(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دموسيقۍ نړيواله ورځ دبمونو او توپونو په اوازونو کې

د پاکستان په گډون په ټوله نړۍ کې د موسيقۍ ياټنگ ټکورنړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې دپاکستان په سرحدايالت کې دموسيقۍ لطيف اؤخواږۀ سُرونه او غږونه دبمونو، توپو اؤ بارودو په خونړيوغږونوکې پناه شوي دي. په دغه ورځ دنړۍ په يو شميرپرمخ تللواو پرمختيايي هيوادونو کې دموسيقۍ دودې په حواله ځانگړې دستورې او دټنگ ټکور محفلونه جوړيږي ، خوسږ کال د پاکستان په قبائيلي سيمو او صوبه سرحد کې په دغه ورځ هم دموسيقۍ دزړۀ خوشحالونکو سرونو پځايې دتوپونو او کلاشنکوفونو ډزې دخلکو تر غوږونو رسيدلي دي. په پاکستان کې دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد په روانه جگړه کې چې تر ټولو زيات زيان کومې څانگې ته اوښتى هغه موسيقي ده. په ځانگړي ډول په پيښور ، چارسده ، مردان ، کوهاټ ، ډيره اسماعيل خان ، بنو او گڼو نورو سيمو کې تر دې مهاله تندلارو يو شمير دټنگ ټکور دکاروبار دوکانونه په بمونو الوځولي او سندرغاړي يا دهنر دنړۍ سره تړلي نور هنرمندان يې دگواښونو لاندې نيولې دي. په دغه لړ کې په گڼو هنرمندانو تندلارو بريدونه هم کړي او دهنر دنړۍ څخه دلاس نۀ اخستلو په ترڅ کې يې ورته دمرگونو گواښونه کړي دي. ددغو گواښونو په نتيجه کې ډير هنرمندان دپاکستان څخه نورو هيوادونو کې په استوگنې اختيارولو مجبوره شوي او ځينې نور دپاکستان څخه دوتلو په هڅه کې دي. د١١م ستمبر دپيښو څخه دمخه چې په پاکستان کې دتندلاريتوب گواښونه دهنرمندانو په وړاندې متوجې نۀ وؤ دصوبی په بيلا بيلو سيمو کې دموسيقۍ سره دتړلو هنرمندانو خپلې بالاخانې يا دفترونه وؤ، چې هر وخت به پکې دسازاو اواز دنيا گرمه وه. همدغه راز په ودونو ، ښادو او نورو مهمو موقعو به په هوټلونو، حجرو ، بيټکونو او هالونو کې دموسيقۍ پروگرامونه ترسره کيدل چې پکې به نامتو سندرغاړو پخپلو خوږو اوازونو دخلکوغمونه غلطول. خو نن نۀ يواځې له ويرې هنرمندان دغه رقم محفلونو ته دورتگ څخه ډډه کوي بلکې عام خلک هم دتندلاريتوب دگواښونو له امله دخپلو ودونو او ښادو په موقع دموسيقۍ دمحفلونو جوړولو څخه ويريدلي او نۀ شي کولى خپلې ښادۍ يا مهم محفلونه په ټنگ ټکور گرم وساتي. دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې يو وخت داسې ؤ چې دډبگرۍ په بازار کې به په سوونو خلکود موسيقۍ د الاتو په جوړولو اؤپلورلو خپل رزق پيدا کولو. همدغه راز په دغه بازار کې به دوخت نامتو سندرغاړي او موسيقاران ميشته وؤ او خلکو به دخپلو ښادو دپاره بوتلل. ددې ترڅنگ به په دغه بازار کې درقص دنړۍ سره تړلي خلک هم دسوونو په شمير کې اباد وؤ، خو نن په دغه بازار کې نۀ خو دموسيقۍ الات په نظر راځي ، نۀ سندرغاړي او موسيقاران او نۀ هم رقاصان. همدغه راز دپيښور په گډون دصوبې دهر ښار په بازارونو کې به دکيسټونو، سي ډي گانو او دموسيقۍ دنورو الاتو دوکانونه په نظر راتلل خو نن په سلو کې نوي فيصده دغه دوکانونه تړل شوي او يواځې لس فيصده دوکانونه په داسې حال کې پرانستي دي چې کاروباريان يې هره لحظه دمرگ دگواښ سره مخ وي. دپښتو موسيقۍ يو وتلي ځلمي هنرمند سرفراز دموسيقۍ دنړيوالې ورځې په هکله ډيوه راډيو ته وويل اوس چې په پښتونخوا کې کوم دوير او ماتم حالت رامينځته شوى په دې کې کۀ بنده وغواړي نو هم ټنگ ټکور نۀ شي کولى. سرفراز وايي دصوابۍ ، مردان او چارسدې په دشتو کې په سره گرمۍ کې سوځيدونکي په لکونو بې کوره شوي خلک چې مونږ وينو نو څنگه به راته سندرې خوند راکړي؟ دهغه په وينا موسيقي او سندرې خلک دخوښۍ په حالت کې وايي، دماتم په حالت کې يواځې ساندې او ژړا کيدلى شي. نوموړى وايي څومره گواښ چې دا مهال په صوبه سرحد کې دسندرغاړو او هنرمندانو ژوند ته متوجې دى شايد دبل هيچا ژوند ته نۀ وي. خو دتير وخت يوه تکړه هنرمنده ماه جبين قزلباش بيا ددغه وضعيت څخه مايوسه نۀ ده او وايي دقامونو په ژوند کې دغسې لوړې ژورې ارو مرو رامينځته کيږي خو يواځې هاغه قامونه بريالي وي چې همت ونۀ بائيلي. هغه وايي نن هم دتيرو وختونو په څير په ډاډه زړۀ دموسيقۍ پروگرامونو کې برخه اخلي او په دې باور ده چې مرگ او ژوند دخداې په لاس کې دى ، ځکه نو دمرگ له ويرې په کور کښيناستل ورته بزدلي ښکاري. دصوبه دکلتور وزير سيد عاقل شاه هم پخپله خاوره موسيقۍ ته په اوښتو زيانونو فکرمند او انديښمن دى خو ورسره دا هوډ او عزم هم لري چې دحالاتو په ښه کيدلو به حکومت يوځل بيا دموسيقۍ دودې دپاره کوټلي گامونه واخلي. هغه وايي دا مهال چې دپښتنو په خاوره دبدامنۍ کوم وضعيت رامينځته شوى ددې ترڅنگ هم حکومت دهنر او کلتور دودې څخه بې پرواه نۀ دى. عاقل شاه ډيوه راډيو ته وويل صوبايي حکومت به ډير زر په پيښور کې دهنر او کلتور دودې دپاره يو کلتوري مرکز پرانيزي چې پکې به هنرمندانو او کلتور ته دپيښو ستونزو دهواري دپاره لارې چارې لټولى شي. ډیوه ـ - بېرته شاته