(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نن په لراوبرافغان باندي ډیره بده ورځ ده

30.05.2005:تېره ورځ دسهیلي پښتونخواپه سریاب سیمه کښي د پښتونخواملي عوامي ګوندترنذارت لاندي په اٌمیدکالوني کښي یوه جرګه وسوه.دغه جرګه دګونددیوایالتي مشر عبدالقهارخان ودان په مشرۍ کښي وسوه.وغونډي ته د وینا په مهال عبدالقهارخان ودان وویل چي نن په لراوبرافغان باندي ډیره بده ورځ ده.ډیرستونځ من حالات دي.په دې حالاتوکښي پکاردی چي ټوله افغانان دیوقام په توګه سرسره خلاص کړواوله ستونځوڅخه قام دایستلودپاره له آموڅخه تراټک پوري ټوله یولاره وټاکو.په هرقام چي سخته ورځ راهسي دهغه قام پوهان سره راغونډسي خپل قام له سختوحالاتوڅخه وباسي راځي چي ټوله افغانان نن خپل هېوادله سختوحالاتوڅخه وباسو.له آمونه ترآباسین داوطن زموږدی دیوافغان وطن دی.دلته هزاره،اٌزبک،پښتانه اوتاجک یوقام دی.په دې خاوره افغانانووهرظالم ته ماته ورکړې ده.افغان هروخت خپله شمله اوچته ساتلې ده.پښتونخواګوندداخبره کوي چي له بولانه ترچتراله دوطن پښتونخوادی.داوطن فرنګیانودافغانستان راجلاکړی دافغان په سینه یې چاړه ومنډله اوافغانان یې سره وویشل موږداویشل نه منوداټوله آمونه ترآباسین پوري یوهېواددی.دلته هیڅوک کډوال اومهاجرنه دی.زموږګوندښکاره مرام دی چي دافغانستان څخه په زورراجلاکړل سوې خاوره یوکېدی غواړوپه خاوره دپښتونخوا،پښتونستان اودافغانیه نوم غواړو.موږدلته تعلیم په مورنۍ ژبه کښي غواړو.دتېرودډيرکالودجنګ له افغانان ډیره درپدره سوي اوداوخت دنړۍ په هرکونج کښي افغانان مېښت دي.موږدټولوافغانانودسراومال ژغورنه غواړو.موږغواړوچي په ټوله نړۍ کښي افغانان سرلوړه اووسېږي.دوي ته دي دروزګارموقعه ورکول سي.دوي ته دي دروغتیاآسانتیاوي ورکول سي.نوموړي وویل چي ډیردخفګان خبره ده چي ځینې ناپوهان دافغانانود غلامولو خوبونه ویني په دې ټولوهېوادوچي نن دافغان ګاونډیان دي افغانانوباچاهی کړې ده.دوي دي دخوب نه ویني چي دوي په پښتون افغان وطن غلام کړی.هرڅوک چي دهرقام اومذهب وي چي په افغان وطن کښي پروت دی هغه زموږوروردی.موږدلته دبلوڅ،پنجابي اودسندهي په هېوادوقبضه نه کووددوي هېوادونه دي دوي مبارک شي.خود افغان وطن دنیولوچاته داجازه نه ورکوو.افغانان په نړۍ کښي ترچالوي تاریخ لري.دلته افغانان په خپله خاوره مېښت دي.دلته که دکابله څوک راځي یادغزني کندهاره څوک راځي دهچاهیڅ کارباندي نسته اونه څوک داحق لري چي ودوي ته مهاجروواي دادوي خپل هېواددی.نوموړي وویل چي پښتون افغان یوډیرننګیالی قام دی خوداقام یوه خطاکوي چي سیاست نه کوي اودسیاست څخه لیري ګرځي پکاردی چي پښتون افغان دي ځان له سیاست څخه ولدکړي.دلته له موږسره ډیرظلم روان دی.موږبې نومه یوپه چادبلوڅونوم دی په چادسرحدي نوم،په چادقبایلواوپه چابیادپنجابي نوم دی.موږفرنګیانوظالمانووېشلي یو.نوموړي وویل چي پښتونخواملي عوامي ګوندوټولوافغانونه ته دا باور ورکويچ چي ګونددهرافغان ترشاولاړدی.نوموړي وویل چي دپښتنودوېشلودپاره دنورپه وینادزی اوخیلي خبري رواني دي هغه سړی تکړه درانی چي په لارداحمدشاه وي.هغه سړی تکړه خلجی دی چي په لاردمیرویس خان وي.پښتانه دي دزی اوخیلي له سیاست څخه لاس واخلي هرځوان دي له ځانه خان شهیدعبدالصمدخان جوړکړي.هرځوان دي له ځانه خوشحال خان جوړکړی.خان شهیددپښتونخواپه وطن ډیري قربانۍ ورکړی دي.انګریزله دې هېواده دخان شهیدغوندي مشرانوپه هلوځلووتلی دی.په دې مهال دګونددایالتوچاروایالتي سیکترنصرالله زېرې وویل چي له آموڅخه تراټکه دازموږخپله خاوره ده دلته هیڅوک مهاجرنه دي.دادکوټي ښارهم دافغان وطن برخه ده.دادلراوبرافغان تاریخي هېواددی.دادکوټي ښاردکاسيانو،یاسین زودبازیانو،درانیانواودنورپه پښتنوښاردی.پښتوافغان په خپله تاریخي مځکه مېښت دی.دانګریزپه وخت کښي سترسالارخان شهیدددی وطن دخپلواکۍ دپاره ږغ اوچت کړی دی.په دې ترڅ کښي په خان شهید انګریزانو او بیا وروسته پنجابیانوډیرظلمونه وکړل.دخان شهیداونورننګیالوپښتنودقربانۍ په ترڅ کښي انګریزله دې وطنه وتېښتېدای.له تېرو۶۲کالوراهسي چي پاکستان جوړسوی دی.زموږهېوادله هغه شان وېشلی پاته دی.له بولانه ترچتراله موږګډایالت نه لرودسهیلي پښتونخواپښتانه دبلوڅانوپه نامه یادېږي موږبلوڅان نه یوبلوڅان دمستونګ پرهاخواپراته دی.دغه حال دمنځنۍ پښتونخوادی چي دقبایل نوم ورکول سوی دی.پښتون افغان ملت اوس هم په څوټوټوېشلی پاته دی.داملت دبلوڅ،پنجابي،سرحدي،قبایل اودشمالي علاقه جات په نامه یادول کېږي.پاکستان داسلام په نامه جوړسوی دی خوددې برسېره وپښتون قام ته خپل حق نه روکول کېږي.دپښتوپه ښتمنیوباندي دپنجابي واک دی.دپښتانه اوبه پنجابي،سندهي اوبلوڅ ته ورکول کېږي.خوپښتون له هرڅه نه بې برخي دی.نوموړي وویل چي داوخت په لکهونوشمېرپښتانه په کراچۍ،دوبۍ،لاهوراوپه نوروهېوادوکښي مزدوري کوي.خوپه کراچۍ کښي هندوستاني مهاجرافغانان وژني.بلي خواته په کوټه ښارکښي هم څه ناپوهان راپورته سوي دي په پښتنوباندي دروزګاردروازې تړی.اوغواړي چي پښتانه خپل غلامان کړی.دوي په بې ګناه انسانان په نخښه کوي اووژني یې په کوټه ښارکښي دحکومت په مرسته غلاوي کېږي بې ګناه انسانان وژل کېږي.ددې غلومرسته ایالتي وزیران دایالیت والي،سترایالتي وزیراودپولیسومشران کوي.دکوټي ښارلوي غلی دحکومت په لوړوڅوکیوناست لوړپوړوپه کورونوکښي پټ دي.دلته دبې وزله خلګودپاره هیڅ ډول انصاف نسته اونه وحق دارته حق ورکول کېږي.دپښتون افغان په برخه دابدبختي له ازله نه ده دابدبختي زموږپه پنجابي اوداسلام آبادواکمنوکړې ده.ځکه چي پښتانه ډیري ښتمني لري په دې ښتمنیوټول پاکستان ودان دی.پښتانه دپاکستان هرکونج کښي دژونددبنسټیزه آسانتیاووڅخه بې برخه دي.دکوټه ښارپه دغه سیمه کښي دروزګار،دروغتیا،دتعلیم اونوروآسانتیاوي هیڅ ډول نوم اونښان نسته.نوموړي وویل چي پښتونخواملي عوامی ګوندله هیچاڅخه بدنه کوي.ګوندوهرظالم ته بدویلي دی.پښتانه په کوټه ښارکښي دهیچابدمعاشي نه مني.پښتانه دانه سي زغملی چي څوک یې خپل حق ترلاسه کولوکښي مخنیوي وکړي.نوموړي وویل چي په شمالي پښتونخواکي تر۲۵څخه زیات پښتانه دترهګره له کبله بې کوره سوي دي دوي خپل کورونه پرېښي دي اوپه بیلابیلوسیموکښي په کیمپونه کښي مېښ دي په دې کیمپونوکښي ودوي ته ژوندبنسټیزه آسانتیاوي نه ورکول کېږي.په دې کیمپوکښي په ښه توګه خوراک نه ورکول کېږي.دروغتیاهیڅ آسانتیاوي نسته.بې کوره سوي پښتانه ډیرپه ستونځ من حالاتوکښي شپې اوروځي تېروي.پکاردد چي دنړۍ نورهېوادونه دي هم له بې کوره سوي خلګوسره مرسته وکړي.دوي ته دي دژوندبنسټیزه آسانتیاوي ورکول سي.نوموړي وویل چي په کراچۍ کښي هندوستاني مهاجردغه بې کوره پښتانه نه پرېږي.دوي په خپل مهاجردي خوددې وطن خلګ نه پرېږدي.پښتانه وپاکستان ته ټیکسونه ورکوي چي دلته ژوندوکړي دپاکستان دآثاسي قانون دلاري یوڅوک هم بل وګړي په بل ښارکښي دکاروبارکولو اوکډکولوڅخه نه سي راګرځولی.خونه یوخبرچي هندوستاني مهاجرداهسي ولي کوي.دوي دي خپل دپلاراونیکه نه تپوس وکړي چي پښتانه افغانان څوک دي.نوموړي وویل چي نن دپښتنوماجتونو،ودونه،جرګې خوندي نه دي په ماجتوکښي، په جرګوکښي،په جنازوکښي اوپه ودوکښي بریدونه کېږي دابریدکونکي پښتانه نه دي دابهرني خلګ دي دوي دافغان وطن خلګ نه دي.نن دسوات غوندي ښایسته وطن داورپه لمبوکښي سوځل کېږي.اوډیرغیرتي پښتانه درپدره سوي دي.پکاردی چي پاکستان دي دترهګری اډې ختمي کړي.بهرني ترهګردي ونیول سي.نوموړي وویل چي په کوټه ښارکښي دپښتنوپه معاشي توګه دوژني دپاره دپښتنوپه ضدعملیات روان دي.موږدپښتنوپه ضدهیڅ ډول کاربندیزملاتړنه کوو.موږدلته دبلوڅانوسره ډیره مرسته کړې ده اوس یې هم دخپلواکۍ په غورځنګ کښي مرسته کوو.موږغوښتنه کووچي ټول نېول سوی بلوڅان دي خوشي کړل سي.خوموږدبې ګناه ښاریانودوژولوپه کلکه غندنه کوو.پکاردی چي بلوڅ سیاسي مشران دي خپله لاره وټاکی اوبې ګناه خلګودوژلوڅخه دي لاس واخلي ددې څخه به حالات ددوي ګټي په ځاي په زیان تمام سي.که دبلوڅانوجنګ له پوځ سره دی نووردي سي په چهاوڼي دي بریدوکړي پوځیانو دي په نخښه کړي دبې ګناه انسانانودوژلوڅخه دي لاس واخلي ترڅوبه بې ګناه انسانان په کوټه کښي وژل کېږي.نوموړي په دې خبره زورورکړه چي پښتانه دي یومټی سي اوپه منظمه توګه دي دافغان پښتون ملت ودښمنانوته ماته ورکړه.وجرګه ملک جمیل خان،عبدالعلي،سرورتوبه وال اونوروپښتنوویناوي وکړې. راپور:محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخوا کوټه
[email protected] - بېرته شاته