(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان کې په جوماتونو او مدرسو د ځانمرګيو بريدونو لړۍ

د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د تاوتريخوالي په تازه پېښو کې په يو جومات او يوه مدرسه ځانمرګي بريدونه شوي دي چې له امله يې د چارواکو په وېنا د دوو مشهورو ديني عالمانو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې لومړنى ځانمرګى بريد د کوزې پښتونخوا د نوښار د کېنټ د سيمې په مرکزي جومات کې وشو چې پنځه تنه يې ووژل او شاوخوا سل نور يې ټپيان کړل. دوهم ځانمرګى بريد د پنجاب د مرکزي ښار لاهور په ګړهي شاهو نومې سيمه کې د جامعه نعيميه په نامه يوه مدرسه کې د جمعې د لمانځه له ادا کېدو وروسته هغه مهال وشو کله چې د دې مدرسې مشر مهتمم علامه سرفراز نعيمي د خپل نږدې ملګري مولانا خليل الرحمان سره خبرې کولې. د پوليسو د وېنا سره سم، ځانمرګى بريدکوونکى د علامه نعيمي څنګ ته ورنږدې شو او ځان يې والوځاوه. په پايله کې علامه نعيمي، مولانا خليل الرحمان او پنځه نور وګړي مړه او هلته موجود ټول خلک ټپيان شول. دويمې پېښې لدې امله چې علامه نعيمي د سيمې يو ياد ديني عالم و په ښار کې تاوتريخوالى هم راپارولى دى او د تازه رارسېدلو راپورونو له مخې نه يواځې پوليس بلکې د مدرسې پاتې مشران هم د خلکو څخه غوښتنه کوي چې ورانکارۍ ته لاس وانه چوي خو ځينې پارېدلي خلک بازارونو ته راوتلي دي او وضعه مخ پر خرابېدو روانه ده. دا لومړى ځل ندى چې پاکستان کې په جوماتونو او مدرسو ځانمرګي بريدونه کېږي: د شيعه او سني ډلو ترمنځ د کړکېچ له امله له ډېر پخوا راهيسې د دواړو ډلو لخوا د يو بل په جوماتونو او مدرسو کې خونړۍ چاودنې او ځانمرګي بريدونه ترسره شوي دي چې ځينې وختونه يې زړه لړزوونکې مرګ ژوبله هم لرلې ده. خو دا اوسنۍ لړۍ او تر دې د مخه څو نورې داسې پېښې د شيعه او سني د کړکېچ سره تړاو نلري بلکې دا په سيمه کې د طالبي خوځښت له راپېدا کېدو او پياوړي کېدو سره تړلې ده. د دې تړاو ځينې پېښې هغه بريدونه يا چاودنې دي چې په ځينو سيمو لکه خېبر ايجنسۍ او مومند ايجنسۍ کې وسله والو ډلو د خپلمنځي مخالفتونو له امله په يو بل کړې دي، ځينې هغه چې په دولت پلوه جرګو او لښکرونو په داسې حال کې شوې دي چې د دغو جرګو يا لښکرونو مشرانو په جومات کې لمونځ ادا کاوه. خو ځينې بيا داسې دي چې نېغ په نېغه د ديني عالمانو د له منځه وړلو لپاره ترسره شوي چې د هغې تازه بېلګه د لاهور د جامعه نعيمي پېښه ده. د دې لامل ښايي دا وي چې ځينې ديني عالمان او مدرسې په دې وروستيو کې داسې فتوې ورکوي چې د پاکستان د حکومت پر ضد جنګېدل او يا په خلکو په زور شريعت راوستل له اسلام سره کوم تړاو نلري. د پاکستان د تبليغي ډلې مشر هم څه موده وړاندې په اسلام اباد کې دې ته ورته يوه خبره کړې وه چې سمدستي غبرګون يې په سوات کې د دغې ډلې د څو تنو د وژل کېدو په صورت کې راووت. پوښتنه دا ده چې که د دولت ضد ډلو لخوا د دولت پلوه عالمانو او مدرسوجوماتونو و کې خونړي ځاېدو ده. وي چې ورانکارۍ ته لاس وانه چوي خپر ضد دا ډول بريدونه ترسره کېږي نو دا به د مذهبي ډلو ترمنځ د يوې نوې خونړۍ شخړې يا جګړې پېلامه نه وي چې له امله به يې په سيمه کې د نورو ټولنيزو ادارو تر څنګ جوماتونه او مدرسې نورې هم پسې له خونديتوبه ووځي او د عام ولس پر ژوند به يو تلپاتې منفي اغېز وکړي؟ خو زړه لړزوونکې اندېښنه دا راولاړېږي چې که کنترول د پاکستان د مخ پر کمزوري کېدونکي حکومت له لاسه ووځي نو په پايله کې به د دې وسله والو ډلو ترمنځ يوه داسې خپلمنځي جګړه رامنځته شي او وضعه به داسې خرابه شي لکه په افغانستان کې چې د ډاکټر نجيب د حکومت له سقوط وروسته ليدل کېدله. که وضعه په دغې خوا لاړه شي نو دا به د هغو شاوخوا درې مليونه خلکو لپاره هم له يوې سترې فاجعې څخه کمه نه وي چې د دې جګړو له امله لا د مخکې نه کډه په سر په پنډغالو کې پراته دي او د زياتو نړيوالو مرستو څخه لدې امله بې برخې دي چې "داخلي کډوال" دي. - بېرته شاته