(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونږ ددېرو او جرگو خلک يو

هر ټبر(قوم) او هر ولس ځانگړى دود او دستور لري ، چې د خپل دود او دستور له مخې خپلې چارې سرته رسوي. افغانستان يا نننۍ لره او بره پښتونخوا دپوهانودڅرگندونوله مخې خپلې دېرې او حجرې پالي او د نورو له شومو اغراضو يې خوندي کړې دي؛ ځکه، چې پښتنو يې پر اصولونه يوازې دا، چې خپل پت او عزت خوندي کړى، بلکې د ټولنيز- تاريخي ژوندانه د اصل په توگه هم ورته گوري . ان تر دې، چې کله پښتانه خپل ځانگړى کور هم ودانوي ؛ نو لومړى يې د حجرې جوړولو ځانگړي کار ته پام را اړوي، چې په ټولنيزو چارو کښې ترې اغېز او وړتيا څرگنده شي . همدا لامل دى، چې د مېلمه پالنې ارزښت ورته د پام وړ گرځېدلى اودروازې تل پرانيستې ساتي. که مونږ خپل کړه وړه و څارو؛ نو دا به را ته څرگنده شي، چې د پښتنو دمشرانوهرې کړنې او عمل په ټولنه کښې د دود او رواج د څلي بڼه خپله کړې ، چې نن هم ورته نړيوال دوستان او دښمنان حيران پاتې دي. پښتانه، چې کله له کومې ستونزې سره مخ شي؛ نو بيا په خپلو کښې قومي مشران راټولوي؛ دجرگې،جرگه گيو او مرکې اصل ور سره پالي او هم يې له پرېکړو سرغړونه ستر عيب گڼل کيږي . ددغو جرگو، جرگه گيو او مرکود راټولېدنې ځاى دېرې او حجرې دي. يعنې پښتانه د بېلابېلو ستونزو د حل لپاره په کښې سياسي، اقتصادي او فرهنگي بنډارونه هم تر سره کوي. بنډارونه او جرگې د پښتنو د دود او دستور ځلانده برخه ده، چې د يووالي څرگندونه کوي . جرگه او دېره زمونږ دهېواد او خلکود ژوندهېنداره ده؛ کشران او مشران په کښې نه يوازې دا، چې پېژندل کيږي، بلکې پرېکړې هم په کښې هراړخيزې او د ډاډ وړ وي. نړيوال دوستان او دښمنان په دې پوه دي، چې د پښتنوټولنيز ژوند د تاريخ په بنسټ ولاړ دى ؛کړنلاره او تگلاره يې هر اړخيزه او ملي پيدايښت يې د نړيوال ژوندانه لپاره هم يوه گټوره غنا گڼل شوې ده . يعنې دافغانستان د پښتنو دښمنانو ومنله، چې له پښتنوسره ستونزې له جرگو او مرکو پرته نه حل کيږي، خو له پښتنو سره د جرگو کولو شرط دا دى، چې موخې ورته غرضي او د تېريستنې لپاره ټاکل شوې نه وي. افغانانو د دين ، پت او خپلواکۍتاريخي ارزښتونه په همدې هيله را ټول کړي او په ساتنه کښې يې مېړانه خپل او پردي ليدلې ده. پښتانه په خپل هېواد کښې زورواکي او بلواکي نه مني او نه يې پر چا د منلو ځواک ښکاره کړى دى . د دوى حجرې او دېرې تل له خپلو او پرديو مېلمنو ډکې وي او جرگې په کښې تر سره کيږي ، خو په کښې د خپلوارزښتونو سپکاوى د زغم وړ نه بولي . که د قومونو يا هېوادونو ترمنځ کومه ستونزه پيدا شي؛ نو لومړى په همدې حجرو دېرو کښې پرې تاوده بحثونه کيږي او بيا د ستونزو د حل لپاره يوه لويه جرگه راټوليږي، چې د قومونو او هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل را وباسي او خپله پرېکړه پلې کړي. اوس مهال په افغانستان او پاکستان کښې د روانو ستونزو د حل غوره لار د دولتونو او بهرنيوپوځونو له منځگړيتوب او مداخلې پرته د لويې جرگې دبيا راټولېدنې او جوړېدنې هلې ځلې روانې دي. دا، چې پښتانه اوسمهال ددولتونو او بهرنيو پوځونوهلو ځلو ته ولې د شک په سترگه گوري؛ لامل يې دادى، چې چارې نيمگړې ترسره کيږي ،موخې يې څرگندې ټاکل شوې نه دي او بهرنيان دپښتنو پر وژنې اخته دي. له پښتنو سره دې سپينې خبرې پيل شي،پت ،خپلواکۍ او دين ته دې د درناوي اصل ومنل شي او د پښتنو نسلي وژنه دې پنده شي. که دا درې ارزښتونه ونه منل شي، يوه لويه جرگه به هم په دولتي او بهرني اغېز لاسته راوړنې ونه لري او له جنگ سره به جنگ روان وي؛ ځکه، چې مونږ ددېرو او جرگو خلک يو،په دين او پت ساتنه کښې خپلواکي لرو. اوس د نړۍ ولسونوهم دا ليوالتيا خپلو دولتونو ته څرگنده کړې، چې د خپل ټولنيز شتون له مخې دپښتنو پر دين ، پت ، ملي کولتوراو ټولنيز شتون غور وکړي؛ جرگه، حجره او دېره يې د دين ، پت او خپلواکۍ تر سيوري لاندې يو ځل بيا وپېژني او زمونږ د هېواد د ملي او تاريخي شتون د هېندارې په توگه يې ومني؛ ځکه، چې د نړۍ هر وگړى اومونږ دغو ارزښتونو ته درناوى لرو او سپکاوى يې د زغم وړ نه دى . scprd - بېرته شاته