(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بدلون نفسیات، خواهش او تکلیف

د بارک اوباما د راتلو نه پس زیاتو خلکو دا هیله څرګنده کړه، چي ددې عمل سره به په نړۍ کي یو پراخ بدلون راشي. پر ټوله نړیواله مېډیا بارک اوباما د بدلون د علامت په توګه وړاندي کړل شو. بنیادي دلیل دا وو، چي اوباما د ځپلي او ربړېدلي طبقې څوک دی، ځکه نو د ټولي نړۍ د ځپلو او ربړېدلو درد وکرب، لوږې او دربدرۍ درک کولی شي. اوباما بې امنیته وختونه تېر کړي دي،ځکه نو د امن په ارزښت پوهېږي. خصوصاً د نسلي امتیاز په ضد د مبارزې په حواله دا د تاریخ یوTurning Point دی. د غلامانو د تاریخ دا ډول پړاونه په انسان کي د مبارزې او مزاحمت توان پېدا کوي. د اوباما اړوند چي په نړې کي د بدلون او امن د تامین کومه خوشبیني موجوده ده نو په دې حقله زما نقطه نظر دا دی چي په کومو ټولنو کي د بدلون ګنجایش او تجسس نه وي، په هغه کي دا ډول پړاونه بدلون نه شي راوستی. د هر بدلون د هیلي نه وړاندي سماجي او سیاسي سیټ اپ ته کتل پکار وي. تر ټولو نه وړاندي په ټولنو کي د هغو داخلي رجحاناتو تجزیه پکار وي، کوم چي د مثبتو بدلونونو مخه نیسي او منفي واکمن ساتي. تر څو چي د یوې ټولني خپل اوسېدونکي د بدلون علامتونه نه شي، تر هغو پوري نه اوباما او نه کوم بل څوک د بدلون علامت کېدی شي. دا د جدید ترین سماجي ساینس سبق دی، چي د بین الاقوامیت په کچه خور د پراخ عالمګیر سوچ سره د مقامیت او قامیت د مطالعې پر ارزښت زور راوړي. هر څوکه بهرني برلاسي حالات پر وړو ملکونو، وړو قامونو او بالخصوص پر دریمه نړۍ نېغ په نېغه اثر انداز کېږي، خو ولي سیاسي او مادي ګټي به هر څوک په خپله کوي، موږ ددې نظر خلک یو، چي خپل ناسم کله هم په پردو نه سمېږي . دا عمل کار، کړاو او تکلیف غواړي. په هم دې سبب موږ ته د بدلون د خواهش په تناظر کي د خپلو داخلي معاشرتي، سیاسي او سماجي عواملو او محرکاتو تجزیه په کار ده. د نړیوالو حالاتو په حواله خپل اجتماعي وژن کتل غواړي. چي کله ذهنونه بدلون ته اماده شي او سیاسي تحریکونه پر ساینسي بنیادونو ددې لپاره مبارزه پېل کړي، بیا یې څوک مخه نشي نیولی. دا ناممکن امر دی، چي سوچونه دي د قرونِ وسطیٰ د وخت او سیاستونه دي اوټ آف ډېټ وي، خو دعوه دي د پرمختللې نړۍ سره د سیالۍ وي. ژوند یو جدلیاتي حقیقت دی، چي فطرت یې پر بدلون او ارتقاء ولاړ دی، خو ولي دا یو slow process دی، څه وخت هم چي بدلون غوښتونکو د بېړې نه کار اخستی دی، په ټولنه کي انتشار او اضطراب پېدا شوی دی. ساینسي او منطقي تګلاره دا ده چي د بدلون لپاره دي ټولنیز نفسیات تیار کړل شي. دا هغه وخت یو اسان عمل ګرځي چي د قامونو تحریکونه له عصري غوښتنو برخمن وي او د قیادت او خلکو تر منځ د ټینګو رابطو یو رجحان موجود وي. د رهبر او کاروان رشته پر عقیدت او جذباتیت نه بلکې پر باهمي تفهیم، دلیل او منطق مبني وي. ژوندۍ نظریې هر وخت هر فرد ته د سوال او اختلاف حق او ددې حق د استعمال جرات ورکوي. کله چي د سیاسي فېصلو او پالیسیو په حقله په عامو خلکو کي د ضد او انکار ماده را څرګندېږي، هغه وخت تحریک خپل منزل ته ځان لنډوي. په دې حقله د پښتنو د سیاسي نفسیاتو د تنقیدي جاج اخیستو نه پس موږ کومې نتیجې ته رسو؟ د پښتنو ټولنیز ژوند ژواک نن یو پراخ بدلون ته اړتیا لري. په دې حواله زموږ contribution څه دی؟ د پښتنو د اوسني ژوند ژواک په سیاق و سباق کي د بدلون بنیاد د امن خښته ایښوول دي. د امن ستونزه وخت په وخت په دنیا کي موجوده پاتي شوې ده. د ددې نوعیت او عوامل مختلف کېدی شي. د پښتنو په وطن کي دا ستونزه له دېرشو کلونو په یوه سنګینه بڼه موجوده ده. ددې په حواله دل برداشته کېدل پکار نه دي. دا بین الا قوامي وجوهات لري. د نړۍ ټولو قامونو د تاریخ په ارتقایي سفر کي دا ډول پړاونه لیدلي دي. د سیاسي قیادت او روڼ آندو مسوولیت دا جوړېږي، چي په دې حالاتو کي د سنجېدګۍ لمن پرېنږدي او د سر د بقاء په مبارزه کي خپله منصبي قامي فریضه په دیانتدارۍ او ایماندارۍ تر سره کړي. د ا ستونزه هر څوکه نن د پښتنو قامي وجود او خدوخال فلجوي، خو داپه اصل کي د نړۍ د ټولو محکومو او محنت کشو اولسونو ستونزه ده. ددې لپاره په نړیوال تناظر کي د ټولو امن دوستو انسانانو mutual understanding ضروري دی. په دې ډول مبارزو کي طبقاتي بنیادونه له پامه غورځول پکار نه دي. پښتانه د خپل جغرافیایي موقعیت په حواله د نړیوال سیاست د اثراتو نه ځان نه شي ژغورلی. خو په دې تناظر کي موږ د نورو جنګونو متحمل نه شو کېدی، ځکه نو د بچاو د سټرېټیجۍ ضرورت دی. د سر دبقاء مبارزه یو لازمي امر ګرځېدلی دی او په هم دې کي د پښتنو د وطن د دایمي امن راز پټ دی. ځکه چي دا دمنصبي فریضې د تر سره کولو وخت او د تاریخ د رغولوپړاو دی. نور د مصلحتونو ګنجایش نشته. په دې وخت کي خاموش پاتي کېدل قامي جرم دی. پښتانه باید په زغرده فېصله وکړي چي هغوی ددې اوسني ژوند سره راضي دي او د تاریخ هر جبر پر ځان مني او که ددې ژوند د بدلولو او د تاریخ د جبر د مقابلې خواهش لري. اول الذکر اسان کار دی، صرف په یو شکر ایستلو کېږي. خو اخر الذکر کړاو او تکلیف غواړي، علمي او ساینسي اپروچ او له نویو رجحاناتو برخمن سیاسي تحریک غواړي. پښتانه خو له خپل مشرتابه د بدلون غوښتنې په پرله پسې توګه کوي او په دې حقله د تنقید جمهوري حق هم بې درېغه استعمالوي. خو ولي دا نه ګوري چي د بدلون په حواله د هغوی ټولنیز قامي کردار څه دی؟ موږ هر کله د جبر په ضد او د خپلواکۍ اخیستلو لپاره د مزاحمت خبره کړې ده. مزاحمت او خپلواکي سره ګنډلي دي. خو ولي د مزاحمت لپاره په قام کي د یو پوخ شعور ضرورت دی. د یو پوخ شعور د نشتوالي له کبله د پښتنو مزاحمت کله هم منطقي نتیجې نه دي ورکړي. نن هم د مزاحمت په شا شعوري بېک ګراونډ ته کتل پکار دي. ددې نه علاوه وسایل هم اړین پامېږي او د بین الاقوامي تناظر سنجونه هم. د شعوري او اقتصادي بېک ګراونډ نه یو خواته په بېن الاقوامي تناظر کي د پښتنو رول مهم ګرځېدلی دی او د جغرافیایي موقعیت په حواله د نړیوالو بدلونونو د پېلامې اثرات هم له دې ځایه ښکاري. د ژور نظر لرونکو په وړاندې ددې خبرې هیڅ جواز نشته. چي امریکا څه غواړي هم هغه به کېږي بلکې امریکا به ددنیا خواهش ته ضرور ګوري. هم دا اوس په قاهره پوهنتون کي اسلامي نړۍ ته د اوباما تقریر ددې حقیقت څرګنده غمازي کوله چي امریکا خپل کلتوري روایات پر چا نه شي ورتپلی. د ښځو په برقعه پوشي کي هیڅ پسماندګي نشته. پسماندګي په بې علمي کي ده. دنیا بدله شوې ده، امریکا به هم ځان بدلوي. نړیوال سیاسي think tanks هم دې حقیقت ته رسېدلي دي، چي په افغانستان او نوره سیمه کي دبدلون نه بغېر په دنیا کي د امن په حواله بدلون نه شي راتلی. د اساسي نوعیت سوال دا دی چي دبدلون په دې خواهش کي زموږ قامي سیاسي اپروچ څه دی؟ په دې حواله که سړی خپله دېرش کلنه سابقه وګوري نو څرګندېږي، چي موږ کله هم پر مستقلو او مستحکمو بنیادونو د بدلون په عمل کي برخه نه ده اخستې. موږ چي د لوی افغانستان غمیزه ژړله، نو د مستقبل خاکه مو ترې په ذهن کي نه جوړوله. جنګونه سیاسي شعور پخوي، خو ولي موږ ددې دومره اوږدو جنګونو تېرولو نه پس هم د سیاسي جهل نه راونه وتو. ځکه چي موږ په ماضي کي ښکېل پاتي وو. د مستقبل نفسیات مو نه لرل. د هغه وخت سیاسي "دوراندېشي" او "پېشبیني" مو متنازعه ګرځولې وه. د یو "پرتمین بدلون" په سراب کي اوده وو، په دې نه وو خبر چي د غېر ساینسي خوبونو او حقیقت په منځ کي اوږدې فاصلې وي. نن هم دا عمل تکراروو، د اوسنیو روانو حالاتو په حواله زموږ اندازِ فکر اوس هم پر سطحي او افسانوي بنیادونو ولاړ دی. د سیاسي منظرنامې په حواله د روان تنقید په شا چي کوم سوچ کارفرما دی، په هغه کي سیاسي وژن کم او جذباتیت زیات دی. موږ ته په اجتماعي لحاظ سنجېدګي پکار ده. د قامي تحریک د منظم ساتلو او افهام و تفهیم د فضاء د پېدا کولو ضرورت دی. نور هم د تباهۍ خواته روان یو. جذبات پارول او غلط فهمۍ پېدا کول د سر د بقاء د روانې مبارزې کمزوري ګرځي. ریمارکس ورکول یو اسان کار دی، خو عملي ژوند د یو ډېر ګران ازمایش نوم دی. د پښتنو لپاره خو بېخي دا یو دوزخي ازمایش دی. زه وینم، چي حالات په تېزۍ سره داسي خواته روان دي. چي د افغانستان په شان په مستعمره پښتونخوا کي هم د قیادت نېستي راپېدا کوي . قامي مشران محفوظ نه دي. بې شمېره کومېټډ سیاسي کارکنان وژل شوي دي . دا د ټول قام یوه شریکه المیه ده . خو ولي په دې حقله زموږ غبرګون تر اوسه هم بچګانه ده. د پېغور او پروپاګنډ لمن نه پرېږدو. د ژوند په هر اړخ کي هم دا غیرت مسله پلنوو. افغانستان هم دې رنځورو رویو وران کړ او اوس دلته هم دا عمل تکرارو. سیاسي مفسدینو راته لاسونه یو کړي دي . په مطبوعاتو کي نمایندګي نه لرو، د جیو خېلې مېډیا هر کردار د پښتون دښمنۍ او ترهګرۍ نه عبارت دی . ددې ټولو ناخوالو او نادودو په تناظر کي په قامي کچه د مستقبل نفسیات خپلول او د بدلون کړاو پر ځان منل به مو د نجات لار ګرځي. لازمي امر پامېږي، چي نور مو سیاسي فکر د سطحیت او افسانویت نه ازاد کړو. د فرسوده او پسمانده رنځورو رویو په ځای د مهذب علمي چاپېریال واکمني ټینګول غواړي. د نویو حالاتو د چېلنج د مقابلې لپاره د تقلیدي نه بلکې د تخلیقي ذهنونو د لرلو ضرورت دی او د "باباګانو" پر قصیدو نه بلکې د " لمسیانو" پر صلاحیت انحصار پکار دی. په هم دې توګه یو نوي ژوند ته لار ایستل کېدی شي، ګني تباهي به مو مقدر ګرځي. [email protected] (قلعه سېف الله)پښتونخوا - بېرته شاته