(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کراچۍ کښي دپښتنووژنه اوسیاسی ګوندونه...؟

کراچۍ دپاکستان یوداسي ښاردی چي هلته په پاکستان کي استوګن دهرقام وګړي ژوندتېروي.په کراچۍ کي په دویم شمېرلوې ابادي دپښتون قام ده.په کراچۍ دکي دپښتنوترڅنګ هندوستاني مهاجرهم اباد دي. خو دغه مهاجردپاکستاني الطاف حسین په مرسته دایم کیوایم بدمعاشان هره ورځ پښتانه وژنی اودپښتنوپه کاروبارقبضه کول غواړي.دې ترهګروپه څوځله پښتانه وژلي دي.دپښتنوپه شتمنیویې قبضه کړې ده. د دې ترهګرومرسته هروخت دپاکستان دحکومت له خواشوې ده.دضیادواکمنۍ په مهال کي ضیاالحق ددوي مرسته کوله.دوي دپښتنوبرسېره دکراچۍ و نورو وګړوته په ګونۍ کي بندمړی ورکول.ددوي دلاسه دکراچۍ ټول وګړي په خپلوکورونوکي ایثارؤ.خوضیاالحق ددوي په ضدهیڅکله هم عملیات ونکړل.ودوي ته یې وسله اونورمرسته ورکړه. د پرویزمشرف دمارشل لاپه وخت کي ددې ترهګرو نوره مرسته وشوه.مشرف دیوهندوستاني مهاجرپه توګه دوي هرډول مرسته وکړه.دایم کیوایم قاتلان یې د حکومت برخه کړل.دغه شان ددوي په قدرت کي نوره وده وشوه.دغوترهګروپه تېروختوکي په پټه پښتانه اونوروګړي وژل خودمشرف دواکمنۍ په وخت اوپه اوسني وخت کښي چي دعوامي نیشنل ګوند، پیپلز ګوند،جمعیت علمااسلام سره په ګډه توګه دحکومت برخه دي په ښکاره پښتانه وژني خودومره څوک نشته چي ددوي ومخته ودرېږي.پښتانه وژل کېږي دتپوس کولویې څوک نشته .له تېروڅوورځوراهیسي دکراچۍ په پښتنوقیامت راغلی دی. ځکه چي دایم کیوایم ترهګر په ښکاره پښتانه وژني.په داڅوورځوکي یو شمېر پښتانه وژل شوي دي.پلورنځي(دکانونه)یې سېزل شوي دي اومالونه یې لوټ شوي دي.خودومړه څوک نشته چي ددې ترهګروپه ضدږغ اوچت کړي.دخفګان خبره خوداده چي په پارلمان کښي ناست دپښتنوپه نامه سیاست کونکي داې این پي مشران،دجمعیت علما اسلام مشران،دمسلم لیګ( ق ) پښتانه دمسلم لیګ( ن ) پښتانه دپیپلزګوندپښتانه پټه خوله دي.دوي تراوسه پوري په ټینګه دایم کیوایم وترهګروته خبره نه ده کړې اونه یې دپښتنودوژل کېدوپه ضدیوښکاره موقف رامخته کړی دی. بلي خوا ته جماعت اسلامي هم په کراچۍ کي دپښتنودوژل کېدوپه ضد پټه خوله ده.هم دارازتېره ورځ په کراچۍ کي دیوقام پرسته ګوندچي دایم کیوایم سره دسندهـ اوپه اسلام آبادکي دحکومت برخه ده چي وځان ته دپښتنوټیکـدارګوندوایي دسندهـ دایالتي صدردزوي په واده کي ترپښتنوزیاته دایم کیوایم و دغو ترهګرو مخکښانوته بلنه ورکول شوې وه.دکراچۍ دپښتنو غم به څوک کوي..؟ځکه چي ترواسه پوري په حکومت کښي برخه لرونکي پښتانه پټه خوله دي.دحکومت لپاره یې پښتانه په کراچۍ کښي دمرګ وخولې ته ورکړي دي. دوي خپل دحکومتي څوکۍ دساتلولپاره دانه غواړي چي ایم کیوایم درواني ترهګري په ضدحکومتي څوکي پرېږدي اویاوایم کیوایم ته لیکه کښ کړي چي تردې لیکي راواېښتلې بیابه دي خیرنه وي.پکاردی چي وځانته دجمهوري ګوندونوم ورکونکي پیپلز ګوند، عوامي نیشنل ګوند،اوداسلام په نوم سیاست کونکی ګوندجمعیت علمااسلام دي دایم کیوایم دترهګروپه ضدخپله کړن لاره پالیسي وټول قام ته ښکاره کړي. ځکه چي کوم پښتانه چي په کراچۍ کښي وژل کېږي هغه پښتانه یواځي دپښتونخواملي عوامي ګوندپښتانه نه دی اونه یواځي هغه پښتانه دي چي له سیاست څخه لیري پاته دي بلکې په کراچۍ کښي چي وژل کېږي په هغوکښي داې این پي،پشتونخوا،جمعیت،پیپلزګوند،ن لیګ اودنوروګوندوسره اړه لرونکي پښتانه دي. تر څو پوري چي پښتانه سیاسي مشرانوپه کراچۍ کښي رواني ترهګري په ضدلاسونه سره نه وي ورکړي ترهغه وخته پوري به په کراچۍ کښي پښتانه وژل کېږي او جنازې به یې په کراچۍ کښي اوپه کوټه پېښورکښي کېږي.اوس هم وخت دي ټوله سیاسي پښتانه چي د هرګوندسره اړیکي لري دکراچۍ دپښتنوپه هقله دي ښکاره موقف خپل کړي که چیري پښتنوسیاسي مشرانودکراچۍ دپښتنوپه هقله ښکاره موقف خپل نکړی نودغه شان به په کراچۍ کښي پښتانه وژل کېږي سیاسي ګوندونه به دپښتنوپه سرخپلي سوداوي کوي.اودپښتنو به په دې سیاسي مشرانوباروختم سي اوخپل دژغورني به ځانته خپله یوه لاره وټاکي.ځکه چي تراوسه پوري خوپه حکومت کښي برخوالوسیاسی ګوندودکراچۍ دپښتنوپه هقله ښکاره موقف نه دی خپل کړی.کومه چي دکراچۍ دپښتنواوددغوسیاسي ګونددزیان خبره ده. محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخواکوټه [email protected] - بېرته شاته