(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سوات کې د یوې پښتنې پېغلې وهل د ټولو پښتنو سپکاوی دی

په دې ورځو کې بېلا بېلو رسنیو او د هغو په ډله کې د کابل اریانا تلویزیون وښوده چې یوه پښتنه پېغله ، د سوات په ښکلې او زړه راښکونکې دره کې د پاکستاني طالبانو له خوا په عام محضر کې پړمخې اچول کیږي ، بې ستره کیږي او وهل کیږي ! ویل کیږي چې دا پښتنه پېغله د ۱۲ ــ ۱۶ کالو ترمنځ عمر لري او په دې ګنا چې ولې د خپل خسر سره له کوره بهر وځي ، او په دې تور چې محرم کس نه لري په عام محضر کې څملول کیږي ، بې ستره کیږي او وهل کیږي ! د وهلو په وخت کې چې په ویدیوګانو او سایتونو کې ښودل کیږي او ټول خلک يي ویني پېغله وايي ، چې ما خوشې کړۍ ، خو وهونکې چې طالبان ښکاري ، په خپل خرځېل ټينګار کوي او بیا هم د پېغلې وهلو ته دوام ورکوي ! پوښنته دا ده ، طالبان چې کېدئ شي ځان ته لومړئ د پښتنو په ځای سوچه مسلمانان ووايي ، ددې پښتنې پېغلې په وهلو سره يي د اسلام لپاره څونه خدمت کړئ دئ ؟ ایا دوی په دې کار سره اسلام ته خدمت وکړ او که په سرچپه توګه دوی د افغانانو او نړیوالو په منځ کې اسلام بدنام کړ ؟ ایا دوی په دې کارسره څونه پښتو او پښتنوالې ته خدمت وکړ ؟ دوی پښتونواله او پښتانه نړیوالو ته سپک کړل که درانه ؟ ایا په داسې وحشي توګه ، دوی د یوې پښتنې پېغلې په سپکولو سره ټول پښتانه سپک نه کړل ؟ په ۲۱ مه پېړۍ کې ، پر عام محضر د یوې معصومې او سپېڅلې پښتنې پېغلې څملول ، بې ستره کول او په ۱۴ سوه کاله مخکې مېتود سره د هغې وهل او ځورول ، ایا د ټولو پښتنو لپاره د پېغور او شرم خبره نه ده ؟ دغه کسان چې د طالبانو په نوم ، د اسلام په نوم ، د پښتنو پېغلې بې ستره کوي ، هغوی سپکوی ، د پښتنو هېواد ورانوي او د پښتنو د کار خلک وژني ، ایا ریښتیا دوی د پښتنو په خدمت کې دي ؟ زه طالبانو ته وایم ، تاسو چې پښتنې پېغلې بې ستره کوۍ ، خپلې خویندې او میندې په عام محضر کې وهۍ او شرموۍ ، ایا تاسو پښتنو ته په دې توګه خدمت کوۍ او که پښتانه بدناموۍ ؟ تاسو چې د رحمان بابا غوندې د پښتنو د یوه ستر خدمتګار او صوفي شاعر د زیارت په ورانولو اسره نه کوۍ ، ایا بیا هم پښتنو ته د خدمت لاپې وهۍ ! به حقیقت کې د پاکستان ای ــ اس ــ ای د طالبانو په بڼه دپښتنو د سپکاوي او ورکاوۍ لپاره مټې رابډوهلې دي ! زه د پاکستان ، د پنجاب له دولته پوښتنه کوم ، که تاسو د پښتنو پېغلو، مېندو او خویندو د انساني او مدني حقوقو څخه ننګه نه شۍ کولئ ، او د طالبانو په نوم د ځنګل ځناور مو د پښتنو لوڼو ، خویندو او میندو ، د سپکاوۍ ، بدنامۍ او شرمولو لپاره د پښتنو پر سیمه راخوشې کړي وي ، په یاد ولرۍ چې دا طالبان نه بلکې دا د پاکستان ای ــ اس ــ ای ده چې د طالبانو په بڼه د پښتنو د سپکولو او شرمولو پسې يي راخیستې ده . د سوات د پښتنې پېغلې ، وهل ، بې ستره کول او شرمول د ټولو پښتنو بې شرمي او سپکاوئ دئ ! زه پښتنو ته وایم ، طالبان ، طالبان نشته دا د پاکستان د ای ــ اس ــ ای د جاسوسي سازمان او نورو لویدیځوالوجاسوسي کړیو یوه ډله ده چې د شمالي ټلوالې پشان د پښتنو د تاریخ د وراکاوي او له منځه وړلو لپاره په دنده ګمارل شوي دي . که پښتانه بیا هم د خپلو پېغلو په ننګه نه دریږي ، د خپلو وتلو شاعرانو د زیارتونو او لرغونو میراثونو د ملاتړ په ننګه نه دریږي او د خپل تاریخ په ننګه دریږي ، بیا به وخت له وخت تېر وي او پښيمانې به دوه توتهارزښت نه لري ! - بېرته شاته