(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د PSDPمشر ډاکتر کبیر ستوری سره مرکه

خبریال : عزیز سر شار پښتونخوا/یولسم کال/اتلسمه ګڼه1997 پوښتنه : تاسی د 1996 کال د سپمبر په میاشت کې پاکستان ته تللی وی آیا ستاسی دا سفر رسمی ؤ او که شخصی ؟ جواب : زما سفر دا دواړه اړخونه درلودل . ما غوښتل چې پاکستان کې ملګری او دوستان ووینم خو زه د پښتونخوا د قامی پارټۍ ( ګوند ) د مشر ښاغلی محمد افضل خان « خان لالا » لخوا چې په هغه وخت کې د پاکستان په کابینه کې د کشمیر او شمالی علاقه جاتو مرکزی ( وفاقی ) وزیر ، میلمه شوم چې د همدی کبله مې د دولتی میلمه حیثیت لرو . پوښتنه : تاسی ته په هوائی ډګر د هرکلی د پاره څوک راغلی ؤ ؟ جواب : زه د اسلام اباد هوائی ډګر ته د سهار د چای په مهال ورسیدم هلته زما د هرکلی لپاره پخپله ښاغلی محمد افضل خان « خان لالا » دوستان ، خپلوان او ګڼ شمیر ګوندی ملګری راغلی. د راغلو کسانو سره د روغبړ وروسته د حاجی نظر محمد خان سره چې په راولپينډۍ کې ئې په خپل هوټل ( Pardies Hotel) کې د سهار ناشته تیاره کړی وه لاړو . د ناشتی او ملګرو سره د خبرو اترو وروسته په اسلام باد کې د « خان لالا » کورته ورغلو هلته د دوه شپو تیرولو نه پس د خان لالا اصلی هستوګنځی سوات ته لاړو . په سوات کې د څو شپو تیرولو نه وروسته بیا پېښور ته خپل کور ته راغلم او په ټول پاکستان په تیره بیا په پښتونخوا کې وګرزیدم . پوښتنه : تاسی هلته د چا سره لیدنی کتنی وکړی ؟ جواب : د وفاقی ( مرکزی ) وزیر ښاغلی محمد افضل خان « خان لالا » د میلمه په توګه ما ته د پاکستان د زیات شمیر مهمو سیاسی ، دولتی سړیتوبونو ( شخصیتونو ) سره ولیدل . پوښتنه : که د يو شمیر سیاست مدارانو او مهم سړیتوبونو ( شخصیتونو ) نومونه یاد کړۍ ښه به وی ؟ جواب : د ټولو نومونو څخه خو کتاب جوړیدلی شی خو بیا هم د یو شمیر مهمو سړیتونو نومونه اخلم . خان بابا ولی خان او نسیم بی بی ( چې پدی لیدنه کتنه کې زما سره زمونږ د ګوند د مشرانو د جرګی غړی ښاغلی خان محمد مبارز « څاپی » هم ملګری ؤ ) ، د عوامی نیشنل ګوند مشر ښاغلی اجمل خټک ، د پښتونخوا د قومی پارټی ( ګوند) جنرل سیکرټری ښاغلی افراسیاب « خټک » او صوبائی ( ولایتی ) مشر ښاغلی محمد ارشد خان ، د قومی اسمبلی ممبر ښاغلی عبدالطیف اپریدی ، ښاغلی حاجی غلام احمد بلور ، ښاغلی ارباب همایون خان خليل ، ښاغلی سید بلال شاه ، ښاغلی ارباب دوست محمد خان ، ښاغلی ارباب نثار خان ، ښاغلی بابو فضل الخالق ، د کارګرو د ټولنی مشر ښاغلی ګل الرحمن خان ، د ملګرو ډاکترانو د ټولنی مشر ښاغلی ډاکترسیدعالم محسود ، د پښتو اکاډمۍ مشر پوهاندډاکتر راجولی شاه خټک ، ښاغلی قلندر مومند، ښاغلی رحمت شاه سائل ، ښاغلی قیصر خان ، میرمن عصمت شاه جهان ، ښاغلی علی اکبر سیال ، ښاغلی همیش خلیل ، ښاغلی شمس بونیری او نور..... همدا راز ما د افغانستان د سوسیال ډیموکرات ( افغان ملت ) د مشر ښاغلی شمس الهدا « شمس » د ازاد افغانستان د لیکوالو د ټولنی د چارو چلوونکی ښاغلی زلمی « هیواد مل » او د بری پښتونخوا ( افغانستان ) د یو شمیر نورو مهموسړیتوبونو ( شخصیتونو ) سره چې د کونړ ، ننګرهار ، پکتیا ، کابل ، قندهار ، او د هیواد د نورو برخو څخه راغلی ؤ لیدنی کتنی وکړی او د سیمی په حالاتو مو چې په بیړه د بدلون په حال کې وی خبری وکړی . همداراز د انقلابی حجری میړنی ملګری ښاغلی سکندر خان خليل زما سره په لیدنو کتنو کې ملګری ؤ . پوښتنه : تاسی د سولی او ارامۍ په نښتون کې د پښتنو او د سیمی حالات څنګه ارزیابی کوۍ ؟ جواب : تر هغی چې پښتانه ویشل شوی وی سوله او ارامی په سیمه کې نه شی راتللی . په سیمه کې د سولی او ارامی لپاره د پښتنو یووالی شرط دی . تر اوسه پوری د پښتنو د ویش د منځه وړلو په مخ کې غټ خنډ د لودیځ او ختیځ تر منځ سړه جګړه او د کمونیزم او ولسولۍ ( ډیموکراسۍ ) مقابله وه چې د پښتنو ټاټوبی (پښتونخوا) ئې د خپلی پهلوانی ډګر ګرزولی ؤ خو اوس چې سړی جګړه د منځه تللی ، بلاکونه ختم شوی اولسولی ( ډیموکراسی ) په کمونیزم بری موندلی دی نو د پښتنو د یووالی لپاره حالات ښه شوی دی دا ځکه چې په نړۍ کې د بلاکونو ايډیالوژیکی اختلافونو او پر زولو دور تیر شو او اوس اقتصاد او اقتصادی علایقو ته مخه شویده . د نړۍ نوی نظم جوړیږی او دانظم د اقتصادي علایقو په بنیاد ولاړ دی چی اولسونه پکی د خپلو اقتصادی علایقو لپاره په کوچنیو او غټو وحدتونو کې یو ځای کیږی . سیاست او پو ځ منطقوی خوی پیدا کوی او د اقتصادی وحدتونو یا منډه ئې ګانو په خدمت کې راوستل کیږی چې دا د پښتنو نه هم نوی اند او سوچ غواړی چې خپل سیاست ته منطقوی بڼه ورکړی او د ټولی منطقی سیاست ئې وګرزی تر څو چې پښانه په یوه اقتصادی وحدت او یا یوه منډه ئی کی راشی . ترکمنستان ته د پښتنو په خاوره کې د تجارتی لار جوړیدنه زمونږ په سیمه کې هم د منډه ئی د جوړیدلو ، ابادۍ نښه او د پښتنو د یووالی زیر دی . پوښتنه : تاسی خود پښتنو د نورو مشرانو سره هم د نظریو بدلون کړی دی د هغوۍ پدی هکله څه نظر دی ؟ جواب : ټول هغه مشران چې ما ورسره خبری کړی پدی نظر دی چې د پښتنو يووالی تاریخی ضرورت دی خو دا چې په کوم شکل کې سره یوځای شی مشران ئې د قام رائی او خوښی ته پریږدی . د پښتونخوا قومی پارټی ( ګوند) مشر ښاغلی محمدافضل خان « خان لالا » پدی لړ کې د « پښتون قامی وحدت » د نامه لاندی د رسالی په بڼه کې پیغام پښتنو ته وړاندی کړی دی. پدغه پیغام باندی د پښتونخوا په دننه کې غونډی او بحثونه روان دی په بهر کې پری هم دپښتنود بحثونو اوغونډو دجوړیدو ضرورت لیدل کیږی ، د غونډو او بحثونو په ترڅ کې به معلومه شی چې افغانستان او پاکستان تر منځ کنفډریشن د پښتنو دیووالی یوازینی شکل دی او که نه بله کومه غوره لاره هم شته . پوښتنه : قبائيلو ته د پاکستان په قومی اسمبلۍ کې د ووټ ( رای ) حق ورکړل شو ستاسی نظر پدی هکله څه دی ؟ جواب : زما په عقیده د پښتنو یووالی یوه لړۍ ده چې د بری پښتونخوا څخه لری پښتونخوا ته د پښتنو په کډی کولو سره په عمل کې پیل شوی دی دا لړۍ ډیری برخی لری او په هره برخه کې ګامونه اخستل ضروری دی تر څو چې بشپړه شی قبائیلو ته د ووټ ( رای ) ورکولو حق ، حقدار ته د حق ورکولو مانا ( معنی ) لری او د پښتنو د یووالی په لور ګام دی . هیله ده چې په صوبائی ( ولایتی ) اسمبلی کې هم ووټ رای حق ورکړل شی .
Aziz Sarshar interviews Dr. Kabir Storai Pakhtunkhwa: Year/Vol # 11 Nr.:/No: 18
- بېرته شاته