(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د کړکېچ د حل لار اخری برخه

دلومړئ برخی لپاره دلته ټک ورکړئ
سربيره پر پورتنيو ضررونو چې دبهرني فوجونو حضور ئې افغانستان ته رسوي خارجيان دافغانستان داقتصاد او کلتور په ضرر هم دی. افغانستان پخوا پخپل ځان نسبتاً بسيا يو زراعتي هيواد وو. اوس ئې زراعت فلج او يو تارياکي هيواد دی چې د نړۍ ۹۳ په سلو کې مخدره مواد توليد او صادروي. هغه هيلمند چې پخوا د غنمو او پنبې ګودام وو نن دخارجيانو دفعال حضور له برکته ددنيا دمخدره موادو پايتخت دی. همداراز، خارجيانو دافغانستان تاريخي اثار هم لوټ کړل. دناروې افتنپوستن په ۱۸ جون ۲۰۰۸م وليکل چې دناروې عسکرو دافغانستان د ۴۰۰۰ کالو زاړه تاريخي اثار غلا کړيدي او له افغانستانه يې ايستلي دي. ناروې دافغان موزيم په بيا ودانولو کې مرسته کړيده. دافسوس خبره ده هغه عسکر او بهرنيان چې افغانستان ته دمرستې، صداقت او بيا ودانولو په نوم راځي غلاوې کوي او تاريخي شتمنۍ او فرهنګي خزانې لوټوي. واشنګتن پست پخپل ۲۸ جولای ۲۰۰۸ مه ګڼه کې ليکي چې:افغانستان کې هرڅه بهرني قرارداديانو ته ورکول سويدي. دامريکا دنړيوال انکشاف اداره قضا او عدليه هم بهرني قرارداديانو ته ورکوي چې دامريکا او ناټو دفوجيانو سره په مشوره ستره محکمه او عدلي نظام اصلاح کړي. دوی به افغان قاضيانوته دقضا چل ورزده کوي چې دچا په باب څنګه قضاوت وکړي او کوم مجرم ته څومره او څنګه سزاء ورکړي. دوی به قاضيانو ته ورزده کړي چې دخلکو څه حقوق دي او دښځو سره په قضا کي څه معامله وکړي. دافغانستان قضا تراواسه اسلامي تشخص درلود او هرچا ورته احترام کاوه. قاضي به پرتورن شل کاله قيد او يا داعدام حکم راوايست، محکوم به تسليم او حکم به تطبيق سو. خو چا قاضي ته بد نه ويل او نه يې تهديداوه. موږ نه وه اورېدلي چي يو قاضي پدې سبب چا مړ کړ چې مجرم ته يې د مرګ سزا ورکړيوه. بلکه خلکو به ويل چې کوم لاس دې قاضي پرې کړي درد نکوي. هغې قضا ته به څه تقدس پاته سي کومه چې دامريکايانو او نورو غيرمسلمانو لخوا تنظيم او رهنمائي کيـږي او په سيمه کې د نورو د ستراتيژکو ګټو په خدمت کې وي؟ دافغانستان په قضائي نظام کې دا لاسوهنه به دا مهمه او محترمه اداره د نورو سکتورو پشان د لوی فتور، سپکاوي او بحران سره مخ کړي. زموږ دماشومانو لپاره له لومړی تر دوولسمه ټولګۍ پوري تعليمي نصاب اوس په ايران کي جوړيـږي. ددې معني داده چي موږ پخپل هيواد کي دتعليمي نصاب دجوړولو توان نه درلود او يا غواړو زموږ راتلونکی نسل داسي مهربان جوړ سي چي ترخپلو نور ورته محترم او دنورو ګټې ترخپلو ورته مقدم وي. پدې ډول امريکا او دکابل حکومت افغانان په لوی لاس هڅوي چي هغه کتابونه وسوځوي چي پردي يې ددوی د نوي نسل دتخدير لپاره جوړ او چايوي او هغه مکتبونه وسوځوي چي په هغه کي ددوی راتلونکي نسل ته دتغدير تربيه او روزنه ورکول کيـږي. ترڅو په افغانستان کې يو ملي حکومت چې داکثريت مورد اعتماد وي منځته نه وي راغلی او ترڅو چې افغانستان اشغال او بهرنۍ مسلحې قابضې قواوې پکښې وي ترهغو به دخارجيانو حضور افغانستان ته دګټې پرځای مضر وي. نهم سؤال دا وو چې په امريکا کې به د راتلونکي نومبر د انتخاباتو په نتيجه کې نوی جمهور رئيس په سپينه ماڼۍ کې کښيني. هغه بايد د افغانستان په باب څه وکړي؟ جواب: د امريکا نوی جمهور رئيس هرڅوک چې وي، زما پيشبيني داده چې افغانستان ته به ډېرعسکر استوي او جنګ به تودوي. هغه به په عراق کې خپل عسکر کموي او افغانستان ته به ئې استوي. امريکايان فکر کوي چې په عراق کې کاميابي ورته ګرانه خو په افغانستان کې اسانه ده. ددې لپاره چې له عراقه وتل په ماته څوک تلقي نکړي نو امريکايان به خپل ځانته د اوړو دپزې دايښوولو په منظور پر افغانستان عسکري فشار ډېروي. دوی له تاريخه ناخبره افغانستان يو اسانه هدف ګڼي. کله چې افغانستان ته ډېر عسکر واستول سي نو دامريکا ميډيا لکه راديو او تلويزيون به هم په افغانستان کې فعاليت ډېر کړي. په افغانستان کې دامريکايانو پراخ حضور به زموږ ليرې او نژدې ګاونډيان ووېروي او وهڅوي چې مخالفينو ته نوره پرمختللې وسله او مالي ملاتړ ورکړي. دابه جنګ ډېر تود کړي او دبهرنيو عسکرو تلفات به نور هم ډېر سي. دتلفاتو دډېرېدو په صورتکې به دناټو غړي هيوادونه خپل عسکر کم او يا وباسي او دجنګ بار به په افغانستان کې يوازي دامريکا پراوږو پاته سي. دامريکايانو تلفات به نور هم ډېر سي او ميډيا به ئې په امريکا کې په ښه تفصيل خپروي. دا حال به دوه درې کاله دوام وکړي او بيا به لکه د ويتنام دوختو پشان دسپينې ماڼۍ په مخکې خلک مظاهرې کوي چې له افغانستانه دي زموږ عسکر راووزي. په ويټنام کې امريکا ماته نسوه بلکه دخپلو خلکو فشار راوايسته داځکه خلکو دسپينې ماڼۍ په مخکې نارې وهلې چې زموږ زامن ولې په ويټنام کې جنګسالارانو دبرسراقتدار ساتلو لپاره مري؟ زموږ مېړونه ولې پرويټنام دجنايتکارانو دمسلط ساتلو لپاره وينه تويوي؟ زموږ وروڼه ولې په سايګون کې دقاچاقبرانو دګټو قرباني کيږي؟ زه تاسوته پېشبيني کوم چې درې کاله وروسته به دامريکا ولس دسپينې ماڼۍ په مخکې همداسې نارې وهل پيل کړي چې زموږ زامن ولي په افغانستان کې دفلاني قاچاقبر وزير دبرسراقتدار ساتلو لپاره مري؟ زموږ سړيان ولې په کابل کې درشوتخورو او طفيليانو دچاغېدو لپاره قربانيـږي؟ زموږ وروڼه ولې پرخلکو دجنګسالارانو دترپلو لپاره خپلې وينې تويوي؟ موږ څه حق لرو چې پر زورېدليو افغانانو دبشردحقوقو دښمنان مسلط وساتو؟ موږ نه غواړو دکابل فاسد حکومت دژورې پشان زموږ په وينو وپائي. ..... دا ميډيا، دامظاهرې او دا فشار به دامريکا حکومت مجبور کړي چې خپل فوجونه له افغانستانه په ټيټ سر وباسي. پدې ډول زه دامريکا راتلونکې په افغانستان کې دويټنام دجنګ دوخت سره تشبيه کوم. ما امريکايانو ته دا خبره دخپلې تجربې او تاريخ څخه په درس په پوره وضاحت کړېده چې که تاسې په افغانستان کې پرنظامي حل اصرار کوی نو زه په پوره ډاډ درته وايم چې ستاسې سرنوشت دروسانو دی. هغوی په يولک وشل زره فوج خپل مطلب ته ونه رسېدل، تاسې هم نسئ رسېدای. خو داهم درته وايم چې په افغانستان کې دناټو ماته تاسې، دناټو غړو هيوادونو، افغانانو او دسيمې خلکو ته ښې پايلې نلري. (دناټو دماتې عواقب مې په تفصيل ورته تشريح کړيدي چې دلته يې د ذکر مجال نسته). ما ورته وويل چې دمخه تردې چې امريکا ددغه شوم سرنوشت سره مخ سي دامريکا نوی جمهور رئيس بايد دافغانستان په باب دامريکا پاليسي بدله کړي او سياسي حل ته پرنظامي حل ترجيح ورکړي. پدې کې دټولو خير دی. دامريکا نوی جمهور رئيس بايد د هغه فارمول له مخې او يا هغه ته ورته کوم چې ستاسې په وړاندې مې ايښی دی عمل وکړي او له افغانستانه د خپل فوجونو د ايستلو مهالوېش اعلان کړي. لسم سؤال دا وو چې په افغانستان کې په راتلونکي کال کې د جمهوري رياست لپاره انتخابات دي، ستاسې په نظر څوک به موزون سړی وي؟ که دافغانستان په باب د امريکا او ناټو پاليسي همداسې وي لکه اوس چې ده او بدله نسي نو اول ممکن دامنيتي شرايطو دخرابۍ په وجه انتخابات ونسي او که وسي نو هرڅوک چې د نوي انتخاباتو په نتيجه کې مشر سي کامياب به نه وي. دافغانستان دولتي دستګاه اوس يوې فاسدې معدې ته ورته ده ترڅو اساسي علاج يې ونسي هره سالمه غذا چې ورسي فاسديـږي. البته څه سليقـئي تغيير به دهر نوي سړي سره راسي خو هغسې به نه وي چې خلک ئې طمع لري. زه دسړي لپاره نظام نه غواړم بلکه يو سم نظام بايد جوړ سي او بيا دهغه لپاره په سړي پسې وکتل سي. يعنې نظام د سړي لپاره نه وي بلکه سړی دنظام لپاره وي. نو ځکه زه اوس پر سړي هيڅ فکر نکوم بلکه دا فکر کوم چې څنګه دا نظام په يو ښه نظام بدل سي څو وکولای سي صالح خلک راجلب کړي. اخير سؤال د هرچا دا وو چې څه بايد وسي چې افغانستان د روانې فاجعې څخه خلاص سي (د کړکيچ د حل لار)؟ دغه سؤال ته ما د اوسني نظام دبـديـل ترعنوان لاندي جواب ورکړی دی. هرڅوک د کابل پرحکومت انتقادونه کوي او وايي چې افغانستان يې تباهۍ ته روان کړی دی خو دهيچا سره نسخه نسته چې څه بايد وسي چې له دغه تباهۍ څخه راوګرځي. شکايتونه ډير دي خو دحل لار نامعلومه. هرڅوک دا سؤال کوي چې که دا نظام نه وي نو پرځای به يې کوم څه وي چې هم په هيواد کې امن او اطمینان راولي او بيا د ۱۹۹۲ م کورني جنګونه تکرار نسي، هم دسيمې هيوادونه ورڅخه مطمئن وي او هم نړيوال قانع وي چې افغانستان د نړيوالې ټولنې يو فعال او ګټور غړی دی. بـــــــــــــــدیــــــــــــــــــل A l t e r n a t i v e په ۲۰۰۱ کې د طالبانو ترسقوط وروسته ډېرو افغانانو د خپل تاريخ پخلاف نړيوال فوج ته ښه راغلی ووايه څو دهغو زورواکانو له ظلمه يې وساتي کوم چې د امريکا په مرسته بيا قدرت ته رسيدلي وه. داستاد رباني د وخت دداخلي جنګونو او بشري ناورين ترخه يادونه دهرچا سره تازه وه. همداراز، دافغانانو هيله وه چې نړيواله ټولنه به د خپلو وعدو مطابق ديو سم حکومت جوړېدوته موقع ورکړي او د وران سوي افغانستان په بياودانولو کې به فعال سهم واخلي. خو په تيرو تقريباً ۷ کلونو کې دغه وعدې ترسره نسوې او په ملکي او نظامي ساحوکې دملي او بين المللي بيسابقه حمايت سره سره ډير لـږ کار وسو. اوس افغانان نژدې دي چې خپلې هيلې له لاسه ورکړي. نړيوال هم په افغانستان کې روښانه آينده ځانته نه ګوري. لکه د انګليستان لارډ پاډي اشډن چې وائي “ناټو ډيره نژدې ده چي د افغانستان کنترول له لاسه ورکړي.” د ناټو پخوانی قوماندان، د پي ار ټي مؤسس او د امريکا د اتلانتک کونسل مشر جنرال جيمز جونز اخطار ورکوي چې “ناټو په افغانستان کې ګټونکې نده.” داروپائي پارلمان دبهرنيو اړيکو څانګه په تير اپريل کې راپور ورکړ چې “دياغيانو دفعاليت دوام او دافغان حکومت کمزوري په افغانستان کې د غرب او اروپا ماته يقيني کوي.” ډير څيړونکي دافغان حکومت حالت هغه سخت ناروغ ته ورته بولي چې د شديد مراقبت په خونه کې په مصنوعي تنفس ژوندی دی. چې کله هم دغه مصنوعي تنفس (خارجي فوجونه او د ډالرو پيچکارۍ) ځينې ليرې سي ناروغ سمدستي مري. په کابل کې د تير ثور د اتمې دجشن واقعه ئې ښکاره مثال دی چې د مخالفينو څو فيرونو د اردو جنرالان وزغلول او رئيس جمهور او وزيران ئې پرميدان دښمن ته پريښوول. خو ددې ټولو مشکلاتو سره سره موږ پدې باور يو چې دکړکيچ د حل لار اوس هم سته پدې شرط چې نړيواله ټولنه ئې وغواړي او پر سمه لار ديو لوی ګام د اخيستلو اراده او جرئت وکړي. د افسوس خبره ده چې ناټو او نړيوالې ټولنې په ټولو ونکړای سوای په افغانستان کې امنيت راولي بلکه خپله د امنيت داخلال سبب سويدي. اوس ددې پرځای چې د ترورستانو سره وجنګيـږي د خلکو سره جنګيـږي. د کابل حکومت له کابله بهر پر اطرافو ډير لږ کنترول لري؛ لوی ښارونه اکثره وحکومت ته د نيمه وفاداره زورواکانو په لاس کې دي. پداسې حال کې چې کلي او درې دحکومت له کنترول بهر دي، د هيواد جنوبي، ختيزې او لويديزې برخې اکثره بالفعل د طالبانو په لاس کې دي چې د ناټو سره په جنګ دي او د هيواد شمال د زورواکانو په پنجو کې دی. طالبانو اوس شمال ته خپل واک غځولی دی او پرکابل ئې هم فشار ډير کړيدی. ناټو بايد په شمال کې هم د طالبانو د مقابلې لپاره فوج واستوي چې ددغه کار لپاره نور عسکر بايد افغانستان ته راولي. امنيت دکابل په ښارکې چيرې چې نړيواله ټولنه او ناټو کافي حضور لري ورځ په ورځ خرابيـږي؟ دعراق پشان اوس نه يوازې د سړک دغاړي بمان او اسانه اهداف ويشتل ډيرسويدي بلکه په رڼا ورځ بانکونه وهل کيـږي، دارائي چور او سوداګر تښتول کيـږي. هيڅ يو لوړ رتبه مأمور د کابل په ښار کې بيله مرمۍ ضد موټر چې ښيښې ئې هم بايد تورې او باډيګاردان ورپسې وي نسي ګرځيدای. کرزی سره لدې چې دخلکو منتخب مشر ځانته وائي پخپلو خلکو اعتماد نسي کولای او ځان په خاصو امريکائي باډيګارډانو ساتي. خو ددومره احتياط سره بياهم څو واره له مرګوني ګوزاره خلاص سويدی. دا ټول په هيواد کې دکمزوره امنيت مثالونه دي. د کابل حکومت نه يوازې مسلحو مخالفينو فلج کړيدی بلکه ډيرهغو کوچنيو حکومتونو هم فلج کړيدی چې د کرزي د حکومت په داخل کې جوړ دي. دجمهور رئيس لومړی مرستيال او ځينې وزيران ښکاره د کرزي په مخالفه جبهه کې ولاړ دي. دوهم مرستيال ئې په دايکندي او باميان کې خپله خاصه اجندا مخته بيائي. دبلخ والي عطاء محمد نور په بلخ کې، د فوج لوی درستيز رشيد دوستم په شبرغان او فارياب کې، حسين انوري په هرات او د کرزي وروڼه په کندهار او کابل کې ټول خپلې شخصي ادارې چلوي چې د مرکزي حکومت مشروعيت او مؤثريت ئې شديداً متضرر کړيدی. افغانستان به ناټو او امريکايانوته تر عراق ډېر خطرناک ثابت سي. په افغانستان کې د عراق پشان د شيعه و سنّي او نور قومي حاد اختلافات نسته چې هغه ته لمن ووهل سي. که څه هم په بون او ترهغه وروسته ډير کوښښ سويدي چې افغانستان پرقومي، سمتي، ژبني، نژادي او مذهبي بنيادونو لکه عراق وويشي خو مطلوبه نتيجه يې ورنکړه. لکه دروسانو په وختکې دلته هم دڅو خرڅ سوو کسانو پوسيله ډير تلاش وسو چې اقليتونه دپښتنو پخلاف راوپاروي او سره ويې جنګوي خو دافغانستان شريفو او نجيبو قومونو داستعمار داتوطئه تراوسه کاميابۍ ته نده پرې ايښې او په هيڅ ځای کې دقومونو ترمنځ جګړه نسته. د وخت په تيرېدوسره به داشغال پرضد مقاومت پدې قادر سي چې ټول ولس د خارجيانو پخلاف راپورته او تنظيم کړي. علاوتاً، په عراق کې هيڅوک د امريکايانو پخلاف مخامخ نه جنګيـږي بلکه ډير تلفات د سړک دغاړې بمان او انفجارات کوي. پداسې حال کې چې په افغانستان کې په سوو طالبان مخامخ د ناټو دعسکرو سره جنګيـږي. په عراق کې هيڅ سيمه په زور جنګياليو نده نيولې او خپل حکومت يې ندی پر کړي خو په افغانستان کې همدا اوس ډيرې سيمي دطالبانو په لاس کې دي او حکم پر چلوي. که جنګ اوږد سي طالبان به نوره او ښه وسله پـيدا کړي چې د ناټو لپاره به جدي خطر وي. په افغانستان او نړيواله ټولنه کې پالېسي جوړونکي خوشبينه او پدې عقيده دي چې په افغانستان کې د تيرو ۷ کلو په موده کې ډير پرمختګ سوی او ژر به موجود مقاومت مات او دا هيواد به يو دموکراتيک اباد مملکت سي. خو د نړيوالي ټولنې يوشمېر ډير مهم څيړونکي پدغه استلال قانع ندي او وائي چې دکابل حکومت او نړيواله ټولنه دهغو وعدو په سرته رسولو کې ډير پاته راغليدي کوم چې دافغان ولس سره ئې کړيوې. دريمه ډله څيړونکي استدلال کوي چې بدون شک څه کار سويدی خو قانع کوونکی او مشوق ندی. دوی وائي چې که موجوده وضع دوام وکړي نو په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې ماته يقيني ده. ژر بايد يو کار وسي چې دغه دماتې خواته روان جريان و مثبتې خواته واړوي. دا ډله څيړونکي مأيوس ندي او هيله لري چې نړيواله ټولنه د مخالفينو او هم دهيواد په داخل او خارج کې دهغو کسانو سره چې دکابل دحکومت سره نه جنګيـږي خو په اوسنۍ وضع هم راضي ندي دمفاهمې ور پرانيزي. همداراز، باايمان او وطندوسته افغانان بايد دخپل وطنوالو په وړاندي نور بېتفاوته پاته نسي او يوازې په شکايت دزړه سوده ونکړي بلکه عملاً دوطن دازادۍ او دخپلو خلکو دتباهۍ دمخنيوي په خاطر پر يوه پلتفورم راټول او وطنوالو او نړيوالوته دمشکل دحل بديل وړاندې او دټولو لپاره دهيلو يوه مرجع سي. افغانان تردرې لسيزو زيات کافي وزورول سول او دځينو داخلي او خارجي حلقو دمفاداتو لپاره ددې مظلوم ملت نور زورول دتحمل وړ ندی. ددې تراژيدۍ دوام که په هرسياسي، مذهبي، قومي يا نړيوال ملحوظ وي يو ډيرغيرانساني عمل او لويه نامردي ده. د سيمې او نړيوالو طاقتونو مشروع ګټې بايد دافغانانو دګټو سره هماهنګې سي. اوس هم موږ فرصت لرو چې يوه همږغې او منسجمه ستراتيژي چې په عمل کې ښه نتيجه ورکړي طرحه کړو چې دهغه په برکت افغانان وتوانيـږي چې يو مستقر، فعال، دوست او دنړيوالې ټولنې قابل اعتماد انډيوال دولت جوړ کړي. دافغانستان ددولت دمخالفينو سره دملل متحد يا ناټو مخامخ خبرې د عدم اعتماد او ځينو نورو ملحوظاتو په وجه ښائي مطلوبه نتيجه ورنکړي. خو هغه پوه او ازمويلي افغانان ښائي له بحران څخه د افغانستان دراوتلو لارې چارې پيدا کړي کوم چې دطالبانو، حکمتيار، شمال ائتلاف او تنظيمونو غړي ندي او نه هم د امريکا دنظامي کمپېن يوه برخه ده بلکه تل ئې دوطن او اسلام دګټو دفاع کړي او دټولو اړخونو دسالمو عناصرو سره يې ښه روابط ساتلي دي. څرنګه چې د افغانستان موجوده بحران نړيوالو مداخلو خلق کړيدی نو دعملي قدم پحيث اول نړيواله ټولنه وظيفه لري چې پدې لارکې يو مثبت قدم واخلي. دوهم او حتی اول دافغانانو وظيفه ده چې دخپل نجات لپاره سره راټول او دخپلو وطنوالو او نړيوالې ټولنې سره دبحران دحل په لارکې مرسته وکړي. ټول بايد په افغانانو کې يو داسې شخص يا ډله ولټوي چې پورتني خصوصيات ولري، افغانان ئې په بد نوم ونه پـيـژني، دطالبانو او مجاهدينو سره ئې اړيکې بدې نه وي، د سيمې هيوادونه ترې ونه ويريـږي او نړيواله ټولنه ورسره کار وکړايسي او ورڅخه وغوښتل سي چې دموجوده بحران د حل په لار کې يو مثبت کردار اداء کړي. هغه بايد په افغانستان کې دکړکېچ دټولو اړخونو سره تر مفاهمې وروسته دموجوده نظام دبديل طرحه جوړه او ټولوته وړاندې کړي او داکثريت موافقه پرواخلي. بـديـل بايد لاندې څو ټکي په پام کې ونيسي: 1. دطرحې په اساس د .......... کلو لپاره افغانستان ته يو انتقالي حکومت جوړول چې دموجوده حکومت ځای ونيسي. داحکومت ائتلافي ندی او غړي يې دکوم هيواد يا افغاني ډلې نمايندګي نکوي خو دچاسره دښمني هم نلري او ددولت واک دچا يا ډلې يا هيواد پرضد نه استعمالوي. انتقالي حکومت خپل واک د نوي اساسي قانون د احکامو مطابق دخپلې دورې په اخيرکې ومنتخب حکومت ته سپاري. 2. افغانستان ډير مهم ستراتيژک موقعيت لري چې د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا، چين، ايران او خليج په منځکې پروت دی. افغانستان که مستقر وي په سيمه کې لوی مثبت رول لوبولای سي. او دا هيواد هغه وخت مستقر کيدای سي چې بېطرف وي. افغانستان هغه وخت افغانانو او نوروته دسر درد سويدی چې بيطرفي يې خرابه سويده. په ۱۹مه پيړۍ کې برتانويانو، په شلمه پـيـړۍ کې روسانو، ورسته دافغانستان ګاونډيانو او د ۲۱ مې پـيـړۍ په سرکې د امريکا مداخلو افغانستان او سيمه دبحران سره مخ کړه. حتی غيردولتي او انفرادي مداخلاتو او دالقاعدې مليشوته پناه ورکولو هم افغانستان او سيمه بحراني کړه. دافغانستان بقاء په بيطرفۍ کښې ده چې دګاونډيانو سره ښه روابط ولري او د نړيوالې ټولنې انډيوال وي.افغانستان بايد رسما يو بېطرف هيواد اعلان سي؛ بايد تضمين سي چې نه افغانستان دنورو په چاروکې مداخله کوي او نه نور دافغانستان په داخلي امورو کې لاسوهنه کوي. ګاونډيان بايد دافغانستان بيطرفي اوعدم مداخلت ته متعهد سي او دملګروملتونو مؤسسه بايد دافغانستان دګاونډيانو دغه تعهد تضمين کړي. 3. ټول خارجي فوجونه بايد له افغانستانه په يو مناسب مهالويش ووزي. افغانستان پداسې يوه جغرافيائي موقعيت کې واقع دی چې بهرنۍ مداخله که دهرچا لخوا وي نورې مداخلې هڅوي. 4. ټول غيرافغان انفرادي مسلح قوتونه بايد له افغانستانه ووزي. 5. ددې پرځای چې افغانستان تل دخپل جغرافيائي موقعيت قرباني وي، که فرصت ورکړه سي يقينا به دا هيواد سيمې ته دثبات يو مهم عنصر وګرځي. داځکه افغانستان نه يوازې د اوبو ښې زيرمې او ډير ګټور معدنونه لري چې دسيمې دهيوادو په هوسایئۍ او پرمختګ کي ورڅخه کار اخيستل کيدای سي بلکه دا هيواد د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا، چين، او منځني ختيځ ترمنځ د راکړې ورکړې مهم پل کيدای سي. يو ارام افغانستان دسيمې دثبات لپاره ډير ګټور دی. تراوسه هروخت چې په افغانستان کې نا ارامي پيدا سوي يا چا پيدا کړېده نو ګاونډيانو او حتی نړيوالو ددغه اور څخه د ځان ساتلو لپاره يا په پلمه افغانستان ته ور دانګليدي. خو څرنګه چې دوی پخپل منځکې جوړ ندي نو کله چې هغه اور څه قابو سويدی دوی هلته بيا دخپلمنځي رقابتونو اور بل کړيدی او پدې ډول يې افغانان په يو بل مدحش اور اړولی دی چې دهغه اور تاو هم همدغو اوربلوونکو ته رسيدليدی. او بيا همدوی حيران وي چې خپل بل کړی اور څنګه مړ کړي. دا ورانونکی بحران هرڅو لسيزي وروسته بيا بيا راپيدا او تکراريـږي، افغانان پکې سوځي او سيمه ناقراره کوي. زه توقع نلرم چې پرافغانانو دې د چا زړه وسوځي او پردې مظلوم او زوريدلي ولس دې څه رحم وسي. داځکه تراوسه داډول انساني ضمير په چا کې پـيدا نسو. خو وايم چې افغانستان د سيمې يوه مهمه برخه او د نړيوال کلي يو مهم کور دی چې نا ارامي يې هروخت ټول نا ارامه کړيدي. راسئ ټول لږ په سړه سينه غور وکړو چې زموږ ټولو خير په څه کې دی او څنګه دبحرانونو دا شيطاني دائره ماتولای سو او ددې په عوض کې چې ناقرار افغانستان دسيمې او نړيوالو د ناقرارۍ سبب سي او يا ګاونډيان او نړيوال په افغانستان کې د عدم استقرار سبب سي، افغانستان د سيمې په ثبات او سوکالۍ کې مهم رول ولوبوي. هغه هيواد چې د سيمې او نړۍ د ناارامۍ او عدم استقرار سبب کيدای سي دثبات او پرمختګ سبب کيدای ئې هم سي. افغانستان ديورنډ دخط هاخوا په قبائلي سيمو، دهندوستان په کشمير او دمرکزي اسيا او ايران په ثبات کې مهم رول اداکولای سي. 6. دټولو ګاونډيانو سره دافغانستان ښې او يا کم ترکمه عادي اړيکې بايد دافغانستان دبهرني سياست مهمه برخه وي او پرېـنـږدي خاوره ئې ديوګاونډي په ګټه او دبل په ضرر وکارول سي. 7. افغانستان به دنړيوالې ټولنې سره دوستانه روابط لري؛ نړيوالو ته بايد دا ثابت کړه سي چې افغانستان دچا غلام نه بلکه دمسؤليت په احساس سره دنړيوالې ټولنې يو باوري انډيوال او دوست دی. 8. دافغانستان موجوده نظام چې دزورواکانو په لاس کې ورکول سوی او داستعماري ګټو په حکم ددولت منصبونه پر قوم، ژبه، نژاد او دتوپک پرشمېر ويشل سويدی بايد اصلاح سي. په نوې انتقالي دوره کې بايد ددولت مناصب داهليت، لياقت، مؤثريت، احتساب او شفافيت پربنياد توزيع سي. دا ډول قابل او سم حکومت به يقيناًدافغانانو او نړيوالو اعتماد او همکاري ورجلب کړي. 9. دتيرو ديرشو کلو په موده کې دزمامدارانو قوت دخلکو په توهين، ازارولو، شړلو، وژلو او بمباريوکې استعمال سويدی چې بده نتيجه ئې ټول وينو. نوی انتقالي حکومت بايد دغه پاليسي وولس ته په ځان رسولو بدله کړي؛ ولس ته بايد دهغوی دمستقبل يو واضح تصوير او کړنلاره ورکړي او دځان سره يې ديو هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره ملګری کړي. 10. څرنګه چې دافغانانو موجوده کړاؤنه ترډېره حده دبهرنيو قوتونو دمداخلو نتيجه ده نو دا دنړيوالې ټولنې فرض دي چې ددغه کړاؤنو په ختمولوکې به هم مرسته ورسره کوي. نړيوالې مرستې بايد ديوې معيني مرسته کوونکې ادارې لخوا تنظيم سي او هرهيواد اجازه ونلري چې هرچيرې او هرڅومره چې ئې خوښه وي پيسې مصرف کړي. مرسته سوې پيسې بايد ددولت د پنځه کلن پلان په چوکات کې دافغانستان د بيارغونې لپاره ولګول سي. دا پلان بايد مارشال پلان ته ورته وي دکوم دعملي کيدو چې ښاغلو بوش او بلير وعدې کړيدي. د لومړي پنځکلن پلان په تطبيق سره به افغان دولت ترډېره حده دخپلو خلکو او نړيوالو هغه باور ترلاسه کړي چې داهيواد سمۍ خواته روان دی، امن او عدالت به تأمين سي، اقتصاد به وده وکړي او نړيوال رقابتي بازار ته به لار پرانيزي. دا وخت به افغانستان د نړيوالې ټولنې يو مثبت غړی وي او د سيمې په استقرار او دمخدره موادو دتوليد او قاچاق په مخنيوي کې به معتنابه کردار ادا کړای سي. ومن الله توفیق
Farouq Azam, Ph.D. Chairman, Afghanistan Studies Forum Member, WIG, University of London 132 Caledonian Road London N1 9RE U.K. بسم الله الرحمن الرحيم ګرانو وطنوالو ! السلام عليکم و رحمة الله و برکاته ستاسي د روغتيا، خوښۍ او ګران هيواد ته تر دعاء وروسته، دافغانستان دمسئلی د سياسي حل په منظور زما دهلو ځلو په باب لاندي معلومات وړاندي کوم: لکه تاسي چی خبر ياست ما له لومړی ورځي پر افغانستان دامريکا حمله غندلی او هغه مي د تروريزم ترعنوان لاندي دامريکا په مشري دغرب يوه استعماري هڅه ګڼلی ده. زما يقين دی لکه پخوا چي انګريزی استعمار او ورپسې روسی ښکيلاک نسو کامياب، داسي به امريکا هم پخپل دغه استعماري هدف کي نه بريالی کيږی. اوس سؤال دادی چي که جنګ د حل لار نه وي او امريکا به حتما ووزي نو بيا به څه کيږي او پرځای به يې څه ډول حکومت وي؟ موږ ډير ځله جنګ په ډيرو قربانيو ګټلی دی خو دا ګټه مو بيا خپله نده سمباله کړې؛ او دغه سبب دی چي لږوډير هر څلوېښت کاله پر موږ بيا يو تباه کوونکی جنګ تحميل سويدی. څنګه کولای سو ددغسي غمجن تاريخ د تکرار مخ ونيسو؟ يو مطمئن سياسي حل او باثباته مستقل دولت به کوم وي؟ يوولس مياشتي دمخه ما د افغانستان دکړکېچ دسياسی حل دموندلو په منظور امريکا، اروپائي هيوادونو او ورپسې افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل. ددغه ورکي دموندلو په تلاښ کی چی چيري چا يو پوه او دوطن په درد دردمن افغان يا ډله راښوولیده ورغلی يم. پدغه سلسله کي مي حامد کرزی، يو شمير وزيران، واليان، د شوری وکيلان، دپوهنتون استادان، ليکوالان، پوهان، قومي سپين ږيري، دجهاد رهبران، غازيان او دحزب اسلامي او طالبانو مشران ليدلی او مفصل مجلسونه مي ورسره کړيدی. هغوی ټولو ته مي همدا سؤال مطرح کړيدی چي که د افغانستان مسئله په جنګ نسې حليدای نو سياسی حل به يې کوم وي؟ هغه به کوم حل وي چي پر لاندي بينادونو ولاړ وي: 1- افغانستان اوس اشغال دی او دا اشغال څرنګه ژرترژره رفع کيدای سي؟ 2- په افغانستان کي څه ډول يو حکومت بايد راسي چي اکثريت يې خپل وګڼي او ملاتړ يې وکړي خو کوم کسان او لږکي چي يې خپل نه ګڼي دومره ځان محروم احساس نکړي چي ټوپک پسې راواخلي. 3- موږ په داسي يو سيمه کي پراته يو چي ګاونډيان مو حريص، منافق، د اسلام ترنامه لاندي نامسلمان او نامرد دي. خو دبد ګاونډي سره به هم څوک دګذاري لار مومې او دډپلوماسی مهارت همدلته دي. څنګه کيدای سي چي زموږ په هيواد کي دګاونډيانو مضر رقابت او بالوکاله جنګ په همکاري بدل سي؟ که دوستانه اړيکي نسو ورسره ساتلای نو کم تر کمه عادي روابط خو ورسره ولرو؟ له شره يې حداقل څنګه ځان ساتلای سو؟ 4. موږ پداسي حال کي چي دچا غلامي نه منو، دنړيوال کلی يوه برخه يو. افغانستان بايد د نړيوالي ټولني يو فعال غړی او بزنس پارټـنر وی. هغه به څنګه دولت وي چي خپلی ګټی تعريف کړي؟ او څنګه کولای سي چي په سيمه کي د ګاونډيو او دنړۍ د لويو طاقتونو مشروع ګټې تشخيص او د افغانستان دګټو سره يې همږغی کړي؟ ددغو څلورو نکاتو پر بناء و افغانستان ته د يو جامع سياسي حل دپيدا کيدو په لټه می تر ديرش زره کيلومتره ډير سفر وکړ، دډيرو افغانانو دروازي ته ودريدم او ډيرو ته مي کچکول ونيو. دډيرو هغو کسانو څخه ناهيله ولاړم چي هيله ترې کيده مګر هغو بيا څه راکړل (خصوصا ځوان کول) چي چا په شمير کي نه راوستل. دا معلوماتونه می راټول او تنظيم کړل او د يو وړانديز خاکه می ورڅخه ترتيب کړه. دا په حقيقت کي زموږ دخلکو نظر دی. طرحه دهيچا موقف 100٪ نه تمثيلوي خو دهرچا څه پکښې سته او په لږ ګذشت او/يا فشار دتوافق سبب کيدای سي. دادی ستاسو مخ ته د افغانستان دمسئلی د سياسي حل د وړانديز خاکه ايږدم. اوس ستاسو څخه په ډيره درناوي دلاندی نکاتو په مورد کي مرسته غواړم او دځواب مو منتظر يم: - وړانديز اصلاح کړی څو نهائي شکل واخلی. - دغه وړانديز څنګه عملی کيدای سي؟ يا عملی لار به يې کومه وي؟ - پردغه لار څوک تلای سي؟ (نومان يې) ====== درناوي ======= دکتور فاروق أعظم Tel. Home: +44 (0)20 7689 4216 Mobile: +44 (0)79 4457 3690 Email: [email protected] بسم الله الرحمن الرحيم د افـغـانـسـتان د مـسئلې سياسي حل 10 فبروري 2009 د افغانستان د اساسي قانون د 64 مادی د حکم پاساس دی د راتلونکو انتخاباتو پر ځای لويه جرګه په لاندي ډول راوبلل سي: الف. دافغانانو دخپلمنځی خبرو پيل: 1. دباور فضاء رامنځته کول: د دايمی سولی په منظور دخبرو تر پيل دمخه دمتخاصمو ډلو ترمنځ د باور د فضاء رامنځته کيده ضرور دي؛ په نشراتو کي دي يودبل خلاف مضر تبليغات بندول او په عوض کي د پخلاينی خبري کول. 2. دمتخاصمو ډلو ترمنځ دي دتفاهم په منظور بيطرفه او دخير خلک وګرځي. 3. د حسن نيت د ښوولو لپاره د يوشمير بنديانو خوشي کول. 4. يوپربل دتورونو اخيستل او پر سرونو د جايزو لغو کول. 5. د اوربند اعلان. د اوربند څارنه يو ګډ کميسون کوی او دواړه خواوي کميسون ته د دندي داجراء لپاره سړي او لازم امکانات برابروي. ب . لويه جرګه : د افغانانو، ګاونډيانو او نړيوالو سره تر تفاهم ورورسته، اسلامي کنفرانس ديوې بين الافغاني جرګګۍ له جوړيدو سره مرسته کوي چي د لويې جرګي دجوړيدو او رابللو لپاره کړنلاره جوړه کړي. لويه جرګه دافغاني ټولو متخاصمو، مطرح، معتنابه ډلو او پوهو شخصيتونو له منځ څخه داسلامی کنفرانس په مرسته رابلل کيږي. د لوئې جرګې په درشل کي ټول سياسي بنديان خوشي کيږي. اوربند دوام لري او وسله والو مخالفینو ته په سیاسی پروسه کی دځاي ورکولو له لاری جګړه عملا ختميږی. د سولی ابتکار ته د لاری د هوارېدو په منظور لويه جرګه په اوسني اساسی قانون کي لازم تعديلات راولی او د افغانانو ترمنځ د يو آزاد، آرام او پرمختلونکي افغانستان لپاره په يوه روښانه فضاء کي مستقيم او غير مشروط خبري پـيلوی. لويه جرګه د خپلمنځی تفاهم په نتيجه کي د هيواد لپاره قيادت تثبيتوي او يو بيطرف شخص دحکومت په جوړولو چي ټولو جنګي خواوو ته قابل قبول وي مکلفوي. ددولت موجوده رئيس خپله چوکۍ او صلاحيتونه د لوئې جرګې په مخکي ودغه منتخب شخص ته سپاري او هغه پخپل وار و اسلام، هيواد او اساسي قانون ته دتعهد او وفادارۍ لوړه کوي. د لوئي جرګي دغړو لخوا ددولت و نوی مشر ته په اسلامي طريقه تر بيعت ورسته لويه جرګه رخصتيږي او پرخپل ځای د هر ولايت څخه درې تنه نمايندګان پريږدي (ديني عالم، قومي مشر او دعصري علومو تعليم يافته) چي دولسي جرګي وظيفه اجراء کړي. ددولت نوی رئيس خپله کابينه دغه ممثلی ولسي جرګې ته د اعتماد د رائي د اخيستو لپاره معرفی کوي. ج. حکومت : . انتقالی حکومت ملی وحدت ته متعهد او د ناپـېـيلی او مسلکی کارپوهانو څخه جوړ دی. . انتقالی دوره درې کاله ده. . د انتقالی دوری مشر او د حکومت غړی یی د یوی معینی ډلی غړی ندی او نه کومه ډله تقویه کوی او یايې ځبی بلکه د ټول ملت گټه یی په نظر کی ده او د هغه لپاره کار کوی. . دافغانستان دولت تعهد کوی چي د نورو هيوادو په داخلی چارو کي مداخله نکوی او اجازه نه ورکوی چي خاوره يې د نورو پر ضد استعمال سي. او کوښښ کوی دسيمی او نړۍ په ثبات او پرمختګ کي لازم مثبت رول ولوبوي. . د افغانستان گاونډیان ددغه هیواد په داخلی چارو کی د عدم مداخلت تعهد کوي او د م. م. م. د امنیت شوری ددوی دغه تعهد تضمینوی او پرهغه هيواد تعذيرات لګوي چي په راتلونکي کي د افغانستان په چارو کي مداخله کوي. . افغانستان ديو ازا هيواد په توګه دنړيوالی ټولني يو فعال غړی دی. د ملگرو ملتو مؤسسه انتقالی دولت په رسمیت پیژنی او د هغه ملاتړ کوی. . انتقالی حکومت د هيواد د استقرار او پرمختګ لپاره پنځکلن انکشافی پلان جوړوي او نړیواله ټولنه تعهد کوی چي افغانستان ته خپلی اقتصادی مرستی جاری ساتی. . خارجی پوځونه د یوکال په موده کی له افغانستانه وزی. ناټو د افغانستان فوج ته هغه مځکنی اوهوائی حربی وسایل پریږدی چی دداخلی امن لپاره ضرور دی. دناټو دفوجونوځای اسلامی فوج نيسي چي په هغه کي ګاونډيان او هغه هيوادونه شامل ندي چي اوس په افغانستان کي فوج لري. . په ایران او پاکستان کی ټول مهاجرین د دوو کالو په موده کی د م. م. د مؤسسی په مرسته افغانستان ته ستنيږي او داخلی بيځايه سوي کورنۍ ځای پرځای کيږي. . انتقالی دولت ټوله غيرمجازه وسله له افغانانو ټولوي او بهرنی مسلح افراد اوګروپونه له افغانستانه رخصتوی. که څوک پاتيږي د جينوا د 1951 کنونشن او ددولت د مقرراتو مطابق د مهاجر په ډول معامله ورسره کيږي. . افغانستان يو اسلامی هيواد او د اسلامی امت يوه برخه ده. د اسلامی کنفرانس په مرسته د اسلامی نړۍ د معتبرو علماؤ يوه ډله د افغانی علماؤ سره انتقالی حکومت ته په ځينو مهمو اسلامی مسائلو کي مشوره ورکوي؛ او ګوري ددا ډول مسائلو سره په نورو اسلامي هيوادو کي څنکه معامله سويده. لکه دښځو تعليم، دښځو حجاب، دعصري علومو زده کړه، موسيقی او داسي نور. . انتقالی حکومت د خپلی دوری په دريم کال کی چي خارجي قواوي وتلې، وسلی ټولي سوي او اکثره مهاجر او بيځايه سوي کورنۍ پرځای سوی وي اساسی قانون تدوین او د لوئی جرگی په تصویب یی رسوی. . انتقالی حکومت په اخیرو شپږو میاشتو کی د اساسی قانون مطابق د اسلامی کنفرانس او ملګروملتو په مرسته ددولت دمشر او شوری لپاره انتخابات کوی او دخپلی دوری په پای کی واک ونوی منتخب جمهور رئیس ته سپاری. . د انتقالی دوری رئیس او وزیران په راتلونکی لومړنی دوره کی ددولت د ریاست او یا وزارت دنده نسی ترسره کولای. =============== - بېرته شاته