسطی ایشیاء ددی ملکونو سره تجارتی تعلقات مستحکم کول غواړی . او د وچې هغه تجارتی لار چې د فرنګی د راتلو نه وړاندې د برصغیر او وسطی ایشیاء په مینځ کې قایمه وه او کومه چې د پښتنو د خاورې نه تیریږی . یو ځل بیا پرانستل غواړی، لیکن دا لار تر هغې نه شی پرانستی کیدی تر څو چې امن نه وی او امن تر هغې ممکن نه دی تر څو چې د پښتون قامی وحدت نه وی حاصل شوی . چې یو وجود په مینځ نیم پروت وی نو د هغې وینه بندیدل ممکن نه وی . نن دونیا ډیره مختصر شوې ده ، د مواصلاتو او نشریاتو جدیدو الاتو د ځمکې تناوو نه راغونډ کړیدی . دا دور د یو اتحادونو دور دی . یورپ چې ازاد او خپلواکه داسې ملکونه لری چې د ترقۍ ټول مدارج ئې وهلی او د خلاد تسخیر کوششونه کوی . په یو اتحاد کې د راتلو کوټلی تدبیرونه کوی ځکه چې هغوی د خپلو راتلونکو نسلونو د پاره نوره ترقی او خوشحالی غواړی . که د بر صغیر او وسطی ایشیاء ملکونه هم ځان د ترقی یافته ملکونو په صف کې و د رول او خپلو راتلونکو نسلونو لپاره خوشحالی او ابادی غواړی نو په پراخه سینه به لوئې اتحادونه مینځ ته راوړی او زما په خیال دغه لوئې اتحادونه هم د پښتون د قامی وحدت نه بغیر نه شی حاصلیدلی . د افسوس مقام دی چې په ځای ددې چې د پاکستان د جوړیدو نه پس د پښتون قامی وحدت په لور چټک ګامونه اخستی شوی وی . بالعکس د انګریز د لاس راښکلې کرښه د دوو اسلامی ملکونو تر مینځه سرحد وګرځولی شو . پاکستان یو تحریک ؤ . چې بنیاد ئې دا ؤ چې مسلمان یو قام دی او غیر مسلم بل قام دی . په دی تحریک کې دا هیچیرې نه دی ويلی شوی چې د فلانی حده پورې مسلمان یو قام دی ، د پاکستان بانی قائداعظم په دې حقله په ۱۹ فروری کال ۱۹۴۸ ع د اسټریلیا ولس ته په خپل یو نشری تقریر کې او په ۱۷ اپریل ۱۹۴۸ ع کې په ګورنمنټ هاوس پیښور کې یوې قبائلی جرګې ته دا خبره واضحه ټکو کې وکړه چې : WE MUSLIMS BELIEVE IN INE GOD, ONE BOOK THE HOLY QURAN – AD ONE PROPHET. SO WE MUST STAND UNITED AS ONE NATION, YOU KNOW THE OLD SAYING THAT IN UNITY LIES STRENTH. UNITED WE STAND , DIVIDED WE FALL. « مونږ مسلمانان په یو خدای ( ج) یو کتاب قران پاک او یو پیغمبر صلی الله علیه وسلم عقیده لرو. نو باید چې مونږ لکه د یو قام متحد وسیږو تاسو دا پخوانۍ وینا نه ده اوریدلې چې په اتحاد کې لوی طاقت دی که چیرې مونږ متحد یو نو ژوندی به پاتې شو او که خواره واره شونو را اوبه غورزیږو » . د قايد اعظم ددې وینا نه پس د ډیورنډ کرښه حدبندی نه شی جوړیدی ځکه چې لر او بر دواړه غاړو ته نه يواځې دا چې مسلمانان پراته دی بلکې د یو نیکه اولاد ، د یو کولتور او یوې ژبې خاوندان دي . ددې نظرئې سره سم پکار نه، بلکې لازمه وه چې د پاکستان حکمرانانو د افغانستان سره د څه قسم اتحاد او یو کیدو جدوجهد جاری ساتلی وی که د افغانستان حکمرانانو اعتراض کولی نو بیله خبره وه خو عجیبه دا ده چې د پاکستان حکمرانانو د ډیورنډ کرښه د افغانستان سره سرحدو ګرځوو دلیل ئې دا ؤ چې د فرنګی نه ورته په میراث کې پاتې شوې ده . دلته د علامه اقبال وینا ستاسو په وړاندې ایښودل ضروری ګڼم چې وږائی : اسیا یــــــک پــــــــیـــــــــکــــــــــــر آب وګـــــــــل اســــــــــت مـــلــــت افــــــغـــــــان دران پــــــــــیـــــــکـــــــر دل اســــــــــت ازفــــــــــســـــــــاد و فـــــــــــــــــســــــــــاد د اســـــــــیـــــــــا در کـــــــــــــــشـــــــــــــاد و کـــــــــشـــــــــاد اســـــــــــــیـــــــا علامه اقبال وائې چې د ایشیا مثال د یو وجود دی چې افغان ملت ورکې د زړه حیثیت لری .که زړه روغ وی نو ټول وجو ( اسیا ) به خوشحاله وی او که زړه رنځور وی نو ټول بدن « اسیا» به بې ارامه وی . که پښتانه ددې جوګه نه وو او اوس هم نه وی چې خپل قامی وحدت تر لاسه کړی نو د علامه اقبال د مفکورې تر مخه به پاکستانی حکمرانانو دا لازمه وه او اوس هم ده چې د پښتون قام د ملی وحدت د پاره هلې ځلې وکړی . ځکه چې د پښتنو په انتشار کې د ټولې اسیا تاوان دی او ددوی په ابادۍ او صحت کې د ټولې ایشیا خوشحالې ده . زه دا منم چې د افغانستان نماينده په ملل متحد کې د پاکستان د ګډون مخالفت کړی ؤ او د یو ګاونډی ملک په حیث ئې ددې هیواد خیر مقدم نه وکړی خو د یو شخصی نظام په خوا کې د یو جمهوری نظام قايمیدل به هغوی د ځان لپاره ارو مرو خطر ګڼلو . ددې د پاسه باید چې د پاکستان واکدارانو هغه بنیادی مفکوره په نظر کې ساتلی وی کومه چې علامه اقبال پسش کړې وه . د سکندر مرزا په وخت کې چې کله اسلم خټک په افغانستان کې سفیر ؤ د پاکستان او افغانستان کنفډریشن منصوبه تقریبآ اختتام ته رسیدلې وه .
پاتی برخه دلته وولولئ
- بېرته شاته