(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منلی انقلابي شاعر اجمل خټک سره مرکه

دغه مركه د مشر اجمل خټك صاحب سره د هغه په حجره كې اكوړه خټك كې په ۹-۲-۲۰۰۷ باندې واخستل شوه. مشر اجمل خټك چې د نوم سره يې هر يو وګړى كه هغه ځوان دې او كه سپين ږيرى آشنا دي د پښتو ژبې بې مثاله انقلابي شاعر دې، او تر اوسه پورې يې دسياست سره ټينګې اړيكې دي نو راځۍ چې ددغې دروند قومي مشر د ژوند حالات اوادبي هلې ځلې په لاندينۍ مركه كې ولولو. اول سوال:- بابا ستاسې د زيږون نېټه او تعليمې كوائف څه دى؟ جواب: ګوره ګل مې زما د پيدايښت په وخت كې زمونږ په دې ټبر كې داسې څوك نه وو چې تاريخ يې ليكلې وى خو چې د اندازو نه معلومات وكړو نو ســــــنۀ ۱۹۲۵يا ۱۹۲۶ ته رسو- د سبق په هكله به درته دا ووايم چې پلارمې ډېر غريب وو د خپلو سره به ئې هندوستان كې چې هغوى به بلډنګونه جوړول ټيكه داران وُو هغو سره به يې د خركارانو د جمعه دار په طور كار كولو خويندو به مې په كيړوباندې تيلې او په ټوپو باندې هم خيژولې مور به مې ميچن كوله آخره كې مې څلورم پاس كړو داسې مې د مور په وينا اتم هم پاس كړو او ټوله صوبه كې مې وګټله څلور روپۍ مې وظيفه وشوله بيا مې پېښور ګورنمنټ كالج كې داخله واخيسته او ايف اى او بى اى مې په جيل كې پرائيويټ وكړه او بيا مې ايم اى فارسي مې پېښور پوهنتون نه وكړه . دويم سوال: تاسې شعر ليكل كله شروع كړل؟ د شعر باقاعده ليكل خو ما وروسته شروع كړې دي خو ابتدائي شعر چې ما ورته شعر ويل د خوشحال بابا قبر چې ما په واښو او خاورو كې پټ وليدلواو ماسره خپل پلار هم وو زما په خيال هغه خفه شو او ويې ويل چې د خانخيلو او ملكانو قبرونه څه په سينګار جوړيږي او د پښتو د مشر بابا ( خوشحال خان خټك) قبر واښو او خاور كې داسې خراب پټ پروت دى نو د هغه د غصې نه پس ما د هغه خبرو ته د شعر جامه واغوسته خو هغه شعر نه وو زما په خيال چې راغلمه نو د جماعت مُلا صاحب ته مې واورولو نو ويې خندل او ويل يې شاباس داسې ليكه حالانكى هغه ابتدائى شعر وو باقاعده مې د فخر افغان باچا خان د تحريك سره شروع كړل كله چې هغه زمونږ دغې حجرې ته راغلو نو دهغه وخت نه دغه حجره د فكر او تحريك يو مركز دى ابتدايي شعر يې تقريباٌ سنــــــــۀ ۱۹۴۵ كې په پښتون رساله كې شايع شوې وه. ددې نه مخكې مې هم ليكل چې پېرنګيان به راغلل او زمونږ خلك به يې بنديوان كړل كورنه به يې ورته ړنګ كړل نو ما ته به غصه راتلله او په هغه وجه مې شعرونه ليكل خو باقاعده شعرونه مې پښتون رسالې شايع كيدل شروع شو. دريم سوال: مشر بابا كه دا راته ووايى چې چاپ شوي كتابونه مو څومره دي؟ جواب: ۱۸ دي خو د ټولو نومونه راته اوس ياد نه دي. څلورم سوال: بابا صحافت ( ژوناليزم) سره مو اړيكې لرلې او كه نه ؟ جواب: هو صحافت سره مې اړيكې وى په هغه وخت كې پدې ملك كې د كراچۍ نه پو اخبار شايع كيدو چې غالباٌ ســـــــــــنه ۱۹۵۵ يا ۱۹۵۶ كال وه دې ملك كې صرف دوه اخبارونه وه (جنګ) او (انجام) چې دواړه د كراچۍ نه خپريدل او د( انجام) اخبار واله د پير مانكى صاحب په وينا راته ( انجام) دلته د شروع كولو وويل چې راغلل نو باچا خان ، پيرمانكى صاحباو ارباب غفور ټول موجود وو د انجام اخبار والا وويل چې دا كس مونږ ته راكړى خو باچاخان پدې خبره راضي نه وه خو د پير صاحب او د ارباب صاحب په وينا هغه راضي شو او ما انجام اخبار د لته نه شروع كړو ددې نه مخكې به صحافت د پېرنګيانو او د هغې د غلامانو لاس كې وه د هندوانو لاس كې به وه د پښتو خو اخبار هم نه وه خو ما په انجام كې پښتو ژبې ته او پښتو ادب ته ځانته پاڼه وركړه. د پښتو د پاڼې ايډيټر مير مهدي شاه مهدى وه او د ټول اخبار انچارج زه وومه چيف ايډيټر ومه ددغه وخت نه په دغه علاقه كې صحيح صحافت شروع شو او ما صحافت سره اړيكي ټينګې كړې بيا مې (شهباز) اخبار او داسې نورو رسالو سره تعلق پيدا شو او تر اوسه پورې شته . پنځم سوال: بابا ستاسو د ليونتوب هغه قيصه څنګه وه ؟ چې كتاب مو ليكلې ( دا ځه پاګل وم). جواب: نو ګوره هغه خو داسې وه چې كار مې كولو او ل زه مدرس ومه بيا ريډيو ته لاړم ما خو د ادب كار كولو ريډيو ته مې سكرپټس،ډرامې، افسانې، تقريرونه او قيصې ليكللي او چې كله په بابړې د مسلم ليګ حكومت وه نو باچا خان قيد شوې وو د هغه د رهايۍ لپاره خلك جماعت ته تلل چې دوه دوه ركعته لمونځ وكړي خو په هغو ګولۍ وچليدې او زياتره خدايي خدمتګار پكې وفات شول ماشومان ،ښځې چې قرآن شريفونه ورسره وه په ګولو ولګيدل نو دغه واقعې زما جذبات ليوني كړل او ما ډيره لويه انقلابي شاعري شروع كړه او زه بيا ونيول شوم. شپږم سوال: بابا ستاسې د غېرت چغه په هغه وخت كې ډېره مشهور وه او كه اوس؟ جواب: زما دغه كتاب خو په هغه وخت كې دومره مشهور وه چې چا به پيدا كړو نو نورو هلكانو به ترې كاپيانې جوړولې او تقريباً ډېرو خلكو ته په اسلاميه كالج او پېښور يو نيورسټۍ كې زده وو په ياده( زباني) په افغانستان كې په دغه كتاب كې په يو شعر د هغه ځايى بادشاه هم خفه شو بنديز يې پرې هم ولګولو ما ته يې ويل چې تقريباً ۱۳۰۰ كاپۍ (كتابونه ) مونږه سوزيدو ته هم وليږلې خو هغوى ترې نه ډېرې پټې هم وساتلې او زه چې كله كابل ته لاړم نو پټې رسالې به يې راكولې دلته پرې هم پابندي وه او هلته هم نو هغه ډيره مقبوله وه زما يقين دى چې د (غيرت چغه) پرون هم مشهوره وه ، نن هم ده او د دې نه دې خبر كړم چې ترجمه يې په انګريزۍ كې هم شوې ده نن دى او كه سبا دى ميدان ته راځي . زه په دې ډېر فخر كوم چې زما دغه شعرونه په بنګالى،روسۍ او په تاشقندۍ ژبه اړول شوي دي ترجمه يې شوې ده اوسمانوف نومې پروفيسر دى په تاشقند يونيورسټۍ كې هغه زما په ژوند او ادب ډېر څه ليكلي هغه ډېر زر چاپ كيدونكي دي په امريكا كې مې هم ملګرو كړې ده او اردو كې خو هسې نه هم شوې ده ما خپله ( پشتو ادب كى ۲۵ سال ) ما په اردو كې ليكلې دي ( جلا وطن كې شاعرى) هغه دواړه كتابونه نثركې دي او د جلا وطن كې شاعرى نظم كې ده هغه چې زه د كابل نه هندوستان ته لاړم هلته ميلمه ومه هغوى پټ ساتلى وومه نو هسپتال كې پروت ومه د آزادۍ ورځ راغله نو ما ويل د ازادۍ ورځ به لوى جشن وي او زه به يې هم وګورم خو زه يې په يو كوټه كې پټ وساتلم او ورته يې پرې نه خودم نو ماويل چې زمونږ په وينو دغه وطن او ازادي راغلي ده نو په غصه كې مې دغه د نظم كتاب وليكلو . هم جو اِس شهر ................. د اردو شاعرى مې ددغه وخت نه شروع شوه . اووم سوال: بابا تاسې ته شعر ډېر خوند دركوي كه نثر؟ جواب: ما ته دواړه ځكه زه د خوند لپاره نه ليكم زه چې د څه نه متائثره شم خصوصاً د پښتو پښتونولۍ، انسانيت او د غربت د بدې ورځې نه نو چې څه ليكل مخې ته راشي نو هغه ليكم خو د نظم نه مې ډير خلك خبر دي. اتم سوال: بابا كه دا راته ووايې چې ستاسو ادب د سياست پيداوار دې او كه نه چېرې ستاسو سياست د ادب پيداوار دى؟ جواب : زليمه زما سياست زما د طبيعت ، فطرت او د خوشحال بابا د وينې د خپلې مينې او دملك د حالاتو او طبقاتي او ملې ټولو څيزونو په ما باندې ډير اثر كولو او چې ما كوم نظم ليكلې او يا نثر زما زړه يې يخ كړې دې دومره درته ويلې شم . نهم سوال: د پښتو ادب د موجوده معيارنه مطمئن يې او كه نه؟ جواب: زه د موجوده معيارخبره خو وروسته ده څنګه چې د پښتو ادب روان دې او جوش او خروش سره هر كلي كې شاعران شته او ادبې غونډې كېږي شپږشلو پورې او هر كال سلونو باندې كتابونه ميدان ته راځي. پښتو اكيډمي چلېږي د پښتو فلم راغلې دى او لګيا دى بازارونه د پښتو نه ډكېږي يو وخت داسې وه چې يو سړۍ چېرته لائبريرى د حكومت په مرسته جوړوله نو د پښتو كتابونو لپاره د يو غريب سړي دوكان ته ورغلو او تر دې چې په غونډ بازار كې د سلوروپو كتابونه نه ميلاويدل داسې وخت هم وه چې ټول پېښور كې د سلو روپو كتابونه نه ميلاويدل نن د كروړونو روپو كتابونه په بازار كې موجود دي نو په پښتو باندې يو دور راغلې دى. لسم سوال: بابا كه دا راته ووايې چې په كابل كې د مېشتې په وخت كومې خبرې دي چې تاسې نه نه هېريږي؟ جواب: ګل مې چې كله زه لاړم هلته نو داود خان ماته راغلو ددې نه علاوه به خوشحال بابا د ليسې شاګردان او په ماسكو كې پښتانه شاګردان چې هلته به يې سبق ويل زما كور ته به راتلل او زما كور د هغوى مركز وه ډېره څه راته ياديږي ټولو نه خوشحاله يم غټ واړه كورنۍ جنګونه مې په مخ كې شوي دي د ټولو نه زياته صدمه ماته ده مير اكبر استاد چې يو ښه عالم او تكړه سياستدان وه د قتل په وجه پيدا شو د هغه د مرګ دا وخت نه وو. پكار وه چې خداى (ج) يې هغه ژوندې ساتلې وې او خپل فضل يې پرې كړې وې ده هغه په مرګ ډېر خفه يمه خفګان نه ډېر راغلي دي او خوشحالي كمه صرف هغه وخت ډېره خوشحالي راغله كله چې د نور محمد تركي حكومت راغلو او د ملګرو سره يې د افغانستان نوې جنډه خېجوله نو پريټ شروع شو جلوس تيريدو او زه نورمحمد تركۍ او حفيظ الله امين وه هلته زمونږ په وړاندې دغه جلوس تقريباً شپږ ګهنټې وه پدې ځاى كې راته ډېره خوشحالي ميلاوه شوه بيا تركي صاحب د لاس نه وينولمه او روان يې كړمه پارك كې يې كينولمه او زما ملګري تورلالې او جمعه خان ما سره وه ډوډۍ مو وخوړه نو حفيظ الله امين نه يې پوښتنه وكړه تركي صاحب چې دا جلوس به په ټى وى كې راځي او كه نه ؟ نو ورته يې وويل چې هو راځي به نو ما ته يې وويل چې تاسره تى وى شته نو ما ورته وويل نه نو حكم يې وكړو چې زه كور ته تلم نو هلته ټى وى بيا پرته وه او نن هم راسره ده ما ځان سره راوړي ده. يوولسم سوال: د نوي دور شاعر ته څه كول پكار دي بابا؟ جواب: ټولو نه اول ورته د خپلې خاورې ،د خپل وطن ، دخپل تاريخ ، د خپل ثقافت ، د خپل اختيار حاصلولو د پاره شاعري پكار ده دې وخت كې د قلم ضرورت دى د تعليم او تربيت ضرورت دى تعليمي سكولونه خو انګريزانو هم جوړ كړي وو داسې سكولونه كالجونه ، كورسونه بايد جوړ شي كوم چې د ملت جوړښت لپاره، د علاقې د امن لپاره د دنيا د امن لپاره د انسانى شرافت لپاره درسونه وخوول شي نن سبا خو كالجونه او يوينورسټۍ څه كوي چې په پرائمري كې هم پښتو ژبه ختمه ليدلې شي او د پښتو ژبې رهنمائي نه كېږي. داد افسوس مقام دې چې د هندوستان په دور كې به په تعليمي نصاب كې د پښتو خپل برخه وه او اوس هر څه ورك شوې دي. نو شاعرانو ته پكار دي چې داسې شاعري وكړي چې خپل قوم كې شعور بيدار كړي. د تنظيم لار ورته په نښه كړي. او عوام دې ته چمتو كړي چې د خپلې خاوري خپل اختيار وګټي هغه شاعران چې د څڼو،زلفو، سترګو، او د مستۍ شاعري كوي بايد هغه په دې خبر شي چې هله مستي كېږي چې خپل آزاد وطن دې وي. دولسم سوال: بابا پښتانه ولې وروسته پاتې دي؟ جواب: ډېر په حېرانتيا يې وويل (( دبې اتفاقي د لاسه )). ديارلسم سوال: ستاسې كوم شعر ډېر خوښ دى؟ جواب: زما د بابا كور او ورور كه خداى كا يوسلا شي د وينو پدې ډنډ كې به يو نوى ګل پيدا شـــــي. څوارلسم سوال: تاسې په وفات شؤو كسانو كې چا نه ډېر متاثئر ياستۍ او په ژوند كې د چا نه متائر يي؟ جواب: دا ډېر نازك باب دى زه داسې سړى يم چې رښتيا شاعر يمه ، ذهن كې مې مينه ده احساس دې زه چې باغ ته ننوزم نو يو ګل ته نه ګورم بلكى ټولو ګلونو ته ګورمه او ټولو ګلونو نه خوند اخلمه ما ته ګل شوكول هم ښه نه ښكاري په بوټي كې راته ښه ښكاري نو ځكه زمونږ ددې وطن شاعرانو كې فرق نه شم كولې څوك به په يو موضوع ښه وي څوك به په بله موضوع كې غني خان زما خوښ دې نوصوفي شاعر دې او كه قلندر مومند زما خوښ دى نو زمونږه زلميو كې يې ترقي پسند شاعري كړې ده . زمونږ په دې علاقه كې نور هم داسې شاعران شته چې نومونه به يې نه اخلم هغوى هم په دغه بره شاعرانو برترې نه شي موندې خو ترينه كم هم نه وي. پنځلسم سوال: بابا د خپلو ادبي دوستانو لنډ شانيې بحث راته وكړي؟ جواب: زما په ادبي دوستانو خو لنډ شان بحث نه شي كيداى هغه خو دومره زيات دي چې په دې لنډ شان بحث كې نه شى بيانيدې بل ځل راشه پوره كتاب به درته وليكم. شپاړسم سوال: بابا ستاسې د زيږون ځاى او د والد محترم نوم څه وو؟ جواب: ګوره دغه ځاى چې د خټكو او خوشحال بابا يو مركزي كلى دى په دغه ځاى كې پيدا شوې يم دلته ځوان شوې يم دا ته چې چېرته ناست يې او زه پرې فخر كوم .د والد صاحب نوم مې حُكمت خان وو د بینوا او ښاغلی بلال احديارنه په مننه Interview with Ajmal Khatak - بېرته شاته