(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتوژبي هنرمنداستادهدایت کاکړسره مرکه

مرکه:ـ محمدرمضان ارماني عکسونه دین محمدوطنپال په سهیلي پښتونخواکښي ډیرتکړه هنرمندسته دغه هنرمندان په هرډګرخپل دهنرڅرګندونه کوي.په دې هنرمندانوکښي یونوم دهنرمنداستادهدایت کاکړدی.کوم چاچي دسهیلي پښتونخواتاریخي ښارکوټي په کچلاغ کښي سترګي پرانستلي دي.نومړي استادهدایت کاکړترلسم سیم پوري درس ترلاسه کړی دی.دښاغلي استادهدایت کاکړسره موتېره ورځ یوه لنډه غوندي مرکه وکړه.کوموچي ولراوبرپښتنوته وړاندي کوم . پوښتنه:ـ دموسیقي سره دي څنګه مینه پیداشوه.؟ استادهدایت کاکړ:ـ دښوهنځي په وخت کښي له موسیقي سره مینه پیداشوه.رورومي مینه زیاتېدله کله چي دلسم سیم ازمویني مي ور کړې اوپکښي بریالی شوم نوبیامي داستاداخوندزاده اووحیدشیداي سره زدهکړه پیل کړه دوي زمادموسیقي ښوونکي دي.لس کاله مي شاګردي وکړه نن دادي خپله دادي خپله شاګردان لرم اوروزنه یې کوم.دموسیقي دودي دپاره مااو زما ملګرو د هېوادموسیقي کلب په نامه یوکلب پرانیستلی دی چیري چي نووهنرمندانوروزنه کوو.زه پخپله دعبدالروف قندهاري طرزونه زمزمه کوه او عبدالروف قندهاری خپل روحاني استادګڼم. پوښتنه:ـ په ټي اوریډیوکښی موپروګرامونه کړي دي.؟ استادهدایت کاکړ:ـ هوبلې دلته په سهیلي پښتونخواکښي مي د ریډیواوټي وي په خپرونوکښي خپل دهنرڅرګندونه کړې ده.په تېروورځوکښی مي دګران افغانستان ټي وي شمشاددپاره مي سندري ضبط کړي دي.ددې پراته دپښتونخواملي عوامي ګوندپه دستورواوپه ودوکښي خپل دهنرڅرګندونه کوم. پوښتنه:ـ ودې هنرته پښتانه په ټېټه سترګه ګوري ته څه فکرکوي.؟ استادهدایت کاکړ:ـ هوپه دې کښي هیڅ شک دنشته چي یو شمېر پښتانه ودې هنرته ډیرپه ټېټه سترګه ګوري خوټوله پښتانه داهسي نه دي داځینې ناپوهه پښتانه داهسي کوي دوي دموسیقي سره ولدنه دي که چیري دوي له موسیقي سره ولدشي نوبیابه دوي ودې هنرته بدنه وواي. پوښتنه:ـ موسیقي په حقله دي څه فکردی.؟ استادهدایت کاکړ:ـ موسیقي دسمندرغوندي ده هرهنرمندهروخت د ذهکړي په عمل کښی وي اوهروخت دازمویني سره مخامخ وي. پوښتنه:ـ دیوچاپه یادکښي دسندره کله ویلې ده اوکه نه .؟ استادهدایت کاکړ:ـ هوولي نه دملګروپه یادکښي مي سندری ویلي دي اوددې ترڅنګ مي دشاعرانواونوروملګروپه خوښه مي هم ډیري سندری ویلي دي. پوښتنه:ـ کومي سندري ویل دي خوښي دي چي تې زمزمه کړې.؟ استادهدایت کاکړ:ـ زماپخپله راګونه خوښ دي چي زمزمه یې کړم خوپه بېلابېل پروګراموکښي خلګ اولسي طرزونه غواړي او خوښوي نوزه هم دخلګوودې خوښي ته ګورم اوددوي په خوښه سندري زمزمه کوم. پوښتنه:ـ دپښتونخوادپاره موترانې زمزمه کړي دي اوکه یا.؟ استادهدایت کاکړ:ـ دایوخبره درته په ګوته کوم چي زمااړیکي پښتونخواګوندسره دی زه له دې ګوندسره مینه لرم.اوداهڅه کوم چي بې دپښتونخوادملګرودنوروخلګوپه پروګراموکښي ګډون ونکړم.دپښتونخوااودملي مشرمحمودخان اڅکزي دپاره مي ډیري ترانې ویلي دي ددې ترڅنګ مي دګران افغانستان دپاره هم ترانې زمزمه کړي دي. پوښتنه:ـ خپل دسباؤن په حقله څه فکرکوې.؟ استادهدایت کاکړ:ـ غواړم چي دموسیقي په ډګرکښي ډیرلوي نوم ترلاسه کړم دموسیقي دلاري دپښتون افغان ملت چوپړوکړم. پوښتنه:ـ دپښتونخواپه پېښور،سوات اونوروسیموکښي هنرمندانوته تړی ورکول کېږي هارون باچابل هېوادته ولاړی اویو شمېر سندر غاړي پټه خوله دي ته څه فکرکوې.؟ استادهدایت کاکړ:ـ ځینې ناپوهه پښتانه ودې هنرته ډيربدواي دوي دنوروپه ویناخپل کلتورله منځه وړل غواړي اودغه شان دوي نوروپه ویناوهنرمندانوته تړي ورکوي چي هم دې له کبله هارون باچاوبل هېوادته ولاړی اونوریوشمېرهنرمندان پټه خوله دي. هر څوک چي داعمل کوي ډیرنارواعمل کوي چي وهنر مندانو ته تړي ورکوي.هارون باچا،ګلزارعالم،ارواښادهیکل،شاه ولي استاد اونوروډیروسترواستادانودپښتوژبي ډیرخدمت کړي دی.ودوي ته دپښتوژبي په خدمت کولوباندي سلام کوم. پوښتنه:ـ موسیقي ته څومره وخت ورکوې اوخپل کورته څومره وخت ورکوې.؟ استادهدایت کاکړ:ـ موسیقي ته په ورځ کښي څلورساعته ورکوم. اودغه شان چي دژوندنوري چاري ترسره کوم دهغه دپاره مي خپل وخت ټاکلی دی.هرکارپه خپل وخت کوم. پوښتنه:ـ تېرومیاشتوکښي ځینې شرخوښونکودرحمان باباپه مزاربریدوکړی تاسوڅه وایاست په دې حقله.؟ استادهدایت کاکړ:ـ رحمان باباپه مزارچي کوم بریدوسوهغه ټولوپښتنووغندی.دغه بریدیوډیرنارواعمل ووهرچاچي وکړي دوي ښه کارونکړی.دغه عمل زه په خپله غېراسلامي اوغیر انساني عمل ګڼم. پوښتنه:ـ ولراوبرپښتنوته څه ویل غواړې.؟ استادهدایت کاکړ:ـ پکاردی چي ټوله پښتانه که دلردي اوکه دبرټول دي یومټي شي اودافغانستان په ښه توګه خدمت وکړي اودپښتونخوا،پښتونستان دخپلواکۍ دپاره دي په ګډه توګه غورځنګ پیل کړي چي خپله خاوره له پریدوڅخه خپلواکه کړي. - بېرته شاته