(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د صاحب شاه صابر د غمرازۍ غونډه

په ٢٧ مئى ٢� � ٧ باچاخان مرکز کښې د ارواښاد پروفيسرصاحب شاه صابر په ياد کښې د يادګيرنې يوه غونډه د باچاخان ټرسټ په مرسته وشوه چې پکښې د صوبې ټولو نوموړو ليکوالو شاعرانو او دانشورانو ګډون وکړو. د صدارت په کرسۍ د مردان د سيمې ليکوال او شاعر ډاکټراسرار کښينولی شو ورسره د پريزډم په چوکو دعوامى نيشنل پارټۍ د صوبې صدر افراسياب خټک ډاکټرمحمداعظم اعظم، سعدالله جان برق، د ای اين پى سکتر مياافتخارحسين، اکرام الله ګران، اباسين يوسفزی، فضل دين خټک، سليم راز، ناصرعلى سيد، ډاکټر راجولى شاه خټک ، اسدالله ساحل، اميرقاسم مروت، ناست وو. د تلاوت کلام پاک نه پس رحمت شاه سائل ووئيل صاحب شاه صابر يو قام پرست ليکوال ؤ. يقين نۀ دی چې بل څوک داسې د ادب ، علم او سياست پوهه پيدا شى. هغه په داسې وخت کښې مونږ نه لاړو چې قوم ته د هغۀ ضرورت ؤ دهغۀ ټوله مينه دې قوم او دې خاورې سره وه. افراسياب خټک ووئيل چې ډاکټرصاحب شاه صابر د خپل ژوند هره لحظه دخپل قام او خپلې خاورې دپاره وقف کړى وو. زمونږ تعليمى نظام سوالونه وژنى ځکه چې دهغې جواب ورسره نۀ وى د مرکزى سوچ او بدلون دپاره سکوت نه سوالونه پکار وى او هغه کښې د سوالونو او دهغې د جوابونو هم جواب ؤ. هغه د هر چا ؤ خو د ځان نۀ ؤ. هغه شاعر ليکوال. محقق، او تنقيد نګار ؤ بغير د سوچ او فکر نه قامونه ترقى نۀ شى کولی، د هغۀ ټوله شاعرى د قوم په رنګ کښې رنګ وه وائى: راځئ چې چرته کښينو او دا زړونه سره تش کړو راځئ لږ په ژوند کښې د ژوندو خبرې وکړو پروفيسرنورالامين يوسفزى خپله مقاله کښې ووئيل چې صاحب شاه صابرؤ خو صابر نه هغه ډير بې صبره ؤ او دې بې صبرۍ ته ئې وګورئ چې مرګ ته ئې هم تلوار ؤ او دغه ئې د بې صبرۍ غټه نخښه ده، هغۀ په داسې نازک وخت کښې په تلو تادى وکړه چې قوم ته ئې ډير ضرورت ؤ. هغۀ به هره لحظه د قوم فکر کولو. کله چې يو قوم بل قوم ورکول غواړى نو وړومبی ئې ژبه حمله کوى. هغې خلقو مونږ نه بلې لمبې تاؤ کړې چې پخپله په پوټى غوندې لوګى مرى سعدالله جان برق صيب ووئيل هغه يو درويش ؤ د ځان نه خبر نۀ ؤ. خو د قوم د هرې مسئلې نه خبر ؤ. او دهغې به ورسره غم ؤ. او دغه د هغۀ د ټولو نه لوئې صفت ؤ. رحمت شاه سائل چې د منظومو پيرزونو پيش کولو دپاره سټيج ته راغی او د نظم يو شعر دوه ئې لا وئيلى نۀ وو چې ژړغونی شو او واپس لاړو. نن په دې لار هغه سړی رانغی چل څۀ وشو هغه چې تللی دی بيا رانغی چل څۀ وشو پروفيسرناصرعلى سيد هغۀ سره شوې يوه مکالمه وړاندې کړه، چې يوه ورځ هغه خپلې ماشومې لور له په څۀ خبره پړق ورکړی ؤ. چې پيښور ته راغی نو ډير پريشانه ؤ چې حال ئې ووئيلو نو وې نۀ پوهيږم چې څۀ وکړم؟ مونږ ورته ووئيل چې ښار ته لاړ شه او يوه ښائسته ګوډۍ واخله او دی سمدستى پاڅيدو ګوډۍ ئې واخستله او واپس کلى ته لاړو. دومره زيات خو په زړۀ نری ؤ. سيدعابد خان عابد ووئيل چې مرګ او ژوند يو بل سره تړلى دى، خو ژوند د يو مقصد دپاره دی هغه يو جمهوريت پسند ؤ. د قام او ژبې دپاره ئې هلې ځلې کولې ښائست ئې خوښ ؤ. هغه په هر څۀ او هر شکل کښې چې ؤ. د ډاکټرمحمداعظم اعظم وينا وه چې صاحب شاه صابر اسلاميه کالج کښې هم زما شاګرد ؤ او د پى ايچ ډى تهيسس امتحان لپاره زۀ دهغۀ کنټرولر ؤم هغه په صحيح معنو کښې يو ښۀ سپيځلی تخليق کار او محقق ؤ. ډير حساس ؤ په پوټی خبره به خفه او خوشحاليدو. ډاکټرخالد زيار هم د څۀ وئيلو دپاره سټيج ته راغی خو لا څۀ ئې وئيلى نۀ وو چې په ژړا شو او ځان سره ئې نور هم وژړول. او بې د څۀ وئيلو نه د سټيج نه واپس شو. ډاکټرراجولى شاه خټک ووئيل چې د هغۀ په مرګ پښتو ژبې ، ادب او پښتون قام ته ډير لوئې نقصان رسيدلی دی څوک چې په صحيح معنو کښې منقسم شوی دی هغه يو نظرياتى سړی ؤ. او په دې هغه اخرى وخت پورې قائم ؤ. د پښتو عالمى کانفرنس چئيرمين سليم راز ووئيل چې مرګ يو حقيقت دی ددې نه انکار نۀ شى کيدی هيڅ يو نظريه نۀ شى رد کيدی خو چې دهغې شاته يو مضبوط طاقت موجود وى هغه يو نظرياتى قلم کار ؤ. خو دهغۀ د فکر اړخ معلومول دى دا څۀ رسمى خبرې نۀ دى. د هغۀ په مرګ پښتو ادب ته لوئې نقصان رسيدلی دی. هغۀ کله هم په اصولو باندې سودابازى نۀ وه کړې، هغۀ چې به څۀ ليکل د هغۀ په هغې پوخ يقين ؤ د هغۀ مرګ يقيناً چې پښتو ژبې او ادب دپاره لوئې زيان دی. د عوامى نيشنل پارټۍ سترسکتر مياافتخارحسين په خپله وينا کښې ډاکټرصاحب شاه ته په خپلو پيرزوينو کښې ووئيل چې د کالج د وخت نه هغۀ سره په ګڼو تنظيمونو کښې پاتې شوی يم هغه يو بې باکه ليکوال زړۀ ور ورکر او يو لوئې انسان ؤ. او د هغۀ مرګ د ژبې ادب او قوم دپاره بې کچه زيان دی او کۀ دغسې نۀ وی نو رحمت شاه او ډاکټرخالدزيار به دسټيج نه د څۀ وئيلو نه بغير ولې تلل. لکه څنګه چې فوځ کښې يو فوځى چې د جرنيلۍ يا بلې عهدې ته رسى او په هغۀ چې څومره خوارى او محنت کيږى دغسې يو سياسى ورکر چې تياريږى نو په هغې هم کلونه لګى او چې بيا دغه د فوځ عهديدار يا دغه ورکر ناڅاپى وفات شى نو تاسو سوچ کولی شئ دغه څومره لوئې نقصان وشو دغې ادارې ته. دوى کښې نورو چا چې صاحب شاه صابر ته منظومې او په تقريرونو کښې د عقيدت پيرزوينې وړاندې کړې هغوى کښې ظاهره خټک د افراسياب خټک کورودانه، نورالامين يوسفزی، نورالبشرنويد، کمال الدين بخشالى، محمدعالم عالم، او ګڼ نور عالمان او دانشوران شامل وو. د غونډې صدر ډاکټراسرار چې سټيج ته راغی نو د هغۀ ګيله وه چې مونږ صدر خو جوړ کړو خو بيا د هغۀ نه څۀ تپوس نۀ کوؤ چې څۀ کول پکار دى يا څۀ به کيږى؟ خداې پاک دې وکړى چې باچاخان مرکز ددغسې ادبى هلو ځلو مرکز جوړ شى او يوازې د صاحب شاه صابر نۀ د هغو نورو شاعرانو او ليکوالو ورځې هم ونمانځى کوم شاعران او ليکوالان چې د ازادۍ په جدوجهد کښې د باچاخان کلک ملګرى وو. پکار دى چې د هغۀ فکر او سوچ له وده ورکړی شى او دغه شايد چې د هغۀ اخرى خواهش ؤ: د محبت د ازادۍ د قافلې ملګرو د زړۀ داغونه درنه مړۀ نۀ شى چې شپه درنه ده خو د صاحب شاه صابر مرګ له باچاخان ټرسټ چې دومره اهميت ورکولو چې سړی وګورى نو سوچ ئې واخلى چې دا ددې ټرسټ واکمنو د يوې ټاکلې پاليسۍ د لاندې دغسې وکړل چې ګنې ائنده به هر شاعر ليکوال ته کۀ دهغۀ په ژوند نۀ وى نو د مرګ نه پس به هم دغسې عزت ورکولی شى. اوکۀ نه دا د ټرسټ په غړو کښې د ارواښاد صاحب شاه صابر سره دهغوى ذاتى تعلق او دوستۍ دکبله دغسې وشول دا شک او سوال ځکه پيدا شو چې ددې نه څو ورځې مخکښې هم د باچاخان د قافلې يو بل نوموړی شاعر او ليکوال سيف الرحمان سليم هم په حق رسيدلی ؤ. خو هغه چا په دروغه هم ياد نۀ کړو. کۀ ايا د هغۀ د مرګ نه د ټرسټ واکمن خبر نۀ وو؟ هسې خو په مخفى کريم، ساقى فدا، ستى،خليق، صنوبر، جليا او دغسې نورو د ازادۍ په ليونو او د قام او باچاخان په مينه مستو باندې خو مونږ پخوا د ګمنامۍ خاورې اړولې دى او کۀ څوک په هغوى د زلمى کول د پيژندګلو دپاره څۀ وليکى نو د "پښتون" په سرخۍ سفيدې ښائسته شوى مخ او وجود کښې دهغې دپاره ځاې نۀ وى. حالانکې هغه کۀ ولټولی شى نو پکښې نۀ خو دغنى خان ليونى فلسفى د ګډو وډو نه د ماسټر کريم د نننۍ دنيا او نۀ د ارواښاد شررانبار ډهيرى "بڅرى" جوګه څۀ موده موندی شى دې نه خو هغه شاړ شبړ "پښتون" ښۀ ؤ چې د هر پښتون د زړۀ اواز او د اقتدار د خاوندانو دپاره هر لفظ ئې د اور بڅری اوبله لمبه وه. خداې پاک دې وکړى چې پښتون بيا هغه زوړ پښتون او د اولس د زړۀ اواز شى چې د هر چا په لاس کښې وى Dr. Sahib Shah Sabir de Ghamrazai Ghunda By: Muflis Durani Peshawar Pakhtoonkhwa - بېرته شاته