(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خدای په خاطر هغه اور چې په سړیدو دي بیا یې مه تازه کوي

لیکنه: پوهیالی اسدالله حامد پیاروخیل ډیره د تاسف او افسوس خبره ده چې نن لا په ویب پاڼو کې هم جنګونه کیږی او پّه مړو او ژوندیو پسې بدې او سپکې ویل کیږي. نړی چیرته روانه ده، خلک څه کوي او مونږ تاسې افغان څه کوو او په څه مصروف یوو. د سقاو له ځوی سره مو څه راخیسته ده، څوک وو او څه یې وکړه ټولو ته مالومه ده، د الله (ج) په دربار کې به خپل ځواب پخپله وایي، که دعا ورته کوی یو ښه او که یی نه ورته کوی بل ښه. بله خبره دا چی نن د جګړو او شخړو وخت نه ده، ډیر حساس حالات دې، مونږ او تاسې باید هفه بیلابیل تبعیضونه چې نن د دې شخړو او بد بختیو اصلی لاملونه دې له یاده وباسو او هیڅ اهمیت ورته ورنه کړو، بس ده چې نن ټوله نړی په تیره بیا ګاونډیان راپورې خاندي او زمونږ له دی تفرقې او منفي پاینټونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. نور به نو ډیر د شرم ځاې وي چې په یو کور او یو ملت کې بیا د ژبې، سیمې او نژاد لپاره خپلې ګرانې مور (افغانستان) سره جفا وکړو.. وخت د دې دي چی مونږ افغانان باید لاس سره یو کړو او د راتلونکی لپاره د یو نظام او واقعي حکومت د جوړیدو په تکل کې واوسو تر څو هغه بد حالات او ناندری چې په تیرو لسیزو او د تاریخ په اوږدو کې شوې وې بیا تکرار نه شي او بیچاره او بې وزله ملت بیا په دې او په هغه ونه ځوریږي. زمونږ د افغانانو په تیره بیا د پښتنو دا یو ډیر لوي مشکل ده چې خپله کامیابی د نورو په ناکامی کی وینو او همیشه دې ته ناست یوو چې په دې او په هغه پسې خبرې او تبصري وکړو او د دې لپاره چې ځان سوچه او پاک وښیو د نور غیبت او سپکاوی وکړو، ولې د عمل په میدان کې هیڅ نه شو کولای، هر څه راڅخه پاتې دي. همدا بې ځایه او بې بنیاده تبعیضونه او کیني دي چی نن مونږ افغانان پخپل منځ کې سره لاس په ګریوان یو او یو بل ته په کمین کې ناست یوو، پښتانه څوک دي؟ تاجکان څوک دي؟ هزاره ګان څوک دي؟ ټول افغانان دي او د همدي خاورې بچیان دي، دا به ډیره له امکان نه لرې او بعیده خبره وي چې که ووایو پښتانه ددې خاورې ندي، تاجکان افغانان ندي او یا هم هزاره ګان په حکومت کې حق نلري او... نو ولی خپل وخت په هسې تشو خبرو تیروو، دا چې هر قوم څه کړي او په تیرو لسیزو کې یی څه وکړل، هر افغان ته مالومه ده حتی زمونږ او تاسی ماشومان هم په دې پویږي. دا هم نه شو ویلای چې پښتنو ظلم نده کړی او سوچه خلک دي او یا تاجکانو ښه خدمت کړی او د جرمونو ریکارد نلري او یا هم هزاره ګانو او یا نور وړو قومونو په بدبختیو او جنګونو کې لاس نه درلوده او داسی نور... د افغانستان د مشکلاتو د حل لاره دا نده چې هر څوک په یوه حزب او یوی ډلې پوره ځان وتړي او هماغه حزب یا ډله لکه ملایکې پاک وګني او نورو حزبونه ته د توهین په سترګه وګوري. دا ښه خبره ده چې ښه ته ښه وویل شي او بد ته بد، ولی انتقادونه او نیوکې هم خپل اصول لري، که چیرې مونږ پدې بحثونو خپل وخت تیر کړو او یو بل ته سپکې او بدې ووایو، نو واضح خبره ده چې اصلي هدف به راڅخه پاتې وي او د ټولټاکنو دا ښه چانس به هسې خوشې د لاسه ورکړو او یو ځل بیا به نړیوالو او ګاونډیانو ته په طمعه ناست یوو چې زمونږ کور را جوړ کړي او عزت مو وساتي. نو زه له ټولو درنو ملګرو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې د خدای په خاطر نور د تبعیضونو ته لمن نه وهي او هفه اور چې مخ په سړیدو ده بیا د نه تازه کوي او ګران افغانستان د ّپه پښتو، فارسي، شمالي، جنوبي او داسې نورو بې ارزښته کلماتو او ګروپونو نه ویشي. - بېرته شاته