(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دیموکراسی ، ازاد بازار ، دبیان ازادی او د هغو تاثیرات زموږ د هیواد په اوسنی جنګ زپلی حالاتو کی �

د سمیع الدین افغاني لیکنه 15 - 5 - 2005 لکه څنګه چه ټولو ته څرګنده ده زموږ لرغونی هیواد افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لری او پدغه تاریخی ادوارو کی پدغه جغرافیوی موقعت کی مختلف پړاونه تیرشوی او ځانله کارنامی لری. دا وطن او د هغه وګړو کله دلوی امپراتوریو مرکز او کله بیا د نور د تجاوزونود اخ او ډب میدان ګررزیدلای دی� د چنګیز او هلاکو نه راواخله بیا د وخت د انګلیسی استعمارګرو اشغال او همدارنګه د همسایه هیوادونو دمستقیم اوغیر مستقیمو لاس وهنی زموږ د هیواد تیر او معاصره تاریخونه ددی پیښو شاهد او دا ترخه واقعیتونه په خپل ژوندی یاد کی لرلی دی. � تاریخ دا جوته کړی چه د افغانستان خلکو د ډیرو مادی او معنوی مشکلاتو ترڅنګ د ازادی خواهی ارادی لرونکی او په وطن مین خلک دی او پدی لاره کی هرقسم سرښندنوته تیار او په مختلفو تاریخی پړاونو کی دهر ډول تیریو په مقابل کی مقاومت کړی او د پردو استعمارګرو سیاستو نوپه په مقابل کی تاریخی بریاوی اوا فتخارات تر لاسه کړیدی � خو دا باید په ګوته کړو هغه مظالم چه د یویشتمی پیړی په اواخرو کی زموږ په وطنو ا لو تیر شول دا هغه درد ناکی پیښی دی چه زموږ خلک یی د ډیرو کړاونو ، محر ومیتونو او نابودیو سره مخامخ کړل ، داوطن یی وران او زموږ وطنوال یی شهیدان اود خپلو کلو ، باڼډو او ښارونو څخه اجباری مهاجرتونو ته اړ باستل � په معا صره تاریخی مرحلو کی زموږ خلک څه د چپو ایدلوژی ګانو او څه د راستو یا غیر کنترول شوی سرمایه داری نظام او څه بیا په اصطلاح د غیر تعریف شوی دیموکراتیکو نظریاتو!؟ او مفکورو؟! قربانی شول او دا لړی دوام لری دا چه دا لوبی به څومره نور دوام وکړی چاته پته نشته او داسی ښکاری چه هیچا سر پری نه خلاصیـږی� . د یو اټکل په محاسبه او اند زموږ په ټولنه کی صرف پــــنځه په سلو کی خلک د لیکوو او لوستلو له بهری څخه برخورداره دی اما سره له دی هم په دی دری لسیزو کی د خلکو سیاسی سواد ډیر لوړ شوی. په دی توګه ویلای شو چه د افغانستان ٩٥ فیصده د لیکلو او لوستلو د نعمت نه محروم پاته کړ ل شوی دی او مطلق اکثریت په فقر ، بی عدالتی او محرومیتونو کی ژوند تیروی. پوښتنه پیدا کیږی چه په پداسی زپل شوی هیواد کی د راستی ، چپی ، د یموکراسی یا آزاد بازار به د خلکو په زخمونو کومه پټی ولګوی ؟ معلومه خبره ده چه ټول سیاسی حرکتونه د اوضاع د مشخصو تحلیلو پر بنیاد مینځ ته راغلی دی. موږ ټولو هغه نظریاتو ته چه په هغه کې د بشری ټولنی دخیر اهداف نغښتی وی د قدر په سترګو ګورو خو د شک خبره داده چه ددغه اندیښنو په بهانه یو شمیر مفسدو انسانانو خپلو ګټو او منافعو لپاره د ددغه شعارونه نه استفادی وکړی چه چا د چپ تر نامه نور هیو ا دونه اشغال او یو تعداد خدا ناترسه ددین تر نامه خپل ځانونه بډای او چابیا د دیموکراسی تر نامه زموږ وطن دخاوری سره خاوری کړ� که اصلی مطلب ته راشو او د هیواد تاریخی جریاناتو ته په دقیقه توګه ځیر شو دا به راته څرګنده شی چه اکثره هغه ا یدلوژی ، سیستمونه او نظریات زموږ دخلک د روحیی سره برابر نه وه او یا هم ددی ایدلوژی ګانو بعضی برخی چه د کار اخیستلو وی او دی په نیمه او غیر دقیقه توګه عملی شوی چه صرف او صرف حاکمیتنوور ځینی ګټی پورته کړی. زموږ د خلکو دردو نه یی نه تنها مداوا نکړل بلکی هغوی ته یی بد بختی او مشکلات په برخه کړل� ښه به داوی چه دتیروڅخه عبرت واخلو او ټول تیر شوی واقعتونو ته په خلاصو سترګو وګورواو تر دی زیات غفلت به نورهم د د ی خلکو سره جفا وی � د افغانستان په شرایتو کی ازاد بازاریا د خصوصی سکتور تقویه صرف دډیرو محدودو هیواد والو په ګټه دی کوم چه په کافی اندازه اقتصادی امکانات لری ، راځی چه دوطن ټولو خلکو ته کوم چه په کلونو کلونو د حد اقل انسانی ژوند څخه بی بهری پاته او تپل شوو جګړو هرڅه ترینه تالا کړی د هغوی د ژوند د ښه کیدو لپاره علمی او بنسټیزی لاری پیدا او عملی ګامونه اوچت کړو � په افغانستان کی د غیر کنترول شوی دیموکراسی او دبیان د بی مسؤلیته آزادی څخه یو تعد اد خرڅ شوو ناجایزه ګټه پورته کړه او کوی یی. زموږ تاریخی افتخاراتو ته یی په سپکه وکتل اوګوری، زموږ قومونه یی تو هین او د پردو په اشاره په وطن کې د نفاق تخم کرلی او په ډیر مهارت او رندی دا ملک د تجزیی په لورسوق چه ټول دا اعمال د آزادی د بیان او دیموکراسی ترنامه لاندی تر سره کوی. که قانون د افغانستان وحدت تضمینوی نو بیا ولی ددی کار متخلفینو سره قانونی چلند نه کیږی؟ مطلب د بیان د ازادی نه دا نه دی چه خپلو خلکو او لسونو ته په سپکه وکتل شی یا په وطن کی د بی باوریو د مینځ ته راوړلو لپاره په رادیو ، تلویزونونو او ورځ پانو کی تحریکونکی تبلیغات وشی ، ښه به دا وی چه ددی ازادی نه په استفاده د وطن اود خلکو منافع په نظر کی ونیول شی او هغوی چه ددی اصولو نه انحراف کوی ور سره قانونی چلند وشی پدی برخه کی دوطن د بچو مسولیت دی چه دداسی افرادو په افشاء کی فعاله ونډه واخلی او خپل رسالت په لازمه توګه تر سره کړی� اوس په افغانستان کی د بیان د ازادی تر نامه مود ګرزیدلی، ددی لپاره چه میدیا بالخوصوص د سیاسی پارتیو نشریی او یا خصوصی تلویزنونه خپل لیدونکی زیات کړی لمړی د دولت په کوم موهم چارواکی په مستقیم توهین پیل او بیا مستقیما په یو قوم یا ژبی تعرض کوی او که ورته وویل شی چه وروره دا دوطن ملی وحدت ته نقص دی ، دا په وطن کی بی باوری مینځ ته راولی، په هر قوم کی ښه او بدشته ، ژبه دافهام تفهیم وسیله ده ،موږ باید دانسانانو نیتونو ته وګورو نه د هغوی ژبی رنګ او قوم ،موږ باید دبیان د ازادی په لرلو سره دکلام عفت په نظر کی ونیسو ، بس په جو ا ب کی درته وای دا دبیان د ازادی موقه ده او زه واقعت وایم اوس نو دا ثابتول چه څوک رښتیا وایی او څوک غلت دی ، دی ته د یوی قوی عدلی ا ورګان حکم پکاردی چه سپیناوی وکړی غیر له هغه په داسی سپین سترګی خپل شوم اهداف غواړی پدی ملک کی پیاده کړی چه هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی � زما مطلب دا نه دی چه د کوم مشخص شخص یا ګروپ نه دفاع وکړم خو که هرڅوک د ازادی د بیان تر نامه دپردو په اشاره نورو قومونو ، ژبو او د وطن تاریخی افتخاراتو ته سپکاوی کوی دا به دهیوادا و خلکو په ګټه نه بلکه پدی هیواد کی به د بی باوریو لړی نور هم زیاته کړی چه دا خپله ستره جفاده دوطن د ملی یووالی پروسی سره � که څه هم دیموکراسی ښکی مفهوم یا تعریف لری خو په افغانستان کی پدی عملی نده چه اوس هم په د هیواد په اکثرو ځایونو کی د ټوپک قانون حاکم دی د دی خلکو نه جګرو هرڅه واخستل اوس داسی یو عاطفوی مرحلی ته ضرورت دی تر څو دا خلک د بدبختیو څخه خلاص کړای شی ځکه چه ازاد بازار د محدودو خلکو او د سرمایی خاوندانو په ګټه دی نه دافغانستان د ټولو خلکو او ولسونو په ګټه � پدی هیواد کی داسی یو سیستم ته ضرورت دی کوم چه عملی بڼه ولری ، په وطن کی د جګړی مخه ونیسی ، خلکو ته مو د سالمو مصریفتو او شغل زمینه برابره شی ،دخلکو دتعلیم او پوهی سطحی لوړولو لپار عملی ګامونه اوچت کړای شی،د ټوپک پر ځای د قلم حاکمیت را مینخ ته شی � که موږ وکولای شو په اوسنی مو قه کی د افغانانو د تفاهم لپاره لار ی چاری و لټوو او داد مختلفو لارو او نظریو خاوندان د یو واحدی نظریی او احساس پربنامتحد کړو ، هغه کونډو ، یتیمانو او بی روزګاره خلکو ته د ژوند شرایط برابر کړو کوم چه هرڅه یی له لاسه ورکړی دا به ستر موفقیت او لوی خدمت وی په اوسنی فرست کی زموږ د هیواد والو دژوند دښه کیدوپه برخه کی � دیموکراسی او ازاد بازار په اوسنی حالت کی په هیواد کی د مشکلاتو د حل لار نه بلکه د یمو کراسی ته درسیدولپاره په افغانستان کی دیوی بلی مینځ لاری مرحلی د تیریدو ضرورت دی� راځی چه د اوسنی مشکلاتو په نظر کی نیولو سره داسی افغانی ډوله نظام او سیستم لپاره کار وکړو چه زمو په هیواد کی د تدبیق او عملی کیدو امکان ولری� زموږ خلک د ډیر مظالمو سره مواجه کړل شویدی ،پدی وطن کی د بنیادی پروژو دجوړولوله لپاره باید کار وشی ، پدی ملک کی هر څه شته ، دلته دځمکو د خړوبیدلو امکانات ډیر دی ،دلته د برښنا دتولید لپاره کافی زمینه برابره ده ، دلته نفت ،ګاز د او نورو قیمتی ذخایر شته چه که چیری دخلکو د سوکالی لپار ه عملی اقدامات تر سره شی د وطن ټولو ولسونو ته د کار او فعلیت زمینه برابره او د حلالی روزی د پیداکولوامکانات برابروی دا به هغه د حل لار وی ترڅو دمحرومیتونو ولګی او بی کاری لمن زموږ د وطن څخه ټوله او واقعی دیموکراسی یا اجتماعی عدالت ته زمینه برابره شی � ومن الله التوفیق - بېرته شاته