(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د متاثرو خلقو خورې ورې ټکوڼې او د هغوي موجوده صورت حال

ه مونږ د حقيقتونو نه لرې دعوې نۀ دي کړې. تل مو د وياړ سره په هسکه غړۍ وئيلي دي چې پښتانۀ د يو داسې تاريخ او دومره غني کلچر خاوندان دي چې د خپلې لوږې تندې باوجود هم ترې د خپل ګاونډي بچے نهر نۀ دے اودۀ شوے. د سوات، دير او بونېر نه راغلي متاثرينو ته مهاجر وئيل ورته د کفر کلمه ښکاري. خپل ځان ئې ګڼي او مېلمانۀ ئې ګڼي. د کوم کور دننه چې دغه مېلمانۀ نۀ وي د هغوي ماشومان خفه وي. منم چې زمونږ ماشومانو ته دا وخت د دې پته نۀ لګي چې دا څۀ چل دے او دا ولې هر کور او هره حجره د راغلو مېلمنو نه ډکه ده. خو سبا به دغه تاريخ د دغو ماشومانو د لېونو مينو محبتونو په قصو کښې محفوظ وي او هم په دې وجه د قامونو مثال د ګلونو د تخمونو وي چرته چې ورېژېږي هغلته په لوئے تعداد کښې راوټوکېږي. په سوات کښې د مولانا صوفي محمد صېب سره د اې اين پي مشرانو او په حکومت کښې ناستو نمائندګانو د اسفنديار ولي خان په قول دغه دوېمه معاهده د دې دپاره کړې وه چې د پښتون ډېره وينه توې شوه. بس د ے. د دغو خلقو د امن په خاطر به خپلې خپلې خبرې ه پرېږدو او د حقيقت دې سر له به راشو چې په مونږ ټولو د دغو خلقو حق دے چې په شريکه ئې ور وسپارو. معاهده وشوه، مولانا صېب سوات ته د امن کېمپ يوړو، خلقو خوشحالۍ وکړې، معاهده د قومي اسمبلۍ نه پاس کړې شوه. صدر پرې لاسليک وکړو. دارالقضاء ميا افتخار حسېن اعلان وکړو خو يو وړوکي ضد او د لږ غوندې دانش د نۀ استعمال په وجه مسلح خلقو د سوات د خلقو د اميدونو دنيا په بله واړوله او نن ټوپک ټوپک ته مخامخ دے. نۀ يواځې د سوات، دير او بونېر ګل ورينه فضا ئې د بارودو په لوګو کښې پټه کړې ده، بلکې دېرش لکه خلق ئې د خپل خپل جنت کور نه هم را بې درکه کړۀ. ښۀ به وي چې ډېر زر دغه خلق واپس خپلو جنتي جونګړو ته واپس شي. د اې اين پي مشرانو پښتون مشر اسفنديار ولي خان، صوبائي صدر او سېنېټر افراسياب خټک، د پښتونخوا وزيراعلٰي اميرحېدر خان هوتي او د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسېن او سينئير وزير بشير احمد بلور او د اې اين پي د اطلاعاتو مرکزي سکتر او سېنېټر زاهد خان بيا بيا وئيلي دي چې مونږ د عدل رېګولېشن وعده د سوات د عوامو سره او د سوات د خلقو دپاره کړې وه. دا به برقراره وي. بايد چې د قانون د نظام هر ملزم د عدم په مخکښې ودرولے شي او دغه د عدل نظام دخپل راوړي انصاف له برکته خپل ژوند ته دوام ورکړي.مونږ په دې وړوکي کالم کښې د سوات د نقصان تفصيل ته نۀ شو تلے چې هغه ډېر طوالت لري. البته دا عرض ضرور کوو چې کۀ د اپرېشن دغه وخت را لنډ کړے شي او دغه خلق زر تر زره خپلو کورونو ته واپس کړے شي نو دا به د دغې ټول نقصان د ازالې يوه داسې برخه وي چې مونږ او د دغه متاثره شوو خلقو دپاره به د تشکر يوه موقع پېدا کړې شي. وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني صېب ملاکنډ ډوېژن جنګ ځپلې علاقه اعلان کړې ده چې خلقو ته به زرعي قرضې معاف کړې شي. د يادولو خبره دا ده چې دغلته هر چا يا هر د پټي مالک زرعي قرضې نۀ حاصلې کړې دي او نۀ چا ورکړې دي. د ملاکنډ ډويژن عام زميندار خلق چې په دې اپرېشنونو کښې څومره متاثره شوي دي، هغه عام خلق دي چې نۀ يواځې بې روزګاره شوي دي، بلکې تيار فصلونه ترې د لو کېدو په وخت کښې پاتې شوي دي. داسې خو به نۀ وي چې د دې اعلان فائده صرف يو څو تنو يا څو کورنيو ته ورسي. په ملاکنډ ډويژن کښې داسې کور نشته چې هغه متاثر شوے نۀ دے هغوي ته په هنګامي بنيادونو د ساه اخستو دپاره مدد ورکول د وخت ضرورت هم دے او د حالاتو تقاضا هم. - بېرته شاته