(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د کړکېچ د حل لار دوییمه برخه

پنځم سؤال د مخدره موادو د توليد وو. دغربي نړۍ پاليسيو افغانستان په يوه تارياکي هيواد بدل کړ څو دغرب په بازارو کې د مخدره موادو تقاضا ته جواب وويل سي. په افغانستان کې د ترياکو توليد له ۱۸۰ ټنه په ۲۰۰۱ کې چې هغه هم په يوه محدوده ساحه د بدخشان کې کرل کېده و ۶۵۰۰ ټنه ته په ۲۰۰۷ کې ورسيد. اوس تارياک تقريبا ۴۰٪ د افغانستان د ناخالصو ملي عوايدو (۱،۳بليون ډالر) او د نړۍ د عرضې ۹۳٪ تشکيلوي. ددغو ترياکو بيه په امريکائي بازار کې ۴۳۰ بليون ډالره ده چې افغانانو ته يې يوازې ۷، ۰ ٪ (۳ بليون ډالر) رسيـږي. متباقي ۴۲۷ بليون ډالره يې د اروپائي او امريکائي سوداګرو په جيبو کې لويـږي. څيړونکي پدې عقيده دي چې مخدره مواد، د حکومت اداري فساد، د مخالفينو فعاليت، برمته نيول او په بيلو شکلونو د خلکو تهديد، ددولت په اداري دستګاه کې دزورواکانو نفوذ او جنايتونه دا ټول يوله بله ټينګې اړيکې سره لري. د مخدره موادو کاروبارکونکو ددولت په اداري، مالي اوعدلي نظام، انکشافي پلانونو، حکمومتدارۍ او اعمار مجدد کې کافي نفوذ کړيدی. د مخدره موادو په پيسو او دغرب په حمايت، زورواکان شخصي مليشې ساتي او ددولت د قانون جوړولو او تطبيق کولو ارګانونوته اوامر صادروي. په تيرو څو کالو کې د مخدره موادو دکښت او قاچاق د له منځه وړلو لپاره ټول پلانونه او فعاليتونه ناکام سويدي. د سينلس مؤسسه ادعاء کوي چې امريکا او نړيوال د مخدره موادو د کښت او قاچاق په مخنيوي کې ناکام دي. افغانانو ته کار او دعائدو کومه بله منبع نسته نو ځکه مجبور دي ترياک وکري. د بلخ والي عطاء محمد نور د اريانا تلويزيون سره په ۶ جولای ۲۰۰۸ م په يوه مرکه کې وويل چې نړيواله ټولنه او دکابل په حکومت کې مؤثرې حلقې په افغانستان کې دترياک کښت تشويقوي. د ۲۰۰۷ م کال د اپريل په سر کې زه (ددې کتاب ليکونکی) وطن ته تللی وم اوهلته مې ددې ټولو عناصرو ائتلاف خپله وليد. په کوئټه کې مدرسې خالي وې چې ټول طالبان افغانستان ته د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره تللي وه دا ځکه له قديمه نېښ وهل دطالبانو کار دی. په افغانستان کې عسکرو او ددولت کم رتبه مامورينو هم دسهار لخوا تر رسمياتو دمخه نېښ واهه داځکه معاشونه ئې کم وه او ديوې مياشتې په خوارۍ ئې دټول کال ددولت معاش برابرولای سوای. دطالبانو قوماندانانو خپل زکات ځينې اخيست. ددولت اکثره عالي رتبه مامورينو يا پخپلو مځکو خاشخاش کرلي وه او که ئې مځکه نه وه بيا دوظيفې ترڅنګ دترياکو په تجارت مصروف وو. دداخلي او خارجي قاچاقبرانو خو پدا زندګي وه او حتی خارجي عسکر هم ددغه سخي بوټي څخه بې برخې نه وه. پدې ډول خاشخاشو خپل دکرم سايه پر ټولو غوړولې وه او دوست او دښمن يې په يو سنګرکې کښېنولی او يو وسيع ائتلاف ئې په جوړ کړی وو. که دولت يا ناټو دترياکو دله منځه وړلو لپاره کومه عملي هڅه کړېوای نو ټولو به ئې په ګډه مقابله کړېوای چې دا دکابل دولت ته يو لوی ګواښ کيدای سوای چې نه کرزي غوښت، نه امريکايانو او نه ناټو. ازادۍ راديو ته په ۱۶ نومبر ۲۰۰۷ م يو بزګر وويل چې ماته يو قوماندان چې په پارلمان کې ديووکيل ملاتړ ورسره دی وويل چې که غواړې تارياک دې مات نسي نو پيسه به راکوې. د کوکنارو دتوليد دکنترول او هم په دولت کې داداري فساد دمخنيوي لپاره نه يوازې دحکومت او دهغه دبهرني ملاتړو ترمنځ مشترکه ستراتيژي نسته بلکه کومه يوه چې سته هغه ددې دواړو ادامه او تقويه ده. دامريکا او ناټو په نظر اول بايد طالبان مات سي اووروسته بيا ترياکو او اداري فساد ته توجه وسي خو زه وايم دا وروستۍ دواړه داسې لوئې بلاوې دي چې هم به افغانان وخوري او هم به اشغالګران. پخپله په افغان دولت کې هم دترياکو دکښت دمخنيوي پر سر ګډ موقف نسته. يوشمير مامورين وايي چې څرنګه چې په تيرو ديرشو کلونو کې جنګونو د بزګرانو داوبولګولو نظام خراب کړيدی، دغنمو او پنبې اصلاح سوی تخم نلري، کيمياوي سره نه وررسيږي او په اسانه شرايطو د کښت لپاره پور نه ورپيدا کيږي نوځکه بزګران مجبور دي چې ترياک وکري. دنيا بايد مرسته وکړي چې دبزګرانو دغه مشروع غوښتنې ترسره سي. خو ځينې بيا حتی د وزيرانو په سويه وائي چې نه، خاشخاش خلک له مجبوريت اوغريبۍ نه کري بلکه ډيري پيسې جوړوي. همداراز، حامد کرزی دخاشخاشو پرکښت د هوا له لارې دزهرياتو دپاشلو شديد مخالف دی خو لومړی مرستيال يې بيا په شدت طرفدار دی. دامريکا په خارجه وزارت کې دافغانستان لپاره دترياک دکنترول پخوانئ لوی مسؤل تامس شوئچ دنيويارک ټايمز سره په يوه مرکه کې (۲۷ جولای ۲۰۰۸) وئيلي دي چې په افغانستان کې دتارياک دکښت دملاتړ په منظور دافغان دولت دلوړپوړو فاسدو چارواکو، ډارنو اروپائيانو، دپنتاګون تنګنظرو فوجيانو او طالبانو يو نامطلوب ائتلاف جوړ دی. او ترڅو دا ائتلاف وي دا بوټی به غوړيدلی پاته وي. ناټو او زموږ وزارت دفاع د کوکنارو پرضد د عملي اقدام مخالف دي؛ برتانويانو په هيلمند کې خلکو ته ويلي دي چې دوی په تارياکو غرض نلري. افغان حکومت وايي چې بزګران خاشخاش له غريبۍ کري خو ملل متحد بيا وايي چې نه داکار له مستۍ کوي. پدې ډول دتارياکو دکښت دمخنيوي لپاره هيڅ مشترکه ستراتيژي نسته. دامريکا ددفاع وزير رابرت ګېتس وکانګرس ته په ډسمبر ۲۰۰۷ م کې وويل چې موږ په افغانستان کې دکوکنارو د له منځه وړلو لپاره واضحه ستراتيژي نلرو. تامس شوئچ وائي چې که طالبان لدې کښته ګټه اخلي نو کرزی او دولت يې هم ډيره اخلي. دکرزي په حکومت کې بيساری اداري فساد ددې سبب سوی چې قاچاقبران په ازاده خپل کار وکړي او که احياناً ونيول سي رشوت ورکوي او خوشې کيـږي. عبدالجبارثابت ماته ويليدي چې ما دشلو لوړپوړو چارواکو نومان چې د مخدراتو کاروبار کوي او په اداري فساد اخته دي کرزي ته ورکړل چې بايد تعقيب سي خو زه هغه لدې کاره منع کړم. خاشخاش د افغانستان په ځينو برخو کي لکه بدخشان، ننګرهار او هيلمند ترانقلاب پخوا هم کرل کيده خو البته په ډېره لږ پېمانه. مثلاً په ۱۹۷۵ م کې په هيلمند کې ۲۲ ټـنه تارياک اخيستل سويوه او په ۲۰۰۷ م کي ۴۶۰۰ ټنه. پخوا بهرته دتارياکو دقاچاق يوازنۍ لار ايران وو چې زموږ دغربي سرحداتو څخه او يا دپاکستان له لارې ايران ته او له هغه ځايه يوروپ او امريکا ته تلل. دلومړي ځل لپاره وشمال ته دترياک دقاچاق لار روسانو دافغانستان داشغال په وختکې خلاصه کړه. کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ او پخلاف يې دافغانانو مقاومت شديد سو. نو دمقاومت دځپلو، دخلکو دخپلولو او خپل ګوډاګي حکومت ته دوسيع حمايت دحاصلولو په منظور به دوی ترخپل کنترول لاندې سيموکې دخاشخاش کرل نه منع کول. روسانو به خپلو وفادارو ملېشه قوماندانوته دخاشخاش کرلو او عالي رتبه مامورينو ته دمخدراتو دقاچاق امتياز ورکاوه. مجاهدينو هم دتارياک کرل نه منع کول داځکه دوی دولت نه وو او دا يی دځان مکلفيت نه باله. له بلې خوا روسانو ددې لپاره چې خپل عسکر په افغانستان کې خوښ وساتي دنشئي موادو پر نه استعمال او ددوی لخوا ئې پر نه وړلو ټينګار نه کاوه. دروسي عسکرو به په افغانستان کې نشه او بې بندوباره ژوند وو او چې کله به يې وخت پوره سو او کورته به تله نو دځان سره به يې څه مخدرات هم وړل. هغه به په دننه روسيه کې ښه پيسه ورجوړه کړه او دوی او کورنۍ به يې خوښ سول. روسانوغوښته چې خپل عسکر لدغه لارې وافغانستان ته په تلو تشويق کړي. پدې ډول روسانو دخپلو عسکرو لخوا دمخدره موادو پر وړلو سترګې پټولې. روسي عسکر په عسکري الوتکوکې تلل او نه تلاشي کيدل او تقريبا په ازاده او اطمنان ئې داکاروبار کاوه. پدې ډول دافغانستان په تاريخ کې د تارياکو دقاچاق لار وشمال ته روسانو خلاصه کړه او تراوسه دا لار ښه فعاله ده. له افغانستانه د روسانو دوتلوڅخه تراوسه د افغانستان سره د تاجکستان پرسرحد لس زره روسي عسکر پراته دي او ډېر واره روسي عسکر حتی جنرالان يې دمخدره موادو په قاچاق تورن سويدی. همدا تور اوس افغانان پر امريکا او ناټو او دهغو پرعسکرو لګوي چې دروسانو پرپله روان دي. ملل متحد هم وايي چې له تارياکه دهيروئينو دجوړولو فابريکې په افغانستان کې بهرنيان چلوي او ضروري کيمياوي مواد يې له بهره ورته راځي خو مخ يې نه نيول کيږي (اريانا تلويزيون ۲۸ جولای ۲۰۰۸). شپږم سؤال په افغانستان کې د بهرنيو مرستو د مؤثريت وو. د جرمني دبون په کنفرانس کې د غرب ظاهراً تلاش دا وو چې افغانستان داسې يوحالت ته راولي چې بيا د تروريزم د تربيې مرکز نه وي نوځکه يې د اساسي قانون، انتخاباتو او د قضاء داصلاح لپاره يو پروګرام تصويب کړ. او کابل ته يې نړيوال فوج د کابل دحکومت د ساتلو او ددغه پروګرام دعملي کولو لپاره واستاوه. په غيرنظامي برخه کې د بون دکنفرانس غوښتنه داوه چې افغانستان يو مستقر هيواد وي چې دګاونډيو سره په سوله کې ژوند وکړي، دخلکو نماينده حکومت ولري، مؤثر فوج ولري، ټول مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه سي، هيواد بيا اباد او اقتصادي وده يقيني سي. داقرارداد د ملګروملتو دمؤسسې دامنيت شوری پخپل ۱۳۸۶ مه پريکړه کې هم تائيد کړ. که په ځير وکتل سي پسله تقريباً اوه کاله نړيوالو خپلې کړې وعدې ډير لږ پوره کړيدي. تراوسه تر شپاړس بليون (۱۶۰۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالره ډير افغانستان ته د بيا اباديدو لپاره راغليدي. خو ډير لږ يې خلکوته رسيدلي او د هغوی په روزمره ژوند کې ئې ډير کم مثبت تغيير راوستليدی. البته دديرش کالو خرابۍ په ۶ يا ۷ کالو کې ټول نسي سميدای خو د افغانانو غوښتنې ډيرې ساده او واقعي وې يعنې د ژوند د لومړنيو ضرورياتو درلودل. حکومت او نړيوالو نه يوازې د افغانانو سره ددغه بسيطې غوښتنې په پوره کيدو کې مرسته ونکړه بلکه ددغو بسيطو او لومړنيو غوښتنو دزيربناء د ترميم لپاره يې هم ډير لږ کار وکړ. که څه هم نړيوالو په افغانستان کې په ځينو ساحو کې څه سياسي برياوې درلودليدي لکه دجمهوري رياست، ولسي جرګې، ولايتي جرګو انتخابات، تعليم او تربيه، مخابرات، نشرات، فوج، پوليس، قضاء، روغتيا او دکليو پراختيا خو غير مؤثر او فاسد حکومت، ډيره بيکاري، په بهرنيو مرسته لګولو کې تشتت او د ناټو پر ښه نيت شک دغه برياوې خنثی کړيدي. په نتيجه کې نه يوازې عادي افغانان بلکه د ناټو د هيوادو مهم سياسي و نظامي مقامات لکه د انګليستان پډي اشډن، د امريکا جنرال جيمز جونز، اروپائي اتحاديه، سينلس او ډير نور اګاه نړيوال شخصيتونه او ادارې په افغانستان کې د نړيوالو او د کابل د حکومت په کړو اجراأتو قانع ندي. افغانستان يو زراعتي هيواد او اقتصاد ئې پرهمدې سکتور ولاړ دی. د تقريباً ۷ کالو په موده کې نه داوبو يو ضروري بند جوړ سو او نه يوه مهمه وياله او کانال پاک او يا ترميم سو او نه يوه غټه کارخانه ترميم سوېده. يوازې يوڅو وړي پروژې د پي ار ټي لخوا ترلاس لاندې نيول سويدي چې د هغو هدف هم د پروژو تر نامه لاندې په طالبانو پسې کتل دي. افغاني بزګرانو ته ډير کم د کرنې تخم او وسايل او حتی زراعتي او مالداري پور ورکول سويدی چې دا خپله و خاشخاش کرلوته موقع ورکول دي. څرنګه چې کرنې او مالدارۍ په افغانستان کې په تيرو ۳۰ کلونو کې سخته صدمه ليدلې ده د نړيوالې ټولنې څخه دا توقع وه او ورته ښه فرصت وو چې صنعت تقويه کړي. د ارزانه او خواريکښ کارګر شتون له يوې خوا او د افغانستان جغرافيائي موقعيت له بلې خوا چې د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا، غربي اسيا او خليج په منځکې پروت دی خارجي پانګوال ښه تشويقولای سوای. خو داکار ونسو. افغانستان د يو غرني هيواد په توګه چې ډېرې پاکې اوبه يې په هره دره کې سته او ډيرځايونه دبرېښنا لوی او واړه بندونه جوړيدای سي او ترخپل ضرورت زيات ئې بهرته صادرولای سي اوس د برېښنا له نعمته محروم دی او له بهره ئې واردوي. حتی همدا پسله اوه کاله د زرو مليونو ډالرو دراتوئيدو او د بهرنيانو د بېساري حضور سره سره د کابل د ښار د اوسېدونکو نيمائي بريښنا نلري. په لويه کچه بېکاري، د بيا اباديدو د عمليې سوکه والی، د حکومت بېعدالتيو او د ناټو بمباريو خلک اړ کړيدي چې يا پاکستان يا ايران ته کډه وکړي او يا دځان دحمايت او امرار معيشت لپاره د زورواکانو او طالبانو سره يوځای سي. دبهرنيو مرستو دغسې عدم مؤثريت ددولت مشروعيت ته هم لويه صدمه رسوليده. سينلس چې د امنيت او پاليسۍ په چارو کې پاريس ميشته يوه نړيواله مشورتي اداره ده پخپل وروستي راپور کې ليکي چې کابل او نړيوالې ټولنې د افغانستان د اعمار مجدد مکررې وعدې د افغانانو سره تر سره نکړې. ډېر افغانان خپل په ژوند کې څه مثبت بدلون نه ويني بلکه ژوند يې ترپخوا خراب سويدی. خلک سؤال کوي چې بليونونه ډالره چې په افغانستان کې مصرف سويدي چېرې تللي دي. له بډايو هيوادو څخه افغانستان ته تللې مرستې غيرمنسجمې، غير مؤثرې او ضائع سويدي. افغانستان اوس د استدلال په يوه داسې دائره کې راګير دی چې امريکا او ناټو وائي امنيت د کار او پرمختګ لپاره شرط دی. خو ډير افغانان پدي عقيده دي چې کار، بياودانول او پرمختګ په افغانستان کې امنيت راوستلای سي. که عامو خلکوته کار پـيدا، بياودانول پـيل او انکشاف يقيني سي دخلکو اعتماد به پرحکومت اعاده او په ملاتړ به ېې راووزي. څوک به بيا خپل نازولی زوی يو فاسق او ظالم جنګسالار ته نه سپاري او دهغه داقتدار او حرص و از لپاره به خپل اولاد نه قربانوي. دوی به نه يوازې بيا دمخالفينو سره مرسته ونکړي بلکه هغوی به پخپلو سيمو کې دحکومت ضد عملياتوته پريـنږدي. چريکي جنګ بې دولس له ملاتړه ممکن ندی؛ که ولس خپل سي چريکي جنګ به څنګه ادامه پـيدا کړي او بريالی سي؟ اووم سؤال د افغانانو د اقتصادي حالت دڅرنګوالی وو. اصلي امنيت د خلکو د زړونو په لاسته راوړو کې دی. که څوک په افغانستان کې امينت، دموکراسي، پرمختګ او سوکالي غواړي نو بايد په اقتصادي ساحه کې کامياب کار وکړي. تجربې ښوولېده چې په افغانستان کې زور او نظامې عمليات ندي بريالي سوي. دلته سکندر خپل سرزوره سر خوړلی دی، دانګريزانو پزه چې پرپاچاهي يې لمر نه ډوبېدی سولېدلې ده، سورلښکر چې ددنيا دتسخير خوبونه يې ليدل شرميدلی دی او داده امريکا ورپسې روانه ده. راسئ سرچپه ئې عملي کړو چې دټولو پکښې خير وي او هغه داچې سياسي حل ته موقع ورکړو او دهيواد اقتصادي بيا رغونه وکړو او پدې ډول امنيت د خلکو په رضائيت او اقتصادي سوکالۍ کې وپلټو. داځکه د افغانستان بحران تر ډيره حده سياسي، سازماني او اقتصادي دی نه نظامي. تر يولک زيات داخلي و خارجي لښکرو چې د عصر په ټولو پرمخ تللو وسلو مجهز دي او بېله اټومه دهيڅ ډول تخريبي وسلې داستعمال څخه يې دريغ هم ندی کړی ونکړای سوای په افغانستان کې امن قائم کړي او ورځ په ورځ اوضاع خرابـيـږي دا ښئي چې د افغانستان بحران په زور نه بلکه په اقتصادي او سياسي رغاوي حل کيـدای سي. سره لدې چې ډېر غربي ستراتيجستان ښائي موافق نه وي خو زموږ باور دادی چې په افغانستان کې بيکاري او بغاوت مستقيماً سره متناسب دي. که خلکو ته کار پيدا سي او ولس په يو ګوله موړ سي دا به دحکومت اعتبار ډير او هغه ته به مشروعيت وروبخښي. خلکوته کار پيداکيده به د زورواکانو زور اوبه کړي او ډير لږ خلک به وي چې ديوجنايتکار او جنګسالار توپک په غاړه کې واچوي او دده لپاره خپل هيوادوال مړه کړي او يا ځان قربان کړي. څوک چې ډير مجبور نه وي په اسانه نه حاضريږي چې ځان مړ، مور بوره او خپل اولاد يتيمان کړي. د کسب و کار موجوديت دغه مجبوريت له منځه وړي. د کابل حکومت او نړيواله ټولنه پدې کې ناکام سويدي چې عام خلکوته د کار زمينه مساعده کړي، مالي او پولي پاړسوب کښته، کرائې او نرخونه کنترول او د خوار او بډای ترمنځ د ژوند د سطح تفاوت کم کړي. همدا راز دوی بريالي نسول چې په اصطلاح د خارجي متخصصينو لښکر راکم او په زرو د چور إن جي او ګانې ترکنترول لاندې راولي. دوی ونه توانيدل چې د مليارډونو ډالرو او د خارجي ماهرانو د يو لوی فوج په درلودلو سره بيا هم د خلکو پر ژوند يو مثبت اثر وکړي. دغه نامطلوب حالت د بيکارانو يو لوی لښکر ددولت او خارجيانو څخه دخوابدو کسانو او مخالفينو سره يوځای کړېدی. ددې لپاره چي دکابل حکومت ته مشروعيت او پراخ ملاتړ ترلاسه کړي، دحکومت بهرني ملاتړو په بهر کي افغان مهاجرين پخپلو غوړو وعدو وهڅول چي خپل وطن ته ستانه سي. ددغه نړيوال پراخ تشويق په اساس مليونونه افغان مهاجرين له پاکستان، ايران او نورو هيوادو څخه افغانستان ته ستانه سول بېله دی چي هلته نړيوالو ددوی دکور او کار غم خوړلی وي. تيرو ديرشو کلونو جنګونو او مهاجرت دهغوی کورونه پخپلو سيمو کي خراب، کښت و کروندې ويجاړي او کاروبار مختل کړیدی او دراستـنيدو پروخت هم چا مرسته ورسره ونکړه نو له ناچاره يې لويو ښاروته مخه کړل چيري چي دنسبي کار اميدواري ورته وه. په لويو ښارو، خصوصا کابل کي، دنفوس دغه زيات تراکم او پراخي بيکارۍ دحکومت پر کمزورو اوږو پوبل دروند پېټی ور زيات کړ او ددولت اقتصادي، چاپېريال، ټولنيزی او سياسي ستونزې يې نوري هم ورډيري او حادي کړې. دايران څخه په افغانستان اوعراق کې دهمکارۍ په طمع امريکايانو دنفت وغازدپايپلائن او تجارتي لارو د جوړولو هغه پروژه وځنډول کومه چې به له ترکمنستانه پاکستان ته دافغانستان له لارې تلل او دمرکزي اسيا انرژي ئې جنوبي اسيا او غربي نړۍ ته رسول. ايران تل ددغه پروژې مخالفت کړيدی او دنورو علتونو وڅنګته پدغه سيمه کې دجنګ داور د بليدو يو مهم عامل هم ايران دی. ايران غواړي دافغانستان په غرب او جنوب غرب کې دعدم امنيت له لارې داپروژه عملي نسي او په عوض کې دايران په خاوره کې دغه لارې تيرې سي. دغه پروژه که عملي سي دکاله ۳۰۰ مليونه ډالره دافغانستان دولت ته ماليه ورکوي، ترلس زره ډيرو افغانانو ته کار پـيدا کوي، او په لارکې پرتو کليو او ښاروته ډېر ارزانه برېښنا او غاز ورکوي. داپروژه دجنوبي اسيا او مرکزي اسيا ترمنځ تجارت تقويه کوي او په افغانستان عموماً او غربي سيموکې خصوصاً يو ډير اقتصادي تحول راولي؛ ترانسپورت تقويه کيږي او دلارې په اوږدو کې ورکشاپونه، رسټورانونه، هوټلونه، بازارونه او نورمرستندويه اقتصادي نشاط رامنځته کيږي. مهمه سياسي ګته به ئې دا وي لکه اوس چې افغانستان ګاونډيانو ته اړ دی ددې پروژې په عملي کېدو سره به ګاونډيان هم افغانستان ته اړ سي؛ افغانستان به ورته مهم سي او ددغه هيواد ثبات او استقرار به پخپله ګټه وبولي. همداراز، څرنګه چې افغانستان يوغرنی هيواد او ډيری اوبه او دبرېښنا دتوليد ډير امکانات لري توقع وه چې امريکا او نړيواله ټولنه به مرسته وکړي چې داوبو بندونه جوړ سي. ددغو بندونو څخه دويالو پذريعه لامزروع مځکي او دښتونه اوبه سي او خلک دترياک پرځای نور مشروع کښتونه ولري. خو دا مهمې پروژې چې سروې ګانې يې تر انقلاب پخوا د داؤدخان په وختکې تکميل سوې وې تېر ۷ کاله دپيسو، متخصصينو او نړيوال حضور سره سره جوړې نسوې او افغانستان ددې پرځای چې برېښنا ئې صادره کړې وای اوس له بهره برېښنا واردوي. او ددې علت دادی چې په مورد کې ئې سياسي اراده نسته. امريکايان دپښتنو په سيمو کې چې ايران او پاکستان ته څرمه دي جنګ ته ضرورت لري څو له يوې خوا ايران خوښ وساتي چې دپايپلائن پروژه پاته سوه، دوهم دخپل اوږدمهالي اهدافو لپاره پر پاکستان فشار ډېر کړي او دريم په سيمه کې خپل حضور توجيه کړي. برعکس، امريکايان ددې لپاره چې په مرکزي اسيا کې خپلې منګلې مضبوطې ښخې کړي په شمال دافغانستان کې و امن ته ضرورت لري. همداراز، امريکا ددې لپاره چې دافغانستان شمالي ګاونډي هيوادونه خوښ وساتي ترڅو په نوموړو هيوادو کې په اسانۍ کار وکړي نو په افغانستان کې هغوی ته سياسي، فرهنګي، او تجارتي امتياز ورکوي او دافغانستان شمالي برخې دهغوی د نفوذ په ساحه کې قبلوي. امريکا او نړيوال بانکونه کوښښ کوي چې دافغانستان په عوض کې دقرغزستان په شمول زموږ په شمالي ګاونډي هيوادونوکې برېښناکوټونه جوړ کړي او دهغو څخه توليد سوې برېښنا د افغانستان له لارې و پاکستان ته انتقال کړي. په لار کې به پرموږ هم برېښنا خرڅوي او پدې ډول به زموږ منابع او ظرفيتونه راکد پاتيـږي. ناټو او د کابل د حکومت اقتصادي ماهرينو د غربي نړۍ د اقتصادي نظام په راکاپی کولو سره په افغانستان کې د ازاد بازار اقتصاد پلی کړ، دولتي سکتورونو ته يې نه يوازې توجه ونکړه بلکه هغه يې پراشخاصو وپلورل. لکه ديوسياسي نظام وارديدل چي خراب عواقب لري داسې داقتصادي نظام کاپي او بېفکره پلی کول هم نامطوب نتائج منځته راوړي. ناټو او د کابل حکومت ډير معدود داسي اقتصادپوهان لري چې دافغانستان دټولنيز او کلتوري جوړښت سره بلد دي څو توانيدليوای چې غربي اقتصادي تجربې يې د خپل هيواد د شرايطو سره سازګارې کړيوای. ددوی ډيری په غرب کې لوی او تربيه سويدي او يوازي دا پوهيـږي چې څنګه هغه څه چې يې په غرب کې ليدلي دي کاپي او په افغانستان کې پلی کړي. دوی ددې توان نلري چې په بهر کې لاسته راوړې پوهه دافغانستان دشرايطو سره منطبق کړي. ماته يو افغان ځوان معلوم دی چې امريکا کې پيدا او ۱۲ کاله ښوونځی يې هلته په تکليف ويلې دی. پخوا يې افغانستان هيڅ نه وو ليدلی خو اوس دا څوکاله په افغانستان کي ديو ډير مهم وزارت مشاور دی او په ډالرو ډېر لوړ معاش اخلي. د نظام او سړيو داډول واردات به څه نتيجه ورکړي؟ د مخدره موادو پر بهرنۍ مافيا سربيره، بهرنيو مشاورينو، متخصصينو، إن جي او ګانو او قرارداديانو هم چې د هغوی مسلکي پوهه، د پروژو مؤلديت او مفديت او روڼ حساب ورکول يې ترجدي شک لاندې دي د افغانستان پر اقتصاد يرغل کړيدی. لکه څنګه چې دناټو عسکر ازادانه هرڅوک نيولای سي، بندي کولای سي، وژلای او بمبارډ کولای سي همداراز د خارجي مشاورينو، متخصصينو، إن جي او ګانو او قرارداديانو لښکر ازادي لري چې د افغانستان د اقتصاد هره برخه چې وغواړي ګوډه، فلج او يا مړه کړي. لکه فاحشې ښځې او دعيسائيت مبلغين چې په زرو د حکومت له اجازې او خبر پرته افغانستان ته ځي او راځي او په ډاډه زړه خپل کار کوي، دا ډول خارجي مشاورين او إن جي او ګانې هم دحکومت له علم او چوکاټه بهر چيرې چې يې زړه غواړي او ګټه يې ايجابوي فعاليت کوي. په افغانستان کې تقريباً ۲۶۰۰ إن جي أو ګانې کار کوي او له خارجي مرسته کونکو هيوادو څخه مالي مرستې اخلي. ددوی کارونو چندانې ملموسه نتيجه نده ورکړې او نه څوک سر پسې ګرځوي، پداسې حال کې چې همدا مرسته کونکي پخپلو هيوادو کې د خپلو خلکو سره د يوه يوه سينټ او پينس حساب کوي. د افغانستان د ماليې وزير انوارالحق احدي داريانا تلويزيون سره په يوه مرکه کې چې په ۵ مئ ۲۰۰۸ م خپره سوه شکايت وکړ چې مرسته کونکي هيوادونه دوه پر درې برخه مرستې خپل مربوط إن جي أو ګانو ته رأساً ورکوي او موږ نه په خبريـږو او نه پوهيـږو چې چېرې او څونه مصرف سوي؟ موږ نه پوهيـږو څونه کار سويدی او څونه نور پکار دی او چيرې په کار دی؟ په حقيقت کې دوی خپلې مرستې په يواوبل شکل بيرته وړي. همداراز، ددوی کار ډير قيمتي اوبيله روڼې حسابدهۍ دی. مثلاً دوی يو کيلومتر سرک په يو مليون ډالره جوړوي هغه هم سم نه. پداسې حال کې چې تردې ښه کار موږ ددې مصرف په دريمه کولای سو. دا قابل فهم ده چې د افغان حکومت د اقتصادي ادارو کاري ظرفيت په اول سر کې کم وو او بهرنۍ مرستې ته ئې ضرورت درلود خو تر ۶ کالو وروسته د بهبود توقع وه او دا غيرقابل قبول ده چې اوس هم خارجي مرستې د حکومت تر چوکات بهر د خارجيانو په لاس مصرف کيـږي. پداسې حال کې چې د بهرنيو مرستو مصرف د دواړو اړخونو ترمنځ باهمي همکاري غواړي. دغه استثماري يرغل دافغان دولت اقتصادي ادارې سختې کمزورې کړيدي. په إن جي أو ګانو کې اوچت معاشونو ددولتي ادارو څخه د پوهو او مسلکي کسانو فرار ته لار هواره کړيده او دولت يې د فني پرسونل په قلت او دکاري ظرفيت په مزيد کموالي مواجه کړيدی. لکه څنګه چې به خارجي فوجونو ته په افغانستان کې تل ضرورت وي، اشغال ګرانو اقتصادي فضاء داسې راوستلېده چې همداسې به دکابل حکومت خارجي ماهرانو ته تل اړ وي. نتيجه به ئې داوي چې ښاغلی احدي (د انګلستان د فايننشلټايمز په نقل قول) اعتراف کوي چې موږ پسله ۶ کاله د نړيوال پولي سازمان هغه غوښتنه پوره نکړای سوای چې ويلي يې وه چې افغانستان به د خپلې بودجې ۸٪ دداخلي عوايدو څخه پوره کوي. تاسې وګورئ، دکابل دحکومت کاري ظرفيت تردې حده کمزوری دی چې تر ۱۵ مليونه ډالره په ډير مصرف او درې کاله مسلسل کار يې دداسې انکشافي پلان خاکه جوړه نکړای سوای چې نړيوال بانک او نورو مرسته کونکو ته د منلو وړ وای. د احدي په قول هغوی دغه پلان د بيا غور لپاره ورمسترد کړ. که دکابل حکومت دغربي نړۍ عميل نه وای ددغه استرداد موقع ئې هم نه ورکول. دکابل بريښنا رئيس انجنير محمدسرورصديقي اريانا تلويزيون ته په ۶ جولای ۲۰۰۸ م وويل چې «دکابل د ښار يوازي په سلو کې ۶۵ کورونه نوبتي بريښنا لري.» پسله اوه کاله حکومت د زرو مليونو ډالرو په مصرف يوازې دکابل هغو سيموته بريښنا تهيه کړيده او هغه هم نوبتي چې هلته خارجيان او دحکومت غټان پراته دي. افغانستان يو زراعتي هيواد او اقتصاد يې هم تر اويا په سلوکې پرهمدغه سکتور ولاړ دی. خو د اکسفام په قول دغه مهم سکتور تراوسه د ۱۶۰۰۰ مليونو ډالرو څخه فقط ۴۰۰ مليونه ډالره ترلاسه کړيدي. داچې ددې مبلغ څخه به څونه بزګرته رسيدلي وي معلومه نده خو دايقيني ده چې ډير به کم وي. يوازې امريکا په افغانستان کې سل مليونه ډالره د ورځې نظامي مصرف لري (واشنګتن پست - ۲۸ جولای ۲۰۰۸). دوی وايي چې موږ د ورځې ۷ مليونه ډالره ملکي مصارف لرو چې ډيره برخه يې هغو ولاياتو ته ځي چې دوی عسکر پکښې لري. په بشري مرستو کې د مرسته کوونکو ترمنځ مفاهمه او تنظيم نسته او ډير ليدل سويدي چي پر يوه پروژه څو ځايه پيسه اخيستل سوی او پيسې ضائع سويدي. اکسفام ادعاء کوي چې مرسته کوونکي پدې کې ناکام سويدي چې پخپل منځکې او دحکومت سره خپل کارونه همږغي کړي. مرسته کوونکې مؤسسې او هيوادونه يې پدې کې پاته راغليدي چې د خپلو پيسو دمصرف په ځای، مؤثريت او د مرستو د لګولو په ستراتيجۍ پسې وګرځي. په بهرنيو مرستندويه مؤسساتو کې ډير فساد موجود دی. ددې لپاره چې خپل اداري فساد پټ او ماليه په بډه ووهي خارجي إن جي أو ګانې کوښښ کوي چې په کابل کې يو کمزور، رشوتخور او په اداري لحاظ فاسد حکومت موجود وي. پدې ډول د کابل دحکومت په اداري فساد کې د بهرنيو مرستندويانو لوی لاس دی. دهغه هيواد اقتصاد چې تراشغال لاندې وي داشغالګر قوت لخوا داسې تنظيميـږي چې پرخپلو پښو ونه دريـږي او تل يې پرنورو تکيه او د مرستې لاس يې نوروته اوږد وي. افريقا چې دنړۍ په ټولو قارو کې دطبيعي زېرمو په لحاظ غني ده او په سوو کاله دغربي نړۍ ترتسلط لاندې اوسيـږي او په سوو زره مليونه ډالره يې دمرستې په نوم پکې مصرف کړيدي، تراوسه يې نه خلک په وچه ډوډۍ ماړه سوه او نه ډيموکراسي پکښې راغله بلکه دا مرستي ددوی په ځان ماران دي چې تر ډېره حده ددوی دبې اتفاق کولو او پخپلو منځوکې دجنګولو لپاره استعماليـږي ترڅواستعمارګرته په ډاډه زړه ترډېره وخته هلته دپاته کيدو فرصت وي. ددغو هيوادونو امنيت او اقتصاد، استعمارګرو داسي په مهارت ورخراب کړی او په خلکو کي يې خودي، شخصيت او عزت النفس دومره ورکمزوره کړيدي چي بيله بهرنيانو نور ژوند ورته يوه فاجعه ښکاري. ددوی په منځکي يې دومره موهومه بدبيني پيدا کړېده چي وايې که بهرنيان ووزي موږ به سره وخورو او دومره يې اقتصاد ورفلج کړی او پرخارج متکي کړيدي چي وايې که بهرنيان نه وي څه به خورو؟ پدې ډول دوی بهرنيان خپل حافظ وناصر او رزاق ګڼي. په همدغه سياست بهرنيانو په سوو کاله دوی غلامان ساتلي او ثروتونه يې ورلوټ کړيدي. استعمارګران پوهيـږي چې په يوه ورسته پاته هيواد کې خلک ترهرڅه دمخه واقتصادي مرستوته اړ دي. نوځکه دوی ظاهراً له يوې خوا ډيرې مرستې مستعمره هيواد ته استوي چې خلک ورته خوشبين سي او پخپله خاوره کې داستعمارګر حضور ومني؛ اوله بلې خوا څرنګه چې ددوی اصلي هدف دمستعمره هيواد ابادول ندي نو همدا استول سوي مرستي دخپلو متخصصينو دمعاش او په نورو نومونو بيرته ځيني وړي. البته ددغو مرستو څخه يولږ بايد دخپل حضور دتوجيه کولو او دخلکو د خولو دخوږولو لپاره هم ولګوي. استعمارګر هغه قصاب ته ورته دی چې دتازه وښو دسته ئې په لاس کي نيولې او پسه ته ئې ښوروي ترڅو په کراره يې دحلالولو ترځايه بوزي. نوموړی پوهيـږي چې پسه دده سره پخپله خوښه قصابخانې ته نه ځي نو ځکه واښه ورته ښکاره کوي او احياناً څه فرصت هم ورکوي چي خوله ورواچوي او څه خوند يې ترخوله سي خو په هيڅ وجه واښه ددې لپاره قصاب په لاس کې ندي نيولي چې وږی پسه يې وخوري. حتی قصاب دومره په زړه سخت دی چې پسه مسلخ ته دده سره بېله مقاومته ولاړ هم سي هغه په لاس کې نيولي واښه دغه وږي پسه ته نه ورکوي بلکه په همهغه وښو نور پسونه مسلخ ته رسوي. پدې ډول د وږو او ساده پسو توزنه هيله هغوی دهوښيار قصاب سره دمرګ ځای ته بېله مقاومته بيائې. اتم سؤال داکثروافغانانو دا وو چې ايا د خارجيانو حضور په افغانستان کې افغانانو ته ګټور دی؟ دبون قرارداد او دملګروملتو دمؤسسې امنيت شوری په افغانستان کې بهرنۍ مداخلې اولاسوهنې ته قانوني بڼه ورکړه او دافغانستان راتلونکې ئې چې څرنګه ګاونډيانو ئې او لويو طاقتونو غوښتل ترسيم کړه. د نړۍ ۳۷ هيوادونو ته يې د ايساف ترنامه لاندې حق ورکړ چې د افغانستان سرنوشت دې دقوې د استعمال په شمول ددوی په لاس کې وي. کوم حکومت چې د بون د کنفرانس په نتيجه کې د افغانانو لپاره جوړ سو په حقيقت کې د ملګروملتو د مؤسسې د پخوانۍ فيصلې مطابق او د هغه مؤسسې د سرمنشي د پخواني خاص استازي (الأخضر إبراهيمي) په قول د ۶ + ۲ حکومت وو. دا حکومت بايد د افغانستان د ۶ ګاونډيو او ۲ لويو طاقتونو (امريکا او روس) دګټو خوندي کوونکی وي. وروسته پردغه فارمولا هندوستان هم ورزيات سو يعنې ۶+۲+۱. دلته افغانانو ته د اوليت حق ورنکړه سو بلکه دافغانستان حکومت بايد د افغانانو تر ګټو د نورو ګټې په افغانستان کې وړاندې وګڼي. نو ځکه تقريبا دهر وزارت يا ولايت مقام دافغانستان ترسرحداتو هاخوا يو حامي لري. دثقه معلوماتو له مخي دولايت له مقام څخه ووزارت ته ديو والي دتبديليدو د موافقې پرسر دوې مياشتې امريکايانو د ملل متحد پواسطه دافغانستان د يوګاونډي هيواد سره خبرې وکړې څو هغه هيواد دځينو شرايطو په ايښوولو سره د نوموړي کس دتبديلۍ موافقه وکړه. حامد کرزي دجرمني دشپيګل مجلې سره په ۲ مئ ۲۰۰۸ م کې اعتراف وکړ چي نوموړی دخارجي مرستندويانو بې اجازې ددولت دعالي رتبه مامورينو تقرر او يا عزل نسي کولای. نړيوالې ټولنې ايران ته جنوب غربي ولايتونه ورکړيدي چې اباد يې کړي. دکندهار- چمن ترمنځ د اورګاډي دپټلۍ غځولو کار پاکستان ته ورکول سويدی. ترکيې ته په شمال کې عمراني چارې محول سويدي. تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته په افغانستان کې دهغو سره وګاونډيو ولاياتو ته بريښنا ورکول او دکليو دپراختيا کارونه ورکول سويدي. هندوستان ته د افغانستان په ډيرو برخو کې لکه سلما پروژه، د ايران او دلارام ترمنځ سړک جوړول، دکابل-خوست سړک، دکنړونو انکشاف او نور دپاکستان سرحداتو ته څرمه د فعاليت موقع ورکول سويده. د افغانستان په حساس جغرافيائي موقعيت ځان پوهول پکار دي چې له بده مرغه ډيرو دغه حساسيت ندی درک کړی او دا هيواد يې د بالوکاله (په نمايندګۍ جنګ ډګر ګرځوليدی. څرنګه چې د افغانستان ګاونډيان پخپلو منځوکې رقابتونه حتی دښمنۍ لري نو د نړيوالې ټولنې دا پاليسي چې زموږ هر ګاونډي ته يې د افغانستان د ابادۍ په ظاهري پلمه يوسکتور يا برخه ورسپارلې ده ددې پرځای چې سيمه ايزه همکاري او تعاون رامنځته کړي پدي هيواد کې يې لانجې او تاوتريخوالی پيدا کړيدی چې قربانيان يې افغانان دي او تاو به يې خپله دوی ته هم ورسيـږي. راسئ دموضوع د روښانولو لپاره د مثال په ډول په افغانستان کې د هند او پاکستان رقابت ته وګورو. په افغانستان کې دهند د يوه پخواني سفير بهادرکومار په قول هندوستان دشوروي دتجاوز په وختکې دکابل د رژيم ملګرې وو او دافغانستان په داخلي جنګونو کې يې دشمال ائتلاف ملاتړ کاوه (او وروسته يې د طالبانو مخالفت پدې کاوه چې اکثريت يې پښتانه وه، اسلامي نظام يې غوښت او پدې باور چې پاکستان يې ترشا وو). د بهادرکومار په وينا «هـنـد اوس دکابل د حکومت سره نظامي مرستې کوي؛ فوج ته چې اويا په سلو کې افسران يې تاجيک دي تعليم و تربيه او وسائل ورکوي او د شمال ائتلاف سره اوس هم ډيرې نژدې اړيکې لري؛ په جلال اباد، کندهار، هرات او مزارشريف کې يې قونصلګرۍ پرانيستې دي؛ د زرنج – دلارام سړک جوړوي؛ د پارلمان تعمير ابادوي؛ له پلخمري ترکابله د بريښنا مزي تيروي؛ په کابل کي د حرارتي بريښنا يوه دستګاه نصبوي؛ پر هريرود دسلما بند جوړوي؛ يوولس ولاياتو ته د تلفون مزي غځوي؛ کابل ته يې الوتکې او په سوو بسونه ورکړيدي؛ دولتي مامورين تربيه کوي؛ تراوسه يې ۳۰۰۰ افغانانو ته مسلکي روزنه ورکړيده؛ په سووو سکالرشپونه يې افغان ځوانانو ته ورکړيدي؛ روغتونونو سره طبي مرستې کوي؛ يونيم مليون ماشومانوته بسکوت ورکوي؛ په کنړونو کې پراختيايي پروژې جوړوي؛ (دکابل-خوست سړک جوړوي او کيدای سي چې د کندهار- سپين بولدک سرک هم ورکول سي). نوموړی دپلومات وايي چې داوخت په افغانستان کي شاوخوا ۴۰۰۰ هنديان په مختلفو پروژو کې کار کوي او هندي نشرات او د باليوډ فلمونو خو په افغانانو کې ډير نفوذ کړيدی. هند تر امريکا، برتانيې، جاپان او جرمني وروسته تر ټولو لوی مرسته کوونکی او ډير مؤثر هيواد دی. نوموړی وايي هند دافغانستان سرحد ته نژدې په تاجکستان کي يوهوائي ډګر جوړ کړيدی چې دافغانستان لپاره کارځينې اخلي.» د بي بي سي په وينا هند دا ټول کارونه په افغانستان کې دپاکستان د اثر دکمولو لپاره کوي. له بلې خوا، افغانستان د پاکستان د ثبات، ملی حاکميت او ارضي تماميت لپاره حياتي ارزش لري. نو ځکه هغه هيواد د افغانستان بهرنۍ پاليسۍ ته په ډير اهميت او دقت ګوري. پاکستان په افغانستان کې د هند داسي حضور هيڅکله نسي زغملای چې دده امنيتي ګټې تهديد کړي. هغه په افغانستان کې دهند دنفوذ دخنثی کولو لپاره هرڅه کوي. افغانستان بايد پخپله خاوره کې دخپلو ګاونډيانو دکړو سخت مراقب وي؛ هسې نه چې داهيواد لومړی ددوی دسياسي کشمکش ميدان او وروسته دبالوکاله جنګ ډګر وګرځي او افغانان په وژنو او کړاونو واړوي. امريکا او غرب د افغانستان او مرکزي اسيا منابعو ته د رسيدو او پر ايران د فشار لپاره پاکستان ته په جيوپوليټک لحاظ ترهندوستان ډير اړ دی. پاکستان به د غرب لدغه مجبوريته دهند او په کابل کې دهند دطرفدار حکومت دکمزورولو لپاره استفاده کوي اوهغوته به په دننه افغانستان کې ماته ورکوي چې دا هم د افغانانو په مرګونو او کړاونو کيـږي. پاکستان فکر کوي چې دکابل موجوده حکومت هندوستان ته موقع ورکړېده چې د پاکستان پر سرحداتو خپل داستخباراتو ادارې فعالې کړي او له هغه ځايه پاکستان وڅاري. همداراز پاکستان پدې عقيده دی او څوواره يې شکايتونه هم کړيدي چې دافغانستان دخاوري په استفاده سره هندوستان د ايران په همکارۍ د سپين بولدک – دلارام او زرنج په مثلث کې د پاکستان په خلاف بلوڅانو ته نظامي تربيه ورکوي او پاکستان ته يې د تخريب لپاره ليـږي. ترکيه او ازبکستان دافغانستان په شمال کې رشيد دوستم او نور ترکژبي تقويه کوي او دهغو سره دمرستې ترنامه لاندې په سيمه کې دخپلو ستراتيژکو ګټو لپاره کار کوي. روسيه، تاجکستان او ايران يې مخالفت کوي او مخ ئې نيسي چې پدې ډول دافغانستان شمال هم دګاونډيانو رقابت زوروي. اکبربای چې پخوا درشيد دوستم معاون وو دپيام افغان سره په يوه مرکه کې (۲۸ جولای ۲۰۰۸) وويل چې ترکيه په افغانستان کې ډېره فعاله ده او درشيد دوستم هراړخيزه مرسته کوي. ده وويل چې زه پخوا درشيد دوستم مرستيال وم او ترکيې په نهه مياشتوکې زموږ دشوری دتقويې لپاره يووار درې نيم لکه ډالره او بيا درې لکه ډالره راکړل. حامدکرزي په ۲ مئ ۲۰۰۸ م کې دشپيګل المانۍ مجلې ته ويلي وه چې ما خپل په حکومت کې يو لوړپوړی چارواکی (رشيددوستم) له دندې ګوښه کاوه خو يو بهرنی هيواد (ترکيه) چې په افغانستان کې فوجونه لري پر ودرېد او ايسته مې نکړای سوای. زموږ نور ګاونډيان هم پخپلو منځوکې سم ندي او ددوی حرص او منافقت په افغانستان کې سياسي، امنيتي او نور ډول ډول لانجې راپـيدا کړيدي. ددوی هغه اتفاق چې د طالبانو د راپرزولو او د بون د کنفرانس په وختکې وو اوس نسته. اوس همهغه د پرون ملګري يودبل وينو توئيدو ته ناست دي. حتي اوس دامريکا په پخوانيو ملګرو او ستراتيجيکو انډيوالانو (ناټو غړو هيوادو) کې هم دافغانستان په باب اتفاق ندی پاته او د بخارست په سرمشريزه کې له ټول غربي نړۍ څخه په ډير تکليف ۸۰۰ عسکره د افغانستان د جنګ لپاره ورټول سول. بل کال به دغومره عسکر هم نه پـيدا کيـږي او امريکا به مجبوره وي خپل عسکر زيات کړي او پدې ډول به کرار کرار دا جګړه د امريکايانو په جګړه بدليـږي. لکه په اتيايمه لسيزه کې چې غربيانو افغانستان ته د روسانو لپاره ديو دام په سترګه کتل اوس روسانو او ملګرو يې افغانستان د امريکايانو لپاره دام ګرځوليدی. دامريکايانو وينې به تويوي، ځينې به چکچکې ورته کوي او نور ددې دانډيوالانو په شمول به په بيتفاوتۍ ورته ګوري. څرنګه چې افغان فوج دجنګ ايديالوجي او ملي خصوصيت نلري امريکايان به مجبور وي د جنګ ډير بار خپله واخلي او جنګسالاران، د بشري حقوقو پايمالونکي او قاچاقبران به خپل ملګري کوي، دفاع به يې کوي او پرقدرت به يې ساتي. او پدې ډول به دخپلو معنوي ارزښتونو پايمالولو، شرم او رسوائی ته ادامه ورکوي. افغان ولس به نور هم ناراضه او د مقاومت ملګری سي. ډېرعربان په افغانستان کې ددولت مخالف قوتونه تقويه کوي. هغه پدې نه چې خوښ يې دي بلکه پدې چې له بريالۍ امريکا څخه ويريـږي. هغوی په ډاګه وائي چې که امريکا په افغانستان او عراق کې کاميابه سوه په موږ پسې راځي او دا ويره دوی ته دامريکائي مقاماتو له بيابيا اظهاراتو راپـيدا سويده. ځينې عربان وائي چې په افغانستان کې اوسنی کړکيچ امريکايانو د خپلو ستراتيجکو ګټو د تأمين په منظور راپيدا کړيدی او د خپل حضور د توجيه لپاره نه غواړي هلته امن او ارامي راسي. دوی ادعا کوي چې که څوک پرامريکايانو ټک هم ونکړي بيا هم دوی به افغانان تحريکوي او جنګ ته به ئې مجبوروي. دوی وائي چې امريکا بايد له افغانستانه ووزي. پدې ډول د عربانو هغه اتفاق چې د غربيانو سره يې د بون د کنفرانس په وختکې درلود اوس نلري. امريکا، ناټو او ډېر افغانان ايران په مداخلاتو تورنوي. دکابل په اخبارونو او دغربي نړۍ په مطبوعاتو کې په بيا بيا نشر سويدي چې ايران په افغانستان کې دافغان دولت مخالفينو ته وسلې او پيسې ورکوي. دشمال ائتلاف ملاتړ خو ئې علني او پخوانی دی چې دهغو له لارې امريکايان او افغان دولت ترفشار لاندي راولي. په ۲۷ جولای ۲۰۰۸ م کي روئتر له کابله وليکل چې ترورستان له عربي نړۍ خصوصاً عراق څخه د ايران له لارې افغانستان او پاکستان ته ځي او هلته افغاني او ميشته بهرني عسکر وژني. ايران اوس د ترورستانو دتګ او راتګ مطمئن دهليز دی. داسې خبرونه دي چې روسيه هم د تاجکستان له لارې افغانستان ته وسله او پيسه لېږي. د ناټو او ايساف قوتونو د کابل د کمزوره دولت استقرار او مشروعيت ته لويه صدمه رسولېده. پرعام ولس، لارويانو، ودونو او جنازو بمباري، دخلکو وکوروته په زور ورننوتل، د خلکو بيعزتي او بې عفتي کول او خلک د محکمې له حکمه پرته نيول او بنديانول افغانان ډير خوابدي کړيدي. داډول خپلسريو د منتخب جمهور رئيس، منتخب پارلمان، منتخبو ولايتي شوری ګانو او نورو دموکراتيکو او بشري حقوقو ارګانونو موقف ډير کمزوره کړيدی. کرزي څو واره د عام ولس د فشار په نتيجه کې ژړليدي چې د بيګناه خلکو دبمباريو بنديده زما په وس ندي پوره. دلته دکرزي دغه اعتراف د هيواد ملي حاکميت او ددولت مشروعيت ترجدي سؤال لاندې راولي. کرارکرار داجنګ اوس د تروريزم سره د مقابلې پرځای د افغان ولس خصوصاً دپښتون قوم سره دی چې د وخت په تيريدو به نورو ناټو سرتيرو ته ضرورت وي. په ياد ولرئ چې د سره فوج ۱۲۰۰۰۰ عسکرو چې هرشپـږ مياشتې بدلېدل او تازه دم کيدل د لس کاله مسلسل شديد جنګ سره سره ددې وس ونه درلود چې دافغانانو مقاومت مات کړي. افغانستان ته د نورو امريکائي عسکرو ليـږل مشکل نسي حلولای بلکه نور ئې هم خرابوي او پـيچلی کوي او په سيمه کې هغه قوتونه چې ددوی وينو توئېدو ته ناست دي تشويقوي چې مخالفين نورهم تقويه کړي. د افغانستان د اوږدمهالي امنيت لپاره نظامي قوت بايد د يوې پراخې ستراتيجۍ په چوکات کې (امنيت د سوکالۍ له لارې) استعمال سويوای چې ونسو. د عامو خلکو وژلو، قهر او دولت ته ورځ په ورځ زياتيدونکې بدبـينۍ د ناټو او امريکائي قوماندانانو ترمنځ دنظر توپير راپيدا کړيدی کوم چې له لومړي سره په افغانستان کې د جنګ پر ستراتيژۍ يو نه وه. دناټو ځيني غړي وائي چې د بې پروائی اوعدم دقت په نتيجه کې په بمباريو دعام وګړو وژل به امريکا او متحدينو ته افغانان بدبين کړي. دامريکا او برتانيا ترمنځ په هيلمند کې وروستۍ ناندرې دجنګي ستراتيژۍ پرسر ددوی ترمنځ اختلاف ښئي. پدې ډول دناټو غړو هيوادو ترمنځ چې په افغانستان کې جنګيږي کومه ښکاره او واضحه ګډه تګلاره نسته. که امريکايان په عراق کې فوج کم او افغانستان ته يې واستوي حالات به نور هم خراب سي او دناټو غړو ترمنځ به اختلافات نور هم ډير کړي. ناټو د شوروي اتحاد پخلاف جوړه سويوه نه د افغانستان غوندي يو کوچني هيواد د ټکولو لپاره. لتونيا، چک، لتوانيا، استونيا، پولينډ او هالينډ په افغانستان کې څه ګټې لري چې خپل زامن مړه کړي؟ هغوي د امريکا د خوښۍ لپاره ځانونه وژني خو دا قرباني ترډيره نسي ورکولای. بله مهمه خبره داده چې په غرب کې ډير چارواکي، افغانان او د هغوې خصوصيات نه پـېژني. په عراق کې مخالفين د امريکايانو خلاف مخامخ نه جنګيـږي بلکه بمان ورته ايـږدي خو په افغانستان کې په سوو مخالفين مخامخ پر امريکايانو ورځي، سيمي ځينې نيسي او پر يوشمير سيمو همدا اوس طالبان عملاً حکومت کوي. که جنګ اوږد سي او طالبانوته سمه وسله په لاس ورسي بيا به ناټو ته مشکله سي چې جنګ يوسي. د افغانستان په ليرې او نژدې ګاونډيانو کې داسي هيوادونه سته چې دغه جنګ اوږدول غواړي چې امريکايان پکښي راګير وي او ډيره وينه ېې توی سي. په کابل کې د برتانيا سفير ښاغلی شيررد کوپرکولز و بي بي سي ته په جون ۲۰۰۷ م کي ويلي وه چې برتانيا غواړي ۳۰ کاله په افغانستان کې پاته سي داځکه دا هيواد زموږ د خارجي سياست په سر کې دی. خو جرمنی، ايتاليا او هسپانيا دښاغلي کولز سره موافق ندي او فکر نکوي چې برتانيا ۳۰ کاله په افغانستان کې جنګ مخته بيولای سي. دانګلستان صدراعظم ګورډن براؤن همدا موده تيره هفته لس کاله ته راټيټه کړه. لکه چې وويل سوه، زموږ ګاونډيان او لوی طاقتونه په نړيواله او سيمه ايزه ډګرونو کې رقابت او حتی دښمنۍ لري. او دا رقيبان او دښمنان اوس په افغانستان کې فعال حضور لري او عملاً په فعاليت لګيا دي. يو چې يې يو قدم اخلي هغه بل باندي شکمن دی دوه قدمه اخلي. يو وائي چه هغه بل مخته سو زه پاته سوم. داسې رقابتونه به هغه وخت ښه وای چې افغانستان يو ملي او پرخپلو پښو ولاړ دولت درلودای. مګر اوس دا رقابتونه دافغانانو په ډير ضرر تماميـږي داځکه همدا هيوادونه خپلې دښمنۍ بالوکاله په افغانستان کې مخته بيائي او قرباني يي افغانان دي. ددوی حضور ددې پرځای چې افغانانوته ګټه ورسوي ضرر يې رسوليدی او ددې جګړه ځپلي هيواد استقرار يې ورخراب کړيدی. همدا ګاونډيان اوس دامريکا داشغال په پلمه په افغانستان کې يو مرکزي قوي حکومت نه غواړي بلکه يو کمزوره او تل پر نورو تکيه هيواد يې خوښ دی چې دوی ته محتاج وي، ددوی مرعوب وي او څوک حساب ورسره ونکړای سي. سربيره پر پورتنيو ضررونو چې دبهرني فوجونو حضور ئې افغانستان ته رسوي خارجيان دافغانستان داقتصاد او کلتور په ضرر هم دی. افغانستان پخوا پخپل ځان نسبتاً بسيا يو زراعتي هيواد وو. اوس ئې زراعت فلج او يو تارياکي هيواد دی چې د نړۍ ۹۳ په سلو کې مخدره مواد توليد او صادروي. هغه هيلمند چې پخوا د غنمو او پنبې ګودام وو نن دخارجيانو دفعال حضور له برکته ددنيا دمخدره موادو پايتخت دی. همداراز، خارجيانو دافغانستان تاريخي اثار هم لوټ کړل. دناروې افتنپوستن په ۱۸ جون ۲۰۰۸م وليکل چې دناروې عسکرو دافغانستان د ۴۰۰۰ کالو زاړه تاريخي اثار غلا کړيدي او له افغانستانه يې ايستلي دي. ناروې دافغان موزيم په بيا ودانولو کې مرسته کړيده. دافسوس خبره ده هغه عسکر او بهرنيان چې افغانستان ته دمرستې، صداقت او بيا ودانولو په نوم راځي غلاوې کوي او تاريخي شتمنۍ او فرهنګي خزä - بېرته شاته