(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پارلیماني که ملي سیاست؟

د پارلیماني او ملي سیاست تر منځ د توپیر کرښه راکښل په څرګنده دې نکتې ته اشاره ده، چي په پارلیمان کي ملي رویې او روحیې نه شي پالل کېدای او یا پارلیمان د ملي مسایلو په هوارېدو او ملي هدافو ته په رسېدو کي کومه مثبته پایله نه شي ورکولی. دا د پارلیماني او ملي سیاست موضوع چي په غلامو قامونو پورې اړوند شي نو د سوچ او فکر یو ډېر پېچیده او کشیده صورتحال راپېدا شي، ځکه چي په پارلیمان کي پر حقونو خبره کېږي خو پارلیمان د غلام د حق تعین نه شي کولی، آن دا چي د غلام حق پکي تسلیم کېدی هم نه شي او نه غلام حقونه لري. غلام ته یوازینی آپشن هم مبارزه پاتېږي. د طبقاتي امتیاز د پنډولو موخه په پارلیماني سیاست کي په طلایي کرښو لیکل کېږي او زیات وخت مترقي اهداف، تخلیق او نظریات نه بلکې دولت، عقیدت او شخصیت پکي مهم ګرځي. د غلام او اقا تعلق پر جمهوري لارو استوارول د مزاحمت مخه نیول او استحصال ته دوام ورکول وي. ددې په څنګ کي دا خبره هم داساسي نوعیت ده، چي د استحصال په ضد که محکوم خلک د مزاحمت لوازمات ونه سنجوي او د بېړې نه کار واخلي نو پایله یې د حاکم قوت په ګټه تمامېږي. د یو داسې صورتحال نه د ځان ژغورلو لپاره د مزاحمت د پسِ منظر او پېشِ منظر مطالعه و مشاهده اړینه پامېږي خو په دې پسِ منظر او پېشِ منظر کي د قامي سوالونو سربېره طبقاتي اپروچ په پام کي نیول او د ټولنیزو او ساینسي علومو په رڼا کي تګلارې سنجول لازمي امر دی. مزاحمت د غلامۍ او محکومۍ په تورو او تتو تیارو کي د خپلواکۍ ډیوې بلوي. خو مزاحمت په تشو لاسونو نه کېږي. وسایل اړین پامېږي، نړۍ سره سورۍ شوې ده، په نړیوال تناظر کي موږ غوندي نېستمنو ته د مرستې لاس پېژندل پکار دی. خو تر دې ټولو زیات د مزاحمت په شا شعوري بېک ګراونډ کتل غواړي. زیات وختونه مزاحمت په دې ناکامه ګرځي چي د هغه لپاره ذهني فضاء تیاره نه وي. داسې مزاحمتونه هر وخت ټولنیز انتشار، اضطراب او بې چیني راپېدا کوي. زما په اند د ثور د بدلون د رڼا په تیارو د بدلېدلو بنسټیز لامل هم د ذهني روزنې نېستي وه. ټولنیز سېټ اپ له پامه واچول شو او افغاني ټولنه د خپل سیاق و سباق نه په بېل پردي تناظر کي وکتل شوه. ګویا مترقي افراطیت د سرمایې فکري استبدادیت او عقیدوي جنونیت ته لار پرانیستله. دلته هم هغه د انتهاپسندۍ خبره اساسي نوعیت لري، ځکه انتهاپسندي که لیفټ وي او که رايټ مطلق د قام او وطن تباهي ګرځي او کله چي دا دواړه (LEFT AND RIGHT) سره ښکر په ښکر شي مثال یې لوی افغانستان جوړ شي. د هم دې انتها پسندیو په زندان کي ګویا د مستعمرو پښتنو قامي سیاست د عمر قید سزا وخوړله. یو خوا راسره د باچاخان په ژبه د "شرمښانو" سلوک تر حېواني درجې هم ټیت شو او بل چي د "سانډانو" په جګړه کي دچا حثیت د "چنګوښو" پاتې شي نو د هغه دل کېدل به هم داسي وي لکه نن چي یې د جهاد اد فساد په مسته بزکشۍ کي وینو. د متحده هندوستان د سیاست د غیریقیني پایلو نه پس د ثور انقلاب په تناظر کي پښتون قامي تحریک زیات ټکول وخوړل. وجوهات یې بین المللي، جغرافیوي او نظریاتي وو. د سوویت یونېن د انهدام غمېزې ټولو ملي او کیڼ لاسو سیاستونو ته د پارلیمان مات لاس ورتر غاړې کړ. د استبدادګرو د کاسو نه چاپېره په فکري بدخوندیو کي چي څومره د پښتنو کلتور او تاریخ مسخ کېدو، هم هغومره یې سیاسي نظریات فلج کېدل او له فن سره یې یوه اجتماعي زیادتي کېده. دا یوازې دسیاسي مشرتابه نه بلکې د ټول قام د نفسیاتو د یرغمالولو پړاؤ ثابت شو. سیاسي او سماجي ډهانچه که یې ورکه نه کړه نو پر ملا خو یې لکه دپښتنو وطن څو څو ځایه ماته کړه. هر چا ځان ته خپل خپل سېوري ورغول او وړې وړې کیږدۍ یې ودرولې. د یو مرکز او ټول پښتون د تصور برعکس د قبیلویت او شخصیت خیرن احساسات واکمن شول. دلته د بولان او چترال په وړه خیالي او جنتي دنیاګۍ کي د پارلیماني عیاشیو په هوس د ماضي شریک قیادت مسلسل غندل او پر نان ایشوز چورلېدل مي د جذباتي انډیوالي طبقې سیاسي ایجنډه وګرځېده. خو د یوې اوږدې بدخونده تجربې نه پس په ملي رویو او روحیو زرخېز حساس ذهنونه بېرته خپل اصل او فطري" شپول" ته ستانه شول. ګویا د حقیقتونو اعتراف وشو، د تاریخ فېصله ومنل شوه او تحریک بېرته خپل پخواني متحد شکل ته برابر کړل شو. اندېش شمس القمر وویل: ددې ژوندون د ګلزارونو د سپرلو په تمه ډېر لاړو راغلو خو په څانګه ستا د خيال کېناستو که یو څو شېبې په دقت فکر وکړو، دا نن چي کوم حالات پښتنو ته ورپه سر دي، ددې په مخنیوي کي مو د پښتون قامي تحریک نه څومره هیلې لرل پکار دي. ددې نه علاوه موږ ویل څه غواړو، د قیادت (نن په سره اور کي پروت دی) د رول نه مطمین یو او که دټولټال سیاسي عمل نه؟ د نړیوالو سیمیزو حالاتو په تناظر کي پښتانه قام پرستان سیاسي مجبوریتونه لري او که له خپلې منصبي فریضې سرغړونه کوي؟ تر دې چي راتېر شو نو بیا پوهیدای شو چي پارلیمان زموږ د سیاسي قیادت (نن په پارلیمان کي هم په یو ډېر بد حالت کي د پښتنو د سر د بقاء جنګ کوي) مجبوري او معروضي ضرورت دی او که ذاتي حرص مندي، هدف او ذهني عیاشي؟ پر دې نکته به هم سوچ په کار وي، چي دپښتنو د وطن په اوسنیو شرایطو کي وسلوالې مبارزې او غرونو ته فضاء مساعده ده او که د عدم تشدد له لارې فکري بدلون ته؟ (تر هر ډول مزاحمت خصوصاً وسلوال مزاحمت وړاندې فکري بدلون اړین پامېږي) د یو ضمني سوال په توګه، د افغانستان د دریو لسیزو په خونړۍ غمیزه کي به د وسلوالې مبارزې ګنجایش څومره پاتې وي او پښتانه به ددې مبارزې د زغم څومره توان ولري؟ ژور نظر لرونکي به پوهېږي چي د پښتنو د تاریخي قامي نظریاتي سیاست سولیز پېغام اوس شنډول او که نه ژوندی کول په کار دی؟ ددې ټولو اړخونو نه یو خواته دا پوښتنه د اساسي نوعیت ده چي دپښتنو د اوسني قام پرست سیاست په هکله زموږ نقد پر نظریاتو دی او که پر معروضي سیاسي عمل؟ د نظریاتو نقادان باید انډول تګلاره او د هغې امکانات په ګوته کړي. د لفظي کرتب بازۍ تر حده نه بلکې په عملي ژوند کي ددې تعین وکړي او د نجات نسخه یې زبات کړي. خو پر معروضي سیاسي عمل د تنقید جواز په ډېرو حوالو موجود دی او دا تنقید نن هم په کار دی. یوه خبره په تکرار سره اورم (پښتنو قام پرستانو خپله لار بدله کړه) ایا دا خبره داسي نه ده په کار چي حالاتو د پښتنو قام پرستانو لار بدله کړه. په سیاست کي به د ساینس له رویه کومه یوه ترقي پسنده رویه پامېږي، د بدلېدونکو حالاتو سره په تګلارو کي جدت او که قدامت؟ سیاست کوم ساکت او ساکن شی نه دی. دا د تاریخ په ارتقایي او د ارتقاء په تاریخي سفر کي یو تغیر پذیر قدر دی، دا د ممکن څه د لاس ته راوړلو هنر دی او په پاتې پسې سفر. "یا یې نه غواړو او یا نهه سره غواړو" د منطق یاران مي د هیڅ پاتي نه شول. په پېپونو، نالیو، سړکونو او زیات زیات په عدلیه کي بندیوان شول. د چا عدلیه؟ د ۱۸۹۳ء د ډیورینډ د غمیزې وروسته چي په مستعمره پښتونخوا کي پښتانه د یو منظم تحریک په شکل قامي شپول مومي نو هغه د خدایي خدمتګار تحریک شپول دی چي د باچاخان په رهبري کي تنظیمېږي. هم دا تحریک د محکومیت په ضد د مزاحمتي مبارزې د نظریاتي سفر د پراخو قربانیو ویاړ په برخه لري. خو د فرنګي په ضد د شریکې مبارزې د بریالیتوب نه پس د کانګریس بې وفاۍ مو ملي سرنوشت په تورو کرښو راککړ کړ. په بې ساري دوزخ، بې مثاله مقل، د لایق په ژبه د انګرېزانو په قصاب خانه او بې شرمه بندیخانه (پاکستان) کي یې د بې تهذیبو په خوله ورکړو. مولانا ابوالکلام ازاد رښتیا وایي "پر غلامۍ که هر څومره ښکلی نوم کښېږدﺉ خو غلامي بیا هم غلامي وي" لاکن د مهذبو او غېر مهذبو په غلامي کي فرق ضرور وي. فرنګی که هر څه وو خو یو مهذب بادار ضرور وو خو دا بل " اوس یم داسې خواره مینځه چي دمینځې جامې مینځم" ولي خان په خپلو لیکنو کي د فرنګي په ضد د اوږدې مبارزې او پراخو قربانیو باوجود د تاریخي حوالو په رڼا کي د دښمن د پوست پر بدلېدلو فکرمندي څرګنده کړې ده. خو بیا هم دا دوږخ، مقتل، قصاب خانه او بندیخانه مو ورته سړه پرېنښووله. زندانونه او ټارچرسېلونه مو ورته مستانه وساتل. هر ډول ناروا یې آن تر اوسه روا راسره ګرځولې ده خو زموږ رسپانس یې سوړ نه کړ. د اجمل صاحب په قول اوس که نر وي نو غوږونه دي خپل پرې کړي چي زما نغمه سړه نه شوله سره شوه خو چي د زړه وطن (افغانستان) مو په نړیوالو ایډیالوجیکي بدمستیو کي بې قراره شو بې قراري یې راپکي پېدا کړه. سیاسي ډهانچه ورانه او د سیاسي قیادت ټوله دوراندېشي او پېش بیني یې راته متنارعه وګرځوله. چي د فساد په فلسفه کي در په در خاورې په سر شو، پارلیمان مو خواره ونډه شوه. په دې خواره وڼده کي یې هم زښت خوار کړو. یو خوا یې راته د منبر او محراب مقتدر ډک له بارودو په منځ کي پرېښولو. قامي او سیاسي روایات یې ورباندې پامال کړل، منډۍ یې ورباندي پرانیستله، بولۍ یې ورباندې ولګوله خو د ولي خان خبره (په قیمت ارزان وو) او بل خوا مو خپل "مات لاس" په خپله غاړه ولوېدو. قبایلي ذهنیت وروزل شو، جذباتیت واکمن شو او پښتونستان لکه د مُلایانو دارالاسلام د جاریانه رویو سمبول شو (له چتراله تر بولانه پښتون یو که .............). د پرون او نن تر منځ څرګند توپیر که موجود دی نو هم دا د پارلیمان د بدخوندیو توپیر دی. اسفندیارولي خان یو وخت "ګوربت" مجلې ته په مرکه کي ویلي وو " زما خو دا خیال دی چي موږ خو له سره د باچاخان د لارې نه ها خوا شوي نه یو. ماسېوا چي یو فرق راغلی دی چي پارلیماني نظام او پارلیماني سیاست رامنځته شوی دی او دا زموږ مجبورۍ دي. حال دا که له مانه څوک ذاتي تپوس وکړي نو یو شی راباندې دومره بد نه لګي لکه پارلیماني سیاست چي راباندي لګي. ځکه چي په هغه کي مصلحت دی، په هغه کي سمجهوتې دي، په هغه کي داسې ځایونه دي چي باید ته ورنه شې خو ته ورځې. خو بنیادي دغه شی دي باید په ذهن کي وي چي د باچاخان سیاست انقلابي احتجاجي سیاست وو او اوس چي دی هغه انتخابي سیاست دی. نو انقلابي احتجاجي سیاست ته په انتخابي سیاست کي څنګه مدغم کوې؟ د هغه (د باچا خان د انقلابي سیاست) کوم بنیادي مرام او مقاصد چي دي هغه به وي هغه ته د رسېدو لارې هغه وخت بېلې وې او اوس بېلې دي". د پارلیماني سیاست په هکله به اوس هم د پښتنو قام پرستانو په هکله پر اهدافو د کمپرومایز نکته ډېره کمه مخې ته راځي. نن هم د پاکستان مېډیا زموږ د پارلیماني سیاست د اوږدو بدخوندیو باوجود دا تاثر ورکوي چي پښتانه قام پرستان د پاکستان بقاء نه غواړي. هم پښتنو قام پرستانو په زر ځله دا خبره کړې ده چي پاکستان د پښتنو بقاء نه غواړي. دا بېلتون او بېګانګي په خپله یوې منطقي پایلې ته لار باسي. خو غمیزه دا ده چي په دواړو خواوو (لر اوبر افغانستان) کي پښتانه دا مهال د یو شریک مزاحمت په پوزیشن کي نه ښکاري. هلته کي ناټو (NATO) پرته ده او دلته مي د پنجابک دوزخي ریاستي دسیسې، دوسیې، خودکش بمبار او تیسټ ټیوب بې بي ..... تر ټولو لویه تراژیدي مي د اندام اندام وجود خبره ده، هم دا مطلبي خبره ده. پارلیماني سیاست ګڼې ټولنیزې بدخوندۍ زېږوي، نظریات فلج کوي او ملي موخې شنډوي خو سربېره پردې په پارلیمان کي تش ځایونه پرېښوول د قامي تحریک لپاره ګڼ شمېر زیانونه پېدا کوي. ټول کیڼ لاسي سیاستونه په پارلیمان کي د تشو ځایونو قایل نه دي. قامي سیاست هم د خپل معروض د پیاوړي کولو او د خپل امېج د لوړولو لپاره د پارلیمان نه چورلټ انکار نه کوي. نواب خېر بخش مری دا مهال په بلوڅ قامي تحریک کي پر زړونو واکمن څوک دی. د bullet for bullet د پالیسۍ تر ټولو لوی علمبردار دی. خو هغه په داسي حال کي چي د پارلیمان نه یوه ذره د بدلون هیله نه لري خو پر نړیواله کچه د خپلې قامي مسلې د راپورته کولو لپاره د پارلیمان د ارزښت نه انکار نه کوي. بنیادي خبره د مقدمې د وړاندې کولو او پر نړیواله کچه دې مقدمې ته د coverage ورکولو ده. د بلوڅو مسله هم قامي ده او د پښتنو مسله هم خو فرق صرف دا راغلی دی چي د پښتنو قامي مسلې مذهبي رنګ اخیستی دی او بلوڅ ددې ناسور نه خلاص دی ګني نور یې د ایسټیبلشمنټ په انډیوالي کي موږ ډېر لرې پرېيښي یو. نن المیه دا ده چي د طالب په نوم د وحشتګرو او استبدادګرو دا ناجایز او پردی پېداوار یې درست پښتون قام ته منسوب کړی دی. په ټوله نړۍ کي د پښتنو د امېج په هکله یو غلط تاثر موجود دی. پښتانه د خپلې لمنې نه دا تور داغ نه شي وینځلی. بل خوا د اقتصاد ملا یې را ماته کړې ده، قامي اقدار مسخ او انفراسټرکچر تباه دی. نو په داسي حال کي به د مبارزې نوعیت هم دا وي ځکه چي د نړۍ بې مرستې نه کېږي. په هر صورت چي وي مرستې ته به لار برابرول وي. که پښتانه روښتیا هم د پاکستان په پارلیماني سېټ اپ کي حل شوي دي او یا د کم ظرفو په وینا د پنجاب نوکري کوي نو بیا ملي مشران په ځانمزګو ارامول څه مانا لري او په دې حالت کي به نو بیا طالبان د ملي سیاست رښتیني امانتګر ګڼل حقیقت پسندي وي؟ عجیبه منطق دی د قاضي او حمید ګل په APDM کي د بلوڅو ګوندونو فعاله ونډه پارلیماني نه بلکې مزاحمتي او ملي سیاست دی. بل خوا دا وګوره بلوڅ قامي تحریک په هر ډول بدخونده حالاتو کي هم پارلیمان ته بلوڅ قام پرستان لېږي. اوس یې هم لېږلي دي. خو موږ هم دا اوس په سهیلي څنډه کي مُلایان پلن نه کړل؟ تش د دې پارلیماني حرص مندۍ په خاطر چي دا "تربور" مي اوس دلته راته سیال نه شي. دا به ناانصافي نه وي، یو څوک دي په خپله ژبه مجله باسي، پریس دي لري، ریسرچ سنټر دي چلوي، کتابونه دي خپروي، ادبي دستورې او مناظرې دي جوړوي، لیکوالانو او شاعرانو ته دي تنخواه او پراجیکټونه ورکوي، وېب پاڼې دي لري، دولس دیارلس ازاد ښوونځي (د نړیوال معیار) دي پرانیزي او پښتو دي پکي لازمي ګرځوي خو بیا دي هم څوک ووایي چي دا خلک له خپلې ژبې ډېر لري دي او د مورنۍ ژبې په ارزښت نه پوهېږي. د یادولو وړ ده، د افراسیاب خټک خبره (پښتونستان یوه افسانه ده) د پښتنو د قامي وحدت په تاریخي سیاق و سباق کي نه ده شوې بلکې د معروضي حالاتو په حواله یو معقول غبرګبون دی. دا اوس چي د ژوند او مرګ پر برید پوله د سر د بقاء او امن لپاره مبارزه روانه ده، ددې د شنډولو لپاره دښمن دا مسلې منځ ته را غورځوي. " د پښتونستان لوحې یې لګولي دي، پاکستان ماتول غواړي، له هند او افغانستان سره رسمي اړېکې لري". لکه څنګه چي پښتو ادب نوښت ته لار پېدا کوي او سنجیده علمي چوکاټ ځان ته تراشي نو د "یې ګانو" مسله پورته شي، لهجوي ستونزې را پېدا شي، پر پټه خزانه بحثونه روان شي، خوشحال بېګ دی، خوشحال پښتون دی. کټ مټ له سیاست سره مي هم دا عمل کېږي. افراسیاب پارلیمان نه بلکې د سیاست علمي او سنجیده بنیادونه په پام کي لري. ددې پورتني بحث په تناظر کي په اخر کي یوازې دومره عرض کوم چي د قام رښتیني امانتګر که په غرونو کي وي او که په پارلیمان کي، خپله منصبي فریضه او مسوولیت په ایماندارۍ او دیانتدارۍ تر سره کوي. د پارلیماني او ملي مبارزې په هکله له دې نظر سره هر څوک د اختلاف حق خوندي لري. خو څومره به ښه وي چي اختلاف د جذباتیت نه ازاد شي او پر دلیل او منطق مبني شي. بد مرغي دا ده چي دلته د نورو ډېر نېستیو سره د دلیل او منطق نېستي هم غوړېدلې ده. [email protected] 0092(0)3458907184 - بېرته شاته