(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو Deutsch-Paschto ډكشنري چاپ شوه

د جرمني ـ پښتو ډكشنري د ۲۰۰۹ كال د مې مياشتې په ۵ نېټه له چاپه راووته. د دې قاموس ليكوال ډاكټر محمد اكرم ملكزى دى. ډاكټر ملكزى نه يوازې د طب ډاكټر دى بلكه د المان د مونشن په ښار كې يې د جرمني ژبې او ادبياتو تحصيل كړى دى . دا ډكشنري څه نا څه ۲۵۰۰۰ الماني لغتونه لري او ۱۰۱۶ مخه لري، په ډېر ښايسته ډيزاين او په اروپايي ستندرد ليكل شوې ده. د هغه نورو ډكشنريو سره چې تر اوسه پورې ليكل شويدي، دا ډكشنري دا توپير لري چې دا ډكشنري د ډېرو مشهورو جرمني او افغان پروفيسرانو د كره كتنې نه تېره شوې ده چې په لاندې برخه كې يې نومونه اخيستل كيږي: 1. Prof. David Neil MacKenzie, Universität Göttingen پروفيسر مكنزي د برتانيا وگړى و اوس په حق رسېدلى دى 2. Prof. Dr. Ronald Emmerick, Universität Hamburg 3. Prof. Dr. PHIL. Dr. JUR. UNIV. PROF. Hans Joachim Störig, Universität München 4. Prof. Jost Gippert, Universität Frankfurt/M. 5. Dr. Erhard Bauer, Im Auftrag des BUSKE VERLAGS Hamburg 6. Dr. Peter Kapitza, München د پښتو ژبپوهان: ۱ـ قلندر مومند، پېښور، د پښتو ـ پښتو درياب ليكونكى چې ۱۳۲۵ مخه لري ۲ـ پوهاند دكتور محمد رحيم الهام ، د كابل پوهنتون پخوانى استاد، د افغانستان د علومو د اكاډمۍ غړى ۳ـ ډاكټر راج ولي شاه خټك، د پېښور د پښتو اكېدمۍ ډايركټر دا ډكشنري سره له دې چې داكټر ملكزي له خوا ليكل شوې ده، خو خپرندوى يې يوه علمې ژبنې منبع ده چې نوم يې په لاندې كې ذكر كيږي : Lexicographia orientalis, Herausgeber: Prof. Jost Gippert د دې كتاب بيه په جرمني كې ۹۸ يورو او په اتريش كې سل يورو ده. د دې كتاب ټوله ګټه او يا تاوان د مطبعې په لاس كې دي، ډاكټر ملكزي دا كتاب په افتخاري ډول ليكلى دى او د مطبعې نه څه ګټه ورته نه رسيږي. ډاكټر ملكزي د حق الزحمې په بدل كې د مطبعې نه دا حق اخيستى دى چې دا كتاب په افغانستان كې په ارزانه بيه چاپ كړي . كله چې دا ډكشنري په افغانستان كې چاپه شوه نو لوستونكو ته به بې د ګټې او تش د مطبعې د لګښت په بيه وړاندې شي. هغه څوك چې غواړي چې ډېر ژر دا كتاب لاس ته راوړي نو لاندينۍ جرمنۍ مطبعې سره دې اړيكې ونيسي : Buske Verlag Richard Straße 47 22081 Hamburg Germany Tel.: 0049 -40-29 99 58-0 لوستونكي كوى چې چې د دې ډكشنرۍ په برخه كې په لاندينۍ اينترنيتي پاڼه كې معلومات لاس ته راوړي: http://www.buske.de/product_info.php?products_id=2983 د نورو ډكشنريو په مقايسه په دې ډكشنرۍ كې د هر لغت د صحيح لوستلو لپاره د لغت لاندې يا يو ټكى (د لنډ تلفظ لپاره) او يا يوه كرښه (د اوږد تلفظ لپاره) ليدل كېدى شي. همدا راز د ډېرو لغتونو لپاره تشريحي مثالونه شته، ځينې مثالونه يې حتى متلونه، اصطلاحات، د اديبانو په ژبه اصطلاحات او د كوڅې او بازار اصطلاحات دي. د اصطلاحاتو په كارونه كې ياد شوي چې دا د اديبانو ژبه او كه او د كوڅې او بازاراصطلاح ده. په ځينو مثالونو كې يې حتى شعرونه هم شته. د هر څه سره ۴۵۰۰۰ تشريحي مثالونه پكې راغلي دي. د هر اسم سره د اسم جنسيت (مذكر، مؤنث، مخنث) ، د اسم مفرد او جمع ياد شوي. د بهرنو لغاتو، يعنې د انګليسي يا فرانسوي لغاتو تلفظ ورسره ليكل شوى دى. د هر مصدر سره د مصدر د استعمال وجه، د حال او ماضي يادونه شوې ده. د ډېرو لغاتو سره سمدلاسه د هغه لغت مترادف او متضاد هم ليكل شوي دي. مثال: schwạrz (Adj.) ، آبي rot، سور: weißتور ﴿سپين ته وايي: ) gelb، ژېړ:grün، شين يا زرغون: blauيا اسماني رنګ: schwarzes Haarتور وېښته schwarze Schuhe ‏ ‎ ‏تور بوټان‎ s. auf weißليكل شوى، تحريري، مسند (يعنې سل په سلو كې ټيك) etwas s. auf weiß haben ېو شى پۀ تحريري ډول ‏﴿مسند﴾ پۀ ﻻس كې درلودل ﴿اصطلاح﴾ aus s. weiß machen [wollen]يو شى بالكل پۀ بل ډول (غير واقعي) ښودل، يو تور شى په سپين ډول ښودل (اصطلاح) jmdm nicht das Schwarze unterپۀ ېو چا هېڅ شى نه dem Nagel gönnen ‏پېرزو كېدل، هېڅ نه لورېدل (اصطلاح)‎ ins Schwarze treffen ‏ ‎ ‏ د نښې مينځ ويشتل، اصلي مطلب (حقيقت) پيدا كول ﴿اصطلاح﴾ ‎ jmdm den schwarzen Peter zuschieben ‏ګناه پۀ ېو بل چا اچول ﴿اصطلاح﴾ ‎ das schwarze Schaf sei n ‏ د بدڙ پۀ وجه د نورو نه توپير درلودل نو ځكه په يوه ډله كې نه جوړېدل، فقط لكه چې په يوه سپينه رمه كې تور پسونه وي (ځكه چې د سپينو پسونو په ښايسته سپينې وړۍ كې د تورو پسونو د وړيو تور تور داغونه راځي) der schwarze Markt ‏تور بازار ﴿اصطلاح) بل دا چې په دې ډكشنرۍ كې د يو مصدر سره ليكل شوي چې دا مصدر لازم دى او كه متعدي، فاعل ته يا مفعول ته ضرورت لري، يعنې: Dativ, Akkusativ , transitiv, intransitiv د لوستونكو د معلومات لپاره په لاندې برخه كې د دې ډكشنرۍ يوې بلې پاڼې ته نظر. دلته ليدل كېدى شي چې د يو لغت لپاره خومره تشريحي مثالونه ليكل شوي دي: ge̱hen, er ging, ist gegangen (itr.) ‎ ‏‏۱- تلل ٢_ ګرځېدل، چلېـدل ﴿كار كول﴾ ‎ 1. Sie ging in die Stadt. ‏هغه ښـار ته وﻻړه‎ Wir gingen zu Fuß dorthin. ‏ ‎ ‏ وﻻړو‎مـونږ پۀ پښو هلته Bitte lass mich g.! ‏ما پرېږده چې وﻻړ شم‎ 2. Meine Uhr geht nicht richtig. زما ساعت سم نه ګرځي‎ Das Geschäft geht gut. ‏دكان ﴿مغازه﴾ ښه چليږي‎ Wie geht es dir? Mir geht es gut. ‏ته څنګه ېې؟‎ ‏زۀ ښه يم Der Weg geht geradeaus. ‏ﻻره مخامخ تللې ده‎ Ist der Preis zu hoch? Das بيه ‏ېې ډېره جګه ده ؟ بده نده geht ja noch. ‎ Das geht überhaupt nicht. ‏دا هېڅ امكان نلري‎ ‎In den Krug geht ein Liter. ‏ ‎ پۀ منګي كې ېو ليتر ‏ځاييږي‎ Du gehst mir auf die Nerven. ‏ ‎ ‏ته زما اعصاب خرابوې Dein Wunsch geht in Erfüllung. ‏ ‎ ‏ستا هيله تر سره كيږي Sie geht mit der Mode. هغه د مـود سره سمې جامې اغوندي ‎ Glaubst du, dass die Sacheفكر كوې چې دا كار به پۀ ښه gut geht? ‏؟‎شان سرته ورسيـږي‎ Das geht in Ordnung. ‏ ‎دا ټيك دى، دا شى سم دى، پكې څۀ غلطي نشته ‎ Worum geht es hier eigentlich?‏دلته اصل موضوع څۀ ده ؟ ‎ Es geht um meine Familie.‏خبره زما د كورنڙ پۀ برخه كې ده ‎ ge̱hen lassen, sich, er lässtپخپل ځان حاكميت نه درلودل sich gehen, ließ sich gehen, ‏‏ ‎ او هر څۀ چې پۀ مخ راغلل hat sich gehen lassen ‏ ‏ ‎همغسې كول، بې دسپلينه اوسېدل‎ Lass dich nicht so gehen! ته پخپل ځان حاكميت پيدا كړه، ‏كار وكړه ‎ ‏پخپله خوښه او پخپل پروګرام‎ gehe̱u̱er (in der Verbindung)‏ډاډه نه،‎ ‏چې خطر پكې وي، چې سړى ورنه لږڅه وډار شي ‎ Der dunkle Wald ist mir دا تياره ‏ځنګل راته بې خطره نه nicht g. ‏ ‎ ‎ښكاري Gehịlfe, der; des Gehilfen, die Gehilfen ‏مرستندوى، مرستيال ﴿د خليفه شاګرد﴾ ‎ Gehịrn, das; -e ‎‏۱- ماغزه، د سر ماغزه۲- فكر، عقل Er zog sich bei dem Unfall پۀ ټكر كې د هغۀ د سر ماغزه eine Verletzung des Gehirns zu. ‏ ‎ټپي شول 2. sein G. anstrengen ‏ ‎ ‏خپلو ماغزو ته تكليف وركول‎ Gehịrnerschütterung, dieد مغزو ټكان ﴿قافي ترضيض﴾ = Commotio cerebri ‏﴿طبي لغت﴾‎ geho̱ben (Adj.) ‏ ‎ ‏لـوړ، جګ، لوړ مقام، پۀ لوړه سويه، ادبي‎ eine gehobene Position ‏ېو لوړ مقام‎ eine gehobene Sprache ‏ادبي ژبه Gehö̱r, das; kein Plur. د اورېدو حس، سامعه حس ﴿غوږ﴾‎ Sein G. lässt nach. ‏ ‎ ‏د هغۀ د اورېدو حس مخ پۀ كمېدو دى ‎ das G. verlieren ‏سامعه حس له ﻻسه وركول‎ jmdn um G. bitten ‏ېو چانه د غوږ ايښودو هيله كول‎ Darf ich die Anwesendenاجازه راكړڙ چې تاسو حاضرينو um G. bitten? ‏‏ ‎ ‎ ‏ د غوږ ايښودو هيله وكړم‎نه خبرو ته jmdm G. schenken ‏د ېو چا خبرو ته غوږ ايښودل‎ gehọrchen, er gehorchte, اطاعت كول، غاړه ايښودل hat gehorcht (itr. + Dat.) ‏ ‎ einem Befehl g. ‏‏ېو امر ته اطاعت كول، ېو امر منل‎ Das Kind gehorchte den Eltern. ‏ ‎ ‏ماشوم مور او پلار ته اطاعت كوي ‎ gehö̱ren, es gehörte,‏۱- د ېو چا شى ﴿مال﴾ اوسېدل ۲ـ د ېوې hat gehört (itr.) ‎ ‏ ‎ډلې پۀ شمېر كې راتلل، د ېوې ډلې غړى ‎ ‏اوسېدل، پۀ ېوې ډلې كې حسابېدل ‏٣ ـ مناسب او د اخلاق او ٤ ـ ېو شي ته ‏ پۀ كار ﴿ضرور﴾ اوسېدل ‎ آدابو سره سم اوسېدل ‏‎1. (+ Dat.) Das Buch gehört mir. ‏ ‎ ‏دا كتاب زما دى‎ Das Haus gehört meinem Onkel.دا كور زما د تره ﴿كاكا، ماما﴾ دى ‎ 2. zu etwas g. ‏پۀ ډله كې راتلل، پۀ شمېر كې راتلل‎ Er gehört zu den besten هغه د نړڙ د بهترينو لوبغاړو پـۀ Spielern der Welt. ‏ ‎ډلـه كې راځي Er gehört zu unsererهغه زمـونږ د كورنڙ د ډلې نـه دى Familie. ‎ ‏ ‎ 3. Diese Frage gehört nicht hierher.نامناسبه ‏دا سوال‎ ‏دلته دى، دا سوال دلته بې ځايه دى ‎ (+ sich) Was du tust, gehört ‎ څۀ چې ته كوې هسې كار sich nicht. ‏‏ ‎څوك نكوي 4. Es gehört viel Mut dazu. ‏د دې دپاره ډېــر جرأت پكار دى‎ د لغاتو غوره كوونه او تشريح پۀ دې قاموس كې هڅه شوېده چې نه ېوازې د ېو‎ ۤلماني لغت دپاره معادل پښتو لغت وليكل شي بلكه كه‎ چېرته د معادل لغت پوهېدل سخت وي نو بيا همغه‎ ‏پښتو لغت په پښتو تشريح شويدى. د جرمني لغت د ﻻپسې ښۀ پوهېدلو او په جملو كې د استعمالولو دپاره تشريحي‎ ‏مثالونه راوړل شويدي. بل دا چې د ېو لغت دپاره‎ ‏نور مترادف پښتو لغات او حتى سيمه ايز لغتونه هم ذكر شويدي، د مترادف نه پرته متضاد لغت هم پكې ليكل شويدى.‎ ‏ځينې لغات چې د هغوى كورنڙ لوېه ده د هغې لغت‎ ‏كورنڙ نه نور ډولونه ‎يې ‏هم ېاد شويدي، لكه‎ ‏د آس لغت:‎ ‏آس‎das Pferd ‏، نرآس ‎der Hengst ‏، اسپه ‎die Stute ‏، سپين آس ېا نيلى‎ ‏‎der Schimmel‏ ،‎ ‏تور‎ ‏آس ېا سكاڼ ‎der Rappe‏ او داسې نور﴾. په دې چې هر څوك په پښتو كې د نيلي يا د سكاڼ په مانا نه پوهيږي نو د دې لغاتو په څنګ كې ورته تشريح يې هم ليكل شوې ده يعنې سكاڼ يا تور آس. ●همدا شان ‏پۀ ۤلماني لغاتو كې هڅه شوې ده چې مترادف لغات‎ ‏ورسره وليكل شي لكه [zuweilen = manchmal, ab und zu, gelegentlich ] د ځينو لغاتو متضاد لغات ‏ورسره ليكل شوي دي لكه د [‎sowohl ... als auch ‏_ هم دا او‎ ‏هم دا] متضاد [weder ... noch ‏ نۀ‎ ‏دا او نۀ دا] هم ليكل شويدى. هغه لغات چې په پښتو كې ډېر معمول ندي نو د هغوي‎ ‏مآخذ پۀ قوس‎ ‏كې ليكل شويدى لكه‏‎Schubkarre ‏ كراچڙ، رچګاډى [افغان قاموس]. د‎ ‏طبي لغاتو دپاره كه چېرته‎ ‏ﻻتيني لغت وي‎ ‏نو پۀ څنګ‎ ‏كې ېې ۤلماني لغت ليكل شوى او ېا برعكس لكه‏‎Mittelohrentzündung = Otitis media ‏ يعنې د‎ ‏غوږو التهاب. هغه طبي لغات چې ورته معادل لغت پۀ‎ ‏پښتو كې نشته او ېا پوهېدل ېې ډېر ګران‎ ‏دي هغه‎ ‏تشريح شويدي‎ ‏لكه: ‎ Q-Fieber, بلقاني تبه مكروب په واسطه د شودو او وړيو له لارې انسان ته تيريږي او اكثرآ سينه بغل پيدا كوي ‎Rickettsien د نور مترادف لغات ورته دا دي: Krimifieberا, ‎Queenslandfever, Balkangrippe, Pneumo-Rickettsiose د ځينو كيمياوي‎ ‏لغاتو جوړښت پۀ قوس كې ليكل شويدى لكه: مورفين ‎ ‏‎ (C17 H19 O5 N + H2 O) ‏‎Mọrphin, das; -s ‎اصطلاحات او متلونه پۀ ‎Kursivschrift ‏ ېا پۀ كږو تورو ليكل شوي دي. بل دا چې د لنډ وخت راهيسې په جرمني ژبه كې يو نوى ريفورم راغى چې هغه د لغاتو د يوځاى يا بېل ليكلو، د ليكدود ريفورم دى. د مثال په توګه به پخوا به (س، ف، ت) توري درې توري شا په شا نه شول ليكل كېدى، خو اوس په يوي ژبني ريفورم كې ليكل كيږي، مثال: بېړۍ Schiff = تګ ، مزل = Fahrt د بېړۍ تګ Schiff + Fahrt = Schifffart پخوا به د بېړۍ تګ په دوه ff ليكل كېدله او اوس په درې fff ليكل كيږي. نو په دې ډول په دې په دې ډكشنرۍ كې د الماني ژبې نوى ريفورم هم په نظر كې نيول شوى دى. - بېرته شاته