(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د کړکېچ د حل لار

ډوکتور فاروق أعظم دافغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر او د لندن په پوهنتون کې د اوبو د کشالو د څېړونکې ډلې غړی اګسټ ۲۰۰۸ لندن فهرست موضوع مخ سریزه ۳ د افغانستان امنیتي وضعه ۵ ملي فوج او ملي پولېس ۱۴ د دولت مشروعیت ۱۶ د دولت په لوړه سطحه کې رشوت او اداري فساد ۲۶ په افغانستان کې دمخدره موادو توليد او تجارت ۳۱ په افغانستان کې د بهرنيو مرستو مؤثريت ۳۷ د افغانانو د اقتصادي حالت څرنګوالی ۴۰ ايا د خارجيانو حضور په افغانستان کې افغانانو ته ګټور دی؟ ۵۰ دامريکا نوی جمهور رئيس بايد د افغانستان په باب څه وکړي؟ ۶۱ دافغانستان دجمهوري رياست لپاره به څوک مناسب وي؟ ۶۴ د روانې فاجعې څخه خلاصی (د افغانستان دکړکيچ د حل لار) ۶۵ بـــديــل A l t e r n a t i v e ۶۶ بسم الله الرحـمن الرحيم إن الله لا يغير مابقوم حتی يغيروا ما بأنفسهم (صدق الله العظيم) والتکن منکم أمة يدعون الی الخير يأمرون بالمعروف وينهون عن المنکر (صدق الله العظيم) ما امريکا ته په رسمي دعوت د ۲۰ مئی څخه تر ۹ جون ۲۰۰۸ سفر وکړ. په واشنګتن او نيويارک کې مې مختلف امريکائي مقامات وليدل. په واشنګتن، ويرجينيا، لاس انجلس، سانفرانسسکو، شيکاګو، ميشيګن او نيويارک کي مي تر زرو ډيرو افغانانو سره خبری وکړې. هغوی ټولو زما څخه د افغانستان دبحران او ددغه کړکېچ دحل په باب پوښتنې وکړې. افغانانو غوښتل پوه سي چې ما د افغانستان په باب امريکايانو ته څه ويلي دي. ما افغانانو ته خپل د مذاکراتو تر هغه ځايه چي لازمه وه لنډ معلومات وړاندې او سؤالونو ته مې ئې جوابونه ورکړل چې مختصر راپور يې تاسو ته دلته وړاندې کوم. خو لومړی زه د هغو ټولو (افغانانو او امريکايانو) له ميلمه پالنې ډيره مننه کوم چې زما د سفر په وخت کې زما سره ځانونه زهير کړيدي. ددې لنډ راپور د وړاندې کولو موخه داده چې وطنوال پوه سي چې ما امريکايانو ته چې اوس يې افغانستان په لاس کې دی زموږ د ګران وطن اوضاع څنګه تشريح کړيده؟ ما هغوي ته يوازې دافغانستان په ارتباط پېښ مشکلات ندي ويلي او يوازې مې انتقادونه ندي کړي بلکه د حل يوه داسې لار مې هم ورښوولې ده چې که عملي سي د ټولو په خير ده. که دلته ديو سؤال جواب ډير اوږد درته معلوم سو د هغه علت دادی چې ما ددغه جواب يوه برخه په يوه مجلس کې ويلې ده او نورې برخې يې په نورو مجلسوکې، دلته مې د کار د اسانئ لپاره دعين يا مشابه سؤال ټول جوابونه چې په مختلفو مجالسو کې مې ورکړي يا تشريح کړيدي تر يوه جواب لاندې راوستيدي. پدې جوابونوکې داسې نکات سته چې زما ندي او ما له نورو اقتباس کړی او دخپل استدلال دتقويې لپاره مې راوړيدي. ځينې معلومات مې وروسته ددې کتاب د ليکلو په وختکې ورزيات کړيدي. ددې ليکنې اصلي هدف دادی چې هرڅوک وافغانستان ته ورپېښ مشکلات تشريح او څيړي خو دحل لار يې نلري او يائې نه وائي. دلته ما دمشکلاتو ترتشريح او دمرض ترتشخيص وروسته دحل لار او دواء هم وړاندې کړېده چې کيدای سي پرهغه غور وسي، اصلاح سي او بيا دکار خلک پـيدا او پر ولاړ سي. کار بايد له يوځايه پـيل سي او ما لدغه ځايه پـيل کړ. دعاء کوم چي الله پاک عزوجل زما دا وړوکی تلاش پخپل دربار کې قبول او هغو کسانو ته چې د افغانستان لپاره په سياسي حل پسې ګرځي دا نسخه او فارمول ګټور او دمخلصو افغانانو د راټولېدو لپاره يو منبر او پلتفورم وګرځوي. امين وماذلک علی الله بعزيز. لومړی سؤال چې هرچا کاوه هغه دا وو چې د افغانستان امنيتي وضع څنګه ګورئ؟ جواب: تر شپـږ کاله ډير وسوه چې نړيواله ټولنه ونه توانيده چې د افغانانو د باور او ملاتړپر بنسټ ډاډمن افغان ملي فوج جوړ کړي او تر اوسه هم امريکايان او ناټو پخپل سر بېله دې چې پر افغان فوج اعتماد وکړي او حتی هغه خبر کړي د مخالفينو پخلاف نظامي عمليات او بمبارډ کوي. حتی د مخالفينو په باره کې دمعلوماتو په راټولولو کې هم پر افغان اردو او پوليسو اعتماد نکوي او خپل ځانته استخباراتي لارې لري. په دغسې عملياتو، بمباريو او نيونو کې اکثره عام ولس ته تاوان رسيدلی دی. لارويان وژل سويدي، ودونه او جنازې بمبارډ سويدي، ښځې او ماشومان مړه سويدي، بېګناه خلک بنديان سويدي، زوريدلي دي، مالي تاوانونه ور رسيدلي دي، بيعزته سويدي او مهاجرت ته اړسوي دي. دا ټول هغو کړنو ته ورته دي چې روسانو دخپل اشغال په وختکې د مجاهدينو د ځپلو په منظورکول. څرنګه چې هغه تاکتيک کار ورنکړ او ټول ملت يې د روسانو پخلاف راوپاراوه، د امريکايانو او ناټو اوسنۍ پاليسي به هم بريالۍ نسي. داځکه چې دا دخلکو د زړنو د لاسته راوړو لار نده بلکه مخالفين نورهم تقويه کوي. دامنيت دخرابۍ يومهم عامل هم همدادی . طالبانو ته د القاعده په سترګه او ټولو پښتنوته د طالبانو په نظر کتل د نړيوالې ټولنې بله لويه غلطي او دامنيت دخرابۍ عامل دی. نه ټول طالبان القاعده دي او نه هم ټول پښتانه طالبان دي. همداراز، د طالبانو او القاعده د هدفونو او ستراتيجۍ ترمنځ هم ډېر توپير دی. طالبان د خپل هيواد لپاره جنګيـږي او د غرب سره خاصه دښمني نلري خو القاعده په عربي نړۍ کې د امريکايانو د کمبلې د ټوليدو لپاره متعهد دي او افغانستان دخپلو اهدافو دويشتلو لپاره ديو سنګر په ډول استعمالوي. همداراز، ټول پښتانه طالبان بلل او د هغو په تور ټول پښتانه ټکول، ځورول او د هيواد له سياسي صحنې لېرې ساتل د نړيوالې ټولنې بله لويه غلطي ده. په يو هيواد کې حتمي نده چې ټول فوج، پوليس، ددولت مامورين او ولس دې دهغه هيواد دمشر د فکر او پاليسيو ملګري وي خو ځينې مجبوريتونه او شرايط وي چې خلک مجبوروي چې کار ورسره وکړي. کله چې د طالبانو حکومت په نومبر ۲۰۰۱ کې ړنګ سو دهغوی په زرهاو عسکر د هيواد په شمال کې ونوې ادارې ته ځانونه هغه وخت تسليم کړل چې اطمینان ورکړه سو چې دوی به دطالبانو دخدمت په تور نه زورول کيـږي. دوی غوښته چې د نوي حکومت سره کار وکړي او يا کم تر کمه پخپلو کوروکې ارام کښيني او خپل شخصي کاروبار ته مخه کړي خو د هغوی سره داسې معامله وسوه لکه هټلر چې د يهودو سره وکړه. په زرو د نړيوالې ټولنې په مخ کې ونيول سول، بنديان سول، په قلعۀ جنګي کې مړه سول، په کانتينرونو کې سوري سوري سول او د ليلی په دښت کې لاس تړلي ژوندي ښخ سول. د امريکا دپخواني وزير دفاع (ډونالډ رمزفيلډ) زړه لايخ سوی نه وو او امر يې وکړ چې وئې سوځوئ. د هيواد په پاته برخوکي په زرو نور طالبان خپلو کليو ته لاړل چې عادي ژوند خپل کړي او هغو مثبتو تغييراتو ته هيله من وه چې غرب يې مسلسلې وعدې ورکولې. مګر دوی تعقيب سول، ونيول سول او د طالب او القاعده په نوم مړه سول. يو طالب قوماندان د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت ترسقوط وروسته خپل کورته ولاړ چې عادي ژوند وکړي. امريکايانو هغه کلی بمبارډ او خلک يې پکښې مړه کړل. وروسته دانتقام لپاره ټول کلی ياغي سو او اوس شلګر په سيمه کې د طالبانو د ملا تير دی. يو استراليائي ژورنالست چې د بي بي سي لپاره يې کار کاوه يو فلم خپور کړ چې پکښې ښئي چې امريکائي عسکرو په ارزګان کې سپين ږيري بې عفته کړيدي. د کلي ځوانانو هوډ وکړ چې خپلې کډې پاکستان ته بيايي او له امريکايانو څخه د غچ اخيستو لپاره بيرته سيمې ته ستنيـږي. د طالبانو خارجه وزير (مولوي وکيل احمد متوکل) پخپله خوښه امريکايانو ته تسليم سو خو هغوی بندي کړ او ترڅو کاله بند او شکنجې وروسته اوس هم په کابل کې په خپل کور کې تر نظارت لاندي دی. مولوي عبدالسلام ضعيف په پاکستان کې د طالبانو سفير وو، هغه يې د ټولو نړيوالو قوانينو او نورمونو پخلاف ونيوی، او پنځه کاله يې د کندهار، بګرام او ګوانتانامو په زندانونو کې بندي او شکنجه کړ. ملا خاکسار (د طالبانو د رژيم د کورنيو چارو وزير) ځان امريکايانو ته تسليم کړ او د کابل د حکومت سره يې عملا همکاري پيل کړه خو مړ کړه سو. پدې ډول امريکائي او ائتلافي قواوو قصدا او يا په ناپوهۍ کې طالبان او پښتانه کونج ته تخته کړل او بيله مقاومته يې بله لار ورته پرينښوول. دامنيت دخرابېدو لوی عامل دا هم دی. همداراز، د هيواد دشمال څخه تقريبا دوه نيم لکه پښتانه د قومي تصفيې تر پروګرام لاندي چې فيلمونه يې موجود دي د طالب او القاعده په تور د نړيوالې ټولنې په حضور کې مړه سول، بې حرمته سول، لوټ سول او د خپلو کورونو څخه وشړل سول. هيچا ددغو قتل عامونو (جنوسايډ) او دسته جمعي تعذيب (کوليکتيو ټورچر) مخ ونه نيو. سربېره پردي، بي بي سي او امريکا ږغ راديوګانو څو واره راپورونه خپاره کړيدي چې يو شمير اوزبک او تاجيک کورنۍ د سرحد له ها غاړې راوستل سوي او د شړل سويو پښتنو پر مځکو او جايدادونو باندې ميشته سويدي. تراوسه ددغو لکونو شړل سويو سرګردانه پښتنو پوښتنه چا ونکړه. هغوئ تقريبا دا اوه کاله کيـږي چې د کندهار د ژړۍ په سوزانه دښت، د پاکستان په چمن، د سرانان په کمپ او د کوئټې د ښار په شاوخوا کمپونو کې ددربدرۍ ژوند تيروي. بين المللي ټولنه نه يوازې ددوی زار حالت ته توجه ونکړه بلکه هيڅ اراده نلري چې دوی خپلو کورونو ته بوزي. د شمال دغو شړل سويو او زورېدلو پښتنوته امريکايانو او نړيوالو بيله مقاوته بله څه لار پرې ايـښـېده؟ اوس دشمال څخه دهمدغو شړل سويو کورنيو ځوانان په کندهار کې دطالبانو دجنګی قوت دملا تېر جوړوي. افغانستان يو واحد او نه تجزيه کيدونکی هيواد دی چي دتاريخ په اوږدو کي مختلف اقوامو د وروڼو پشان يودبل سره ژوند کړيدی. په شمال کي دتاجيکو، ازبکو او ترکمنو په منځکي پښتانه اوسي او دپښتنو په سيمو کي بيا د سوو کلو راهيسي اقليتونه ميشته دی. دکندهار دښار په زړه کي شيعه ګان اوسي او دښار اکثره کسبونه او شاوخوا شنه باغونه ددوی دي خو چا ترخه خبره هم نده ورته کړې؛ احترام يې کيـږي او دظاهرشاه په وختکی کندهاريانو خپل وکيل له همدغه شيعه وروڼو څخه ټاکی. همدا راز په هيلمند کي هزاره، تاجيک، ازبک او ترکمن ناقلين او شيعه ګان سته چي چا ندي ازار کړي. دا ډول تاجيک، عرب او نور قومونه دغزني، پکتيا، پکتيکا، کنر، لغمان او ننګرهار په مرکزونو کي اوسي چي بيله کوم تهديد او فشاره دپښتنو په منځکي دوروڼو پشان په عزت ژوند کوې. خو دهيواد په شمال کي ځينو زورواکانو دبهرني استعمار په مرسته نه يوازي هلته دپښتنو په ضرر دسيمي دموګرافيکه څهره او ايتـنوپوليـتيکل انډول بدل کړ بلکه په تيرو پنځلس کلونو کي يې دهيواد دلويو ښارو، خصوصا د کابل دښار ډموګرافيکه څهره هم دخپلو قومي ناوړه اهدافو په ګټه واړول. دوی له يوې خوا پښتانه نه پريږدي چي دهيواد په شمال کي خپلو کوروته ولاړ سي او له بلي خوا يې دکابل ښار چي عمدتا دپښتنو سيمه ده پخپلو قوميانو ډک کړ. دغه حالت ټول هيواد قومي ناارامی ته او خصوصا پايتخت يې ديو ايتنوپوليتيکل بحران سره مخ کړيدی. په ۱۹۷۶ م کې کله چې دداؤدخان په مقابل کې په کنړ، پنجشير، لغمان او پکتيا کې يو شمير مسلمان ځوانانو (اخوانيانو) بغاوت وکړ. د سيمو خلکو دهغوی ډيری ونيول او دولت ته يې تسليم کړل او ځينې نور ورڅخه وتښتيدل. داځکه هغه وخت خلکو حکومت خپل باله او د هغو کسانو پخلاف ودرېدل چې دغه مشروع دولت يې ناکراره کاوه. هغه وخت د اسلام شعارونو دوی نسوای جذبولای که څه هم اسلام افغانانو ته تر هرڅه ګران او عزيز دی. داؤدخان پښتون وو پداسې حال کې چې ډيرو غيرپښتنو دغه باغي ځوانان ونيول. خو فقط درې کاله وروسته قوم په هماغو باغيانو پسې ولاړ کله چې په کابل کې د پردو يو ګوډاګی حکومت د شوروي په مرسته راغی. همداسې، په جنوري ۲۰۰۲ م کې په کندهار کې يوه سړي پر يو بهرني عسکر حمله وکړه. خلکو په تش لاس هغه ونيو او دولت ته يې تسليم کړ. خلکو نارې وهلې چې موږ سوله غواړو، نړيوالو ته دې موقع ورکول سي چې افغانستان اباد کړي. خو نن هماغه خلک مايوس سويدي او د کابل دحکومت او ناټو په مقابل کي دطالبانو حمايت کوي. ښاغلي حامد کرزی په تيښته له هماغو خپلو خلکو پخپل پلرني ښار کې له مرګه ځان خلاص کړ. اوس ولس دحکومت سره نور دامنيت په ټينګولو کې مرسته نکوي. نړيوالې ټولنې افغانانو ته په بون کې يو داسې ضيق البنياده حکومت جوړ کړ چې ښائي د افغانستان په تاريخ کې يې ساری نه وي. موږ په تاريخ کي ډير خراب حکومتونه درلودليدي خو داسې خراب حکومت لکه په بون کې چې نړيوالو افغانانو ته جوړ کړ ندی تير سوی. نړيوالو مشهورغله، د نشئي موادو قاچاقبران، زورواکان، فاسد تکنوکراتان او د بشري حقوقو پايمالونکي چې دکرزي خبره په نورو هيوادو کې يې د بيوسئ شپې تيرولې اوبايد د بشرضد جناياتو په تور په نړيواله محکمه کې محکمه سويوای په حکومت کې راټول کړل. افغانستان ئې هغو قوماندانانو او سياسي دلالانو ته د مال غنيمت په ډول وويشۍ چاچې خارجيانو ته د هغوی د عسکرو پحيث خدمت کړی وو اويائې بهرنيو استخباراتو ته کار کاوه. امريکايانو، پښتانه چې د هيواد اکثريت، سخت جنګي او ددې هيواد له پـيدايـښـته يې قدرت په لاس کې وو له قدرته محروم کړل. امريکايانو ټول پښتانه طالبان او القاعده وګڼل او د تروريستانو پشان يې ورسره معامله وکړه او کوښښ يې وکړ چې د هيواد په سطح د پښتنو شمير کم وښئي او ورپسې يې سياسي رول ورکم کړي. روسانو هم د خپل اشغال په وختکې د پښتنو د ځپلو په منظور څو واره احصائيه اعلان او هر وارې به يې پښتانه کم ښوول پداسې حال کې چې په ټول افغانستان او خصوصا د پښتنو په سيمو کې جنګ وو او د احصائيی د اخيستلو مجال نه وو. د هغوی هدف دا وو چې پښتانه له اکثريته و لوی ګروپ ته راټيټ کړي او پدې ډول يې په فوج، پوليس، دولتي ادارو او سياسي مجال کې ونډه ور کمه کړي. بون کانفرانس په همدې مورد کې د روس پر پله روان سو او نن همدا کار ناټو کوي. دغه سبب دی چې ډېر پښتانه په کابل کې اوسنی نظام خپل نه بولي او دبرياليتوب لپاره ئې قربانۍ ته حاضر ندي. د طالبانو تر سقوط وروسته په کابل کې ټول پښتانه دولتي مامورين تهديد او له کاره وايستل سول او ځای يې په غيرپښتنو ډک سو. څو محدود پښتانه که چيرې ليدل کيدل هغوی د استادسياف ترسيوري لاندې ناست وه او يا هغه کسان وه چې د جهاد په دوران کې يې جمعيت ته ډير زغستلي وه. سره لدې چې اوس حالات څه بدل سويدي خو اوس هم د فوج افسران (دمعتبرو انګليسي او امريکائي منابعو په قول) ۷۰٪ تاجيک دي او دملي امنيت په چاروکې خو د پښتنو سهم ډير کم دی. په ملکي ادارو کې هم همدا حال دی. څه تغييرات راغليدي، وزيران او ځينې عالي رتبه مامورين پښتانه مقرر سويدي خو اوس هم تعادل ته ډيره لار پاته ده. يو پارلماني راپور ښئي چې په ۲۰۰۷ م کې د رئيس جمهور په شمول د هغه په دفتر کې يوازې ۸ ٪ مامورين پښتانه وه. دغه سبب دی چې دکابل په ښارکې چې په پښتني سيمه کې واقع او شاوخوا يې اکثره پښتانه دي څوک د رئيس جمهور او وزيرانو په شمول د پښتو ويلو جرئت نلري. داسې يوحالت چې خپله دهيواد اکثريت وګړي ځان بېګانه وبولي امن نسي تأمينولای. پر حکومت دعدم اعتماد يو بل عامل دادی چي په تيرو ديرشو کلو کي په عام ډول او په تيرو پنځلسو کلو کي په خاص ډول اکثره خارجي تعليمي بورسونه غيرپښتنو ته ورکول سويدي. ددغه غيرعادلانه توزيع په نتيجه کي په زرو غيرپښتانه تعليميافته هرکال هيواد ته راستينيږي او دمملکت چاري په لاس کي اخلي. پدې ډول پښتانه نور هم په دولتي اورګانو څخه ورخ په ورځ په نسبي ډول کميږي او حکومت غيرملي او انحصاري شکل اخلي. پدغسي ظالمانه، غيرعادلانه او نامتوازن شرايطو کي په دولت کي موجود بېواکه پښتانه نور نو دولتي اداره خپله نه بولي او دزړه له کومي همکاري نه ورسره کوي بلکه ناامنی ته لار پرانيزي. لکه څرنګه چې د طالبانو پخلاف امريکايانو شمال ائتلاف د خپلو عسکرو په حيث استعمال کړ، داسې شمال ائتلاف هم امريکايان د طالبانو، حزب اسلامي او نورو مخالفينو د ټکولو په منظور استعمال کړل. امريکايانو حکمتيار ته د شمال ائتلاف په وجه په بون کې دعوت ورنکړ سره لدې چې حکمتيار د رباني صدرأعظم او دطالبانو مخالف او ورسره جنګيدلی وو. ايرانيانو هم موقع ورنکړه سره لدې چې هغه د طالبانو د حکومت په ټوله دوره کې په ايران کې دهغوی سره وو بلکه په عوض کې يې د بون کنفرانس ته دهغه زوم (همايون جرير پنجشيری) وباله او بل زوم ئې چې پښتون وو (غيرت بهير) وربندي کړ. ددې ټولوسره سره حکمتيار بياهم دوه کاله انتظار ويوست خو چا موقع ورنکړه پداسې حال کې چې د جهاد نور ټول مشران اوس په کابل کې ناست او په حکومت کې شريک دي. زما په فکر، حکمتيار ځان مجبور احساس کړ او دادی اوس په کنړونو کې د امريکايانو پخلاف جنګيـږي. څرنګه چې امريکايانو ټول پښتانه طالبان ګڼل او اعتماد يې نه پر کاوه، تر ډيره وخته يې ترجمانان يوازې د شمال ائتلاف غيرپښتانه استخدامول. راپورونه وائي چې لدغو ترجمانانو څخه ځينو دامريکايانو او پښتنو ترمنځ داوبو دخړولو کوښښ کاوه او ځينو بيا دژبې دنه پوهېدو په وجه عام ولس ته ډير ضرر ورساوه؛ کلي بمبارډ او بېګناه خلک مړه، بنديان او وځورول سول تردې چې کرزي يې پر حال وژړل (۲ مئ ۲۰۰۷) او وېويل چې زما څه په وس ندي پوره او امريکايان زما په خوله نکوي. دغسې دمورميرې سلوک او بدبينۍ پـيدا کول سوله او امنيت نسي راوستلای. کرزي ته دجمهوري رياست په انتخاباتو کې اکثره پښتنو کوم چې اوس د ناټو تر اور لاندې دي رايه ورکړه. پارلماني انتخابات د امن په فضاء کې ترسره سول پدې هيله چې څه مثبت انکشاف به رامنځته سي خو هاسې ونسوه. وخت ثابته کړه چې افغانانو ته نه منتخب جمهور رئيس او نه منتخب پارلمان څه ګټه ورسول. ملت پر حکومت باور بايلود نو ځکه کرزي خپل تسلط او کنترول د نړيوالو د بيدريغه ملاتړ سره سره په هيواد کې خپور او ټينګ نکړای سوای او اوس يې د هيواد ډيره برخه له کنتروله بهر ده. د هيواد جنوبي، شرقي او غربي سيمې دناټو دقواؤ سره جنګونو نا ارامه کړيدي او په شمال کې خلک د زورواکانو زور، ناروا او ظلم ځوروي. دموکراسي او د غرب زور او زر ټولو د افغانانو په ژوند کې څه مثبت بدلون رانوستلای سوای بلکه برعکس د زورواکانو، د بشري حقوقو د پايمالونکو او مخدره موادو د قاچاقبرانو په لاس کې ابزار سول چې هيواد استقرار او امن ته نه پريـږدي. دوهم سؤال د ملي فوج او پوليس وو: جواب: څرنګه چې د کابل حکومت له متضادو شخصيتونو، متضادو عقائدو او متضادو ګټو دخاوندانو څخه جوړ دی او ټول په يوه ملي مفکوره او هدف ندي راټول همداسې ملي فوج او پولس يې هم پر همدغو پولو ويشلي دي او ملي هدف نلري. لکه څرنګه چې حکومت د ولس باور او ملاتړ نلري همداسې ملي فوج او پوليس د خلکو حمايت نلري بلکه تر ډيره حده داقليت او د خارجيانو په خدمت کې دي. په ۹ مئ ۲۰۰۸ يو نړيوال معتبر راپور وائي چې اوس هم د افغانستان فوج ملي تشخص نلري او ۷۰٪ افسران يې ديو اقليت قوم دي. همدا سبب دی چې د يوې سيمې فوج په بله سيمه کې بريالی ندی او حتی ځائي فوج او پوليس همکاري نه ورسره کوي. که څه هم امريکايانو د فوج او جرمنيانو د پوليسو په تربيه او تجهيز کې کار کړيدی خو کومه خاصه نتيجه يې نده ورکړې. په ۲۰۰۶ م کې، په پښتني سيموکې د فوج ۴۰ ٪ تښتيدلي وو او تيرکال دا رقم تر دغه هم ډير وو دا ځکه چې فوجيان فکر کوي چې په دغو سيمو کې ددولت سره همکاري کمه ده او ددوی تلفات ډېر دي. دغه عامل هم امنيت کمزوره کړيدی. دکابل حکومت شکايت کوي چې فوج او پوليس تر اوسه نه سمه تربيه لري او نه وسايل. موږ دافغان فوج او پوليسو قوت او مؤٍثريت دامريکا ږغ راديو (۱۸ جون ۲۰۰۸) لدغه راپورڅخه معلومولای سو چې وائي دامريکا په کانګرس کې دملي امنيت او بهرنيوچارو د کمېټې مشر (جان ټرني) د پنتاګون دراپور له مخې وويل چې په افغانستان کې دپوليسو ۴۳۳ يونټه دي چې هيڅ يو ئې هم پوره عملياتوته تيار ندی؛ خو يوازې ۳ يونټه ئې دخارجي فوج په حمايت عملياتو ته زړه ښه کولای سي. د امريکا دبهرنيوچارو په وزارت کې دافغانستان دمخدراتو دکنترول مشر (تامس شوئچ) نيويارک ټايمز ته په ۲۷ جولاي ۲۰۰۸ م کې وويل چې پنتاګون او کابل باټې ولي چې باکفايته افغان اردو او ملي پوليس لري خو حقيقت داسې نه دی. ملي اردو دجنګ قابليت نلري او دخلاء دډکيدو لپاره پوليس جنګ ته لېږل کيـږي؛ هغوی هم دغه کارته تيار ندي. کله چې واستول سي چې پريوه خطرناکه سيمه ددولت کنترول قائم کړي ډير تلفات ورکوي. په کابل کې د سږکال د ثور د اتمې د جشن په واقعه کې خلکو وليدل چې افغان فوج او پوليس څومره د ډاډ وړ دي. خلکو وليدل چې عسکرو يو او بل ته ويل چې تښته او جنرالانو پر خپلو مډالونو لاسونه نيولي ځغستل او رئيس جمهور او وزيران يې خطر ته پرميدان پريښوول. افغان فوج دا شکايت هم کوي چې ناټو دوی د جنګ لومړۍ کرښې ته بيائي او خپله شاته وي او پدې ډول يې د خپل سـپر په توګه استعمالوي. که څه هم ماته په يوه ليک کې دانګليستان دنظامي قواؤ وزير دغه شکايت بيځايه بللی خو په هيلمند کې افغان عسکر اوس هم همدا ګيله لري. سربيره پردغه، فوج او پوليس د لږ معاش او هغه هم پر وخت د نه رسيدو څخه څو واره د راديو او تلويزيون له لارې شکايت کړيدی او وائي چې ځکه لوئې لارې نيسي، خلک او موټران شکوي. دريم سؤال د دولت د مشروعيت وو. د مشروعيت سؤال يوه امريکائي مطرح کړ او وېوئيل چې په افغانستان کې د نړيوالو په مرسته د جمهوري رياست او پارلمان لپاره انتخابات وسول او اوس هغه هيواد يو منتخب رئيس جمهور او منتخب پارلمان لري مګر د تشويش ځای دادی چې خلک ولې د خپلو منتخبو مشرانو ملاتړ نکوي؟ جواب: افغانانو د منتخب او يا غير منتخبو مشرانو سره دلچسپي نه درلوده. دغه انتخابات په افغانستان کې نړيوالو قوتونو غوښتل چې خپل کښينولي رژيم ته مشروعيت ورکړي. افغانانو ته دا مهمه نه وه چې کرزی منتخب وو او که نه وو بلکه امنيت، سم حکومت او د هيواد بيا اباديده يې غوښته کوم چې نړيوالو مکرره وعده ورسره کړيوه. ولس ويل ښه، موږ به انتخابات هم په ارامه فضاء کې وکړو خو تاسې به ايا هغه څه وکړئ چې زموږ سره مو بيا بيا وعدې کړيدي؟ نتيجه داسوه چې انتخابات وسوه مګر د خلکو سره وعدې ترسره نسوې. خلکو بيرته له حکومته خپل اعتماد د عدم همکارۍ په شکل واخيست. دمشروعيت په باره کي ما ورته وويل چې يو دولت هغه وخت مشروع دی چې پرهغه سيمه پوره کنترول ولري پر کومه چې د تسلط ادعاء کوي. د امريکا د ملي استخباراتو د اداري تازه راپور وائي چې د کابل حکومت يوازې د هيواد پر ۳۰ ٪ کنترول لري. ناظرين دا عدد هم مبالغه ګڼي او وائي څرنګه چې امريکا د کابل د حکومت حامي ده نو دا راپور ئې د هغه په ګټه ليکلی دی. په حقيقت کې د حکومت کنترول تر دغه ډېر کم دی. دغسې کم او داغي تسلط ددولت مشروعيت ترجدي سؤال لاندې راولي. ددې لپاره چې يو دولت خپل مشروعيت ته قانوني بڼه ورکړي پکار ده چې د خلکو اعتماد، احترام او د هيواد قوانينوته د هغوی اطاعت جلب کړي. په دولتي دستګاه کې د بشري حقوقو د پايمالونکو او قاچاقبرانو قوت، د زورواکانو قدرت او د رشوت او اداري فساد غوړيدنه، د افغان دولت ټولې هغه هلې ځلې چې ددغسې ملي اعتماد او درناوي لپاره يې کوي خنثی کړيدي. زورواکان او قاچاقبران نه يوازې په دولت کې لوئې رتبې او قوي لاسونه لري بلکه شخصي ملېشې هم لري. هغوی د قانون د جوړېدو او دقانون دتطبيق کېدو په دواړو ارګانونو کې په قوت ناست دي او نه پرېږدي چې دولت امنيت تأمين کړي او د خلکو د ژوند ښه کولوته توجه وکړي. دغه نارسائي چې په نتيجه کې ئې خلک پر دولت اعتماد بايلي دافغانستان دولت د عدم مشروعيت د خطر سره مخ کړيدی. د افغانستان دولت دخپل مشروعيت او يا دموکراسۍ ادعا ترهغو نسي کولای ترڅو هغه مشهور جنايتکاران چې په نړيواله محکمه کې بايد محکمه سويوای ازاد ګرځي، بريتونه تاووي او خلک تهديدوي. يو دولت هغه وخت دمشروعيت ادعا کولای سي چې د خلکو معنوي ارزښتونو ته وفادار او د هغو د ساتلو او غوړولو لپاره کار وکړي. مشروعيت يوازې پدې لاسته نه راځي چې په دولت کې يو شمير ماهر او تکنوکرات کسان راټول سويوي بلکه خلک بايد پدې قانع سي چې دا کسان ددوی دارزښتونو او غوښتنو درک لري او دهغو د تطبيق لپاره په اخلاص کار کوي. پرخارجيانو ډيره تکيه، د حکومت واګې ناروا، غلو، رشوتخورو، ظالمو او بېدينو ته په لاس ورکول د افغان دولت د مشروعيت معنوي اړخ سخت تخريب کړيدی. بدون شک يوغيرمشروع حکومت کولای سي تريوڅه وخته د بهرنيانو په نظامي زور او مالي مرسته وچليـږي، پر ځينو سيمو کنترول ولري او يو لږوډير کار هم وکړي خو د خلکو درناوي او د هغو په نظر د حکومت کولو مستحق اوسيدل بيا بله خبره ده. د مشروعيت بل مهم عنصر ددولت لخوا د خلکو د سر، مال او عزت ساتل او د هيواد دقوانينو تطبيقول دي. خلک بايد پدې معتقد وي چې يوازې دولت هغه مناسب قوت دی چې د حکومت کولو وړ او ددوی د اطاعت او همکارۍ په عوض کې ددوی سر و مال او ناموس ساتلای سي. افغان موجوده دولت په هيڅ وجه ددې قابل ندی چې د خلکو امنيت وساتي او حتی ددولت په داخل کې پرزورواکانو قانون تطبيق کړي. يو دولت دخپل مشروعيت د تـثـبـيت لپاره بايد د قوې د استعمال يوازینۍ مرجع وي. دولت نه يوازې بايد خلک قانع کړي چې که کوم تصميم نيسي هغه سم او دخلکو په ګټه دی بلکه داهم بايد ثابت کړي چې دخپل هرتصميم دعملي کولو توان لري او خلک د قوانينو په اطاعت مجبورولای سي او که ضرورت پـېـښ سي پدې لار کې قوه استعمالوي. افغان دولت د ارادې او د قوې د استعمال دغه انحصار نلري بلکه په هيواد کې ډير نور قوتونه سته چې پر خلکو مسلط دي او د خپلو غوښتنو د تعميل په لار کې د قوې د استعمال توان لري. دغه حالت ددولت مشروعيت ته لويه صدمه رسولېده. داعتبار وړ يو حکومت دداسې همفکره خلکو مجموعه ده چې د خپل هيواد لپاره ګډ اهداف او مشترکه ستراتيجي لري. ددې لپاره چې خپل تصاميم عملي کړي يو حکومت په ادارو کې کار پوهه، صادق او ددولت اهدافوته وفادار کسان استخداموي. په افغانستان کې داوسني حکومت غړي ګډ اهداف او مشترکه ستراتيژي نلري بلکه د متضادو عقائدو او خاصو منافعو څښتنان ددنيا له هرځايه راوستل سويدي. حکومت پوه او صادق کارکوونکي هم ډير کم لري. څرنګه چې افغان دولت معين اهداف نلري چې پرهغه ئې غړي راټول وي نو ځکه نامعلومو او متشتتو اهدافوته وفاداري بې مورده توقع ده. دغه سبب دی چې هر وزارت په حقيقت کې د يو زورواک پوسته، د يو تنظيم اډه او د يو قوم مسافرخانه ده. افغان دولت به ترهغو غير مؤثر او نامشروع وي ترڅو دا فاسد او نابکار عناصر په حکومت کي پر قدرت او دولت همداسې بېهدفه وي. که څه هم په موجوده حکومت کې ځينې ښه عناصر هم سته خو د هغو شمير کم او حالاتوته مثبت بدلون نسي ورکولای. تاسې وګورئ چې د مخدره موادو دکښت، استعمال او قاچاق کار و مشهورو قاچاقبرانو ته سپارل سويدی. شخصي مليشو، د مخدره موادو له تجارته راولاړ اقتصادي توان، او دحکومت له مواقفو څخه سياسي استفاده، زورواکانوته په مجموع کې تردولت ډير قوت ورکړيدی. دغه قوت، عام ولس او ددولت کوچني مامورين پخپل اطاعت مجبوروي او ددولت مشروعيت ته نه جبرانيدونکې صدمه رسوي. پدې ډول ددولت مشروعيت له دننه سخت تخريب کيـږي. د يو ولايت د والي له دفتره تصادفاً اته ټـنه ترياک راوايستل سوه. که څه هم هغه ددې پرځای چې مجازات سي ونازول سو خو هغه بيا هم ددغه تصادفي توهين په مقابل کې ناټو او حکومت ته پخپله سيمه کې لوی درد سر جوړ کړيدی او د دولت مشروعيت ته يې لويه ضربه ورکړيده. يو دولت خپل مشروعيت هغه وخت په خلکو منلای سي چې د خلکو سره خپلې وعدې عملي او پرخپل ځان هغه قوانين اول پلی کړي کوم چې د خلکو څخه يې د تطبيق غوښتنه کوي. که ددولت متـنـفـذ غړي هغو قوانينو او مقرراتوته چې پخپله يې جوړ کړيدي درناوی ونکړي، که دوی ځانونه تر قوانينو لوړ وګڼي او څوک ئې د خيانت په جرم محکمې ته کش نکړای سي نو خلک به بدون شک دداسې دولت مشروعيت تر جدي سؤال لاندې راولي. لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په وار وار پارلمان او ميډيا ته ويلي دي چې يوازې کمزوري کسان مـحکمه کيـږي او هغوی چې زور لري ازاد ګرځي بيله دې چې زه يې د نوم اخيستلو جرئت وکړم. ثابت وويل چې ماته هغه وخت ډير مشکلات پيښ سول کله چې مې افشاء کړه چې د بلخ والي (عطاء محمد نور) يو جنګسالار دی، شخصي مليشې لري، اساسي قانون ته احترام نلري او د رئيس جمهور امر نه مني. لوی څارنوال دا هم وويل چې د بلخ والي دا هم ورته ويلي وه چې دده بې مخکنۍ موافقې به ددولت هيڅ يو مامور پخپل ولايت کې پرې نـږدي. عبدالجبار ثابت د هرات والي (حسين انوري) هم په ورته تورونو تورن کړ. دواړو واليانو لوی څارنوال د بلخ او هرات څخه منع کړ. رئيس جمهور هم دلوی څارنوال په قول دده حمايت ونکړ او پدې ډول دهغوی دغو اعمالو ددولت مشروعيت ته شديده صدمه ورسول. مشهور جنګسالار او د افغانستان د فوج لوی درستيز (رشيد دوستم) څوک چې شخصي مليشې لري، د افغانستان په پارلمان کې د شبرغان نماينده (فيض الله ذکي) ته هدايت کړی وو چې په ولسي جرګه کې کوم وزير ته رايه ورکړي. وروسته معلومه سوه چې نوموړي د دوستم د هدايت پخلاف خپله رأيه استعمال کړيوه. رشيد دوستم هغه په شبرغان کې د زرو خلکو په مخ کې ودراوه، راچپه ئې کړ او ترهغو ئې وواهه چې په وينو لژند او بيسده سو. ددې لپاره چې حکومت پدې واقعه کې مداخله ونکړای سي او دواقعې په رازڅوک خبر نسي، ښاغلی ذکي نژدې روغتون ته پرينښودل سو بلکه رشيد دوستم هغه پخپل شخصي هليکوپتر کې ازبکستان ته ظاهراً د تداوئ لپاره واستاوه. هيچا د پارلمان ددې وکيل پوښتنه ونکړای سوای. سربېره پردغه، نژدې دوې مياشتې دمخه رشيد دوستم خپل يو پخوانی مرستيال (اکبر بای) د شرابو په بوتل وويشت او پر کور ئې چې په کابل کې جمهوري ارګ ته نژدې دی د راکټونو حمله وکړه. دوستم د لوی څارنوال دحکم باوجود چا بندي نکړای سوای. برعکس، کرزي اکبر بای وروغوښت چې ددوستم سره تر دعوې تير سه. په دغسې شرايطو کې چې حاکمان پخپله قانون ترپښو لاندې کوي نور به يې واحترام ته څه وهڅوي. هلته چې قانون او مجريان يې مظلوم نسي حمايت کولای دولت څه مشروعيت لري؟ ددی لپاره چې خپل مشروعيت ثابت کړي، موجوده افغان دولت ته تقريبا غير ممکن ده چې د خپل مشروعيت دټولو داخلي دښمنانو سره په يو وخت وجنګيـږي لکه جنګسالاري، مخدره مواد، رشوت، بهرنی مشکل او مسلح مخالفين. د افغان دولت اوسنۍ وضع هغه سخت ناروغ ته ورته ده چي د روغتون د شديد مراقبت په خونه کې بستر او د څو خطرناکه قوي ناروغيو په مقابل کې د ژوند او مرګ په کشمکش کې راګير وي. که د نوموړي څخه د روغتون وسائل، اکسيجن او شديد مراقبت ليرې سي ډير ژر به مړ سي. همدا راز که د اوسني حکومت له ساتني څخه ۶۵۰۰۰ بهرني عسکر او د زرو مليونو ډالرو پيچکارۍ ليرې سي ډير ژر به سقوط وکړي. دغسې يو دولت به ولس پخپل مشروعيت څنګه قانع کړي؟ ناټو کلي بمبارډوي چې خلک د حکومت په اطاعت مجبور او په مشروعيت يې اعتراف وکړي. د زور بيځايه او بيموجبه استعمال د خلکو د قناعت مؤثره وسيله نده. زور يو منفور دولت په يوه مشروعه مؤسسه نسي بدلولای. د خلکو حمايت بايد د خلکو د زړونو د لاسته راوړلو له لارې حاصل سي نه د قوې په استعمال سره. يوشمير د نړيوال حقوقو ماهرين فکر کوي چې د تروريزم پرضد جګړه اوس د پښتنو دلوئې پرګنۍ سره په جنګ بدله سويده چې نه يوازې ددولت مشروعيت ئې تر جدي سؤال لاندې راوستی دی بلکه دعام وژني حقوقي سؤالونه يې راولاړ کړيدي. دواشنګتن پست په قول (يکشنبه، ۱۸ نومبر ۲۰۰۷) ناټو، امريکا او دهغو افغاني ملګرو دطالبانو په نسبت افغان عوام ډېر وژلي دي. دناټو سرمنشي (جاپ دي هوپ شيفر) اخطار ورکړ چې دملکي خلکو زياتيدونکې وژنه دخلکو په وړاندې دغربي قواؤ ملاتړ کوم چې ددوی په حمايت ورغليدي کموي. د ملګروملتو دمؤسسې دسپتمبر ۲۰۰۷ راپور وائي چې هوائي بمبارۍ په افغانستان کې دانتحاري حملو اصل باعث او مشوق دی چې ډير بيګناه خلک وژني، ولس دکابل دحکومت په خلاف دروي او مخالفينوته لويه تبليغاتي ګټه رسوي. حامد کرزي په وار وار ويلي دي چې دتروريزم پخلاف مبارزه بايد زموږ په کليو کې نه بلکه په پاکستان کې دننه وسي خو امريکايان يې نه ورسره مني او پدې ډول ئې دده حکومت دمشروعيت ديو جدي سؤال سره مخ کړی دی. د سږکال د جولای په اوائلوکې امريکايانو دنورستان په ولايت کې د عامې سورلۍ دوه موټران بمبارډ کړل چې په نتيجه کې ئې ۲۲ ملکي کسان مړه او ډير نور زخميان سول. خلکو احتجاج وکړ. امريکايانو وويل دا ټول ترورستان او اشرار وه. ځائي حکومت دخلکو دشکايت دفشار په سبب سيمې ته هيئت واستاوه چې دهغه په نتيجه کې د نورستان والي تميم نورستاني په دغه واقعه کې د عاموخلکو، ښځو او ماشومانو د وژلو تائيد وکړ. ددغو اظهاراتو په سبا تميم نورستانی له دندې ګوښه کړه سو او امريکايانو خپله خبره بيا تکرار کړه چې داټول ترورستان وه (اريانا تلويزيون- ۶ جولای ۲۰۰۸). پدغسې يوحالت کې به د والي څه حيثيت وي او دخلکو په نظر به حکومت څه مشروعيت ولري؟ د نورستان تر واقعې دوې ورځې وروسته امريکايانو دشينوارو په هسکه مينه کې د واده ورا بمبارډ کړه چې په نتيجه کې يې ۴۸ تنه ښځې او ماشومان د ناوې او زوم په شمول شهيدان سول او ۳۴ زخميان يې د ننګرهار روغتونونوته يووړل. امريکايانو اعلان وکړ چې دا ټول اشرار او ترورستان وه. دخلکو مظاهرو، جمهور رئيس کرزی مجبور کړ چې هغه کلي ته فاتحې او عذر ته ورسي په کوم کې چې دا غمناکه واقعه پيښه سوېوه او دغمځپلو سره غمرازي وکړي. خو امريکايانو خپل انکارته دوام ورکړ چې دوی يوازې ترورستان بمبارد کړيدي. وروسته د کنړونو او نورستان شوری ګانو او د هسکې مېنې ولسوال خلکو او خبرنګارانوته وويل چې امريکايان پخپلو دغو بيمسؤليته کړو پښتانه بغاوت ته هڅوي. دوی په سيمه کې دخپلو اهدافو د تحقق لپاره په افغانستان کې جنګ غواړي (اريانا تلويزيون ۸ جولای ۲۰۰۸). دغسې يو دولت به څه مشروعيت ولري چې د رئيس دولت خبره دده بهرني ملاتړي نه مني؛ هغه کسانوته چې دی په عذر ورځي هغوی يې ترورستان بولي او که يو والي پرخپل ولس دپردو ناروا په روا تعبير نکړي په سبا ئې له دندې شړل کيـږي؟ د هيواد په شمال کې چيرې چې د حکومت پخلاف علني جګړه نده روانه، خلک د زورواکانو، د بشر د حقوقو دتيري کوونکو، د فاسدو حکومتي مامورينو او قاچاقبرانو څخه چې پر سيمه حکومت کوي او نړيوال ملاتړ هم لري سر ټکوي. پوليس پر لويو لارو خلک پدې بهانه شکوي چې معاش يې کم او هغه هم ډير وخت ندی ورکول سوی. د فساد سره د مبارزې د ادارې مشرعزت الله واصفي وائي چې “ترڅو ددولت لوړپوړي چارواکي قانون نه مراعاتوي اداري فساد به جرم ونه ګڼل سي. اصلاحات بايد له لوړه پيل سي. که لوړپوړي چارواکي په مليونو ډالره سوء استفاده کوي او څوک څه نسي ورته ويلای نو ته څنګه يو کوچني مامور ته ويلای سې چې ۴۰ ډالره مه اخله”. دغسې يو حالت پر حکومت او پوليسو د خلکو اعتماد کم کړيدی چې نتيجتاً ئې امنيت ته لويه صدمه رسولې ده. دغسي يو حالت نه يوازې پر حکومت د خلکو اعتماد کموي بلکه په ټولنه کې نظم مختلوي او هيواد د بحران سره مخامخ کوي. پدې ډول د هيواد په جنوب، شرق او غرب کې خلک د امريکا او ناټو له بمباريو او د حکومت له اداري فساد او مخالفينو په ژړا دي او په شمال کي ولس د فاسدو حکمرانانواو د غرب د ملګرو زورواکانوڅخه په عذاب دی. دغه حالت دافغان دولت مشروعيت ته سخته صدمه رسولېده. ناټو بايد پدې پوه سي چې د نظامي قوې استعمال يوه مؤقتي چاره ده. که د خلکو حمايت نه وي د قوې دغه استعمال اوعمراني هلې ځلې به څه نتيجه ورنکړي. إداري فساد تر ټولو ډير د حکومت په ځان لوی افت او بلا ده چې عدم امنيت، بغاوت او د مخدره موادو مافيا تقويه کوي. اداري فساد هغه کسان هم ناراضه او بغاوت ته وهڅول چې په اول سر کې حکومت ته خوشبين وه. حامدکرزي په ۲ مئ ۲۰۰۸ م کې دشپيګل المانۍ مجلې ته ويلي وه چې ما خپل په حکومت کې يو لوړپوړی چارواکی (رشيددوستم) له دندې ګوښه کاوه خو يو بهرنی هيواد (ترکيه) چې په افغانستان کې فوجونه لري پر ودرېد او ايسته مي نکړای سوای. پروسږکال د افغانستان ولسي جرګې دوه وزيران (د بهرنيو چارو وزير سپنتا رنګين دادفر او د مهاجرينو دچارو وزير حاجي محمد اکبر ځاځئ) د بيکفايتۍ په تور سلب اعتماد کړل. له اورېدو جرمنيان پر دادفر ودريدل. هغه تراوسه دندې ته ادامه ورکوي او ځاځی چې بهرنۍ واسطه ئې نه درلوده له وظيفې ګوښه سو. د شپيګل مجلې دا ادعاء هم کړيوه چې د افغان حکومت اکثره وزيران بهرنيو استخباراتو ته کار کوي. دغسي يو لاسپوڅی دولت به دخپلو خلکو په نظر څه مشروعيت ولري؟ څلرم سؤال چې هرچا کاوه هغه په دولت کې د رشوت او اداري فساد وو. جواب: د بون په کنفرانس کې حکومتي مقامونه او څوکۍ زورواکانو او غربزده ګانو ته د خدمت په مقابل کې د غنيمت مال په ډول وويشل سول، هغوي پخپل وار ورسپارل سوي وزارتونه او ادارې خپلې قومي پوستې، دتنظيمونو اډې او د سوء استفادې مغازې وګرځولې. هغوی وزارتونه، ولسي جرګه او مشرانو جرګه، ولايتي جرګې، په مرکز او ولاياتو کې دولتي ادارې ټولې پخپلو خپلوانو، حزبي وتنظيمي ملګرو او وفادارانو بيله دې چې د چا لياقت، کفايت او اهليت په نظر کې ونيسي ډکې کړې. که څه هم ځينې ښه خلک هم په کار وګومارل سول خو دهغوی شمير ډېر کم او مؤثريت ئې هم ډېر لـږ دی. همداراز، ځينې غربي هيوادونو لکه ايتاليا کوښښ کړيدی چې د افغانستان قضائي نظام اصلاح کړي خو تراوسه دا مهم ارګان له اداري فساد، د زورواکانو له اثر، دمسلکي قاضيانو له کمی او دقاضيانو د امنيت د نه تأمين سره مخ دی. نوځکه دا مهمه اداره اوس بېطرفه نده اوعدالت نسي کولای. د امنيت د لوی رئيس په قول عدليه ددولت د نورو ارګانونو سره هماهنګه نده نوځکه امنيت لکه څنګه چې پکار دی نسي تأمين کېدلای. په پلازمېنه کابل او ټول هيواد کې د زورواکانو، د بشري حقوقو د پايمالونکو، رشوتخورو او اداري مفسدينو بيله کومې ويرې سرشاره ګرځيدل ددولت مشروعيت او دموکراسي دواړه سخت متضرر کړيدي. ډير وزيران، واليان او رئيسان علاوه پردې چې شخصي مليشې لري إن جی أو ګاني او شخصي انتفاعي مؤسسې هم لري چې هغه پيسې چې له بهره د مرستې په نوم افغانستان ته راځي پخپلو جيبو کې واچوي. دوی په هرخارجي قرارداد کې خپله ونډه هم لري. يو وزير يا مشاور تر ۶۰۰۰۰ ډالره په مياشت کې معاش لري چې د هغه وزارت يو سابقه داره مأمور ۶۰ ډالره نلري. دماليې وزير انوارالحق احدي اريانا تلويزيون ته وويل چي معاش يي په مياشت کي ۶۰۰۰۰ ډالره او يوه بهرنۍ اداره ئې ورکوي. دا وضع خپله اداري فساد پـيدا او تقويه کوي. پخوانی داخله وزير علي أحمد جلالي وائي چې ۴ وزيران او ۱۳ واليان مستقيماً د مخدره موادو په قاچاق او اداري فساد کې د کرزي د وروڼو په شمول لاس لري. کله چې د کرزي څخه د جلالي ددغه ادعاء پوښتنه وسوه هغه په ډير عصبانيت دغه ادعاء رد کړه او جلالي ئې په دروغو او فساد تورن کړ. په دولت کې د اداري فساد ښکاره او د شرم نمونه داده چې د فساد د مخنيوي د ادارې مشر ښاغلی عزت الله واصفي په عام محضر کې (ارياناتلويزيون ۱۷- اپريل ۲۰۰۸) لوی څارنوال ښاغلی عبدالجبار ثابت په رشوت او سوء استفاده متهم کړ. لوی څارنوال پخپل وار عزت الله واصفي په رشوت او اختلاس تورن کړ او ويويل چې زما سره کره اسناد دي چې واصفي په فراه کې کله چې والي وو سوء استفادې کړيدي. دواړو ادعاء وکړه چې موضوع به محکمې ته محول کوي. حکومت تردې حده شوړيدلی، اداري فساد تردې حده رسېدلی او قيادي جبن تردي حده مستولي سویدی چې د رئيس جمهور لومړي مرستيال ضياء مسعود ادعاء وکړه چې ددولت لوړ پوړي چارواکي د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري. کله چې د رئيس جمهور څخه ددې ادعاء په باره کې په اوله د اکتوبر ۲۰۰۷ م پوښتنه وسوه هغه په ډير طنزيه ډول وويل چې که جرئت لري نومان دي ئې واخلي. يعنې سته خو مګر د نومانو د اخيستلو جرئت په چا کې دی؟ عبدالجبار ثابت ادعا وکړه چې ما وکرزي ته د شلو لوړپوړو قاچاقبرانو او رشوتخورو نومان ورکړه خو هغه يې له تعقيبه منع کړم. ګويا، د لوړپوړو قاچاقبرانو، رشوتخورو او مفسدينو د نومانو د اخيستلو جرئت نه په يو وزير، نه د رئيس جمهور په مرستيال او نه پخپله په رئيس جمهور کې سته. انجنير محمد يوسف پښتون دښار ابادولو وزير ادعاء وکړه چې هيواد اوس د مځکو او مخدره موادو د مافيا په لاس کې دی. اداري فساد تردې حده اوس رسيدلی دی چې د کرزي ملاقاتونه خرڅيـږي. ښاغلي کرزي په ۱۳ نومبر ۲۰۰۷ م پرخپلو يوشمېر وزيرانو او دپارلمان پرغړو تور ولګاوه چې له خپلو دندو څخه سوء استفاده کوي، رشوت خوري او په اداري فساد اخته دي. ده وويل چې دا ناروغي اوس دومره پراخه سوېده چې دهيواد دبياودانولو مخ يې نيولیدی. کرزی پداسې حال کې چې قهرېدلې معلوميدی وويل چې «دعادي افغان ژوند ورځ په ورځ خرابيـږي پداسې حال کې چې حکومتي مامورين يوازې پدې فکر کې دي چې څنګه خپله شخصي دارائي ډېره کړي. پدې نظام کې لوړپوړو چارواکو هرڅه پيدا کړل – پيسې، ډېرې پيسې. خدای په پوهيـږي چې ترحد ډېرې يې ټولې کړې. زموږ دحکومت دلوړپوړو مامورينو په پيسو دنړۍ بانکونه ډک دي. لوکس قصرونه نه يوازې په کابل کې بلکه دلته او هلته ټول زموږ دحکومت او دپارلمان دغړو دي؛ هريو ئې درې څلور کورونه په بيلو بيلو هيوادونو کې لري». دحيرانتيا او پريشانۍ خبره داده چې کرزی په هرڅه پوهيـږي او اعتراف کوي خو داصلاح لپاره يې هيڅ او يا ډېر کم څه کوي. دغه حالت، ولس پرحکومت ډېر بې باوره کړيدی او په ځان کې دتنفر او انزجار تومنه شاربي. نړيوالې ټولنې او افغان حکومت له اولې ورځې خلکو ته وعدې ورکولې چې امنيت به تأمينوي، سم او مؤثرحکومت به راولي او دهيواد بيا رغونه به کوي. افغانانو دوی ته کافي وخت ورکړ او لازمه همکاري يې ورسره وکړه ترڅو دوی خپل تعهدات پرځای کړي خو متأسفانه تراوسه هيڅ يو له دغو تعهداتو عملي نسو. او حتی داسې هم ونسوه چې پر سمه او صحيح خوا قدمونه ايښوول سويوي څو دهغه په برکت هيواد ورځ په ورځ د ارامۍ او سوکالۍ خواته تللی وای. افغانانو د کرزي څخه د اداري فساد د ريښو ايستلو ډيره توقع نه درلوده داځکه اداري فساد په ډيرو هيوادو کې سته. خو دده څخه يې دا توقع وه چې د ابتدائي عدالت د تأمين په منظور د بدکارو، زورواکانو، قاچاقبرانو، د بشر دحقوقو دپايمالونکو، او سوء استفاده کونکو ملاتړ ونکړي او دهغو کسانو مخ ونيسي چې بهرنۍ مرستې پخپلو جيبونو کې اچوي او نه پريـږدي چې خلکوته ورسيـږي. د حکومتدارۍ او عدالت ددغه بسيط عنصر کمزوري او په ډيرو ځايوکې نه موجوديت ددې سبب دی چې خلک د حکومت دفاع ونکړي او مخالفينوته لار او حتی ځای ورکړي او يا حداقل بېتفاوت پاته سي. که ددولت وزيران او عاليرتبه مامورين شاهدي ورکوي چې دکابينې غړي، واليان او د رئيس جمهور کورنۍ او نژدې خپلوان په قاچاق او فساد کې اخته دي او بيا هم امريکا او نړيواله ټولنه يې بېدريغه مرسته کوي؛ که د رئيس جمهور مرستيال شاهدي ورکوي چې دده د حکومت لوړپوړي چارواکي مفسدين دي او دی يې دنيولو او حتی نوم اخيستلو توان نلري خو بيا هم ټوله غربي نړۍ دهمدې مفسدينو ترشا ولاړه ده افغانان به دداسې يوه بې کفايته حکومت او له داسې بهرني حمايت څخه د خير څه توقع ولري؟ دکابل حکومت څخه به دچا د سم کار څه توقع وي چې مشر يې دشپيګل مجلې سره په يوه مرکه کې وائي (افغان رساله- مئ ۲۰۰۸، ص ۳) چې نړيوالې ټولنې ټول هغه غله او جنګسالاران چې له طالبانو تښتيدلي وه بيرته راوستل او په حکومت کې يې شامل کړل. کرزي وويل چې ډير بهرني هيوادونه دجنګسالارانو سره تار لري او اوس هم هغوی ته پيسې ورکوي او حمايت يې کوي. همدا بهرنيان دهمدې جنګسالارانو له ټوپکيانو څخه دعسکرو او پوليسو کار اخلي. کرزي وويل چې دنړيوالې ټولنې ځينې غړي زموږ دځينو فاسدو خلکو سره تړاو لري او دهغو څخه استفاده کوي. دمثال په توګه دبين المللي ټولنې يوه غړي هيواد دافغانستان په يوه برخه کې يوقوماندان ته دهغه دوفادارۍ په خاطر پيسې او مځکه ورکړېده. ايا زه (کولای سم) هغه محکمې ته راکش کړم؟ دسترې محکمې دعالي شوری غړي قاضي بهاءالدين بهاء اريانا تلويزيون ته په ۶ جولای ۲۰۰۸ م وويل چې د حکومت ډير وزيران، دهغوی معينان او د دوائرو رئيسان د سترې محکمې لخوا په رشوت او اداري فساد محکوم سويدي خو څوک ئې نسي بندي کولای. دغسې يو نظام به چې شريعت او قانون يوازې پرکمزوره تطبيق کيـږي او زورواکان ترقانون لوړ سرشاره ګرځي دخلکو اعتماد څنګه خپل کړي؟ د اوضاع ډېر څيړونکي پدې عقيده دي چې مخالفين ناټو په زور نسي ماتولای. خو بيله شکه اداري فساد، بيعدالتي او قاچاق به ئې حتمي ماتې ته ورټېله کوي او عمر به ئې ورلنډوي.
دپاتی برخی لپاره دلته ټک ورکړئ
Farouq Azam, Ph.D. Chairman, Afghanistan Studies Forum Member, WIG, University of London 132 Caledonian Road London N1 9RE U.K. - بېرته شاته