(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخوشحال پښتو

دې کښې شک نشته چې پښتو يو زړه اولرغونې ژبه ده او ددې دټولونه لوئى اواسان ثبوت پخپله ددې ژبې دويونکو تاريخ دی چې ددنيا په پخوانو اوقديمو کتابونوکښې ئې ذکر موندی شى خوترڅوپورې چې ددې ژبې دتحريرى شکل خبره ده نو ددې ژبې داسلام نه اګاهو زمونږسره څه داسې سپينې اورڼې نمونې نشته چې مونږ په هغې داغږ وکړو چې دا زړه پښتوده . زمونږسره دانمونې ولې نشته ددې مختلفو لويو لويو پوهانو څه نه څه وجې په ګته کړى دى خوزۀ دلته دهغو ددغې خبرې نه جدا يوه خبره کوم اوهغه دا چې ايا داسې څه کوشش شوی دی چې داسلام نه په مخکښې ژبوباندې څه کار چې تعلق ئې دپښتنو دعلاقوسره ؤ کړی شوی دی که داسې کار کړی شوی وی نومونږ به په څه نه څه نتيجه رسيدلى وو ځکه چې ژبه دزمانې ديون سره ځان بدلوى رابدلوى . اوبيا يووخت داسې هم راشى چې دابيخى بل شکل اختيار کړى اوددې ثبوت زمونږ سره دادی چې ژند، اوستا، پاړسو، پهلوى دموجوده فارسۍ شکل څنګه اختيار کړو اوبيامنډا، پراکرت، دراوړى، سنسکرت ددې موجوده ژبو په څير څنګه راڅرګند ه شوې دا يوخوږ خوګران بحث دی په دې به بياسره بحث وکړو. زمونږ سره ((پټه خزانه ) دستائنې وړکتاب دی اوبيا ددغې نه په ديخوا دپيرروښان اواخوند درويزه کتابونه دى عن چې دسترخوشحال د وختوپورې مونږ پښتو په هغه مستۍ اوغورځنګونو نۀ وينو کومه مستى اوغورځنګ چې دې ته لوئى خوشحال ورکړی ؤ . دخوشحال توره، سردارى، انتقام اوجنګونه په خپل ځائې دغه په تاريخ کښې خوشحال ته يومنفرد مقام نۀ ورکوى ځکه چې ددې قام دهروګړى تاريخ دغه خاصه لرى اوبيا دخوشحال سره په يووخت د تورې دوه قهرمانان ايمل خان او درياخان دتورې په ميدان زيات جوت ښکاريږى . کوم شیچې دفخراوافتخار پګړۍ دخوشحال خان په سرايښې ده اوهغه ئې دپښتنو خان جوړکړی دی اوڅوک چې نن دهرچا څخه افرين تحسين اوباج اخلى نوهغه دهغوى دغه د ژبې اړخ دی که چرې خوشحال دژبې ددې اړخ نه محروم وی نو لکه د ايمل خان او درياخان د قبرونو اوتاريخونو درک به ئې نۀ لګيدو نن که دخوشحال په مزار جشنونه کيږى ميلې لګى او دهغه دعظمت اولوئى سندرې وئيلی شى نودالوئى اوغټوالی هغه ته صرف اوصرف پښتو ورکړی دی . خوشحال خان دمغلودکور سړی ؤ اود مغلو په مغلۍ ژبه ئې ښه قدرت لرلو اوهم په دغه وخت کښې دهغه ژبه دعظمت اواحترام وړګڼلی شوه هم ددغه ژبې په برکت به د دغې ژبې دعالمانو،اديبانو اوشاعرانو جولۍ داشرفو ډکولی شوې اولوئى لوئى منصبونه به پرې موندلی شول . معلوميږى داسې چې خوشحال ته چا د پښتودسرورکۍ ،بې بسۍ، بې علمۍ اود دوزخى ژبې پيغور ورکړی وى اودهغه عالى حوصلې لوړهمت، قام پيژندنې او په قام ننګ هغه دې ته رسولی وى چې .

ماخوشحال چې په پښتوشعربيان کړو دپښتوژبه به اوس په اب وتـــــاب شى

اوحقه خبره ده چې پښتوژبه ئې پس له مرګه نۀ په خپل حيات په ابا وتاب کړه په دې کښې ئې دليکونکو يولوئى لښکرپيدا کړو چې هغوى په هره موضوع دفن اوښکلا دائمى ښارونه سازکړل . سترخوشحال هغه خلقوته چې هغه خوووپښتانۀ خو چې په دغه دورکښې دپښتو نوى نوى ستورى ځلول ، څومره دپوهې شعور اوورسره دپيغور غوندې ويناکوى .

چې په خپله افغانۍ ژبه نـادان وى په ترکى خبرې څۀ وائى افــغان تـــه تۀ چې ماته عربى خــــــبرې وائــې دعـــــربو ژبه څه زده عـــــــجمــى ماساده پښتانۀڅه زده چې ئې وائې په پـاړسى پاړسى خبرې مغـولګـئ

سترخوشحال چې يولوړ عالم هم ؤ په پښتوکښې ئې په يک يوسر دپوره نسل دکار هومره کا روکړو چې ډير ډير څه ئې ورک دى اولا دلټوونکو په لاس ورغلى هم نۀ دى اوبيا چې هغه دښکار او تورې اودخانۍ دکار په لانجوکښې هم بوخت ؤ کاش چې خوشحال ته ډير وخت ملاوشوی وی اوهغه په دې ژبه کښې نورې هم لکه دزنځيرى داسې شهپاری راويستی وی چې دغه غټې غټې دعوه ګيرې ژبې ترې بې خبره وې .

دخوشحال خټک په ژبه برکت شه چې ويل کا په پښتو له هــــره بابه

اوداد قهرمان خوشحال يولوئى فيض دی چې دې ژبې ته ئې بخښلی دی زۀ خووايم که د پښتوژبې هرليک خدائى مه کړه دمينځه ورک هم شى اوصرف خوشحال پاتې شى نوبياهم پښتو ژبه اوادب به ژوندی اوګړندی وى څه دى چې هغه په خوشحال کښې نشته هيڅ چاهم د پښتون دمعاشرتى سياسى، اجتماعى اواقتصادى ژوند دومره ښکلې نقشه نۀ ده راښکلې لکه څومره چې دې نابغه په خپل وخت راښکلې ده هيڅوک به دپښتون دبې ايمانۍ، خودغرضۍ، لالچ ،حسد ،کينه، بې اتفاقۍ ،ځان ځانۍ، په منصبونو پسې تڼۍ شلول قام او وطن په پيسه خرڅول، اوبيا دومره خودغرضى چې صرف اوصرف دخپل ذات دپاره قام قبيله، پت ،ننګ اوخپله شمله په پښوکښې ايښودل، يوه نقشه په داسې صحيح او جوتوالفاظو کښې رانۀ کاږى په کوموکښې چې دې دبصيرت څښتن راښکلې ده. خان داګيله کړې ده اوپه ځائې ئې کړې ده چې .

که زمـــــــــــاژبه پښتوده په پښتــوکوم خبـــــــــرې يوپښتون نۀراښکاريږىچې پرې پوې شى نژدې لرې

دخان په دې ګيله دمړې خيټې دخاوندانو به څه غوږ ګريدلی ؤ ځکه چې مړه ګيډه فارسى وائى . په دغه وخت کښې ښکاره خبره ده چې دپستې ژبې فارسۍ دعظمت ستوری په پړقا ؤ خوخان دخپل همت، شعور او پوهې په زور ورته خواکښې يوبل ستوری وځلولو چې داستوری دپښتو ستوری ؤ .

په وزن په مضمون په نزاکت هم په تشبيهه کښې پښــــــــتوويل مې عين ترپارسى دى رســــــــولى

په تازه تازه مضمون دپښتوشــــعر په معنى مې دشيراز اودخجند کړو

لنډه دا چې خوشحال خان چې کوم سود، مينه، پيرزوئنه په پښتوکړې ده داهم دهغه شعور برکت دی چې داژبه نن شتمنه اوماموره ده اود هرقسمه وئيل پکښې کيدی شى په دې لږ ادب لپاسه ددنيا هرې ژبې ته پتون وهلی شى او ځان ئې دسيالۍ سياله ګڼلی شى . دې غيرتى ژبې هم خوشحال ته دائمى عزت بخښلی دی ځکه چې کله هم دخوشحال نوم واوريدی شى نو دسړى نظر په پښتو ژبه لګى ، اوچې پښتو ژبه څيړلی شى نوخامخا ذهن دخوشحال په لټون پسې ګرځى . نننۍ خبره نۀ کوو نن خودپښتو دنيا ګټ ګټ خلق پيژنى تحقيقونه اوڅيړنې پرې کوى داسلام ستر مفکر علامه اقبال هم دا يوغټ افسوس کړی ؤ چې کاش زۀ په پښتوژبه پوهيدلی . دا افسوس ئې ولې کولو ځکه چې هغوى پوهيدل چې ددې مسلمان قام دامسلمانه ژبه هرهغه څه ځائې کولی شى چې بله کومه ژبه دغه تندى ،مستى، جلال ،مبارزه او رزميت نه شى ځائې کولی اوددې ژبې اندازه خوخوشحال خان ته په خپل ژوندانۀ هم شوې وه چې دې کوم کوم ځائې مقبوليت بياموندو اوخلقو داڅنګه وپيژندله .

ګلدستې ئې لورپه لوردملک خورې شوې ترکـــــــــــــــــــــابله، ترکشميره ،تربنګاله

Mohammad Perwish Shaheen Peshawar Pashtoonkhwa 24.07.2007 - بېرته شاته